Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

طالبان له پخوانيو جنګ سالارانو څخه وسلې پېري

طالبان په شمال کې د وسلو له سترو ګودامونو څخه ګټه پورته کوي، چې پخوانيو ملېشو د بې وسلو کولو له پروګرام څخه په مخالفت کې ځانونو ته ساتلي دي.
By Abdul Latif Sahak
.



افغان حکومت او همدا راز لويديځ ځواکونه په پخوانيو ملېشو پورې د اړوندو وسلو د لويو ګودامونو د شتون او د بې وسلې کولو د پروګرام د نيمګړيتا له امله اندېښمن دي.



د افغانستان په شمال کې د پامير د ٣٠٣ زون قوماندان، جنرال غلام مجتبى پتنګ په شمال کې د وسلو د لويو زېرمو شتون تاييدوي او وايي چې دا وسلې امنيت ته ستر ګواښ پېښوي.



هغه وويل: "موږ د وسلو کره شمېره نه لرو. خودومره معلومات لرو چې په شمال کې په پخوانيو قوماندانانو پورې اړوند د وسلو سترې زېرمې شته."



هغه وويل، په شمال کې په لېرې پروت ولايت، بدخشان کې د وسلو يو شمېر لوى ګودامونه موندل شوي دي.



پتنګ وويل: "د امنيت له مخې د وسلو شتون د اندېښنې خبره ده. دا وسلې په افغانستان کې د سولې اوټيکاو دښمنانو ته قاچاق کيږي. موږ ويلاى شو چې دا وسلې د طالبانو د وسلو د اکمالاتو ښه سرچينه جوړوي."



په شمال کې د سوله ساتي نړيوال پوځ (ايساف) قوماندان، جنرال فرانک لايدنبرګر هم په شمال کې د وسلو د بېخړته شتون له امله اندېښنه څرګنده کړه.



هغه وويل: "دا وسلې زموږ پوځونو ته يو بل اضافي ګواښ دى. وسله وال مخالفين په ډېرې ساده ګۍ دا وسلې د حکومت او ايساف د پوځونو په وړاندې کاروي. موږ به ددې وسلو په راټولولو کې هيڅ راز هڅې ونه سپموو، خو يوازې هغه مهال ګام اخيستلاى شو چې افغان حکومت راڅخه په دې اړه مرسته وغواړي."



د وسلو يو قاچاق وړونکي آى ډبليو پي آر ته طالبانو ته د وسلو د انتقال کيسه وکړه.



هغه وويل: "زه په جوزجان کې له پخوانيو ملېشو، قوماندانانو او آن له يو شمېر هغو خلکو څخه وسلې اخلم چې اوس حکومتي لوړې څوکۍ لري. وروسته بيا دا وسلې يو بل لوى قاچاق وړونکي ته ورکوم او هغه يې په شمال او سهيل دواړو ځايونو کې طالبانو ته انتقالوي."



هغه په دوام وويل، بيې د ورځې په تېرېدو لوړيږي؛ ځکه جګړه پراخوالى مومي او وسلو ته زياته اړتيا پيدا کيږي. هغه وويل: "زه يو کلاشينکوف د ٣٠٠ – ٤٠٠ امريکايي ډالرو په وړاندې پلورلاى شم. د پيکا [يوه ماشينګڼه] ١٥٠٠ امريکايي ډالره بيه لري او يو راکټ لانچر تر ٢٠٠٠ امريکايي ډالرو پورې پلورل کيږي. خو بيې په چټکۍ پورته خيژي."



نوموړي زياته کړه، طالبان روسي وسلي خوښوي سره له دې چې اوس امريکايي نوي جوړ شوي ټوپکونه هم اخلي چې اردو او ملي پوليسو ته ورکړل شوي دي.



د افغانستان شمال له هغو وسلو تر سپږمو ډک دى چې له نژدې درې لسيزو جګړو څخه پاتې شوي دي. په ١٩٨٠ کلونو کې د شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد په پېر کې لوى ګودامونه جوړ شوي وو. په ١٩٨٩ کال کې د شوروي پوځونو له وتلو او په هغې پسې سمدلاسه د نجيب الله د رژيم د رانسکورېدو له امله افغانستان ته د وسلو او نورو مهماتو راوړل کېدلو دوام وموند؛ ځکه د روسيې او ايران په ګډون ګاونډيو هېوادونو هڅه کوله د طالبانو په وړاندې په جګړې کې د شمالي ټلوالې ملا وتړي.



ملګرو ملتونو د خلکو د بې وسلو لپاره مټې راونغاړلې، خو په پنځه کلن پروګرام کې يې د څو مليونو ډالرو په لګولو يوه لږه اندازه درنې وسلې راټولې کړاى شوې.



د ملګرو ملتونو له خوا د يو خپور شوي رپوټ له مخې د ناقانونه وسله والو ډلو د بېوسلې کولو پروګرام يا ډاياګ د ٢٠٠٥ کال په جنورۍ کې له پېل راهيسې له سلو مليونو څه زيات ډالر ولګول، خو تر ٥٠ زرو لږې وسلې يې ټولې کړې.



د ملي دفاع د وزارت استازي او د افغانستان د شمال لپاره د ډاياګ د پروګرام مشر، جنرال عبدالمنان عابد وويل: "سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې مو په شمال کې له ١٥٠ څخه زياتې ناقانونې ډلې بېوسلې کړې، خو لږه اندازه وسلې په لاس راغلې."



نوموړي زياته کړه: "موږ ٧٠٠٠ وسلې ونيولې. موږ ونه شو کړاى په قوماندانانو پورې اړوند ډيپوګان ومومو."



هغه زياته کړه، ستونزه د وسلو په ساتلو کې د سياسي ګټې نغښتل دي.



عابد وويل: "د شمال سياسي ډلو ددې ډيپوګانو له لارې کنترول تر لاسه کړي وو. موږ اندېښمن يو چې ښايي بيا يې د سياسي موخو لپاره وکاروي. هغوى د وسلو دا زېرمې پر حکومت او خلکو باندې د فشار راوړلو لپاره ساتلې دي. د طالبانو د اکمالاتو لپاره هم يوه ښه سرچينه ده."



د ملېشو قوماندانانو زياتره دا وسلې په کور ورانې داخلي جګړو کې تر لاسه او په يوځاى کې يې پټې کړي دي.



د بېوسلې کولو او ټولنې ته د ورګوځولود ډي ډي آر د پروګرام د يو تن پخواني کارکوونکي په وينا يوه زياته اندازه وسلې په ازبک زورځواکي، جنرال عپدالرشيد دوستم، چې په شمال کې يې لويه اردو تر قوماندې لاندې وه او د هغه د سيال قوماندان، د بلخ د اوسني والي، عطامحمد نور سره پاتې وې.



نوموړي کارکوونکي د نوم د نه څرګندولو په شرط اى ډبليو پي آر ته وويل: "د جنرال دوستم اتم لمبر قول اردو او د عطامحمد اووم لمبر قول اردو بېلابېلې ٣٥٠٠٠ وسلې درلودې. خو هغوى يوازې ٧٠٠٠ وسلې کميسون ته وسپارلې او نورې پاتې تر اوسه پورې په قوماندانانو پورې اړوندو ډيپوګانو کې پټې پاتې دي."



هغه وويل، د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونه يوازې د درنو وسلو په لټه کې وو، چې د ډي ډي آر او ډاياګ له پروګرامونو سره يې مرسته کړې. هغوى سپکو وسلو ته پام نه اړولو چې پايله کې يې اوسنۍ ستره ستونزه رامنځته شوه.



دوستم او عطا دواړه له دې څخه انکار کوي چې ګوندې زېرمه شوې وسلې لري.



دوستم اوس د افغانستان د اعلى قوماندانۍ درستيزوال دى، چې مازې يوه تشريفاتي څوکۍ ده، خو سره له دې يې هغه ته ځواک او پرستيژ ورپه برخه کړى دى. د نوموړي د سياسي ګوند، جنبش ملي وياند، کينجه کارګر آى ډبليو پي آر ته وويل، چې دوستم هيڅ وسله نه لري.



کارګر وويل: "هغه خپلې ټولې وسلې د ډي ډي آر پروګرام ته سپارلې دي. له دې امله د عدليې وزارت زموږ ګوند ته رسمي اجازه ورکړه چې سياسي فعاليتونه سرته ورسوو."



د بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد ټينګار وکړ چې عطا هم وسله نه لري.



فرهاد وويل: "عطا د وسلو د ټولولو په پروګرام وياړي؛ ځکه هغه لومړنى شخص و چې خپلې ټولې وسلې يې وسپارلې. هغه اوومه قول اردو ړنګه کړه."



يو شمېر شنونکي دا خبرې نه مني. د جوزجان والي، محمد هاشم زارع، په داسې حال کې چې په مستقيم ډول د عطا او دوستم نومونه نه اخلي، خو په څرګنده وايي چې دې افرادو د بېوسلې کولو له پروګرام سره مرسته کړې نه ده.



هغه وويل: "هغه قوماندانان چې د سلګونو زرو سرتېرو مسؤوليت ورپه غاړه وو، (آن) د يوې وسلې له درلودلو څخه انکارکوي. دا د منلو خبره نه ده." نوموړي وويل، دا د لويو قوماندانانو له خوا د مرستې نشتوالى و چې د بېوسلې کولو پروګرام يې غړند کړ او ياغيانو ته يې د پاتې شوو وسلو او مهماتو د پېرودلو فرصت ورکړ.



په شمال کې د اردو يو ماهر، متقاعد ډګروال عبدالله خان وويل، د وسلو تر لاسه کول اسان کار نه دى.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "د وسلو راټولول به تر هغه مهاله ناشوني وي، ترهغه چې دا قوماندانان حکومتي لوړې سياسي څوکۍ ولري. يو والي به څرنګه د ډاياګ يا ډي ډي آر له پروګرام سره مرسته وکړي چې پخپله ناقانونه سړي او وسلې ولري؟"



د عبدالله خان په وينا اوس مهال له دوستم او عطا سره له سلو زرو څخه زياتې وسلې شته.



هغه وويل: "هيڅوک له هغوى څخه دا وسلې نشي اخيستلاى، ځکه هغوى په واک کې دي."



د شمال اوسيدونکي هم په خپل چم او ګاونډ کې د ټوپکو او نورو وسلو له شتون څخه اندېښمن دي.



د جوزجان ولايت يو اوسيدونکي وويل: "هغه چا چې پخوا د وسلو ډيپوګانې درلودې، اوس په پوليسو کې جذب شوي دي. هغوى زاړه کلاشينکوف سپارلي، خو خپلې اصلي زېرمې يې ساتلې دي. هغوى چې هر مهال وخت بياموند دا وسلې به د حکومت او خلکو په وړاندې وکاروي. حکومت بايد ددې قوماندانانو په وړاندې چټک ګامونه واخلي، چې خلک د خونديتوب احساس وکړي."