طالبانو د ګرځنده تليفونو په شرکتونو باندې د جګرې اعلان کړی دی

ولسي خلک په تلیفوني شبکو باندې د طالبانو د بریدونو له امله خپه دي، چې دوی ته تلیفوني اړیکې ټینګوي.

طالبانو د ګرځنده تليفونو په شرکتونو باندې د جګرې اعلان کړی دی

ولسي خلک په تلیفوني شبکو باندې د طالبانو د بریدونو له امله خپه دي، چې دوی ته تلیفوني اړیکې ټینګوي.

.



د تيرې اوونۍ په بهیر کې د بيلابيلو تلیفونونو د شرکتونو ليږدوونکی انتنونه ويحاړشوي دي. په هغې کې د هيواد د دوو لویو شرکتونو، روشن او د افغان بيسم اوبل د نوې جوړې شوی کمپنۍ، اريبا پورې تړلي انتونونه و.



دا بريدونه د کندهاراو هلمند په ولايتونو کې شوی دي، چې د طالبانوقوي مرکزونه په کې دي او د هيواد ددې برخې زياته ځمکه يې ترکنترول لاندې ده.



خو طالبان د ګرځنده تلیفون د شبکو تربريد لاندی نيولو له لارې ښايې د ولسي خلکو بې کچه ملاټرله لاسه ورکړی، چې هغوی ته زيات ارزښت لري. په داسې حال کې چې په هلمند کې خلک په عام محضرکې په اعدامونه باندې سترګې پټې کړي او د بنسټپالو له غوښتنی سره سم یي خپلې ږيرې اوږدې کړي، خود خپلو تليفوني اړيکو په له لاسه ورکولو ډير زيات خپه دي، چې د زياترو هغولپاره يې بهرنۍ نړۍ ته يوازينۍ لاره ده.



د نظرګل په نوم د هلمند ولايت د نادعلی د ولسوالی اوسيدونکی، چې تېره اوونۍ په کې تليفوني اړيکې شليدلي، وويل .”دې کار په خلکوناوړه اغيزه اچولې. زموږتلیفونونه بند دي اوموږ له خپلوخپلوانو سره اړيکي نه شو نيولای. دا کاربايد تکرارنه شي. طالبان بايد په نورو لاروخپل هدفونهلاس ته راوړي. که هغوی بیا هم دې کار ته دوام ورکړي نو خلک به ناراضه شي او له خپل ملاتړ څخه به لاس واخلي.”



افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له رانسکوريدو وروسته د ګرځنده تليفونو نو په ډګرکې زيات پرمختګ وکړ. په دې هيواد کې له دوو لسيزوجګړو وروسته زيربنا له منځه تللې او د ځمکينو مزو یو هم يي پاتې شوی نه دی.



د روشن او افغان بيسيم د ګرځنده تيليفونونو دوو شبکو درې کاله په ګډه په دې نوې رامنځته شوي بازار کې کاروکړ او ددې صنعت د رامنځته کيدو او فعاليدو په خاطريې په سلګونو ميليونو ډالر پانګه واچوله.



دا يو لوی بری و. اوس د افغانستان نژدې يومليارد ډالرو پانګې اچولوڅلورسترې تيليفوني شبکی لری او څه ناڅه پنځو ميليونو تنو ته تليفوني اسانتياوې برابروي. له يو نالوستي کروندګر نيولې بيا د حکومت تر يو وزير پورې ټول خلک د نژدې ټولو مخابروي اړيکی د ګرځنده تيليفون له لارې سرته رسوي.



طالبان هم ددې خدمت مشتريان دي. په تيروڅوکلونوکې د باغيانو له وياندانو يوازې د سپوږميز تليفونونو له لارې اړیکې ټینګېدې. اوس هغوی څو ګرځنده تيليفونونه لري، چې د هغې له لارې له رسنيو اوپه خپل منځونو کې يوتربله اړيکې ټينګوي.



د فبرورۍ د مياشتې په ورستيو کې طالبانو د ګرځنده تيليفونونوشرکتونو ته خبر ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د ماښام له پنځوڅخه د سهار تر دريو بجو پورې خپلې ليږدوونکې دستګاوې بندې کړي، ترڅوبهرني ځواکونه دهغوی د ګرځنده تليفونوله لارې دهغوی منډ وانخلي. د وخت د ورکولو له پوره کيدو څوساعته وروسته طالبانو په کندهار کې د اربيا په شرکت پورې اړوند يو انتن ليري کړ. دوه ورځې وروسته بيا هم په کندهارکې د روشن د شرکت يوليږدوونکی انتن له منځه يوړل شو. په راوروسته څوورځو کې په هلمند کې د روشن او افغان بيسيم تربريد لاندې راغلل.



