طالبانو د موسى کلا د بيارغاونې د کار مخه ډب کړې ده

ياغيان د موسى کلا له ولسوالۍ څخه کابو يو کال مخکي وويستل شو خو تر اوسه پورې دغه ولسوالۍ ته يو ګواښ ګڼل کيږي.

طالبانو د موسى کلا د بيارغاونې د کار مخه ډب کړې ده

ياغيان د موسى کلا له ولسوالۍ څخه کابو يو کال مخکي وويستل شو خو تر اوسه پورې دغه ولسوالۍ ته يو ګواښ ګڼل کيږي.

Monday, 9 February, 2009
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

. هغه په کلکه وويل، يو کال دمخه، چې موسى کلا د برتانويانو او طالبانو له منګولو څخه خلاصه شوې ده، د وعده شوو مرستو ډېره لږه برخه هلته رسېدلې ده.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "د [افغانستان] حکومت او نړيوالې ټولنې دواړو ځانونه درواغجن وښودل. هغوى دلته هيڅ ونه کړل. خلک له لوږې کړيږي. د پيسو د لاسته راوړنې هيڅ موقع نه لري. حکومت د ښار په منځ کې د يو لوى جومات د جوړولو ژمنه کړې وه. خو د هغې نښې نښانې لا تر اوسه نشته. هغوى د ديزور په سيمه کې د پلونو د جوړولو ژمنې کړې وې، خو په دې هکله هم هيڅ کار نه دى شوى."



همدارنګه نوموړي ولسوال ټينګار وکړ، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) د اړتيا وړ امنيت نه تامينوي. د روان کال د جنورۍ په لومړۍ د هغه خپل کور د ياغيانو تر بريد لاندې راغى. ملا سلام په کور کې نه و او کوم زيان ورته نه و رسيدلى، خو زيات شمېر ساتونکي يې وژل شوي وو.



هغه ګيله وکړه: "کله چې زما کور او ساتونکي د طالبانو له خوا محاصره شول، ايساف د مرستې لپاره هيڅ سرتېري را ونه ليږل. بهرنيانو د امنيت په اړه کوم اغېزمن ګام پورته کړى نه دى. له بهرنيانو سره زما اړيکې ځکه ښې دي، چې موږ سره يوځاى کار کوو. خو هغوى ما څخه حمايت نه کوي."



ملا سلام د مرکزي حکومت په اړه هم تت او مبهم نظر لري.



هغه وويل: "له (افغان ولسمشر) حامد کرزي سره زما اړيکې ښې دي. خو پخپله ولسمشر څه شى کولاى نشي. زه د کرزي له وزيرانو سره ستونزې لرم. هغوى د ولسمشر خبرو ته غوږ نه نيسي. هغوى د کارونو ژمنه کوي، خو هيڅکله هم څه نه کوي."



ولسوال ادعا کوي، که د خلکو په ژوند کې کوم بدلون راغلى وي، هغه ده پخپله کړي.



موسى کلا د هلمند په شمال کې پرته ولسوالي ده، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې .کاواکه حالت لري. د ٢٠٠٦ کال د اکتوبر په مياشت کې د يو اختلافي تړون له مخې برتانوي ځواکونه له هغه سيمې څخه ووتل او طالبانو هم ژمنه کړې وه، چې هغې ته به نه ننوځي. دواړه لورو تر يوې موافقه شوې سيمې پورې عمليات نه کول.



معامله تر ډېره ونه ځنډېده. د ٢٠٠٧ کال د فبرورۍ په مياشت کې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ونيو او ادعا يې وکړه، چې بهرنيو ځواکونو له موافقه شوې سيمې بهر هوايي بريدونه وکړل. نړيوال ځواکونه ټينګار کوي، بريدونه، چې د طالبانو د يو مشر قوماندان ورور په کې ووژل شو، له موافقه شوې سيمې بهر و.



طالبانو نژدې يو کال موسى کلا وساتله. هلته يې په خپل تعبير سخت شريعي نظام جاري کړ. د ٢٠٠٧ کال په دسمبر کې برتانوي او افغان ځواکونو د مرستو رسولو په بهانه دا ولسوالي بېرته ونيوه.



د طالبانو پخوانى قوماندان، ملا عبدالسلام په ٢٠٠٨ کال کې د موسى کلا ولسوال وټاکل شو، چې هغه مهال له منځپالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ورته د يو ګام په سترګه کتل کېدل. کارونه لکه څنګه چې پلان شوي وو، هغسې پر مخه لاړ نه شول. ژمنه شوى ملاتړ ډېر غړند و. طالبانو مقاومت ته دوام ورکړ او په دې توګه يې د بيارغاونې هڅې له خنډ سره مخامخ کړې.



ځايي اوسيدونکي وايي، هغوى د طالبانو، افغان پوځونو او بهرنيانو تر منځ

ښکېل دي.



د موسى کلا يو هټيوال، چې خپل نوم يې ونه ښود، وويل: "حکومتي او بهرني پوځونه موږ طالبان بولي. طالبان پر موږ حکومت ته د جاسوسۍ پړه اچوي."

زياتروخکلو کورونه پرېښودل او د هلمند مرکز، لښکرګاه ته لاړل.



د انور په نامه د موسى کلا يو اوسيدونکي، چې شپږ مياشتې دمخه لښکرګاه ته کډه شوى، وايي: "اوس په موسى کلا کې اوسيدل ګران دي. د بهرنيانو او طالبانو تر منځ جګړې په کې روانې دي. خلکو په سړکونو باندې نشي ګرځېدلاى. ما خپل کور پرېښود. ما هرڅه پرېښودل."



څوک چې هلته پاتې دي، زياتره يې بېروزګاره او نهيلي شوي دي. يو بل ځايي اوسيدونکي وويل: "په پيل کې حکومت موږ ته د ويالو د کېندلو کار راکړ او د ورځې به يې پنځه سوه افغانۍ راکولې. خو اوس دا کا رنشته. اوس هيڅ نه لرو."



په ولايتي شورا کې د موسى کلا استازى، حاجي محمد نعيم وايي، ټولګټې پروژې د امنيتي ستونزو له امله په ټپه ولاړې دي. هغه وويل: "موږ د هغې ودرولو ته اړ شو. طالبانو درې تنه کارګران برتانوي ځواکونو او حکومت ته د جاسوسۍ په تور ووژل."



د موسى کلا د بيارغاونې په کار کې لاس لرونکې خلک ادعا کوي، چې ډېر لږ کار سرته رسيدلى دى. د مرکزي حکومت استازي اونړيواله ټولنه نوو ښوونځيو، کلينيکونو اوځايي حکومتي ودانيو ته ګوته نيسي. خو له هغې سره سره اقرار کوي، چې د امنيت نشتوالي د يو شمېر پروژو د پلي کېدو مخه نيولې ده.



د هلمند د والي مرستيال، عبدالستار ميرزکه وال وويل: "د موسى کلا د ولسوال توقع ډېره لوړه ده. هغه وايي، چې موږ بايد په موسى کلا کې يو پارک او عصري ښار جوړ کړو. په ولسوالۍ کې امنيتي ستونزو زموږ د يو شمېر ژمنو د نه سرته رسېدو مخه نيولې ده. خو پراختيايي کارونه هلته روان دي. يو ښوونځى او کلينيک جوړ شوى دى."



په هلمند کې د پراختيايي ادارې يو لوړپوړي چارواکي په موسى کلا کې د نړيوالې ټولنې د مرستو دفاع وکړه. هغه چارواکي، چې د نوم د نه څرګندولو په شرط يې خبرې کولې، وويل هغه ولسوالي ډېر کار ته اړتيا لري، خو پرمختګ شوې دى. هغه وويل، په بشپړو شوو پروژو کې يو ٧٥٠کيلو واټه جنراتور، د ښوونځي ميزونه او فرش او نورې وړې مرستې شاملې دي.



هغه وويل: "ډېره مهمه مرسته، د امريکې د متحده ايالتونو له يو مليون ډالرو څخه زياته مرسته ده، چې د افغانستان د بيارغاونې د وجهي صندوق له لارې د موسى کلا ولسوالۍ ته ځانګړې شوې ده. دا پيسې بايد د کلو د بيا رغاولو د وزارت له خوا سرته رسول شوې واى. "



د قومي مشرانو په وينا د کليو د بيا رغاولو وزارت د خپلو ژمنو په سرته رسولو کې ډېر ورو دى.



د حاجي نذير په نامه يو قومي مشر وويل: "[د کلو د بيا رغولو وزارت] موږ سره د زياتو مرستو ژمنه کړې. تر اوسه يوازې دوه ښوونځي جوړ شوي او زموږ ماشومان لا تر اوسه په خيمو کې لوست وايي. اټکل شوې نه وه، چې داسې به کيږي."



په موسى کلا کې د برتانيې د حکومت ارتباطي غړى، جيمز دونلي د سرته رسيدلې پرمختګ په اړه خوښ و.



هغه وويل: "موږ د ولسوالۍ ودانۍ، يو ښوونځى، يوکلينيک اودرې سړکونه جوړ کړي دي. د ويالو او دوو جوماتونو په ګډون تر کار لاندې نورې پروژې هم لرو."



ولسوال شکايت کوي، مرستې ډېر ناوخته او ډېرې لږې شوې.



عبدالسلام وويل: "[حکومت او نړيوالې ټولنې] د درېو لويو پلونو، ١٨ ښوونځيو او په ولسوالى کې د يو جامع جومات د جوړولو ژمنه کړې وه. په دې ډله کې هغوى په ولسوالۍ کې يوازې دوه ښوونځي جوړکړي دي."



د پراختيا لوړ پوړي چارواکي اعتراف وکړ، چې د جوړو شوو ښوونځيوشمېره زموږ د ژمنې له شمېرې ډېره ټيټه ده. خو ټينګار يې وکړ، چې د بيارغاونې په کار کې د غړندتوب لامل امنيت و، نه د ژمنو نه سرته رسول.



هغه وويل: "موږ د ډېرو ښوونځيو د پرانيستلو هيله درلوده. خو امنيتي وضعې اجازه را نه کړه. که ښه امنيت موجود واى، نو ډېر کار به سرته رسېدلى واى."



دا لا څرګنده نه ده، چې طالبان تر کومې کچې د موسى کلا ولسوالي تر لاس لاندې لري. په داسې حال کې ځايي اوسيدونکي شکايت کوي، چې خپل کورونه نشي پرېښودلاى. ملا عبدالسلام وويل، ياغيان يې له ولسوالۍ څخه لس کيلومتره وړاندې کړي دي. هغوى د ستونزو د رامنځته کولو وسه نه لري.



ولسوال آى ډبليو پي آر ته وويل: "داسې يو شمېر طالبان شته، څه چې زړه يې وغواړي،هغسې کوي. هيڅوک د هغوى مخه نشي نيولاى. خو کله چې زه موسى کلا ته راغلى يم، دا ستونزې له منځه وړل شوي دي."



طالبان بيا بل راز کيسه کوي.



د طالبانو وياند، قاري يوسف وويل: "موږ د موسى کلا د ولسوالۍ له مرکز څخه دوه – درې کيلومتره وړاندې يو."



هغه دا تورونه رد کړل، چې ګوندې طالبان د موسى کلا اوسيدونکو ته د مرستو رسولو مخه نيولې ده. هغه ټينګار وکړ، يوازې له طالبانو سره د همغږۍ خبره مهمه ده.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "که چېرته حکومت د ځايي طالبانو په مشوره اوسيدونکو ته مرستې ورسوي، نو کومه ستونزه نه رامنځته کيږي. که چېرته افغان حکومت د ټولې نړۍ په مرسته په سيمه کې د بيا رغاونې کارونه سرته نشي رسولاى، نو دا کار خلکو ته د هغوى کمزورتيا څرګندونه کوي."



اړوند لوري پړه يو پر بل اچوي او ځانونه له پړې باسي، خو اوسيدونکي د ژمنه شوو مرستو د نه رسيدو احساس کوي.



د ولايتي شورا مشر، انور خان وويل: "په موسى کلا کې د حکومت او نړيوالې ټولنې ژمنې سر ته نه دي رسيدلي. د موسى کلا اوسيدونکي هيڅ نه لري. هغوى ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو او نور و ته نشي رسيداى. خلک له حکومت څخه خپه دي، په حکومت باورنه لري او هغې ته غوږ نه نيسي."
Frontline Updates
Support local journalists