تبصره: د پارلمان اوږده او له ستونزو ډکه لاره

يوه ښځينه کانديده وايي، له خطر سره سره هغه هيله منه ده، چې څوکۍ وګټي او د افغانستان د ښځو اندېښنې راپورته کړي.

تبصره: د پارلمان اوږده او له ستونزو ډکه لاره

يوه ښځينه کانديده وايي، له خطر سره سره هغه هيله منه ده، چې څوکۍ وګټي او د افغانستان د ښځو اندېښنې راپورته کړي.

Friday, 18 November, 2005

سياست زما لومړۍ مينه نه وه. زه په 2002 کال کې د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوم او بيا خبرياله شوم. ما د بي بي سي له راديو سره په يو پروګرام کې کار پيل کړ، چې ښځو ته ځانګړی شوی و.


په داسې حال کې چې ددې پروګرام له لارې مې رپوټونه چمتو کول، ما خپل ځان ته وکتل او هغه ستونزې مې سترګو ته راغلې، چې د هېواد په لېرو پرتو سيمو کې ښځې ورسره مخامخ دي. د افغانستان ټولو ولايتونو ته د سفر له لارې مې معلومات راغونډول، له هر راز ښځو سره مې ليدل کتل او د هغوی په حال احوال مې ځان پوهولو.


ما به چې ددغو ښځو ژوند ته کتل نو زياتره به ژړا راتله. آن اوس، کله چې هغوی رايادوم، نو سترګې مې له اوښکو ډکيږي.


ما غوښتل له هغوی سره مرسته وکړم. يوازې د هغوی د ستونزو په هکله د رپوټونو خپرولو ګټه نه کوله. له دې امله مې وپتېله، چې ولسي جرګې ته ځان کانديد کړم، ترڅو وکړای شم د ښځو غږونه د حکومت غوږونو ته ورسوم.


لومړی مې د (خپلې) کورنۍ د قانع کولو ستونزمن کار په مخ کې پروت و. هغوی لا تر اوسه زما په کانديدو خوښ نه دي. وايي لا تر اوسه وضع په هغه اندازه خوندي نه ده، چې ښځې دې په سياست کې ځانونه ښکېل کړي.


زما کورنۍ ډاريږي،چې زه مې ژوند په خطر کې اچوم او همدارنګه د هغوی ژوند هم په خطر کې اچوم، خو له دې هر څه سره سره ما وپتېله چې ځان کانديد کړم.


لومړی د کانديدو کار ډېر ساده برېښېده. خو اوس مې چې د نومونې کار بشپړ کړی دی، نو زياتې ستونزې لا په مخ کې پرتې ګورم.


ما ته به دا ډېره ګرانه وي، چې خپل کمپاين په مخ کې يوسم. زه له يو سياسي ګوند سره هم تړاو نه لرم او نه کوم غښتلی ملاتړ راسره شته. ما لس زره کارته چاپ کړي، خپل نوم، عکس اوخپله موخه مې په هغې کې ليکلي او خلکو ته به يې ووېشم.


يو لوی خنډ زموږ دودونه دي. د زاړه پالو اغېز ما ته لويه ستونزه ښکاري، چې افغاني مېرمنې ورسره مخامخ دي. هغه څه چې هغوی يی وايي او سرته يې رسوي، اسلام نه دی، په حقيقت کې هغه د اسلامي قوانينو مخالف دي.


که ماته په پارلمان کې يوه څوکۍ راورسېده، زه به په اساسي قانون کې د هغه يوې مادې په پلې کولو ډېر ټينګار وکړم، چې وايي حکومت دې د هغو دودونو مخه ډب کړي، چې له اسلامي قوانينو سره مخالف دي.


سره له دې چې کمپاين لا تر اوسه په رسمي ډول پيل شوی نه دی، خو لا له وړاندې مې له رايه ورکوونکو سره ليدنې کتنې پيل کړي دي. په ښار کې د خلکو ليدل کوم ستونزمن کار نه دي، خو کله چې کليو ته ځم، نو بايد له ځايي دود سره ځان برابر کړم. يو اوږد څادر په سروم او له نارينه او ښځينه وو سره په جلا جلا توګه ګورم. دا کار له ننګونې ډک دی، ځکه په زياترو سيمو کې نارينه خپلو ښځو ته له کور څخه د وتلواجازه نه ورکوي. زه د هر کور دروازه بېله بېله ټکوم.


زه دې ځايونوته يوازې نه ځم. ما سره د کور يو نارينه غړی هم ځي. زموږ په ټولنه کې دا د ښځو لپاره ښه نه ده، چې له ښار څخه بهر يوازې لاړه شي. نارينه کانديدان کولای شي د هېواد بېلا بېلو برخو ته ولاړ شي او خلک وهڅوي چې هغوی ته رايې ورکړي. خو زه يوه ښځه يم او دا کار نه شم کولای.


زه نه غواړم د خلکو بدې راشم. يو څو ورځې دمخه زه يو واده ته تللې وم. له يو څو تنو ښځو سره مې د ځان د کانديديدو په هکله خبرې اترې وکړې. يوې ښځې راڅخه په غوسې وپوښتل: ((ښځې به په پارلمان کې څه شی وکړای شي؟ ته به موږ ته څه کار وکړې؟ دا ټولې هسې خبرې دي. حکومت له موږ سره ډېرې ژمنې کړي دي، خو هېڅکله يې هم څه نه دي کړي. موږ له دې وروسته په چا باور نه کوو.))


ما هغې ته د پارلمان اهميت بيان کړ. بيا مې ترې وپوښتل: ((ته څه شی غواړې؟ زه بايد څه وکړم؟))


هغې په ځواب کې وويل، حکومت ژمنه کړې وه، چې ښځو ته روغتونونه او نجونو ته ښوونځي جوړ کړي.


ما له دې ښځې سره ژمنه وکړه، چې په رښتياني ډول به د ښځو غږونه په پارلمان کې راپورته کړم. له حکومت څخه به پوښتنه وکړم، چې ولې لا تر اوسه ښځې دا راز لويې ستونزې لري. له هغې وروسته په واده کې ټولو ښځو ما ته د خپلو رايو د راکولو ډاډ راکړ. داسې ښکاري، چې ما يوې ډېرې ستونزمنې دندې ته لاس اچولی دی.


که په کابل کې د کانديدانو لست ته وګورئ، نو وبه وګورئ، چې ډېرو مهمو کسانو ځانونه کانديد کړي دي. يو شمېريې د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ځانونه کانديد کړي و. دا جوته ده، چې هغوی تر ما ډېر غښتلي دي. خو ما خپله هيله له لاسه نه ده ورکړې. افغانان به خپل رښتيني استازې وپېژني او که خدای کول، زه به ټاپه کابل کې د سبا انټرنيټ کلب خاوند، حسام الدين وايي، د حکومت له خوا د ټيټې بيې رامنځته کول به د هغه کاروبار ته زيان ورسوي. هغه وايي: ((د مخابراتو د وزارت نوی سيستم به زموږ کاروبار ته په سلو کې 50 زيان ورسوي. خلک به ويب ته په ټيټه بيه وروسېدای شي. هيڅوک به زما د انټرنيټ کلب ته له هغې وروسته رانه شي.))


خو په هېواد کې د دولسو فعالو بيسيم مخابراتي شرکتونو په کتار کې د افغان بيسيم شرکت د حکومت د نوې پروژې هرکلی کوي.


د کمپنۍ يو وياند، محمد نعيم حقمل وويل: ((موږ د رغنده سيالۍ غوښتونکي يو، که هغه د مخابراتو د وزارت له خوا وي او يا د نور کمپنيو له خوا، چې عادي خلکو ته خدمت چمتو کوي. ... هغه بيا هم يو ډول خدمت دی.))د رياضي زده کوونکي بهر ښه وځلېدل


Frontline Updates
Support local journalists