په سهيل کې د طالبانويووياند، قاري يوسف څرګنده کړه: ”شرکتونو زموږ له غوښتنوسره سم خپل فعاليت سم نه کړ. موږ هغو ته لارښونه وکړه، چې د شپې له خواخپل فاليتونه ودروي. که دې شرکتونو زموږ اصول اولارې چارې په پام کې ونه نېولې، موږترخپل لاس لاندې سيموکې په هغوی باندې بريدونه وکړو.”



هغوی د شپې له خوا د بنديزپه هکله خپل دليل داسې بيان کړ: ”کله چې ايتلافی ځواکونه د شپې له خوا زموږ په وړاندې پوځي عمليات کوي، هغوی زموږ پټنځايونه ددې ګرځنده تيليفونونو د انتنونو لارې په نښه کوي او په دې توګه موږ ته ډير زيان رسيږي.”



د افغانستان د مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت وياند، عبدالهادي هادي د څارنې او کشف لپاره د ګرځنده تيليفونونو کارونه رد کړه.



هغه آی ډبليوپي آرته وويل: ”امريکايان او افغان حکومت د طالبانو په هکله د معلوماتو د لاس ته راوړلو نورې لارې لری. مخابراتي خدمتونه د عامه سکتوريوه برخه ده او هغه څوک چې دا تاسيسات خرابوی، د خلکودښمنان دي.”



په هر دلیل چې دا بریدونه سر ته رسیږی، خو مرکزي حکومت ته یي يو سرخوږی راپيداکړی دی. په داسې حال کې چې پوليس ترپوښتنې لاندې سيمې ترخپل لاس لاندې ګڼي، خود باغيانوله خوا د تليفون د انتونو او نورو تاسيساتو د ويجاړولو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.



دکورنيوچارو د وزارت يو چارواکي، چی د نوم له ښوولويې ډډه وکړه، وويل: ”موږ نه شو کولای د هرانتن ترڅنګ د پوليسو يوه پوسته جوړه کړو. موږ ددې کار وسه نه لرو. په هر ځای کې انتنونه ودرول شوي دي. که ټوله سيمه ترخپل پوښښ لاندی راولو، نو ښايی شمير مو لږشي او په اسانۍ به تر بريد لاندې راشو.”



نوموړي چارواکي وويل، پوليس هڅه کوي له ولايتي چارواکو سره په ګده د تيليفون له شرکتونوسره مرسته وکړي.



د هلمند د امنيی قوماندان، جنرال محمدحسين انډيوال آی ډبليوپی آرته وويل، د هغه په ولايت کې امنيت د ډاډ وردی.



نوموړی وويل: ”که له موږغوښتنه وشي، له مخابراتی شرکتونو سره د مرستی لپاره چمتويو. موږ په هغوځايونو کې امنيت ټينګ کړو، چې د هغوی انتنونه په کې ودرول شوي دي.”



هغه تبصره په هلمند کې د دوو انتنونو له ويجاړيدو وروسته وکړي.



د افغان د يو لوړپوري چارواکې له خولي، چی ويي نه غوښتل نوم يی واخيستل شي، طالبانو يوه موخه په حکومت باندي د فشارراوړل دي.



هغه آی ډبليوپی آرته وويل: ”طالبان غواړي د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پراخه کړي. زه د جاسوسۍ په هکله نه يم خبر. زما په اند هغه يوازې يومعذرت دی. هغوی غواري د افغانستان خلکو ته ووايي ،چې په حکومت باورونه کړی.”



د مخابراتووزارت وايی، ښايي د ګرځنده تيليفونونو برياليتوب باغيان نهيلي کړي وي، چې غواړي د پرمختګ مخه ونيسی او پانګوال وډاروي. د مخابراتو وزارت وياند، هادي وويل: ”شپږکاله دمخه زموږ هيوادوالو له یو ولايت څخه بل ولايت ته تيليفون نه شوکولای او د نړيوالو اړيکود نيولو لپاره به پاکستان ته تلل. خواوس هغوی خپلې ټولې ستونزې د ګرځندو تليفونونو له لاري له منځه وړي. د يوميليارډ ډالرو پانګه اچونه د کتني وړ يوه بريا ده. ښايي دې کارد طالبانو ترمنځ حساسيت راپارولي وي.



هغه ټينګار وکړ: ”امنيتی ارګانونه بايد جدي ګامونه پورته کړی.”



تيليفونی شرکتونو له تبصرو کولو ډډه وکړه. په دې حال کې چې په هلمند کې زيات شمير خلک د تيليفون په انتنونو باندې د طالبانود بريدونوله امله په غوسه دي. خو يو شمير نورو د هغوی دا تاکتيک پرځای بولي. د ناوې دولسوالی یو اوسيدونکي وويل: ” دا سمه ده چې يو شمير خلک دا تليفونونه به د جاسوسۍ لپاره کاروي. زه په طالبانو پړه نه اچوم.زما په اند چی بايد همدا ډول کارونه کړی وای.
Frontline Updates
Support local journalists