تحصيل لرونکو مېرمنو ته د دندو نشتوالی

تحصيل لرونکو مېرمنو ته د دندو نشتوالی

Afghan women attend a training course. (Photo: John Moore/Getty Images)
Afghan women attend a training course. (Photo: John Moore/Getty Images)

پنځه ويشت کلنه نازيه، سره له دې چې د پوهنتون فارغه ده، خو د کار د نه مېندلو له امله اندېښمنه ده. ټوله ورځ په کور کي تېروي، چرگان او غواگانې ساتي.

د دريو اولادونو دغه مور، چې د لوگر ولايت د پل علم د تقي شاه په کلي کې اوسيږي، وايي، تر ١٢ ټولگي پورې يې په افغانستان کې زده کړه کړې او لوړې زده کړې يې د دري ادبياتو په څانگه کې د ايران په يوه پوهنتون کې سر ته رسولي دي.  

نازيه نشي کولای له خپلو تحصيلاتو سره سم ځانته مناسبه دنده ومومي.

هغې وويل: «د تېرو شپږو کلونو راهيسې د يوې حکومتي دندې په لټه کې يم. خو په هيڅ يو وزارت کې مې دنده پيدا کړې نه ده.»

هغې وويل، زيات شمېر تحصيل لرونکې مېرمنې چې هغه يې پېژني، په دېرو ستونزو خپل تحصيلات بشپړ کړي، خو بيا يې هم کوم کار پيدا کړی نه دی.

هغې وويل: «ستونزه ورځ تر بلې ناوړه کيږي، حکومت ته پکار ده چې پر دندې باندې د ښځو د گومارلو په اړه گامونه پورته کړي.»

د لوگر ولايت مېرمنې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کوي، ترڅو د  کار په بازار کې موجود  نامتوزان حالت له منځه لاړ شي. هغوی گوته څنډي چې له رغنده اقدام پرته به هيڅ بدلون رامنځته نشي.

ټولنيز فعالان وايي، د ليسانس او آن د ماسټرۍ د بريليک سلگونو درلودونکو خلکو ته د کار موندل سخت دي. يوه ستونزه چې هغوی یي يادونه کوي، پراخ اداري فساد دی، چې له امله يې نوماندان د کفايت پر ځای د تړاوونو له مخې غوره کيږي.  

دا کار د هغو نجونو او مېرمنو روحيه کمزورې کوي چې غواړي خپلې زده کړې پر مخ يوسي.  

د تقي شاه د کلي يوې بلې اوسيدونکې، ٢٢ کلنې رقيبې وويل، ښځې او نجونې د ليک او لوست له زده کړې سره مينه لري، خو فرصت نه ورکول کيږي.

هغې وويل: «د لوگر ولايت ډېری مېرمنې پر ليک او لوست نه پوهيږي او زده کړه يې سر ته نه دي رسولي، له دې امله زياتره کورنې خپلې لوڼې ښوونځيو ته د زده کړې لپاره نه پريږي. ښځې د سم او رغنده کار له نشتوالي څخه ډېرې ځوريږي.»

د رپوټونو له مخې وسله والو مخالفانو د پل علم، برکې برک، محمد آغې او خوشي په ولسواليو کې له شپږم ټولگي څخه پورته نجونې د زده کړې له دوام څخه منع کړي دي . مدني فعالې کريمې وويل، په دغو سيمو کې د نجونو ټول ښوونځي تړل شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، هڅه کوي چې په وزارتونو او ادارو کې نجونو او مېرمنو ته د کار د زده کړې او کار موندلو فرصتونه چمتو کړي.  

د لوگر ولايت د ښځو د چارو رئيسې، شيما زرگر آی ډبليو پي آر ته وويل، په سلگونه مېرمنې به پر دې لارې پر کار وگومارل شي.

هغې وويل: «موږ په تېرو څو کلونو کې د ښځو په تړاو ډېرې برياوې تر لاسه کړي دي. اوس د سلگونو نجونو او مېرمنو لپاره فرصت چمتو شوی چې په ځينو موسسو او حکومتي ادارو کې کار وکړي او لازمې تجربې لاسته راوړي. ويلای شم چې له پخوا څخه د ښځو د بيکارۍ په شمېر کې لږوالی راغلی دی.»

د لوگر ولايت د کار، ټولنيزو چارو، معلولينو او شهيدانو رئيس وويل، د هغه رياست نه يوازې ښځو ته په سلگونه کاري فرصتونه چمتو کړي، بلکې يو لږ عملي روزنه يې هم ورته برابره کړې ده.

هغه وويل، سربېره پر دې د لوگر د ولايت مقام د ښځو د چارو له رياست سره په گډه مرسته د هغو تحصيل لرونکو نجونو لپاره په ولايتې اداره کې د کار او د کار د زده کړې فرصت چمتو کړی چې لږه کاري تجربه لري.

نوموړي په دوام وويل: «تر اوسه پورې چې کوم کارونه د لوگر ولايت د ښځو لپاره تر سره شوي، کافي نه دي، خو د هلو ځلو په پايله کې په وروستيو کلونو کې د هغوی د ژوند کچه لوړه کړای شوې. موږ خپلو هڅو ته په دې اړه نور هم دوام ورکوو.»

د ښځو د چارو فعالې، انيتا غضنفري وويل، د تېرو کلونو راهيسې د جنسيت د تساوي په اړه ډېرې برياوې تر لاسه شوي دي.  

هغې وويل: «د پخوا په پرتله په هېواد کې بېروزگارۍ ته د پای د ټکې په ايښودلو کې ډېر گامونه پورته شوي. زيات شمېر ښځې پر حکومتي دندو گومارل شوي. نجونې او هلکان دواړه زده کړه کوي چې بيا وکړای شي کارونه تر لاسه کړي.» هغې دا هم ومنله چې پرمختگ دېر چټک روان نه دی.

يو شمېر ځايي مېرمنې وايي، د حکومتي دندو پر ځای د ژوند د معيشت د چلولو لپاره په عملي لارو چارو کې د زده کړې تر لاسه کول ډېر ارزښتمن دي.

شل کلنې فاطمې وويل، ښځې ښايي ځانته د دې زحمت ور نه کړي چې د حکومتي دندو د لاسته راوړلو لپاره زده کړه وکړي. هغه وايي د هغې د کلي ډېری اوسيدونکې ښځې د کرنيزو پروژو او کوچني کسب او کار له لارې ښې پيسې تر لاسه کوي.  

هغې وويل: «زه د څارويو روزنه کوم او له دې لارې ډېره گټه تر لاسه کوم.» هغې زياته کړه، هغې هيڅکله هم پر حکومتي پروژو ډډه لگولې نه ده.  

هغې وويل: «ما خپل کار د پنځلسو چرگو په پېرودلو پيل کړ. وروسته مې هغه دېرشو ته ورسولې. اوس يې هگۍ پلورم او کورنۍ پرې ساتم. ما د چرگانو په ساتلو کې روزنه تر لاسه کړې. که کومه ښځه وغواړي [دا لاره تعقيب کړي]، نو هيڅکله به بېکاره نشي.»

Frontline Updates
Support local journalists