تنکي زلميان او ماشومان د پوليسو د ماموريت په توقيف کى

په مؤقتي ډول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو د توقيف د ودانى بنديدل، د چارواکو د سرخوږي سبب شوي.

تنکي زلميان او ماشومان د پوليسو د ماموريت په توقيف کى

په مؤقتي ډول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو د توقيف د ودانى بنديدل، د چارواکو د سرخوږي سبب شوي.

په داسى حال کى چى د کابل تنکي ځوانان او ماشومان د پوليسو د سر ماموريت په توقيف ځاى کى بنديان دي، چارواکي د تنکيو ځوانانو او ماشومانو د توقيف د يوى نوى ودانۍ د پرانستو په انتظار او طمع دي. د (٣٠) تنو په شا او خوا کى دغه ماشومان د کابل د پوليسو په سرماموريت کى بنديان دي او د هغوى د توقيف د ودانى څخه د يوى محکمى کار اخستل کيږي. چارواکي د نوموړو مجرمو تنکيو ځوانانو او ماشومانو د اصلاح او روزنى د يوه نوي توقيف ځاى په لټه کى دي.


سخت دريځه طالبانو تنکى ځوانان او ماشومان د کوچنيو جرمنو لکه د رنګه کاليو د اغوستو له امله هم نيول او په همدى ډول ئى په جنايتونو کى ډير کموالى رامنځ ته کړى وو.


د تنکيوځوانانو او ماشومانو پخوانى توقيف چى د دارالتهديب يا ښوونى او روزنى د کور په نامه ياديده، دوى ته ئى د ښوونى او روزنى تر څنګ د بيلابيلو کسبونو لکه ترکاڼۍ، د قالينو اوبدلو او خياطۍ په شان د کسبونو ښوونه هم کوله.


په نوموړي توقيف کى چى (٩٠) تنو کارکوونکو لخوا پر مخ بيول کيده، تنکيو ځوانانو او ماشومانو ته نه يوازى خواړه ورکول کيدل او روغتيائى پاملرنه ئى کيده، بلکى هغوى په بيلابيلو سپورټى لوبو لکه واليبال او غيږنيونى له پاره هم هڅول کيدل. .


جمهور رئيس حامد کرزي د يوه نوي دارالتهديب د لټولو ږغ کړيدى، خو تر اوسه پورى ور ته يو نوى ځاى موندل شوى نه دى او دا ماشومان د پوليسو د ماموريت په بنديخانه کى شپى او ورځى سبا کوي.


اوس ټول بنديان هلکان دي چى د جدى جنايتونو له امله بنديان دي او کرزي تيره مياشت د استقلال د ورځى په وياړ د ټولو بندي نجونو د خوشى کولو امر وکړ.


د کابل د پوليسو سرمامور عبدالبشير سالنګى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: اوس نور د موسيقى او ساز اوريدو، د سر د ويښتو ځانګړي جوړولو او د رنګه کاليو اغوستو ته په دى هيواد کى د جنايت په سترګه نه کتل کيږي.


هغه زياته کړه: اوس نيول شوي او بندي تنکى ځوانان او ماشومان هغه کسان دي چى د قتل، غلا، ترافيکى پيښو په رامنځ ته کولو او د کورونو څخه د تيښتى په شان په جرمنو تورن دي.


هغه وويل: د همدى ګناه کاره تنکيو ځوانانو او ماشومانو چى د دوى د ګڼ شمير پلرونه د افغانستان په بيلابيلو جګړو کى وژل شويدي او بى سرنوشته په کوڅو او بازارونو کى ګرځي ، بايد د ښوونى او روزنى په يوه مؤسسه لکه دارالتهديب کى روزنه وشي.


همدا تنکي ځوانان او ماشومان فعلاً په يوه يو پوړيزه ودانۍ کى چى د دوو عسکرو لخوا ئى پيره کيږي، بندي دي. کله چى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى د نوموړى ودانۍ څخه ليدنه کوله، ټول (٣١) تنه دغه ماشوم بنديان د يوى لويي خونى په منځ کى پراته ووچى دروازه ئى تړلى وه. خونى يوازى يوه کوچنى کړکۍ درلوده او پکښى څلور کټونه پراته وو چى خيرنى شړۍ پرى هوارى وى.


همدى بندي تنکيو ځوانانو او ماشومانو د پوليسو د چلند په هکله يو شمير شکايتونه درلودل. د هغوى څخه يو تن چى خپله پيژندګلوي يي نه غوښته، وويل: موئږ ته خواړه و دارو او درمل نه را کول کيږي. هغه زياته کړه: زموئږ کوټه خرابه ده او موئږ د ورځى يوازى د يوه ساعت له پاره د تمرين او ادمان دپاره بهر ته ايستل کيږو.


صمد چى د کابل په ختځ کى د کاپيسا د ولايت اوسيدونکى دى او د قتل له امله بندي دى، ويي ويل: زه په همدى بنديخانه کى د شپږو مياشتو راهيسى بندى يم او هيڅوک زما د پوښتنى دپاره نه دي راغلي. نوموړى زياته کړه: هغه بنديان چى پلرونه، ميندى او يا خپلوان ئى د پوښتنى دپاره نه راځى، د ډيرو ستونځو سره مخامخ دي، ولى چى پوليس موئږ ته هيڅ شى نه راکوي. همدارنګه د تنکيو ځوانانو او ماشومانو پلرونه، ميندى او خپلوان د دغى بنديخانى په هکله سخت شکايتونه لري. د يوه بندى زلمکي پلار چى د خپلى پيژندګلوۍ څخه ئى ډډه کوله، وويل: موئږ غواړو چى زموئږ ماشومان د ښوونى او روزنى په يوه مؤسسه لکه دارالتهديب کى شامل وي، خو هغوى په يوه بنديخانه کى بنديان دي.


عبدالرشيد ديوه بل بندى ماشوم انديښمند پلار د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زما زوى دلته د تيرو دوو مياشتو راهيسى بندي دى او ما د همدى بنديخانى د ستونځو په هکله ډير شکايتونه کړيدي، خو تر اوسه هغوى ته هيچا پاملرنه نه ده کړى.


خو د پوليسو سرمامور سالنګي په چټکۍ سره همدا ادعاوى رد کړى او و ئى ويل: موئږ همدى تنکيو ځوانانو او ماشومانو ته خواړه ورکوو، روغتيائى پالنه ئى کوو او هم هڅه کوو چى د هغوى سره ښه چلند وکړو.


حبيب الرحمن ابراهيمى د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists