ټايټانيك دبشري څپو لاندى ډوبيږي

په کابل کې يو له پام وړ ځايونو څخه د ټايټانيک بازار دې چى د يوه تراژيک غربي فلم له نوم څخه يي دغه لقب اخيستل شوې او چارواکي خبردارې ورکوي چې دا بازار پخپله په يوه ناورين د بدليدو په حال کې دې.

ټايټانيك دبشري څپو لاندى ډوبيږي

په کابل کې يو له پام وړ ځايونو څخه د ټايټانيک بازار دې چى د يوه تراژيک غربي فلم له نوم څخه يي دغه لقب اخيستل شوې او چارواکي خبردارې ورکوي چې دا بازار پخپله په يوه ناورين د بدليدو په حال کې دې.

دكابل د سيند پر غاړې چى ښار په دوو برخو ويشي يو لوې بازار جوړ شوې چې پخپله د کابل نوم هم له همدغه څخه اخيستل شوې. سيمه اييز خلک ورته ټايټانيک وايي او دا نوم په دى ماركيټ د هغه تراژيک فلم په درناوى چى دوه كاله وړاندى يي د ټولى نړۍ پام اړولې وو په داسې حال کې ايښودل شوې چې په افغانستان كى د طالبانو واكمنى وه.


دكابل خپل ټايټانيک په خپله يو ناورين دې. دا د كابل د ښار بىكوره، غريب او در په دره خلک راجلبوي او دغه راز د ناروغيو مرکز،او د وړو جرمونو او د ماشومانو د كار د استثمار مركز گرځيدلې دې.


د كابل دسيند شگلنې غاړې مخ په نړيدو دي او د سيند اوبو ته هره ورځ د خلکوله خوا هر ډول کثافات غورځول کيږي.


ټايټانيك په اصل کې د ټوکر د هغه ماركيت نوم دې چې د سيند پر غاړو څوكاله پخوا جوړ شوې .ماركيت له هغه وخته نور هم غزيدلې. دا په دې معنې دي چى د هارتل له پله له کوزې برخې څخه نيولې چې ښځې د کابل د سيند په اوبو کې جامې مينځي تر د تيمور شاهي د پله او د سيند پر غاړه د غاليو دوکانونه او د ونو او بوټو د خرڅلاو تر هټيو پورې رسيږي . دماركيت ښي لور ته پر کراچۍ ګانو ټوکر او كيڼ لور په يوه برخه كى ښځيه او د كور اسباب پلورل کيږي .


په هيواد كى د مياشتو مياشتو پرله پسى وچكالۍ دغه سيند وچ ساتلى وو ترڅو چى د اپريل په ١٦سهار وختي يوه ناڅاپي څپه راغله. سيلاب د هغو سوداگرو هرڅه له ځانه سره يوړل چى د ترافيك پوليسو له خوا د سرك له ساحى څخه ليرى كړي وو چې دوې پخپله په وچ سيند كى د ځان له پاره جوړې كړې وې.


باران سوداگر حيران كړي وو. د زرنگار دپارك په سيمه كى دغاليو يو سوداگر محمد قسيم چى د ترافيك پوليسو له خوا له خپله ځايه ليرى كړې شوى وو وايى " د تيرو دريو كالو راهيسى په دى سيند كى سيلاب نه وو راغلى. موږ په پسرلى كى هم د باران هيله نه درلوده. نو له همدى كبله مو له موقع نه د ګټې په اخستو د سيند پر غاړه د غاليو پلورل پيل کړل."


دسيلاب څخه يو اځى دوې اوونۍ وړاندې ترافيك پوليسو گلاب شاه هم د عايشې دوراني ليسې ته نژدې له خپله ځايه څخه ليرى كړې وو. هغه د سيلاب له کبله خپل ټول مال او ځاى له لاسه وركړل.


نږدى هره ورځ د كابل پوليس له سوداگرو سره لاس او گريوان وي. د كابل د پوليسو مشر محمد شفيق وايى، د سوداگرو سره كلك چلند اړين دى، په ځانګړي توگه له هغو سوداگرو سره چى لاسى كراچۍ لري.


هغه وويل "دسړك پر غاړو د كراچيو د درولو لپاره ځاى نشته ." "مونږ دا واک لرو چى دوى له سړكونو او له هغه ځايونو څخه ليرې کړو چى د خلكو گڼه گوڼه پكښى زياته ده. خو موږ بايد دوې يوه ځاې ته وليږو نو ځكه مو د ښار وال سره خبرى وكړې او له هغوى مو وغوښتل چى د دوى لپاره يوځاى پيداكړي".


د كابل د ښاروال مرستيال غلام محى الدين وايى "مونږ درى نوي ځايونه يعنې د دهمزنگ دتيلو ټانك، دوهمه امنيتي حوزه او باغ على مردان د دوې لپاره غوره كړي دي. خو دا ټول ځايونه له ښار څخه بهر دي. له همدې امله ډير سوداگر دكابل دسيند غاړې د ټايټانيك ماركيت ته بيرته راځي.


كه څه هم هلى ځلى روانى دي چى ښار له کثافاتو څخه پاك شى او د كابل د سيند غاړې ترميم شى ځکه چې د كابل ښاروالې يي د ترميم توان نه لري. په دغه برخه كى دملگرو ملتونو د پراختيا اداره UNDP او د افغانستان لپاره د جاپان د کارموندنې ادارى يا REAP له خوا ور سره مرسته کيږي.


يو سيمه اييز کاريګر پهلوان نصير وايى چى دغه كار ډير ستونځمن او خطرناك دې. د خاورو او ډيرو په امبار کې دوه مړي موندل شوي دي . نصير وايى "د اپريل په لومړۍ نيټه مو چې د پل هرتال په شاوخوا كى د كابل د سيند غاړې پاكولى ديو سړي مړې مو وموند چى يواځې هډوكي يى پاتى وو."


"درى ورځې وروسته مو د ابن سينا روغتون ته مخامخ ديوه ماشوم مړې وموند او هډوكي مو ورته په يوه مناسب ځاې كى ښخ كړل." دغه کس چا وژلې وو او بيا يي په زنځيرونو تړلې سيند ته ور غورځولې وو.


د كابل ښار والې د بنسټيز جوړښت د څانګې انجنر نصير احمد د كابل سيند د پاكولو د پاکونې د چارو مشري کوي. هغه وويل "موږ د تيرو دريو مياشتو راهيسى د نړيوالو ادارو په مرسته پر دغې پروژې كار كووچې د سيند ډيره برخه يعنې له پل هارتل څخه نيولى تر د تيمور شاهى تر پله پورى پاكه شوې ده."


دده کارکوونکې ډلې ٢٠٠٠ متر مربع کثافات له سيند څخه ويستلى او له ښاره يى د باندى غورځولي دي. په دوهم پړاو كى به د ماركيت ساحه په نظر كى ونيول شى.


د دې تر څنگ هغه كسان چى د سيند په منځ او يا په غاړو كى په كار بوخت دي په ځينو ناروغيو د اخته کيدو له خطر سره مخامخ دي. ډاكتر غلام سرور عباسى د چاپيريال ساتنى او د عامى روغتيا په وزارت كى د ناروغيو د مخنيوى مشر دكابل دسيند په اوبو كى د سيمه ييزو وگړو د تركاريو د مينځلو د عادت زيانونه څرګندوي.


ده همدارنگه وويل "دسيند په اوبو كى د تركاريو مينځل يوه لويه ستونځه ده، خو موږ د روانو او بو كومه بله داسى سرچينه نلرو چى خلكو ته يى وركړو. خلک له هغو تركاريو او ميوو څخه چى له دغه مار كيټ څخه يي رانيسي په ډول ډول ناروغيو اخته كيږي، چى له همدغو اوبو څخه رامنځ ته کيږي موږ د ښاروالې او نړيوالو موسسو څخه غوښتنه كوو چى يو بل ځاى وټاکي تر څو سبزيجات او ميوې په ښه توگه په پاكو اوبو ومينځل شي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists