طالبان رايې ورکول له گواښ سره مخامخ کوي

زياتې اندېښنې موجودې دي چې ترينگلي امنيتي حالت به د مشرتابه راتلونکي ټولټاکنې پيکه کړي.

طالبان رايې ورکول له گواښ سره مخامخ کوي

زياتې اندېښنې موجودې دي چې ترينگلي امنيتي حالت به د مشرتابه راتلونکي ټولټاکنې پيکه کړي.

Thursday, 3 September, 2009
. دامنيت او د رايې ورکولو په اعتبار باندې د هغې د اغېز په اړه افغان حکومت او نړيواله ټولنه فکرمن دي.



يو څه ډاډ چې موجود و هغه پر پلازمينې باندې د اگست په څلورمه د راکټونو د لگېدو له امله خام شو. دوه ولسي تنه يې ټپيان کړل او نور يې لږ زيان ورساوه.



طالبانو مسؤوليت پر غاړه واخيست او لوړه يې وکړه چې بريدونه به د اگست تر شلمې، د رايو اچولو تر ورځې، پورې دوام وکړي.



په ټولټاکنو باندې له دوو سوو څخه زيات امريکايي ډالر لگېدلي، په سلگونه نړيوال څارونگي رارسېدلي په سلگونه زره افغان او ايتلافي ځواکونه د رايې ورکوونکو د خونديتوب د تضمين لپاره شپه او ورځ جمتووالى نيسي.



له دې ټولو هڅو سره سره کېداى شي، د رايې ورکول له گډوډۍ سره مخامخ شي.



د ټولټاکنو خپلواک کميسون (IEC) خبريالانو ته ويلي چې د رايې د ورکولو د مرکزونو ښايسته ښه برخه، يعنې په سلو کې لس هغه به د رايې ورکولو په ورځ تړلي وي. نور مرکزونه ښايي نورو ځايونو ته ولېږدول شي، ځکه ياغيان د خپلو فعاليتونو ټولې سيمې تر کنترول لاندې لري.



څارونکي اندېښمن دي چې د رايه ورکوونکو د شمېر کموالى ښايي لاره چلوټۍ ته پرانيزي او د رايې ورکولو روڼتوب او کره توب تر شک لاندې راولي.



طالبانو له ټاکنو سره په خپل مخالفت پرده نه غوړولې. د جولاى په ٣٠ د طالبانو په رسمي ويب پاڼې کې په يو بيان کې ياغيانو خلکو ته گوته څنډلې چې په ټاکنو کې ونډه وانه اخلي.



په بيانيه کې راغلي دي: "خلک بايد د رښتينې ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره له جهاد سره يوځاى شي. د رايو ورکولو ناچلو مرکزونو ته د تگ پرځاى دې د خپل اشغال شوي هېواد د ازادولو هڅه وکړي."



ياغيان وايي چې له رايو ورکولو څخه يوه ورځ دمخه به د هېواد ټولې لارې بندې کړي او د رايو اچولو مرکزونو ته به د خلکو د ورتگ مخه ونيسي.



د ټولټاکنو له بهير سره سم په افغانستان کې تاوتريخوالي زور اخيستى. په تېره اونۍ کې، پر پلازمينې باندې له راکټې بريد برسېره طالبانو د بغلان په ولايت کې د پوليسو د تالاشۍ پر يوې پوستې بريد وکړ او دوه تنه پوليس يې ووژل. همد راز يې په پرتله ييزه توگه ارام ښار، هرات، کې يو بم وچولو ١٢ تنه يې ووژل او له شلو زيات يې ټپيان کړل.



همدا راز پر کانديدانو او د هغوى د کمپيان پر مرکزنو هم بريدونه شوي. د ولسمشر حامدکرزي لومړى مرستيال، محمد قسيم فهيم په وروستيو اونيو کې له دوو بريدونو څخه ژوندى راووت.



د کرزي په سيال، عبدالله عبدالله د کمپاين پر ډلې هم بريدونه شوي دي.



د کورنيو چارو وزير، حنيف اتمر خبريالانو ته وويل چې ټولټاکنې به د افغانستان د سهيل او ختيځ په گډون په ټولو سيمو کې تر سره شي. امنيتي ځواکونه د رايه ورکوونکو د امنيت د خونديتوب تضمين کوي.



هغه وويل: "له دې ټولو گواښونو سره سره موږ د خپل ولس او خلکو ترڅنگ ولاړ يو. .. د افغانستان په ټولو سيمو کې به ټاکنې وشي."



اتمر يو شمېر اندېښنې پرځاى وبللې او ويې ويل ښايي د تاکنو په يو شمېر سيمو کې له امنيتي ستونزو سره مخامخ شو.



نوموړي وويل: "موږ ادعا نه ده کړي چې ټاکنې به د افغانستان په ټولو برخو کې سل په سلو کې تر سره شي. خو دا ادعا مو کړې چې د افغانستان د ٣٤ ولايتونو په زياترو برخو کې به ټاکنې سرته ورسيږي."



د دفاع وزارت وويل، د افغان او بهرنيو پوځونو درې سوه زره امنيتي ځواکونه به د ټولټاکنو لپاره وگومارل شي.



يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې طالبانو د رايې ورکولو لپاره د امنيت په خوندي کولو کې د بهرنيوپوځونو د رول په موخه په خپلو بريدونو کې زياتوالى راوستى دى.



په کابل کې سياسي شنونکي وحيد مژده آى ډبليو پي آر ته وويل: "د ټاکنو په اړوند د طالبانو د فعاليدو او حساسيت لامل دادى چې امريکايانو نور پوځونه افغانستان ته راوليږل."



هغه زياته کړه: "اوس طالبان دې پايلې ته رسيدلې چې که چېرته ټولټاکنې په سوله کې تر سره شي نو هغوى به د بهرنيانو په وړاندې کمزوري معلوم شي. له بلې خوا به په افغانستان کې د اضافي سرتېرو شتون اغېزمن او سم ثابت شي. له دې امله يې په خپلو بريدونو او گواښونو کې زياتوالى راوستى دى."



مژده وويل: "څو مياشتې دمخه طالبانو اعلان وکړ چې هغوى د ټاکنو په اړه فکر نه کوي. ټولټاکنې هغوى ته کوم ارزښت نه لري... اوس د بهرنيو پوځونو په وړاندې د هغوى د مستقيمو بريدونو له لارې غواړي [چارواکوته ] ووايي، چې هغوى د ټولټاکنو لپاره امنيت نشي خوندي کولاى."



د مژده د وينا له مخې په افغانستان کې به د ټاکنو پرمهال امنيتي وضعه ښه نه وي او هغه په دې اند دى چې دا موضوع به د رايو شفافيت او قانونيت تر پوښتنې لاندې راولي.



د ټاکنو د خپلواک کميسون يو وياند دا ومنله چې هغوى به ونه کړاى شي د رايې ټول مرکزونه پرانيزي.



زکريا بارکزي وويل، د رايو ورکولو په ٦٩٦٥ مرکزونو کې د کورنيو چارو وزارت د ٦٥٠٠ هغو د پرانيستلو خبره کړې خو ډېر ژر به څرگنده شي، چې د رايې ورکول په ورځ به څومره مرکزونه پرانيستل شي.



نوموړي زياته کړه: "د امنيتي گواښونو له امله به د رايې ورکولو په ورځ د رايې ورکولو ټول مرکزونه پرانه ايستل شي. خو په ټول هېواد کې به د هغو شمېره له ٦٠٠٠ څخه لږه نه وي."



هغوى اټکل کړى چې د طالبانو تر لاس لاندې ولسواليو کې لږ ترلږه ٩٣ مرکزونه به پرانه ايستل شي. نوموړي زياته کړه: "ښايي د رايو ورکولو يو څو مرکزونه له گواښول شوو سيمو څخه خوندي ځايونو ته ولېږدول شي، ترڅو خلک په سوله ييز ډول خپلې رايې ورکړاى شي."



د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي، کاى ايدي د اگست په درېمه خبريالانو ته وويل امنيتي ځواکونه او د ټولټاکنو خپلواک کميسون هڅه کوي چې د رايې ورکولو په ورځ د رايې ورکولو زيات شمېر مرکزونه پرانيزي خو د شمېرې په اړه يې اوس څه نشو ويلاى.



هغه وويل: "د ټولټاکنو کميسون، امنيتي موسسې او ملگري ملتونه هلې ځلې کوي ددې ډاډ تر لاسه کړي چې د رايې د ورکولو په ورځ د رايې ورکولو تر ټولو زيات شمېر مرکزونه پرانيستي وي. څرگنده ده چې ... يو شمېر مرکزونه به د تخنيکې لاملونو يا امنيتي ستونزو له مخې بل ځاى ته ولېږدول شي، خو هلې ځلې روانې دي چې ددې مرکزونو شمېره په تر ټولو ټيټې کچې کې وساتل شي."



مژده وويل، مهمه خبره له رايې ورکولو ورسته په کورونو کې د هغوى د امنيت ساتنه ده.



نوموړي وويل: "کېداى شي د رايې ورکولو په ورځ د زيات شمېر پوځونو په مرسته د رايې ورکولو د مرکزونو امنيت وساتل شي، خو د رايې ورکوونکو خلکو گوتې به په رنگ په نښه شوي وي. دا ډېره مهمه ده، چې له رايې ورکولو وروسته هغوى خوندي واوسي."



طالبانو پر ولسي خلکو باندې د بريدونو پلان رد کړى دى، خو وايي خلک به پرې نه ږدي چې د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.



د ذبيح الله مجاهد په نامه [د طالبانو] وياند آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ نه غواړو پر خلکو بريد وکړو. موږ هغوى ته ويلي چې په ټاکنو کې گډون ونه کړي. موږ ډاډمن يو چې هغوى زموږ غوښتنه منلې ده او گډون به ونه کړي."



نوموړي زياته کړه: "موږ به د ټولټاکنو د مخنيوي لپاره د دښمن او د بهرنيانو د گوډاگيانو پر مرکزونو باندې بريدونه زيات کړو."



د وحيدالله په نامه د کابل يو استوگن وايي، خلک د رايې ورکولو ته چمتو دي، خو حکومت بايد خپل امنيتي تضمينات زيات کړي.



هغه وويل: "سهار د وخته مو د کورونو تر څنگ د چاودنو درانه غږونه وارېدل. کله چې له کوره ووتلو، هغه راکټ و. څنگه چې سهار وختي و، نو څوک وژل شوى نه و. ښايي بل راکټ د ورځې په بهيرکې خلک ووژني. حکومت بايد دهغې مخه ونيسي، که نه نو څوک به رايې ورکولو ته زړه ښه نه کړي. که وضعه همداسې دوام ومومي، نو هيڅوک به ددې ضمانت ونه کړاى شي، چې راکټ ښايي زما د رايې ورکولو پر مرکز باندې ونه لگيږي."
Frontline Updates
Support local journalists