طالبان د [ولسي] زيان په اړه ملګري ملتونه ننګوي

ياغيان هغه رپوټونه ردوي چې پر دوى باندې ولسي خلکو ته د رسيدلي زيان له څلورو برخو څخه د درېو برخو پړه اچوي. هغوى په دې اړه د نوو پلټنوغوښتنه کوي.

طالبان د [ولسي] زيان په اړه ملګري ملتونه ننګوي

ياغيان هغه رپوټونه ردوي چې پر دوى باندې ولسي خلکو ته د رسيدلي زيان له څلورو برخو څخه د درېو برخو پړه اچوي. هغوى په دې اړه د نوو پلټنوغوښتنه کوي.

A US Navy medic assists Afghan civilians injured by an improvised explosive device that hit the bus they were traveling on in Delaram, southwest Afghanistan. The Taleban are now trying to downplay their own role in civilian casualties and shift the blame to the Afghan government and its western allies. (Photo: Corporal Matthew Troyer/US. Marine Corps)
A US Navy medic assists Afghan civilians injured by an improvised explosive device that hit the bus they were traveling on in Delaram, southwest Afghanistan. The Taleban are now trying to downplay their own role in civilian casualties and shift the blame to the Afghan government and its western allies. (Photo: Corporal Matthew Troyer/US. Marine Corps)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

طالبانو د ملګرو ملتونو د هغو پلټنو پايلې ناسمې بللې چې هغوى يې په افغانستان کې د سږکال په بهير کې د زياتره ولسي خلکو د مرګ ژوبلې  پړ بللي دي. طالبانو د يو خپلواک کميسون د جوړېدو غږ کړى ترڅو د رسېدلې مرګ ژوبلې په اړه پلټنې وکړي.    

ياغيانو د افغان حکومت او د هغه د نړيوالو متحدينو له ورکړ شوي نظر سره د ننګونې په خاطر هم خبريالانو ته بلنه ورکړې هغه سيمې وګوري، چې د ايتلافي ځواکونو د وينا له مخې، (ياغيان)  له هغو سيمې څخه ايستل شوي دي.   

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستې دفتر (يوناما) د اګست د مياشتې د رپوټ له مخې "حکومتي ضد عناصرو" طالبانو او ورسره ملګرې ډلې د سږکال د تېرو شپږو مياشتو په بهير کې ولسي خلکو ته د ورکړ شوي ٣٢٦٨  زيان ٧٦ سلنه او په دې شمېره کې ٧٢ سلنه د  ١٢٧١ خلکو د مړينې پړه اچولې ده.  

په دې رپوټ کې د ٣٨٦ زيان پړه، چې ١٢ سلنه کيږي، د افغانستان په امنيتي ځواکونو او نړيوالو سرتېرو اچول شوې وه. (پاتې شمېره هيچا ته نسبت شوې نه وه.)     

رپوټ دې پايلې ته رسيدلى و چې د حکومتي پوځونو او د هغه د ايتلافي ځواکونو له خوا د زيان شمېره د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ –  جون د مودې په پرتله ٣٠ سلنه راټيټه شوې ده، په داسې حال کې د ياغيانو له خوا د رسيدلي زيان کچه په سلو کې ٥٣  لوړه شوې ده.

طالب استازو دا شمېرې ردې کړي او ټينګار يې کړى چې بهرني ځواکونو ولسي خلکو ته د زياتره رسيدلي زيان په وړاندې پړ دي او ويلي يې دي هغوى چمتو دي چې په دې اړه له سره له يوې نوې پلټنې سره په بشپړه توګه همکاري وکړي.

د طالبانو يو وياند، ذبيح الله مجاهد پر بهرنيو ځواکونو د هوايي بمبارۍ او درنو وسلو د کارولو پړه واچوله، ځکه هغوى نشي کولاى له طالبانو سره مخامخ شي. 

هغه وويل: "موږ هڅه کړې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې د رسيدو مخه ونيسو، خو پر هغو سيمو بريد ته اړتيا پيدا کيږي چې  نړيوال او ځايي اردو پکې مېشت وي. موږ خلکو ته څو څو ځلې ويلي چې له دې ځواکونو څخه لېرې اوسي."

د ياغيانو ادعا د حکومتي چارواکو له خوا بابيزه بلل شوې او وايي چې د يوناما رپوت کره دى.  

د ولسمشر، حامدکرزي وياند، وحيد عمر وويل: "د افغانستان د حکومت مخالف وسله وال د افغانستان د خلکو دښمنان دي. هغوى په لاسي ډول دا بريدونه سرته رسوي او همدوى په زياترو سيمو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله رسوي."

سوله ساتي نړيوال ځواکونه (ايساف)  هم دا خبرې ردوي.

د ايساف وياند، تورن جنرال جوزيف بلتس وويل: "طالبان دې خبرو ته اړتيا نه لري. د يو کميسون پر جوړېدو باندي د ټينګار پرځاى دې طالبان د ولسي خلکو وژل بس کړي."

د ملګرو ملتونو ويانده، نيلاب مبارز د طالبانو پر وينا له څه ويلو څخه ډډه وکړه.

طالبانو همدارنګه پر څارونکو غږ کړى، ترڅو په افغانستان کې د ناتو او متحده ايالتونو د قوماندان جنرال دويد پيتريوس له خوا د ورکړ شوو ويناوو پلټنه وکړي، چې وايي ايتلافي پوځونو د هيواد له زياترو برخو څخه ياغيان ايستلي دي.   

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل، د پوځي برياليتوب په اړه د ادعاګانو پروپاګند "ددې لپاره چې نړۍ او د افغانستان خلکو ته واقعيت څرګند شي، موږ وړانديز کوو چې د ځايي او بهرنيو ژورنالستانو يوه ډله دې هغو ځايونو ته راشي چې پيتريوس يې له طالبانو څخه د نيولو ادعا کوي او طالبان ترې ايستل شوي او يا وايي چې زموږ لاسونه هلته لنډ شوي او پخپله وګوري چې د يو امريکايي جنرال ادعاګانې سمې دي، که  ناسمې."

ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو موضوع د ولسمشر کرزي او د هغه د بهرنيو متحدينو تر منځ تاوتريخوالى رامنتځه کړى دى. کرزي په يو شمېر پېښو  کې پر نړيوالو پوځونو نيوکې کړي او پر هغوى يې سپارښتنه کړي چې د پوځي عملياتو په ترڅ کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو څخه ځانونه وساتي.    

د ملګرو ملتونو د زيان د شمېرې په اړه د طالبانو ننګونې د يو شمېر افغانانو پام ځانته اړولى دى.   

د کابل استوګن، احمد رشيد وويل، حکومت بايد له طالبانو سره په پلټنه کې همکاري وکړي.  

نوموړي زياته کړه: "موږ له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړي، ترڅو څرګنده شي چې کوم لورى د ولسي مرګ ژوبلې په اړه ګرم دى."

د محمد صذيق په نامه د هلمند يو اوسيدونکى، چې کابل ته کوچېدلى او په وروستيو مياشتو او کلونو کې يې ډېرې جګړې ليدلي، وويل، د ولسي مرګ ژوبلې ډېرى مسؤوليت د بهرنيو ځواکونو په غاړه دى.

هغه وويل: "هغه خلک چې په لوکسو دفترونوکې ناست دي او د ولسي مرګ ژوبلې ...  په اړه تبصرې کوي، ښه له بدو نشي بېلولى، ځکه هغوى د ډالرو په  زهرو لړل شوي دي. د جګړې د  زون په اړه معلومات نه لري. هغو خلکو ته واقعيت ښه څرګند دى چې خپل، خپلوان يې له لاسه ورکړي دي. که چېرته افغان حکومت او بهرني ځواکونه له واقعيت څخه ډار نه لري، نو ولې د پلټنو له سرته رسولو سره موافقه نه کوي؟"

سياسي شنونکي وحيد مژده پر ملګرو ملتونو پړه واچوله چې پر دې وروستي رپوټ يې خپل اعتبار له لاسه ورکړ او ټينګار يې وکړ چې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې ډېرى مسؤوليت د نړيوالو پوځونو په غاړه دى.

هغه وويل: "په لسګونه پېښې وجود لري چې دوه تنه طالبان پکې وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه بېګناه خلک د بهرنيو پوځونو په بريدونو او هوايي بمابرۍ کې له منځه تللي دي  بيا نړيوال پوځونه دا خلک په طالبانو او يا القاعدې کې شمېري."

هغه وويل، برعکس "د طالبانو مشر ملا محمد عمر په يوې وينا کې له خپلو سړيو څخه غوښتنه کړي چې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه ډېر پام وکړي. موږ ګورو چې له دې وينا څخه راوروسته د ځانمرګو بريدونو په شمېر کې لږوالى راغلى دى."

د مژده په نظر د حکومت له خوا د نوي کميسون په اړه د طالبانو د وړاندېز د ردولو لامل دادى چې نه غواړي  ياغيانو ته کوم قانونيت وروبښي.

هغه وويل: "که جېرته حکومت د طالبانو وړانديز ته مثبت غبرګون ښودلاى واى، نو دا به په حقيقت کې د طالبانو د رسميت د پېژندلو په معنا و."

د ضيا رفعت په نامه يو سياسي شنونکي او د کابل پوهنتون استاد وويل، طالبان يوه حساب شوې سياسي لوبه کوي، زيار باسي خپل انځور ترميم کړي او نړۍ او افغانانو  ته څرګنده کړي چې بشري حقونو ته درناوى کوي.

رفعت وويل، طالبان سياسي قانونيت نه لري چې داسې غوښتنې وکړي. هغه وويل، د هغوى وړانديز مازې پر نړيوالې ټولنې او افغان حکومت د يو فشار معنا لري او غواړي د بشري حقونو له هغو  سرغړونو څخه پام بل لوري ته واړوي چې ياغيانو سرته رسولي دي.  

هغه وويل: "ددې پرځاى چې  طالبان (د) قربان شوو خلکو (شمېرې ته) د رسيدا لپاره د يو کميسون د جوړېدو وړانديز وکړي، ښايي د جګړې پر مهال له ډېر پام څخه کار واخلي.که چېرته د دواړو لورو تر منځ د نښتو پرمهال ولسي خلک وژل کيږي، نو اصلي ريښه يې بيا هم طالبانو ته رسيږي."

پر طالبانو ټول نيوکه کوونکي د طالبانو دا وينا له پامه نه غورځوي.

د بشرى حقونو دخپلواک کميسيون يوه غړې  شکريه بارکزۍ، چې پر طالبانو باندې تر ټولو وتلې نيوکه کوونکې ده، وايي، دا مهمه ده چې هغوى د لومړي ځل لپاره تر خپل کنترول لاندې سيمو کې د مرګ ژوبلې په اړه د پلټنې له يو پلاوي سره د همکارۍ غږ کړى دى.

هغې وويل: "کېداى شي دې ته د طالبانو له خوا د يو مثبت پيغام په سترګه وکتل شي.".

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists