طالبانو خپله مخه شمال ته اړولې ده
په شمال کې د سړک له غاړې بمونو څخه ترځانمرګي بريدونو پورې د طالبانو تکتيک ته ورته کارونه ليدل کيږي، چې په سهيل کې تر سره کيږي.
طالبانو خپله مخه شمال ته اړولې ده
په شمال کې د سړک له غاړې بمونو څخه ترځانمرګي بريدونو پورې د طالبانو تکتيک ته ورته کارونه ليدل کيږي، چې په سهيل کې تر سره کيږي.
يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې دا فعاليتونه ددې لپاره تر سره کيږي، ترڅو د نړيوالو ځواکونو پام له سهيل څخه شمال ته واړوي. هلته طالبان په دې وروستيو اوونيو کې تر زيات فشار لاندې راغلي دي. يو شمېر نور بيا وايي، دلته داسې يو شمېر د تاوتريخوالي عناصر شته، چې يوه برخه يي د نيشه يي توکو د سوداګرو له ملاتړ او بله برخه يي د کوکنارو له کرکيلې څخه د بې برخې کېدا او بېوزلۍ سره تړاو لري.
په 2001 کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو راهيسې د هېواد د سهيل په پرتله د افغانستان په شمالي ولايتونو کې امنيت ښه دی، خو مخ په زياتېدونکي بريدونه د خطر زنګ وهي. د پسرلي له پيل راهيسې، چې په رسمي توګه د مارچ د مياشتې په 21 پيل کيږي، د مرګ ژوبلې، د سړک د غاړي بم ايښوونې او ځانمرګي بريدونو پېښې رامنځته شوي دي.
وژنې او د وژنو په لاره اچول شوې هڅې د ځايي چارواکو او د بهرنيو خيريه موسسو په کارکوونکو تر سره شوي دي.
د مارچ د مياشتې په وروستيو کې د فارياب لويديځ ولايت د قرم قل ولسوال ووژل شو او د همدې ولايت د خان چارباغ د ولسوالۍ مشر په يو بل بريد کې ټپي شو.
د اپرېل په پيل کې، د فارياب ولايت ختيځ ته، د سرپل په والي باندې دوه بمي بريدونه وشول، چې پنځه تنه ملکي وګړي په کې ټپيان شول.
په همدې توګه د مارچ په مياشت کې د سرپل په ولايت کې وسله والو د جرمن اګرو اکشن خيريه موسسې يو انجنير ووژلو او د اپرېل د مياشتې په وروستيو کې د کندوز په ولايت کې د همدغه موسسې د يوې لارۍ افغان موټرچلوونکی ووژل شو.
د اپرېل د مياشتې په منځ کې په مزارشريف کې د روکی په نوم د يوې خيريه موسسې يو بهرنی او دوه تنه ځايي کارکوونکي ټپيان شول.
د همدې مياشتې په وروستيو کې چې د چارواکو په وينا د طالبانو غړو د يو ځايي سوداګر د زوی د تښتولوپه هڅه د پوليسو په منځ کې ورمنډه کړه. په ډزو کې د پوليسو يو افسر ووژل شو او بل تن يي ټپي شو.
د افغانستان په شمال ختيځ کې د نړيوال سوله ساتي پوځ، ناتو سيمه ييزه څانګه، د مارچ او اپرېل په مياشتو کې څلورځلې تر راکټي بريدونو لاندې راغله. په سيمې کې د طالبانو پخوانی قوماندان، ملا عبدالعظيم په بريدونو کې د لاس لرلو په ګومان ونيول شو.
د طالبانو د بريدونو نسبتا نوي تاکتيک، ځانمرګي بريدونه، هم شمال ته ورغځېدلي دي. د اپرېل په 16 د کندوز په ښار کې د پوليسو په قوماندانۍ باندې ورته بريد نهه تنه پوليس ووژل او 30 تنه نور يي ټپيان کړل.
دا بريد په 2001 کال د طالبانو له ماتې او محاصره کېدو راوروسته په کندوز کې تر ټولو لوی خونړی بريد و.
د نظرمحمد په نوم په سترګو يو ليدلي شاهد آی ډبليو پي آر ته وويل: "ځانمرګي بريد کوونکی يو ځوان و. کله چې پوليسو تمرين کاو، نوموړی هغوی ته نژدې شو او ځان يي وچولو."
د بدخشان لويديځ ته د تخار په ولايت کې د اپرېل په 25 د والي له دفتر او د پوليسو د قوماندانۍ بهر يو ځانمرګی بريد او ورسره جوخت يو بمي بريد تر سره شو. په دې پېښې کې يوازې ځانمګری بريد کوونکی ووژل شو.
پر دې برسېره د پسرلي له پيل راهيسې په مزارشريف کې لږ تر لږه د سړک د غاړې اته بمونه ځای په ځای شوي و. يو بم د ملي اردو يو موټر ته زيان ورسولو، خو نور اووه يي په نښه شول او د ايساف د ځواکونو له خوا له منځه يوړل شول.
دا لا څرګنده نه ده، چې ډزې څوک کوي، خو دا جوته ده، چې بريدونه له طالبانو سره تړاو لري. د افغانستان په شمال کې د ګلبدين حکميتار په مشرۍ، د حزب اسلامي د غړو له خوا د يو شمېر بريدونو د پړې په غاړې اخيستلو موضوع لا پسې خړه پړه کړې ده. د نوموړي ډلې يو وياند رسنيو ته ويلي و، چې نور داسې بريدونه لا راروان دي. د مارچ په مياشت کې حکمتيار ويلي و، چې د هغه ملېشه له طالبانو سره ملګرتيا نه کوي او په يوازې سر جنګيږي.
د سرپل والي، سيد اقبال منيب باوري دی، چې د پېښو تر شا د طالبانو لاس دی.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "د طالبانو ترهګره ډله دې ولايتونو ته راننوتې، ترڅو امنيتي وضعه کاواکه کړي او په دولتي موسسو بريدونه وکړي. د رسېدلو معلوماتو له مخې طالبان غواړي په شمال کې، په تېره بيا په سرپل کې، د امنيت د ګډوډلو په خاطر ځانمرګي او بمي بريدونه تر سره کړي. موږ د ممکنه بريدونو د شنډولو په موخه کشفي او استخباراتي ډلې بيدارې کړي دي."
د افغانستان په شمال کې پوليس وايي د بريدونو د زياتوالي لامل د طالبانو په تکتيک کې سږنی بدلون دی.
هغه مهال چې طالبانو د هلمند او کندهار په سهيلي ولايتونو کې د پسرلني بريدونو اعلان وکړ، د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف او ناتو پوځونو د خپلو پوځونو د زياتولو له لارې غبرګون وښود. طالبانو په دې وروستيو اوونيو کې زيات مرګ او ژوبله وليده او هغسی چې يي توقع کېده، بريدونه يي ونه شو کړای.
د افغانستان د شمالي نهو ولايتونو د امنيې لوی قوماندان، جنرال غلام مجتبی پتنګ وويل، طالبان هڅه کوي، په نورو سيمو کې د بهرنيو او افغاني ځواکونو د بوختولوله لارې په سهيلي ولايتونو کې په ځان باندې فشار لږ کړي.
هغه له آی ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل: "حکومت د پسرلي په رارسېدو خپل پوځي عمليات په سهيل کې متمرکزکړل. ددې لپاره طالبانو د ځانمرګي او بمي بريدونو په تر سره کولو د حکومت پام له سهيل څخه شمال ته واړاو. په دې توګه طالبانو يوه ډله د ځانمرګي بريدونو لپاره وګومارله او د امنيت د ګډوډلو لپاره يي شمال ته واستوله."
جنرال پتنګ وويل، له نوو راغلو ډلو سره په سميې کې استوګنو پخوانو طالبانو او د نيشه يي توکو کاروباريانو لاس يو کړ، چې د اپينو د توليد او د کوکنارو د اړولو د کمپاين د غړند کولو اوله کنترول څخه د هغې د لېږد د لارو د ازادولو په موخه د امنيت په ګډولو کې خپلې ګټې ويني.
هغه وويل: "له افغانستان څخه بهر لويې ډلې ددې کوچنيو ډلو ملاتړ کوي. په شمال کې د پخوانيو طالبانو پاتې شونې او د نيشه توکو کاروباريان له هغوی سره ددې بريدونو په مخ وړلو کې مرسته کوي. د ترهګرو له ډلو سره په مرسته مافيا غواړي دوه لوبې وکړي. له ترهګرو سره مرسته خپله له هغوی سره د مرستې مانا لري. ځکه هغوی غواړي امنيت کاواکه کړي ترڅو هغوی کوکنار وکري او بهر ته يي په ډېره اسانۍ ولېږدوي. که امينت ټينګ شي نو بيا دا کار ناشونی دی."
د افغانستان په شمال کې د ولايتي بيارغاونې د ايساف د ډلې مشر، ډګرمن جان پالسون هم د طالبانو د بريدونو اود نيشه يي توکو د سوداګرۍ تر منخ تړاو ته ګوته ونيوه، خو د پتنګ له څرګندونو سره يي توپير درلود. ويي ويل، امنيت د نيشه يي توکو له خوا ګډوډ شو او ياغيانو ته يي د ورتګ لاره هواره کړه.
هغه وويل: "د شمال امنيتي وضعه د سهيل له امنيتي وضعې سره پرتله کېدای نه شي. دا بايد هم هېر نه کړو، چې ټيکاو په شمال کې هم نه شته. په شمال کې د نيشه يي توکو او د وسلو د قاچاق پراختيا د ترهګرو ډلو د زيات فعاليت لپاره لاره هواره کړې ده."
افغان شنونکي له لاس څخه د وضعې د کنترول د وتلو پړه په بې کفايته او له فساد څخه په ډکو پوليسو اونورو حکومتى موسسو اچوي. يو شمېر ګوته څنډي چې د امنيتي تشې له امله طالبان کولای شي، بېوزله افغانان خپلو ليکو ته را وکاږي.
يو سياسي شنونکي قيوم بابک داسې وويل: "د پوليسو ځواکونه د نېمګړې روزنې د ترلاسه کولو له امله د خلکو د باور په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دي. ددې کار ستر لامل دادی چې لوړپوړو افغاني جنرالانو په ټولو مهمو پوستونو کې خپل خپلوان مقرر کړي دي. دا (خلک) د امنيت د بسيا کولو پرځای د نيشه يي توکو په قاچاق کې بوخت دي. خلک ورځ په ورځ په حکومت باندې باور له لاسه ورکوي. دا کار د بې امينتۍ لپاره لاره هواروي."
په مزارشريف کې يو بل سياسي شنونکي، محمدنبي اسير په شمال او نورو ځايونو کې د طالبانو بغاوت د حکومت بې کفايتي بولي.
هغه وويل: "افغانستان ته له ټولو ورکړ شوو مرستوسره سره حکومت د پنځو کلونو په مودې کې د طالبانو د جرړو په ايستلو کې پاتې راغلی دی. هغوی له يوې ورځې څخه بلې ته غښتلي شوي دي. بېروزګاري او د وړ عدلي سيتم نشتوالي له امله خلک له طالبانو سره يوځای کېدو ته اړايستلي دي. که يو سړی بېوزلی وي يا د يو جنګ سالار له خوا سپک شي او غږ يي څوک وانه اوري، نو د غچ د اخيستلو په موخه د طالبانو په ليکو کې ځان ورګډوي."
اسير په دې اند دی، چې د طالبانو له ليکو سره يوځای کېدا ياغيانو ته ددې وسه ورکوي، چې د شمال لوري ته وخوځيږي. هغه ګوته څنډي، که چېرته حکومت په خپلې ستراتيژۍ کې بدلون رانه ولي، د بېلګې په توګه، په امنيتي ځواکونو کې په څوکيو باندې د ګومارلو لاره بدله نه کړي او محکمې فعالې نه کړي، نو کېدای شي، چې د افغانستان شمال د سهيل په څېر کاواکه شي.
جنرال پتنګ وايي، دا به عادلانه نه وي، چې په شمال کې د طالبانو د راژوندي کېدو پړه په امنتي ځواکونو باندې واچول شي.
هغه وويل: "د دښمن د بريدونو زياتوالی د پوليسو په کمزورتيا دلالت نه کوي. موږ خپله هڅه کوو. غليم د امنيتي وضعې د خرابولو لاره لټوي. موږ هڅه کوو د هغوی مخه ونيسو. موږ په شمال کې د ترهګرو د ځالو په لټه کې يو او ډېر ژر به يي جرړې له بېښه وباسو."
جنرال زياته کړه، د کورنيوچارو وزارت د "لوی ريفورم" په درشل کې دی، چې د پوليسو د حالت له ښه کولو سره به مرسته وکړي.
د شمالي ښارونو په لارو کوڅو کې خلک زيات خوشبين نه دي.
د کندوز په ښار کې د سړک دغاړې يو هټيوال وپوښتل: "دا څه مانا لري، چې حکومت امنيت نه شي ټينګولای؟ هغوی نو ولې په موږ حکومت کوي؟"
"(په پوليسو باندې) له ځانمرګي برېد وروسته زه آن له خپلومشتريانو ډاريږم. هرچېرته چې اوسم، په موټر کې، که په هوټل کې. هره ګړۍ فکر کوم، چې اوس به بريد کيږي. د باور نه کولو خبره ده."
حميدالله د نورو زيات شمېر خلکو په څېر په غوسه دی، چې د لويو پوځونو شتون څه ګټه لري.
هغه وويل: "زه له سر نه تر پښو پورې دې په وسلو سمبالو سرتېرو ته حيران يم. هغوی څه کوي؟ آيا هغوی بيده دي؟ شاوخوا وګوره! هر لوري ته ځايي او بهرني سرتيري دي. دلته د امنيت د راوستلو لپاره ټوله نړۍ راغلې ده. خو د مدرسو د يو څو طالبانو مخه نه شي نيولای. هغوی نو دلته د څه لپاره ر اغلي دي؟"
د اپرېل په نيمايي کې په مزارشريف کې د وزګارو ښوونکو د لاريون پرمهال د خپګان نښې نښانې څرګندې وې. يو لاريون کوونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه بيخې چمتو دی د طالبانو په ليکو کې ورګډ شي.
هغه وويل: "که حکومت موږ ته کار نه شي راکولای، نو هره ډله چې معاش راکوي، ورسره يوځای کيږم. که چېرته د چا اولاد وږی وي، نو د هغوی د لوږې د ژړا د اورېدو پر ځای به دې ته زړه ښه کړي، چې ځان والوزوي."
په شمال کې د بريدونو زياتېدو د ودانولو په بهير باندې هم اغېز کړی دی. د ناحکومتي موسسو کارکوونکو آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د امنيتي وضعې له امله اندېښمن دي.
د يوې ناحکومتي موسسې کارکوونکي، چې ونه يي غوښتل ونومول شي، وويل، د خيريه موسسو د کارکوونکو د وژلو په لړکې: "د ناحکومتي موسسو کارکوونکي کليو ته د تللو لپاره زړه نه ښه کوي. ځکه هغوی به هم د هاغه نورو انجينرانو په څېر ووژل شي."
هغه زياته کړه: "که وضعه همداسې دوام ومومي، نو کېدای شي، زياتره موسسې خپل کارونه ودروي او يا داچې پروژې به زياتره په ښارونو کې فعالې وي."