تاريخي اثار د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ دي

داسى بريښي حکومتي چارواکي د تاريخي آثارو د قاچاق پر ضد په مبارزه کى د برياليتوب څخه ليرى دي.

تاريخي اثار د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ دي

داسى بريښي حکومتي چارواکي د تاريخي آثارو د قاچاق پر ضد په مبارزه کى د برياليتوب څخه ليرى دي.

د افغانستان د ملي موزيم کليکسون پداسى حال کى کرار کرار د بډاى کيدو په حال کى دى چى صادق ښاريان او پوليس لوټ شوي تاريخي آثار بيرته ور سپاري. خو غله د تاريخي آثارو د مرکزونو لوټولو او له هيواد څخه بهر ته د هغو قاچاق ته دوام ورکوي.


د سږکال په مني کى د اطلاعاتو او کلتور وزارت وکولى شو يو شمير لرغوني آثار ، چى پکښى پر ډبرى ليکل شوى کتبه او د بودا شپږ مجسمى راځي چى د باميانو او لوګر له ولايتونو وړل شوي و تر لاسه کړي.


د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د لرغون پيژندنى ريس وايي خلک د خپلو لرغونو آثارو له ساتنى سره مينه لري. په حقيقت زموږ ځينى هيوادوال د لرغونو آثارو د قاچاق په هکله موږ ته اطلاع راکوي.


د بيلګى په توګه د سراى خواجه يوه اوسيدونکي د يوى تاريخي ډبرى په هکله چى ١٠٠٠ کاله يي عمر درلود او قاچاق شوى وه موږ ته اطلاع راکړه. په نتيجه کى مو وکولى شو هغه بيرته تر لاسه کړو.


د افغانستان ګوټ ګوټ له ښخو شويو مجسمو، هنري او لرغونو آثارو ډک دى چى ځينى يي ٥٠٠٠ کاله عمر لري. د هغو ډيرى په افغانستان کى د بودايي فرهنګ او عصر پورى اړه لري.


د کورنيو جګړو پر مهال ، د دغو آثارو ډيرى پر بهرنيو دلالانو پلورل شوي دي. د لنډمهالى ادارى له تاسيس څخه راپدى خوا پوليسو د دغى سوداګرۍ پر ضد جدي مبارزه پيل کړى، خو له بده مرغه د سيمه اييزه واکمنو تر منځ د واک پر سر د جګړى له امله دا کار له ستونځو سره مخامخ دى.


په ډيرو سيمو کى ، د امنيت نشتوالى د دى سبب شوى چى د دغو آثارو لوټول دوام ومومي. سيمه ايز خلک او مامورين ريپوټ ورکوي چى وسله والو کسانو په څو ولايتونو کى د لرغونو آثارو د تر لاسه کولو له پاره په کيندنو او لوټ مارۍ لاس پورى کړى دى. د بيلګى په توګه د لوګر په ولايت کى يوه سيمه اييز مامور وويل چى د وسله والو کسانو يوه بانډ د خروار په ولسوالۍ کى د ٢٠ کيلو متر مربع په ساحه کى کيندنى کولى او ١٢٧ مجسمى يي لوټ کړى.


د لرغوني ميراث د لوټولو د مخنيوي له پاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت تيره اوونۍ د لرغونو آثارو د ساتنى له پاره د پخواني باچاه د زوى ميرويس ظاهر تر نظر لاندى يوه شورا جوړه کړه.


دا شورا چى په افغانستان کى د خپل ډول يوه بى سابقه شورا ده ، يو ځانګړى کميسون يي جوړ کړ تر څو د لرغونو آثارو د ساتنى له پاره يو امنيتي پروګرام جوړ کړي.


د افغانستان د لرغون پيژندنى د ادارى د ريس عبدالواسع فيروزي په وينا هغه مجسمى او کتيبى چى د باميانو او لوګر له ولايتونو تر لاسه شوي د خپل قدامت له پلوه په افغانستان کى د کوشانيانو او يفتليانو په پير پورى اړه لري ، يعنى ١٦ يا ١٨ پيړۍ وړاندى، هغه مهال چى افغانستان د بتانو عبادت کوه يا بت پرسته و.


هغه زياته کړه هغه مهال چى د اسلام دين افغانستان ته راغى خلک يي له بت پرستۍ منع کړل. خو ځنيو خلکو په پټه خپل عبادت ته دوام ورکړ . خو وروسته د وخت په تيريدو دا له کاره ولويدل از په مځکه کى ښخ شول.


د باميانو ولايت د بودايي پير د لرغونو آثارو د درلودو له امله بډاى دى. په دوه زره او لومړي کال کى د باميانو ولايت هغه مهال نړيوال شهرت تر لاسه کړ چى طالبانو په هغه ولايت کى د بودا دوى لوړى مجسمى ورانى کړى.


د باميانو د ولايت يو تن بزرګر حاجي مختار احمدي شپږ کاله وړاندى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بوټو د ويستلو پر مهال د خپل کور تر څنګ يوه کتيبه او ځينى نور لرغوني آثار تر لاسه کړل چى پکښى د سرو زرو سکى او يو ښيښه اي بوتل هم و.


هغه دا آثار د حکومت يوه هيت ته وسپارل خو پريکړه يي وکړه چى کتيبه بيرته په خپل ځاى کيږدي. خو وروسته نورو هغه غلا کړه او احمدى په کلي کى د هر چا کور ولټوه تر څو يي هغه وموندله او د سپتمبر په مياشت کى يي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته تسليمه کړه.


د باميانو د ولايت والي علي يار زاده په دى هکله وايي حکومت له احمدى څخه مننه کوي او هيله لري چى خلک د احمدي لار خپله کړي. علي يار زاده وايي نه پوهيږي پر هغو آثارو چى شپږ کاله وړاندى يي حکومت ته سپارلي و څه شوي دي.


د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين وايي کتيبه ١٥ پيړۍ عمر لري ځکه هغه ليک چى پرى ليکل شوى حروف يي د خروشتى رسماالخط پورى اړه لري چى ډير کميابه دي. لرغون پيژندونکي د دغو لرغونو ليکنو په لوستو بريالي شوي نه دي.


د اطلاعاتو او کلتور وزارت احمدي ته يو ليک استولى او د ليک په ترڅ کى يي د هغه له اخلاص څخه ډک خدمت ستاينه کړى او ژمنه يي کړى چى حکومت ورته نقدي مرسته هم په پام کى نيولى.


د اطلاعاتو او کلتور وزير همدارنګه زياتوي چى زموږ هڅى دوام لري. موږ هڅه کو چى نور لوټ شوي تاريخي آثار هم تر لاسه کړو. موږ بايد خپل تاريخي آثار د خپلو مقدساتو په شان وساتو.


د لرغونو آثارو د تر لاسه کولو له پاره بايد قاچاق کوونکي تعقيب شي. د پوليسو د قومندانۍ جنرال محمد هارون يوسفي په دى اړه وايي: د لوګر په ولايت کى د پوليسو مامورين د عينکو د مسو په ساحه کى د غير قانوني کيندنى په اړه د يوى محرمى اطلاعيي پر بنسټ ګام واخيست او ويي کولى شو چى درى بودايي مجسمى تر لاسه کړي.


جنرال يوسفي دغه راز زياتوي : له بده مرغه پداسى حال کى چى آثار يي له منځه وړي و د پوليسو تر رسيدو وړاندى قاچاق کوونکي وتښتيدل.


د لوګر ولايت د تاريخي آثارو مدير جلات خان وايي: کافي سرچينى نه لرو چى د لرغونو آثارو د ټولو سيمو ساتنه وکړو. هغه يوازى يو بايسکل لري چى پرى د کور او دفتر تر منځ تګ راتګ کوي.


هغه وايي د قانونو د تطبيق کوونکو د دغى بى لاس او پښسيتوب له امله، لرغوني آثار يي د راغون په ښارګوټي کى د زيارت علي ملنګ له جومات څخه تالا کړل.


د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور مدير محمد ظاهر صديق ادعا کوي چى د سيمى سپين ږيري او سيمه اييز قومندانان د لرغونو آثارو په قاچاق کى لاس لري.


صديق سيمه اييزه قومندانانو ته په اشاره وايي کيندنى د سيمه اييزه وسله والو کسانو پوسيله تر سره کيږي. هغه کسان چى د دغو آثارو د ساتنى له پاره ګمارل شوي دهغوړ په لوټولو لاس پورى کوي.


صديق ادعا کوي چى موظف قومندان پخپله د دغو آثارو د ويستلو څارنه کوي او هغه مهال چى صديق مطبوعاتو او مرکزي حکومت ته اطلاع ورکړه ، قومندان خپل کسان وليږل او هغه يي تهديد کړ چى هغه به ونيول شي.


يو تن عسکر خليل الله چى په ګرديز کى کار کوي د صديق تورونه ردوي. هغه وايي موږ په څلورو ولايتونو ( لوګر، پکتيا، پکتپکا او خوست ) کى د لرغونو آثارو د ساتنى دنده لرو. هغه زياتوي موږ شپه او ورځ هڅه کو چى څوک په غير قانوني کيندنى لاس پورى نه کړي. موږ همدارنګه هڅه کو يو ځانګړى پوځي ځواک جوړ کړو تر څو د هغو سيمو ساتنه وکړي چى تاريخي آثار لري.


دهغو سيمواوسيدونکي چى لرغوني آثار لري وايي دوى اکثره د دغو آثارو د تالان شاهد و او دا چى سارقين ټول وسله وال کسان و نو څوک دا مجال نه لري چى ګام واخلي.


د کورنيو چارو د وزارت د قاچاق او د مخدره موادو پر ضد د مبارزى د څانګى آمر جنرال سلطان محمد وايي بهرني جنايتکاران د لرغونو آثارو سوداګري کوي.دوى هغه کسان دي چى سيمه اييز غله استخداموي تر څو ورسره مرسته وکړي.


د بغلان ولايت د درۀ کيان يو تن اوسيدونکى سيد علي شاه وايي بهرنيان دلته راغلي دي. دوى سيمه اييز وسله والو کسانو ته پيسى ورکوي چى د دغو آثارو په ويستلو کى ورسره مرسته وکړي. بيا دا آثار له هيواد څخه باسي.


د کابل له ښار څخه بهر پلچرخي ته نژدى د تنکاى د کلي يو اوسيدونکى صبغت اله وايي: غلو په دغه سيمه کى پر بلى حيله ګرۍ لاس پورى کړى. په دى نامه چى ګوندى دوى د يوه سازمان دي او غواړي د اوبو څرخي بند د جوړولو له پاره کار وکړي ، په کيندنو لاس پورى کړ . هغه مهال يي چى آثار تر لاسه کړل دوى له سترګو پناه شول.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists