تر ناندريو لاندې سرحدي سيمه

افغانان د هېواد په ختيزه سيمه کې له پاکستان سره د ځمکې د ادعا په ناندريو بوخت دي.

تر ناندريو لاندې سرحدي سيمه

افغانان د هېواد په ختيزه سيمه کې له پاکستان سره د ځمکې د ادعا په ناندريو بوخت دي.

Wednesday, 16 November, 2005

په دې وروستيو وختونو کې په سرحدي لانجمنو سيمو کې د پاکستاني سرتېرو ننوتلو د هغو افغانانو تر منځ خپګان رامنځته کړى دى، چې د خپلې خاورې په ځمکني تماميت يي يو غيرعادلانه تېرى بولي. د سيمې استوګن وايي داسې ښکاري، چې پاکستاني اړخ د نويو ښوونځيو او سړکونو لپاره د پيسوپه لګولو غواړي په دې سيمه کې پاتې شي.


زيات شمېر افغانان په دې اند دي، چې په کابل کې حکومتي چارواکي بايد دننګرهار په پوله کې د سرحدي سيمو د حقوقو د خوندي کولو په هکله پرېکنډه ګامونه واخلي.


د پاکستان رسمي څرګندونې په دې لېرې پرتو غرنيو سيمو کې پوځي شتون د القاعدې او طالبانو د لټولو لپاره تکتيکي عمليات بولي. له هغه مهاله چې يوزيات شمېر سرتېري د جون د مياشت په شاوخوا کې راڅرګندشول، اوس يي د سرتېرو شمېر د څارنې څوپوستو او خيمې ته لږ کړاى شو .


له پخوازمانو راهيسې سرحدي پوله د دواړو هېوادونوترمنځ د شخړو لامل و.د ډيورند کرښه چې د يو برتانوي نيواکګر له خوا په ١٩٨٣ کا ل کې راکښل شوې، چې هيڅکله هم د نخشې پر مخ رسم شوې نه ده. په تېره بيا له جلال آباد سره دا نزدې سيمه په ځانګړې توګه ناڅرګنده پاتې ده.


پاکستان تر اوسه دا کرښه د خپل شمال لوېدېځې پولې په توګه پېژني، ادعا کوي، چې دا دهغوى سرتېري نه دي، چې له ليکې هاخوا وراوښتي، بلکې دا افغانان دي، چې د شوروي اتحاد د ناسمو نخشو له مخې کار کوي.


د افغانستان د ننګرهارپه ولايت او د پاکستان د مهمندو په قومي ايجنسۍ کې د مهمندو قوم، چې د پولې په دواړو خواوو کې اوسيږي، له کلونو کلونو راهيسې خپلواک ژوند لري او خپل قضايي سيستم کاروي.


کله چې د ګوشتې د ولسوالۍ د پوليسو له قوماندان، سيد عمر څخه په دې اړه وپوښتل شول، چې آيا دپاکسنان تر کنترول لاندې دا سيمه په واقعيت کې د افغانستان خاوره ده او که نه؟ هغه يوازې دومره وويل، چې افغاني مامورينو پخوا دلته ماشومان واکسن کړي او تر سږکال پورې يي دلته د تيلو ټانکونه درولي وو.


د پاکستان وروستۍ هڅه چې په دې سيمه باندې خپل کنترول څرګند کړي، د مهمندو د ځايي اوسيدونکو قهراو غوسه راپارولې ده، چې ځينو هغو يي د جولاي په مياشت کې له "بريد کوونکو" سره د جګړې په نيت وسلو ته لاس اچولى وو.


يو د بل په وړاندې، دې مقابلې زياتې انګازې خپرې کړې او دپولې دواړو خواوو ته يي د "پښتونستان" خاطرې خلکو ته وريادې کړې دې، چې په ١٩٤٧ کې د پاکستان د جوړېدو راهيسې کلونه کلونه ددواړو هېوادونو تر منځ د شخړو او نادريوسر و.


د ٢٠٠٣ کال په جولاى کې،په سيمه کې د نويو رپوټونو پسې سمدلاسه بلوا ګرو په کابل کې د پاکستان په سفارت بريدوکړ. دواړو هېوادونو د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره، د پولې د بريدونو د ټاکلو په منظور، د متحده ايالتونو په ګډون، د درې اړخيز کميسون د جوړولو له لارې بيړني ګامونه پورته کړل.


له هغې په راوروسته مياشتو کې افغاني او پاکستان ځواکونو يو د بل په وړاندې خال خال ډزې کړي دي. د ګوذري د وادي شيندل شوې کلي د جلال آباد له ښار څخه د ٤٠ کيلومترو څخه په لږ واټن کې پراته دي. خو د سختو او غرنيزو لارو له امله يي لاره د څلورو ساعتونو اوږد مزل غواړي. دا د جګړې لومړۍ ليکه ده اود شاوخوا د غرونو په سرونو پوځي پوستې پرتې او کله ناکله په يو او بل ډزې کوي.


د هغوى تر منځ واټن دومره لږ دى، چې آن له دوربين پرته په اتو پوستو کې پاکستانى يونيفورم او د غونډۍ بېخ کې دوه ټاکونه په څرګند ډول ليدل کيږي.


د يوې غونډۍ په سر، يو شل کلن افغان سرتېرى په يوې ريتاړې خيمه کې ناست دى. هغه د بوټونو، وړ جامو، خواړو او وسلو له نشتوالي ګيله من دى، په داسې حا ل کې جې هغه لوري ته پاکستاني اړخ ښه سمبال دى. خو له دې سره سره هغه ځوان وايي، وياړي، چې د خپل هېواد دفاع کوي.


افغاني سرتېرو د نومبر په پاى کې خبريالانو ته ويلي و، هغې سيمې ته وړاندې ولاړ نه شي، چې په دې وروستيو وختونو کې د آى ډبليو پي آر خبريالان هلته تللي وو. آى ډبليو پي آر ته يو کارکوونکى خبريال داګست په مياشت کې يوې پاکستانۍ پوستې ته نژدې ورغلى و، چې بيا د څو ساعتونو لپاره هغوى کېنولى و.


دا دسږکا ل نوې خبره ده، چې پاکستاني ځواکونه په څرګند ډول د مزري چينې په سر د غونډيو په شاوخوا کې لېدل کيږي او د کوډا خېلو په سيمه کې يي يو ټانک ودرولى دى.


په دغه وخت کې له پاکستاني څرګند پرمختګ سره، ميجر ايوب د افغانستان د ګوشتې د ولسوالۍ په دښتو کې د خپل لورې په برى وياړنه کوله. هغه ويل: "موږ د دښمن زياتې توپخانې دړې وړې کړې. زموږ له لوري موږ يوازې درې ټپيان درلودل."


بل لورې ته افغان سرتيري او کليوال وايي، چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کوډاخېلو د سميې يو قومې مشر، حاجي جهانزېب وويل، چې اوس پاکستاني فوځونه ځاى په ځاى شوي او سيمه د هغوى ترکنترول لاندې ده. خو هغه وايي، هغه افغاني بيرغ دتېلو په خپل ټانک هسک کړى او د ولسمشر حامد کرزي عکس يي هلته ځړولى دى، چې ټول ګواښونه بې ارزښـته کوي.


د لانجمنې سيمې اوسېدونکي وايي، چې پاکستان په دې وروستيو مياشتو کې خپل زير بنايي سيستم ځواکمنوي، داسې بريښي چې هغوى د پاتې کېدو پلانونه لري.


د ګوشتې په ولسوالۍ کې، يو سرښوونکى روح الامين، چې د اساسي قانون د تصويب د روانې لويي جرګې لپاره د هغه ولسوالى استازى دى، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې پاکستاني لوري په پراختيايي کارونو زياتې پيسې لګوي. هغه وايي: "هغوى سړکونه، روغتونونه او ښوونځي جوړوي او څاګانې باسي. په همدې توګه هغوى مشرانو او سپين ګيرو ته د بېسم دستګاوې ورکوي."


د سيمې اوسيدونکي افغانان وايي، چې مزري چينې ته څېرمه، په اټا بازار کې، چېرته چې پاکستانيانو خيمې درولي دي، د برښنا يو نوي سيستم يي جوړکړى او سړکونه يي پاخه کړي دي. دا کارونه ټول د پاکستان په پيسو شوي دي. يو استوګن، چې د نوم له ښوولو يي ډده وکړه، وويل، کله چې ځينې ځايي مشران ددې مرستو دترلاسه کولو په هکله زړه نازړه وي، نوپاکستانيان ورته وايي، "د ښوونځيو، د برښنا دسيستم او سړکونو جوړول کومه ګناه نه ده، نو ولې موږ نه پرېږدئ، چې دا کارونه ستاسو په سيمو کې سرته ورسوو."


له دې ټولې هڅونې سره سره بيا هم هغو خلکو چې آى ډبليو پي آر ورسره مرکې کړي، په دې ټينګار کاوه، چې غواړي د افغان حکومت تر کنترول لاندې پاتې شي، او په هماغه وسلو به جګړې ته دوام ورکوي، چې په لاس يي ورځي.


محمد ګل د خپل کلي د استازو کيسه وکړه، چې د ننګرهار ولايت چارواکو ته د مرستې له امله هلته ورغلي وو. هغه وايي: "موږ د دوه ويشتو کلونو لپاره دهغوى (پاکستانيانو) په وړاندې جګړه کړې." داوړي د جګړې په هکله هغه وويل: "موږ د افغانستان بيرغ د خپلو غونډيو په سرونوهسک کړ، خود مرستې په ځاى چارواکو موږ ته وويل، دا د حکومتي لوړوچارواکو لپاره يوه ستونزه ده او هغوى په دې هکله څه شى نه شي کولاى."


د ننګرهار د والي مرستيال محمد آصف قاضي زاده آى ډبليو پي آر ته منکر شو، چې ګوندې پاکستان اوس د پخوا په پرتله زياته خاوره تر کنترول لاندې لري، خو دا يي ومنله چې ښايي ناببره برېدونه شوي وي. هغه مينه نه درلوده چې د موضوع په هکله نور څه ووايي او وي ويل، چې دا د "مرکزي حکومت" کار دى.


په کابل کې د پاکستان سفارت د آى ډبليو پي آر له بيا بيا غوښتنو سره سره په دې هکله مرکې ته حاضر نه شو.


د ګوشتې په ولسوالۍ کې يو قومي مشر، چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل چې د کرزي په بې ميلۍ د شرم احساس کوي. هغه په دوديزه توګه په سيمه کې شلېدلي کميس ته په ګوتې نيولو وويل، چې دا بې پروايي او پرکالي "د پښتنو د کميس په يوې ټوټې تور داغ دى" هغه وايي: "که مرکزي حکومت همدا شان خپلې بې ميلۍ ته دوام ورکړي، نو ننګرهار به ډېر ژر د پاکستان يوه برخه شي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists