طالبان د نوي ځواک څرګندونه کوي

آيا د ياغيانو په برېدونو کې ناڅاپي زياتوالي د لنډې مودې يو فشار دی، چې غواړي راتلونکي پارلماني ټول ټاکنې ګډې وډې کړي او که د اسلامي ملېشو د بيا راژوندي کېدلو نښه ګڼل ګيږي؟

طالبان د نوي ځواک څرګندونه کوي

آيا د ياغيانو په برېدونو کې ناڅاپي زياتوالي د لنډې مودې يو فشار دی، چې غواړي راتلونکي پارلماني ټول ټاکنې ګډې وډې کړي او که د اسلامي ملېشو د بيا راژوندي کېدلو نښه ګڼل ګيږي؟

د بريدونو او مرګ او ژوبلې د ډېروالي په هکله د ورکړ شويو رپوټونو له مخې څوک په دې سترګې نه شي پټولای، چې په افغانستان کې د ياغيانو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی. د نظر خاوندان په دې هکله سره وېشلي دي، چی آيا دا د طالبانو وروستۍ هلې ځلې دي او که د هغوی د جګړو تر ټولو سخت پېر دی.


د طالبانو د رژيم د پاتې شونو لپاره دا برېدونه په بريالي توګه د هغوی د جنګياليو د بيا راټوليدو يوه بېلګه ده، چې په 2001 کال کې د امريکا د متحده ايالتونو او د هغوی د افغاني متحدينو په لاس دو اک له ګدۍ راوغورځول شول او اوس د هېواد په هرې برخې کې د بريدونو د ترسره کولو د وړتيا څرګندونه کوي.


د ولسشمر حامد کرزي حکومت او د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ ايتلافي ځواکونه د طالبانو نويو بريدونو ته د يوې لنډې مودې برياليتوب د لاسته راوړلو لپاره د هغوی د نهيلو هلو ځلو په سترګه ګوري، ترڅو د وږي د مياشتې په 27 پارلمان او ولايتي شوراګانو ته په پام کې نيول شوې ټول ټاکنې ګډې وډې کړي.


د طالبانو وياند، مفتي عبدالطيف حکيمي آی ډبليو پي آر ته په تېرو دوو مياشتو کې د هغوی له خوا د يو شمېر تر سره شويو بريدونو څرګندونه وکړه. نوموړي د خپلو جنګياليو يو شمېر برېدونو ته ګوته ونيوه، ويې ويل: ((د کندهار په ولايت کې د ميان نشين د ولسوالۍ دواک تر لاسه کول او د ولسوالۍ په مرکز کې له 30 څخه د زياتو پوليسو نيول، د هلمند په ولايت کې د طالبانو ولکې ته د يو شمېر سيمو راتګ او د ارزګان او کونړ په ولايتونو کې د طالبانو او حکومتي او امريکايي سرتيرو تر منځ مخامخ جګړې.))


دواړه لوري دا مني، چې د جون د مياشتې په وروستيو کې طالبانو په حکومتي او ايتلافي ځواکو باندې د بريدونو له امله د ميان نشين د ولسوالۍ يوه برخه تر کنترول لاندې راوستې وه. په دې رپوټونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه توپيرونه شته. د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل وايي، حکومتي او امريکايي ځواکونو په دې نښتو کې له سلو څخه زيات طالبان وژلي او له 16 څخه زيات يې نيولي دي. په وروستيو رپوټونو کې د امريکايي سرچينو له خولې د پنځو امريکايي


عسکرو له ټپي کېدو يادونه شوې.


حکيمي وايي، په جګړې کې د هغې ډلې يوازې اته تنه له لاسه ورکړي. هغه دا ادعا هم وکړه، چې 31 تنه پوليس يې نيولي او محاکمه کړي يې دي او زياته يې کړه، چې د هغو په ډلې کې 23 تنه بېګناه بلل شوي او خوشې شوي، خو اته نور يې محکوم او (اعدام) شوي دي.


خپلواکې سرچينې وايي، چې د اتو تنو افسرانو مړي موندل شوي دي. هغوی ځړول شوي و. د نښتو په هکله د خپلواکو سرچينو سپيناوی نه دی شوی.


د غبرګولي په يوولسمه (د جون لومړۍ) نېټه د طالبانو د زوکړې په سيمې، کندهار، کې يوې بمي چاودنې د کابل د امنيې د قوماندان، محمد اکرم خاکرېزوال په ګډون 20 تنه ووژل، چې د حکومت پلوي روحاني مشر، مولوي عبدالله فياض په فاتحې کې يې ګډون کړی و. مولوي فياض يوه اوونۍ دمخه وژل شوی و. طالبانو د بمي چاودنې مسووليت په غاړه نه واخيستی، خو زياتره خلک داسې انګيري، چې ددغه پېښې تر شا د طالبانو لاس و.


دواړه غاړې دا مني، چې د جون د مياشتې په وروستيو کې طالبانو د چينوک په نوم يوه امريکايي چورلکه راغورځولې ده. دا چورلکه د کونړ په ولايت کې له اسلامي جنګياليو سره د امريکايي فوځونو د ژغورنې لپاره سيمې ته لېږل شوې وه. د چورلکې ټوله سپرلۍ وژل شوې وه. طالبانو وويل، په دې نښته کې 35 تنه ووژل شول، په داسې حال کې چې امريکايي چارواکي دغه شمېره 16 تنه ښيي.


طالبان ټينګار کوي چې دا بريدونه د هغوی د اوږدې مودې ستراتيژي ده، ترڅو اوسنی حکومت له پښو وغورځوي او امريکايي ځواکونه له هېواد څخه وشړي.


حکيمي وويل: ((که ټاکنې تر سره کيږي او که نه، موږ به خپل جهاد ته تر هغې پورې دوام ورکړو، ترڅو امريکايي ځواکونه دې ته اړباسو، چې له افغانستان څخه ووځي. موږ په افغانستان کې يو سوچه اسلامي نظام غواړو او موږ به خپلو هيلو ته ورسيږو.))


د دفاع د وزارت وياند، جنرال محمد ظاهر عظيمي مجاهد د طالبانو د اوږدې مودې ګواښونه ردوي. هغه وايي، هغوی خپل زور ازمويلای دی. هغوی غوښتل د تېرکال د ولسشمرۍ ټولټاکنې له ګډوډۍ سره مخامخ کړي، خو پاتې راغلل. اوس غواړي پارلماني ټاکنې پلمه کړي.


مجاهد د ناتو تر مشرۍ لاندې د سوله ساتي ځواک 8300 کسيز او د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلافي فوځونو 18000 کسيز ځواک ته ګوته ونيوه او ويې ويل: ((حکومت اوس چمتو دی. زموږ ملي اردو ورځ په ورځ پياوړې کيږي. ملي پوليس، نړيوال سوله ساتی ځواک او ايتلافي ځواکونه له موږ سره


مرسته کوي.))


امريکايي او برتانوي ځواکونه د افغانستان نوې جوړه شوې ملي اردو روزي، چې ځينوسرتيرو يي د بېوسلې کولو او ملکي ژوند ته د ورګرځولو تر پروګرام لاندې خپلې وسلې سپارلي دي. تر اوسه 21 زره تنه روزل شوي او په پام کې ده، چې تر 2006 کال پورې ټول 75 زره تنه وروزل شي. جنرال مجاهد وايي: ((موږ اوس ددې وړتيا لرو، چې د هېواد په هره برخه کې د دښمن بريدونه شنډ کړو.))


د پنځه دېرش کلن ګل خان لپاره چې د خپل نوي کور په غولي کې ناست دی، دا وينا تشې خبرې ښکاري. هغه د تاوتريخوالي له امله د زابل په ولايت کې له خپل کور څخه تېښتې ته اړ ايستل شوی او اوس د وردګو د ولايت د صادق خېلو په سيمې کې په يوې ورانې ويجاړې کوډلې کې اوسيږي.


هغه، چې ولې د می په مياشت کې په زابل کې له خپل کور څخه تېښتې ته اړ شو ، داسې وويل: ((ما له امريکايانو سره د يو کارګر په توګه کار کاوه. طالبانو تل زما موراو پلا رته ګواښونه کول، چې که


هغوی مې له امريکايانو سره له کار کولو څخه ونه دروي، نو دوی به مې مړ کړي. يوازې د ولايت مرکز، د دقلات ښار د حکومت په لاس کې و، له هغې بهر نور حکومت کنترول نه درلود.))


يو بل تن، 60 کلن احمدجان چې هغه هم له زابل څخه د وردګو ولايت ته کوچېدلی دی، وويل، نوموړی هغه مهال تېښتې ته اړ شو، چې طالبانو يې زوی ته د مرګ ګواښ وکړ. احمدجان وايي: ((ما خپل کور ړنګ کړ او ځمکه مې پرېښوده، ځکه طالبانو به تل راته د شپې له خوا ليکونه رااستول او په مرګ به يې ګواښولم او ويل به يې چې بايد زوی مې په حکومت کې له کار کولو څخه واړوم او په ځای يې له موږ سره د حکومت او امريکايانو په وړاندې په جهاد کې يوځای شي.))


په داسې حال کې، چې حکومت او طالبان دواړه د طالبانو له خوا د نويو او عصري وسلو د لاسته راوړلو خبرې کوي، خو يوه خوا هم ددې وسلو د لاسته راوړلو د څرنګوالي په هلکه څه نه وايي.


ځايي رپوټونه وايي، چې ښايي د يو عصري ميزايل پر ځای د يو توغوندي ويشتونکي بم په واسطه د شينوک چورلکه راغورځول شوې وي، خو سره له دې امريکايي ځواکونو لا دا خبره تاييد کړې نه ده.


په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند، ډګروال جيمز يونتس د طالبانو په بريدونو کې د زياتېدو خبره ومنله او آی ډبليو پي آر ته يې وويل: ((داسې نښې نښانې شته، چې ددې بريدونو يو شمېر يې له افغانستان څخه د بهرنيو ايجنسيو يا غورځنګونو له خوا تمويل شوي او يا ورسره مرسته شوي وي.))


نوموړي زياته کړه: ((لکه څنګه چې پارلماني ټاکنې هم د افغانستان او هم د نړيوالې ټولنې لپاره ارزښت لري، ترهګر هم ددغو ټاکنو په ارزښت پوهيږي او ددې فعاليتونو له لارې غواړي، خپل شتون ثابت کړي.))


د کورنيو چارو (وياند) مشعل وايي، چې طالبان له حکومتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او په ځای يې بېدفاع ځايونه، لکه ښوونځي، جوماتونه او نور عامه ځايونه تر بريد لاندې نيسي، ترڅو خلک وډاروي، چې په ټاکنو کې ونډه وانخلي.


ددې خبرې د اثبات لپاره مشعل يادونه وکړه، چې په دې وروستيو وختونو کې د لوګر او وردګو په ولايتونو کې د نجونو پنځه ښوونځي سوځول شوي دي، موټرې په راکټونو ويشتل شوي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې پارلماني ټاکنو ته ولاړ پنځه کانديدان وژل شوي او د يو شمېر نورو (کانديدانو) کورنو ته اور اچول شوی. په تېره مياشت کې لږ ترلږه څلور حکومتي پلوي ديني عالمان وژل شوي دي.


حکيمي دا مني، چې طالبانو په وردګو کې کورونه سوي او موټرې يې په راکټونو ويشتلي دي، خو وايې، چې د نجونو د ښوونځيو د سوځولو په اړه کوم معلومات نه لري.


د ټاکنو په را نزدې کېدو د ايساف (نړيوال سوله ساتي) د ځواکونو شمېره مخ په زياتېدو ده.


د فرانسې لوی درستيز، جنرل هنري بنتيګيت، چې د جون په 27 کابل ته راغلی و، وويل: ((د فرانسې حکومت به افغانستان ته د يو زر تنو په شاوخوا کې عسکر وليږي، ترڅو د پارلماني ټاکنو امنيت ټينګ ګړي. دا پوځونه به د ټاکنو تر پايه خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.))


د يو زر تنو په شاوخوا کې فرانسوي عسکر د ايساف او ايتلافي ځواکونو تر څنګ په خدمت بوخت


دي.


په همدې وخت کې د امريکا متحده ايالتونو رپوټ ورکړی، چې نور اووه سوه تنه اضافي سرتېرې به د طالبانو له ځواکونو سره د مقابلې لپاره د هېواد سهيلي سيمو ته واستوي. استراليا به هم 150 تنه سرتېري په افغانستان کې د خپلو 1500 تنو شتو سرتېرو سره د يوځای کېدو په خاطر هلته واستوي.


ډګروال يونتس آی ډبليو پي آر ته وويل، ښايي نوې ترهګر بريدونه وشي. خو افغان او امريکا


حکومتونه، ايتلافي او سوله ساتی ځواکونه به هغوی وځپي، ترڅو ددې ډاډ تر لاسه شي، چې


((افغانان د سپمتبر په ټاکنو کې ووټ ورکړای شي.))


د طالبانو د وياند حکيمي له خبرو برېښېده، چې هغوی اندېښنه نه لري، نوموړي وويل: ((زموږ مجاهدينو ښه روزنه ليدلې، هغوی له امريکايانو سره په جګړې کې بريالي دي. شرابي امريکايان زموږ په وړاندې نه شي ټينګېدای او ډېر ژر به له افغانستان څخه ووځي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists