تقلبي درمل او حياتي خطرونه

دپاكستان پرحكومت تاکيد شوې چې د درملو غيرقانوني پلورنه بنده کړي چې د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

تقلبي درمل او حياتي خطرونه

دپاكستان پرحكومت تاکيد شوې چې د درملو غيرقانوني پلورنه بنده کړي چې د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

Monday, 21 February, 2005

د پيښـور د ينورسټي ټاون د هستوګنې د سيمې د سرك په يوه برخه كى نژدې ١٣٠ دوکانونه خوا په خوا موقعيت لري چې درمل پلوري. د دغو دوكانونو ډير لږ قانونى اسناد (لاسينسونه ) لرى او آن دغه اسناد د دې تضمين نه شي کولې چې کوم درمل چې دوې يي پلوري هغه به سم او د کار وړ درمل وي.


په پيښور کې د افغان پوهنتون د داخلي ناروغيو پروفيسر ډاکتر سعدالدين شرف زې وايى زمونږ ډير خلك د زده كړې د نشتوالي له كبله په دى نه پوهيږي چى پخپل سر درمل خوړل د دوى روغتيا له گواښ سره مخامخ كوي. ډاكتر شرف زي دغه راز وويل دپاكستان حكومت بايد د هغو درملتونونو پر ضدګام واخلي چې په غيرقانوني توګه کار کوي او په دې خبره ځان ډاډمن کړي چې ټول درملتونونه رښتيني او د ډاکترانو د نسخو پر بنسټ درمل پلوري.


دغه ستونځه ډير اړخونه لري: لمړې دا چې داسې درمل پلورل کيږي چې په بل هيڅ ځاې کې د هغې د کارونې اجازه نه ورکول کيږي. دوهم هغه درمل کارول کيږي چې د کارونې نيټې يي لادمخه تيرې شوي وي او جعلي نيټې پرې ليکل شوي وي. په کوچنيو فابريکو کې له دې درملو کپسولونه ډکيږي او بيا په اصلي پاکټونو کې اچول کيږي.


بله پيچلى او لويه ستونځه داده چى په پاكستان كى د درملو په څرنگوالي، ويش او بيو هيڅ كنترول نشته. دلته هر څوك كولى شى هټۍ جوړه كړي او هغه ساده خلك پرې تير وځي چى گومان كوي دا درمل به له دوې سره مرسته وکړي .


د سيمه اييزه روغتيا د ادارې يوه چارواک ويلي دا يوه زياتيدونکې ستونځه ده او موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې کنترول يي کړو. خو په عين حال کې د دې کار له پاره کافي منابع نه لرو .


د ١٢٠ دوکانونو د سروې په ترڅ کې چې د ينورسټي ټاون پر لوې سړک شوې ډيرو دا منلې چې دوې قانوني اسناد يا اجازه نه لري او د درملو د کار او بار تجربه يي له يوه ډاکتر يا په کوم لابراتوار کې د کار کولو په نتيجه کې تر لاسه کړې. ډيرو دا ويلي چى دوى دولتى مامورينو ته بډې ورکړي دي.


ډيرې دوكانونه هغه درمل پلورى چى په نړيوال کچ نه کارول کيږي اويا په بله وينا له نړيوال لست څخه ليرې شوي دي. بله خبره دا ده چې مراجعين بيلا بيلو درملو لکه د مکروب ضد، زهرو، د درد د ګوليو او داسې نورو د رانيولو له پاره د ډاکتر نسخې ته اړتيا نه لري.


د افغان روزنيز روغتون مشر ډاكتر زاهدالدين وايى ډير درملتونونه د ځنيو غيرقانوني کمپنيو سره چې دوې ته درمل ورکوي اړيکې لري چې دوي ته ډيره ګټه رسوي. دا درمل اغيز نه شي درلودې او تر څو چې حکومت ګام وا نه خلي کومه نتيجه هم نه ورکوي خو موږ خلکو ته يوازې خبردارې ورکولې شو.


هغه خلک چې دا درمل رانيسي او پرې کوم بد اغيز نه کوي ښايي د هغوۍ بخت به ښه وي. تر ټولو بده داده چې ځينې خلک ناسم درمل رانيسي، هغه چې د نړۍ په نورو برخو کې چې ښه قوانين هلته عملي کيږي داسې درمل له بازار څخه لادمخه ليرې شوي دي.


حيات آباد د پيښور هغه سيمه ده چې د افغان کډوالو له راتگ وروسته جوړه شوې. د حيات آّبادپه روغتون کې ١٥ كلن توريالې چى د (bone marrow) له ناروغۍ څخه ځوريږي وايى ده له يوه درملتون څخه درى مياشتى وړاندې د ملاريا ضد درملو زياد مقدار اخيستى وو او هماغه درملو دې ځاى ته رسولې دې.


محمد اسماعيل د پيښور د شمشتو د کډوالو په کمپ کې يوه مياشت وړاندې د ٢٦ کلونو په عمر د يوې عادي جراحۍ له امله مړ شو. د هغه د تره زوې عبدالله چې پخپله د افغان پوهنتون د طب د پوهنځي زده کوونکې دې وويل : زما د اکا د زوې د مړينې لامل د بې هوشۍ هغه درمل وو چې نيټه يي تيره شوې وه.


د درملو د غير قانونى کارونې له امله د هغوې اغيزمنتوب لږ شوې او داسې نوې ناروغۍ يي رابرسيره کړي دي چې د درملو په وړاندې مقاومت کوي. په پيښور كى ډاكتران په زيات کچ ويره څرګندوي ، کوم درمل چې دوې يي ناروغ ته ليکي يا خو بې ګټې دي او يا هم د زياتې کارونې له امله يي اغيز لږ شوې دې .


ډاكتر عمر گل محمد چې دپيښور د پبو په كمپ كى د جهاد دجراحى روغتون مشر دې وايى پخوا درمل ډير ګټور او اغيزمن وو، خو اوس ما ډيرى داسى قضيي ليدلي چې د عمليات څخه وروسته په ځانګړي توګه د مکروب ضد درملو د خرابوالي له امله انتانات رامنځ ته کوي .


د كنترول او څارنې دنشتوالي له كبله د قانوني او غير قانوني كارخانو شمير په بيړې سره زياتيږي نو ځکه دا ګرانه ده چې وويل شي کوم يو د ښه معيار درمل توليدوي.


په پيښوركى د افغان ډاکترانو د اتحاديي مشر ډاكتر برى صديقي له پاكستانى واکمنو څخه غوښتنه كوي چې کنترول غښتلې، د درملتون د چارو د پرمخ وړلو له پاره تعليمي معيار اوچت او قوانين په کلکه عملي کړي. هغه وايي اتحاديه د مرستې له پاره چمتو ده ځکه ډاکتران هغه کسان پيژني چې په غير قانوني توګه درمل پلوري.


پاكستان هم د نورو بي وزلو هيوادونو په شان د درمل جوړولو په برخه كى ستونځې لري. فساد زياد دې او قوانين ډير لږ عملي کيږي . له بلې خوا د درمل جوړونې په برخه کې د ښو قوانينو له پاره ډيرې هيلې نه شته.


د پيښور د ناصر باغ په كمپ كى چى نږدى ١٠٠٠٠٠ كډوال پكى اوسي، د يوه درملتون مالک د بيلابيلو درملو لست و ښود چى له ده سره وو او د هر يوه ګټه يي څرګندوله . هغه ويشونکې کمپنۍ چې د درملو په هکله يي پوښتنه کيدې شي ډيره ګټه تر لاسه کوي او داسې نه ښکاري چې د ينورسټي ټاون پلورونکي به خپله کړنلاره بدله کړي.


په پيښور كى نورمحمد ، امين الله او شمس الرحمن چى د IWPR دژورناليزم د روزنى په كورس كى يي برخه اخستى ده.


Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists