Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

تاجيکستان: د کليوالو ښځو ستونزمن ژوند

په نظري لحاظ ښځې ددې حق لري، چې شخصي فارم ولري، خو په ځمکه باندې د اصلي او رښتينې واکمنۍ څخه ليرې ساتل شوي دي.
By Valentina Kasymbekova

اوليما بابيوا ته د ګډ (کلکتيف) فارم له شخصي کېدو وروسته درې هکتاره ځمکه ورسېده، ، چې د شوروې په بهېر کې د هغې کورنۍ د تاجيستان پلازمينې ته څېرمه د رودکي په سيمې کې په هغې کې کار کولو.


هغه د خپلې شتمنی په يوې برخې کې د خپلې کورنۍ د خواړو لپاره سابه او نورې غلې دانې کرلای شي.


نورې ټولې پرېکړې د فارم د پخواني مشر له خوا نيول کيږي. بابيوا په پام کې لري د خپلې ځمکې په زياته برخه کې پنبه وکري، چې ښه حاصل او زياتې پيسې کوي او د کال ورته 300 ډالره عايد راوړي.


کرنیزه ځمکه په تاجيکستان کې له ارزښت ډکه سرچينه ده. د هغې د اوسيدونکي درې برخې له سترو ښارونو څخه بهر اوسيږي. کرکيله د تاجيستان د خلکو د څلورمي برخې لپاره لوی کورنی عايد جوړوي.


د ښې کروندې درلودل د هېواد د غرني موقعيت له امله ګرانه خبره ده. فرهنګي نورمونه او مالي خنډونه په تاجيکستان کې د ښځو لپاره ددې سترې سرچينې د تنظيم په اړه لږ واک ورکوي . سره له دې چې رسمي شمېرنې له مخې د شخصي فارمونو په کارکوونکي کې د هرو سلو نارينه وو بزګرانو تر څنګ 127 ښځې شته دي.


دا سمه ده، چې د ټول هېواد په کچه ښځې د کوپراتيفي فارمونو په شريکبانډې کارونو کې ښه استازيتوب کولای شي. هر يو شريک ته د خپل شخصي لګښت لپاره يوه ټوټه ځکه ورکول کيږي، خو ددې تر څنګ بايد په فارم کې هم کار وکړي. د يوې دولتي کميټې د وينا له مخې چې د ځمکي کارول تنظيموي، د ښځو شمېره د ګډو خاوندانو (ماليکنو) په توګه په سلو کې 53 ته رسيږي.


اوسمهال په حقيقت کی په لسو کې يوه ښځه د کوپراتيفي فارمونو څښتنه ده. د هغې پر ځای ښځې په عمومي توګه سپک کارونه سرته رسوي، لکه هغسې چې د شوروي پر مهال يې سرته رسول.


د داسې دندو لاسته راوړل يو څه ګرانه خبره ده، ځکه د هېواد په سلو کې 40 تنه وزګار دي. خو کار سخت دی. په داسې حال کې چې نارينه بزګر د ماشينرۍ يا ترميم دندې په غاړه اخلي ښځينه کارکوونکي درانه کارونه کوي، لکه تر 45 درجو تودوښې لاندې د پنبې بيخونوته په لاسونو باندې خاورې ټولوي. دا يوه داسې دنده ده چې د مياشتې ورته له شپږو څخه تر اتو سومنو (تر درېو ډالرولږ) پورې مزدوري ورکول کيږي.


د فرصت په ترلاسه کولو تاجيکي مېرمنو دا ثابته کړې ، چې د بزګرۍ په چارو کې ډېره وړتيا لري. په حقيقت کې تاتيانا بازيرکوا د پانوراما مديره، چې په دې ورستيو وختونو کې يې په تاجيسکتان کې د ځمکې د ويش په هکله څېړنه کړې ده، وايي: ((د ښځو له خوا د بزګرانو کوپراتيفي فارمونه له هغو فارمونو څخه کم حاصل نه اخلي، چې د نارينه له خوا سمباليږي.))


په دې پلارواکي ټولنې کې د فرهنګي فکتورونو په شتون، له د ې حقيقت سره سره، چې د قانون په وړاندې ښځې له نارينه وو سره برابرې دي، ښځې د نارينه وو په پرتله په لږ شمېر د فارمونو خانونداني ګڼل کيږي، يا د يو کوپراتيف مسووليت ورته په غاړه کيږي.


د جنسي برابرۍ په هکله د يو حکومتي رپوټ له مخې: ((د زيات ځواکمن دود له مخې او داچې ښځې د نارينه ګانو له لارې ميراث وړي،ښځې يوازې هغه ځمکې لاس ته راوړای شي، چې په نارينه وو يورې اړه ولري، لکه د هغوی پلرونه او ميړونه.))


په د ې رپوټ کې يو بل خنډ ته هم ګوته نيول شوې. او هغه داچې : "کليوالي مېرمنې په بشپړ ډول له خپلو اقتصادي حقونو او د ځمکې د کارونې له حقونو څخه خبرې نه دي "


سعادت مومنووا چې د ستاره په نوم يوه غير حکومتي موسسه چلوي، آى ډبليو پي آر ته وويل، د فارم آمرين زياتره ښځي غولوي، يا يې اړباسي، چې د ځانګړې شوې ځمکې له کارونې څخه يې بې برخې کړي او د کار د قانون له مخې په کوپراتيف کې د هغوى د کار په وړاندې د مزدورۍ په ورکولو باندې سترګې پټوي.


ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې خبرې دي او له دې امله خپلو حقونو د لاس ته راوړلو پر ځای له هغې تېرېږي او په هماغه محدوديتونو باندې ګام ږدي، چې په دوديز ډول د هغوى اخلاق يې غوښتنه کوي.


د ښځو د صندوق د پراختيا لپاره د ملګروملتونو د پروګرام (UNIFEM) د سروې له مخې په تاجيکستان کې زيات شمېر ښځو اندېښنه څرګنده کړې، که د ځمکې د ملکيت د حق د خونديتوب لپاره يې مبارزه وکړه نو ښايي، چې آبرو ته يې زيان ورسيږي.


آن که ښځې د يو فارم د ادارې او منجيميت فرصت هم ولري نو کلتوري فکتورنه به د هغوى په وړاندې يو خنډ وي.


بزريکوا آى ډبليو پي آر ته وويل: "د ښځو له خوا د فارمونو چلولو کې ښځې د نارينه وو په انډول د پورونو په تر لاسه کولو،پېرودلو، د وسايطو په ترميم او د ماهرانو په ميندلو کې زياتې ستونزې لري"


ښايي فارمونه ډېره ګټه ولري. يوازې د فارم ثبتول د ٣٠٠ او ٥٠٠ ډالرو تر منځ لګښت غواړي او په حقيقت کې د په فارم باندې کار کول ، د تخمونو، سرې او ماشينري د اخيستلو په ګډون، زياتي پيسې غواړي.


د رودکي د ولسوالۍ يو اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل ونومول شي، آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه پنځه کاله دمخه د درې سوه ډالرو په وړاندې يو فارم پېرودلای دی. هماغه اندازه ځمکه اوس يو زر ډالره ارزښت لري، چې په منځني ډول د يوې ښځې له توانه وتلې خبره ده.


د حل يوه لاره د لنډې مودې د پور اخيستل دي. خو په تاجيکستان کې بانکونه معمولا تر دې دمخه چې پور ورکړي، د کاروبار د پلان د ليدلو غوښتنه کوي. او کليوالي ښځي نه شي کولاۍ داسې اسناد چمتو کړي.


د تاجيکستان د کورنۍ جګړې کونډو ته، چې شمېر يې ٥٥ زره اټکل شوى ، ستونزمنه بريښي، چې د فارم د ځمکو مسووليت په غاړ واخلي.


د ځايي دود له مخې هغه مهال جې ښځه او مېړه جلا شي، د ځمکې په ګډون، د هغوى ټوله شتمني د مېړه لاس ته ورځي اوڅنګه چې کوچنيان ښځې ته پريښول شوي، نو نه شي کولای چې مرسته وروسره وکړي.


په داسې حالتونو کې کليوالي مېرمنې خپله موضوع د خلکو له شرمه محکمې او يا ځايي شوراګانو ته نه وړاندې کوي .


يو شمېر موسسې زيار باسي، چې داسې تبعيض د تاجيکستان د کرنې د صنعت له لارې له منځه يوسي.


د ښځو د چارو دولتي کميسيون مرستيال مشره قيمت ګل علې بېرديوا آى ډبليو پي آر ته وويل، يو زيات شمېر ښځې په فارم پورې له تړلو ستونزو سره هغې او د هغې ملګرو ته راځي .


هغه وايي: "له بده مرغه موږ يوازې سلا مشورې ورکولاى شو اوسيمنيارونه جوړولاى شو، خو هغه څه چې هغوى ورته اړتيا لري، هغه مواد او مالي مرسته ده."


د جنسيت اوپراختيا په نوم د يوې غير حکومتي موسسې مشرې، مايا خوشوکوا، چې ښځو ته کوچني پورونه برابروي. وويل، د هغوۍ په سلو کې ٦٤ پورونه هغو ښځو ته ورکول کيږي، چې فارمونه لري.


هغې زياته کړه، هغوی د باور وړ پوروړي موندلي دي. هغه وايي: "سره له دې چې ښځې تل له ځمکو څخه سم او پوره عايد نه شي تر لاسه کولاى، خو داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې،چې کوم پور دې بېرته نه وي تاديه شوى."


د هغې د موسسې په وړاندې هم ستونزې پرتې دي. په سهيلي تاجيکستان کې هغوې يوه پلا ٥٢ ښځو ته پورونه چمتو کړل ، ولې هغه مهال هغه ټول اوبو يوړل، چې څرګنده شوه، د هغو له ډلې څخه يوازې درې هغه يې د رسمي سوداګرۍ لپاره اړين پاسپورتونه لري او بس.


د ښځو د صندوق د پراختيا لپاره د ملګروملتونو پروګرام هم په تاجيکستان کې يوه پروژه لري. چې د دريو کلونو راهيسې د کليوالي ښځو لپاره د ځمکې په حقونو کارکوي او وړيا سلا مشورې ورکوي او د قانون په اړوند يې پوهه زياتوي.


د پروژې مشره، ولايت ميرزايوا وايي، يوه شورا جوړه شوې،چې حکومتي چارواکي او غير حکومتي موسسې سره يوځاى کړي ترڅو د ښځو د صندوق د پراختيا لپاره د ملګروملتونو د پروګرام سره مرسته وکړي او د ځمکو يو مناسب او وړ رفورم رامنځته کړي.


سره له دې ښايي اوس حالت ناسم وي. ميزايوا يادونه وکړه، چې په نژدې وروسيتو کې دا يوه په زړه پورې وده او پراختيا ښيې. په داسې حال کې چې په سلو کې د اتو کوپراتيفونو څښتنانې ښځينه دي. دا حالت د ١٩٩٩ کال له حالت څخه غوره دى، چې دا شمېره يوازې په سلو کې دوو ته رسېده.