تلويزيون د هلمند په ولايت کې په خپرونو پيل وکړ

حکومت (په هلمند کې) يو نوی تلويزوني کانال پرانيست، خو په دې جګړې ځپلې ولايت کې ښايي هغومره برښنا ونه اوسي، چې هغه پرې وچليږي.

تلويزيون د هلمند په ولايت کې په خپرونو پيل وکړ

حکومت (په هلمند کې) يو نوی تلويزوني کانال پرانيست، خو په دې جګړې ځپلې ولايت کې ښايي هغومره برښنا ونه اوسي، چې هغه پرې وچليږي.

Wednesday, 7 November, 2007
. هلمند، چې د نيشه يي توکو او جنګ جګړې د مرکز په توګه وتلی نوم لري، دادی اوس د تلويزيون خپل ستيشن لري.



د سپتمبر په وروستيو کې ولايتي چارواکو د هلمند د راديو او تلويزيون د دستګاه پټۍ پرې کړه، چې ځايي اوسيدونکو ته به د ورځې درې ساعته په پښتو ژبه خبرونه او معلوماتي خپرونې وکړي. پښتو د هغه ولايت د ډېره کيو ژبه ده.



په داسې حال کې هيڅوک قانع نه دی، چې د ولايت په والي پورې مستقيمه تړلې رسنۍ به د هغه ولايت د خلکو د ژوند په هکله انتقادي خپرونې وکړای شي، خو زيات شمېر خلک د راديوي خپرونو پرځای د يوې بلې متبادلې رسنې په هکله ډېره خوښي څرګندوي او کله ناکله سيمه ييز احساسات راپاروي.



د ناوې د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، نظرالدين وويل: "لږتر لږه به د طلوع (تلويزيون) په څېر ناولي پروګرامونه، نه ګورو. زه ددې تلويزيون په پيل کېدو ډېر خوشال يم. که چېرته ښه وچليږي او ښه پروګرامونه خپاره کړي، نو فکر نه کوم، چې نور به څوک د نورو تلويزونونو ننداره وکړي."



ځايي اوسېدونکي په خپله ژبه باندې د خپل فرهنګ په هکله تلويزيوني خپرونو ته زيات لېوال دي.



د طلوع تلويزيون په څېر نوي خپلواک جوړ شوي کانالونه په شمالي برخو کې خورا مشهور دي، خو په دې زاړه پالو سهيلي ولايتونو کې د خلکو د خپګان لامل شوي دي، چې په پراخه توګه د پښتنو قبيلوي کلتور تر اغېز لاندې دي. په معياري کچه د طلوع د تلويزيون د باليووډ د فلمونو (هندي فلمونو)، په رسمي ژبې، دري باندې د خبرونو خپرول او سياسي شننې د پښتنو په ګډون د زياترو مليتونو له مينې سره سمون لري، خو د هلمند او نورو سهيلي ولايتونو کې يي د خلکو ناخوښي راپارولې ده.



د نادعلي د ولسوالۍ د چاه انجير د کلي اوسيدونکي، رحمت الله وويل: "زه ډېر خوشال يم، چې اوس خلک کولای شي، له خپل کلتور سره سم خپل تلويزيون ګوري. تر دې دمخه به زما کوچنيانو د طلوع د تلويزيون ننداره کوله. خو له دې وروسته به هيڅوک ددې تلويزيون او د هغې د هندي فلمونو ننداره ونه کړي."



له آره د هلمند تلويزيون د هندوستان د حکومت په مالي مرسته جوړ شوی دی، چې د ودانۍ د کار او تجهيزاتو د چمتو کولو لپاره يي د سل زرو امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.



ددې تلويزون خپرونې د هلمند د ولايت د مرکز لښکرګاه شاوخواته تر 40 کيلومترو واټن پورې رسيږي. نوموړی تلويزون به دمګړۍ د ماښام له شپږو بجو څخه ترنهو بجو پورې د ورځې درې ساعته خپرونې وکړي.



حکومت د نوموړي تلويزون په هکله په زړه پورې پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.



د هلمند والي، اسدالله وفا په پرانيستونکي غونډې کې وويل: "دا تلويزون به داسې پروګرامونه خپاره کړي، چې د هلمند خلک سولې، امنيت او فرهنګ خواته وهڅوي. موږ به بهرنی فرهنګ او بهرني پروګرامونه نندارې ته وړاندې نه کړو."



د نوموړي سټيشن د جوړولو او په کار اچولو کار ستونزمن و. په دې هکله سيمه ييزه پوهه موجوده نه وه او انجينران هلمند ته د امنيت د خرابوالي له امله په راتګ کې زړه نازړه و.



والي وويل: "په پام کې وه چې دا ستيشن درې مياشتې دمخه پرانستل شوی وای. خو د انجينيرانو د نه شتون له امله يي کار څو څو ځلې ټال شو. هيچا د امنيتي حالت له امله له کابل څخه هلمند ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کولو. ما شخصا په کابل کې د ملي تلويزون انجينيرانو ته وويل، چې له موږ سره ددې ستيشن په جوړولو کې مرسته وکړې. خو هغوی رانغلل."



په پای کې انجينيران راغلل، خو د امنيتي ستونزو له امله ناخوښ برېښېدل.



هلمند د طالبانو د بغاوت مرکز د هېواد له زياترو نورو برخو څخه جلا شوی دی. د کندهار 145 کيلومتره اوږده لويه لاره د هېواد د پخو لويو لارو تر ټولو خطرناکه لاره ده، چې ځانمرګي بريدونه "چاودېدونکي توکي" او د طالبانو د لټولو د پوستو شتون په کې يوه عادي خبره ده.



هوايي الوتنې بېنظمه او ګران بيه دي. يوازينۍ خصوصي الوتنه له کابل څخه لښکرګاه ته يوازې له يوې خوا 440 امريکايي ډالره کرايه اخلي. دا په څرګنده د حکومت له وسې بهر خبره ده.



د صابر په نوم يو انجنير، چې له کابل څخه د دستګاه د درولو په خاطر لښکرګاه ته راغلی و، وويل: "موږ ډېر ډارېدو. موږ غوښتل د هوا له لارې هلمند ته راشو. خو حکومت د تکټ د اخيستلو وسه نه درلوده. اوس چې دلته راغلي يم، نو ډارېږم، چې بېرته به کابل ته څنګه ځم."



د حبيب الرحمن په نوم يو بل انجينر يو څه زړورتيا وښوده.



هغه وويل: "زه له مرګه نه ډاريږم. يوازې د کورنۍ په هکله مې اندېښمن يم. هغوی نه غوښتل زه دلته راشم. هغوی ډېر اندېښن دي."



د دستګاه درول نيمايي جګړې ته پاتې کېده. اوس په ولايتي چارواکو پورې اړه لري، چې برښنا ورته تل چمتو کړي.



د هلمند په شمال کې د کجکي د برښنا فابريکه دې ولايت او د کندهار ګاونډي ولايت ته پوره برښنا چمتو کوي. خو د کجکي د بند شاوخواته سختې جګړو فابريکې د بيارغاونې کار له خنډ سره مخامخ کړی دی. د برښنا اوسنی جريان کله ناکله د ياغيانو د جګو او يا په سنګين کې داوسېدونکو له خوا د برښنا د مزو د پرېکولو له امله له ځنډ سره مخامخ کيږي.



په لښکرګاه کې د اوسيدونکو د برښنا د چمتو کولو لپاره جنراتورونه ودرول شوي دي، خو د چلولو لپاره يي هغومره پيسې نه شته.



د هلمند ولايت د راديو تلويزيون رئيس، عبدالمالک مشفق وايي، د برښنا موضوع د نوموړي دستګاه د چلولو په وړاندې ستره ستونزه ده.



هغه وويل: "موږ ثابته برښنا نه لرو. په ساعت کې درې ځلې ځي او راځي. دا د يو تلويزون لپاره ښه کار نه دی."



هغه وويل، د تلويزيون دستګاه ته د برښنا لپاره جنراتور راکړ شوی دی، خو د تيلو لپاره يي پيسې نه لرو.



هغه وويل: "موږ لا تر اوسه پورې د جنراتور په چالانولو نه يو بريالي شوي. سره له دې چې موږ يوه حکومتي اداره يو د استوګنو په څېر برښنا راکول کيږي. کله چې د هغوی برښنا ځي، نو زموږ هم ورسره ځي. له دې امله له لويې ستونزې سره مخامخ يو."



د هلمند ولايت د برښنا رئيس، محمد نبي د برښنا د چمتو کولو ستونزه مني.



هغه وويل: "د کجکي برښنا ډېره کمزورې ده. د ښار لپاره بس نه دی. کله ناکله د کجکي په بند باندې د برښنا زور راځي، نو ځکه يي ودروي. له دې امله برښنا نه وي."



هغه زياته کړه: "موږ غواړو د تلويزيون دستګاه ته د برښنا دوه مزي ورکړو. که کله يي يو کا رونه کړي، هاغه بل به ورته برښنا ورکوي. خو د کجکي د برښنا د بند نښلوونکي سوچبورډ له کاره لوېدلای دی."



مشفق وويل تلويزون دستګاه د ورځې له څو ساعتونو پرته نوره خپرونه نه شي کولای. هغه وويل: "موږ يوازې د ورځې درې ساعته خپرونې کولای شو. ځکه د وسايلو او ژورنالستانو په ګډون سرچينې نه لرو."



نوموړی تلويزون به د هلمند ولايت پر فعايلتونو برسېره له کابل څخه هم يو څه پروګرامونه خپروي.



مشفق وويل: "موږ به په هلمند کې د غونډو او ليدنو کتنو او کنفرانسونو خبرونه خپروو. په دې وروستيو کې موږ په (لښکرګاه) کې هر ولايتي دفتر لاړو او ورته مو وويل، چې د هغوی د کار او فعاليت په اړه به پروګرامونه خپاره کړو. د بېلګې په توګه، موږ د کرنې رياست ته د رپوټ د چمتو کولولپاره لاړو. موږ معلومات ترلاسه کړل، چې له څومره بزرګرانو سره يي مرستې کړي دي، خلکو ته څه راز مرستې چمتو کوي او داسې نور."



د ځاي حکومت فعاليتونو ته پام اړول ښايي د هلمند د اوسېدونکو يو لړ خپګانونه او نهيلۍ لري کړي، چې په دې ولايت کې د نه پرمختګ په اړه يي لري.



مشفق په دې اند دی، چې تلويزوني خپرونې به له هغه چا سره د هغوی اړيکې نژدې کړي، چې حکومت ورباندې کوي.



ددې تر څنګ ښايي د پخوانيو ناخوښيو د يو ځل بيا راژوندي کېدو لامل هم شي. د هلمند تلويزون په خپلو لومړيو پروګرانو کې د لښکرګاه ښاروال وښود، چې يو خبريال پوښتنې يي په خپل اند چټيات بللې او هغه يي ښکنځلو.



مشفق وويل: "موږ هغه له سمونې او اديټ پرته خپره کړه. پخپله ښاروال ويلي و، ورځئ، خپره يي کړئ. بيا نو ناوخته و او د اديټ لپاره مو پوره وخت نه درلود."



مشفق وويل، داسې مرکې ښايي ستونزې وزېږوي، خو د حکومتي چارواکو د سانسور په هکله يي خوله پټه ونيوه.



ځايي خلک د سيمه ييزو خبرونو او پېښو د خپرېدا هرکلی کوي.



د نادعلي د ولسوالۍ يو اوسېدونکي سيد مزمل شکري وويل: "برايي شپه مې د هلمند له تويزيون څخه د يوې ځايي غونډې په هکله يو رپوټ ته کتل. هغه زما لپاره ډېره په زړه پورې وه، ځکه دا لومړۍ پلا وه، چې خپل ځايي مشران د تلويزيون له لارې ګورم."



يو شمېر نورو هغې ته د شک په سترګه کتل.



د مارجې د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، حزب الله وويل: "زه د تلويزيون په هکله خوشبين نه يم. هغه د حکومت تر کنترول لاندې دی. هغه زياتې مرستې ته اړتيا لري. زه هغه آن په مارجې کې نه شم ليدلای. ځکه هلته ليږدوونکي دستګاه نه شته او سيګنالونه ډېر کمزوري دي. ددې لپاره چې ښه اغېزمن شي، بايد د هلمند ټول ولايت تر پوښښ لاندې راولي."



د لښکرګاه اوسيدونکی، قدرت الله په هغو پروګرامونو نيوکې کولې، چې ليدلي يي و.



هغه وويل: "د هلمند (د تلويزون) دا پروګرامونه په ليدلو نه ارزي. تصويرونه خراب دي او اوږده رپوټونه خلک ستړي کوي."



خو زيات شمېر خلکو غوښتل نوي تلويزون ته يو چانس ورکړي.



د مارجې د ولسوالۍ اوسيدونکي معلم افضل وويل: "د تلويزيون دا ستيشن يو ښه شی دی. ځکه هغه به موږ په خپلې سيمې کې له روانو حالتونو څخه خبروي. زه سوګند يادوم، چې د تېرو لسو کلونو راهيسې مې په ملي تلويزيون کې کوم يو ښه پروګران نه دی ليدلای. زه د خپل تلويزيون او خپلو پرګرامونو ته تږی يم. دا ښه نه ده، چې د خپرونو لپاره پوره وخت نه لري."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists