سياسي ترينګلتيا شمال له اقتصادي بدمرغۍ سره مخامخ کړى

د بلخ په ولايت کې د دوو غښتلو اشخاصو تر منځ مسابقې د پراختيايي پروژو کار له ځنډ سره مخامخ کړى دى.

سياسي ترينګلتيا شمال له اقتصادي بدمرغۍ سره مخامخ کړى

د بلخ په ولايت کې د دوو غښتلو اشخاصو تر منځ مسابقې د پراختيايي پروژو کار له ځنډ سره مخامخ کړى دى.

Monday, 19 October, 2009
(خام) ډک سړک سترګې ښخې کړي دي. د موټرو په تګ راتګ پورته شوې دوړې د هټۍ مخې ته د اوبو او سوډا بوتلونه پوښلي دي. هغه مجبور دې چې د ورځې يې څو څو وارې پاک کړي. هوا په خاورو دوړو پټه ده او اخيستونکي لاروي د ډېرې بيړې له امله زيات صبر نشي کولاى.



شپږ مياشتې دمخه ښاروالۍ په ډېر وياړ او دبدبې اعلان وکړ او ويې ويل په پام کې ده چې د بلخ ولايت د مرکز، مزارشريف په ښارکې دا سړک او نور ٢٢ سړکونه پاخه شي. په ډېر وياړ يې اعلان کړه او ويې ويل چې د مرکزي حکومت له خوا ددې سړکونو د پخولو لپاره شاوخوا ٢٠ مليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي دي.



له هغې وروسته د ټولټاکنو کمپاين او د بلخ د والي او د افغانستان د ولسمشر تر منځ د خبرو جګړه پيل شوه. عطامحمد نور خپل پخواني ملګري، حامد کرزي ته شا واړوله او د کرزي د ستر سيال، عبدالله عبدالله ملا يې وتړله.



د سړکونو کار ودرېد.



فقير وغړومبېد او پړه يې د سياستوالو پر اوږو واچوله، ويې ويل: "دا کار بايد مياشتې، مياشتې دمخه بشپړ شوى واى. هرڅه د عطا له خوا د کرزي له نه ملاتړ سره سم په ټپه ودرېدل."



د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د اګست د ٢٠ عمومي ټولټاکنو د ستونزو د هوارولو پرځاى نورې ستونزې رابرسېره کړې. له رايې ورکولو شپږ اونۍ وروسته د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې څرګند ګټونکى نه دى څرګند. تر سيورې لاندې د بهير راوستلو په موخه د پراخه درغليو ادعا ګانې دوام لري.



دې ترينګلتيا په بلخ کې اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړ. د مرکزي حکومت له خوا زيات شمېر تمويل شوې پروژې وځنډول شوې چې اوسېدونکي يې عبدالله ته د عطا د وراوښتلو غچ بولي.



سربيره پر دې زيات شمېر شخصي نوښتونه ددې لپاره ودرول شوي ترڅو سوداګر وګوري چې سياسي باد کوم لوري ته الوزي.



عادي ولس د سياسي لوبو په منځ کې ښکېل دى. زيات شمېر خلکو ددې سياسي لوبو له امله دندې او د ژوند وسايل له لاسه ورکړي دي.



په مزارشريف کې د ميراحمد په نامه يو ټکسي چلوونکي وويل: "د نن ورځې حکومت د ماشومانو لوبو ته پاتې کيږي. هغوى لېونيان دي او يو د بل کورونه ورانوي."



ميراحمد وويل د ودانولو د پروژو ودرول په ښکاره ډول د عطا د نه ملاتړ له امله له هغه څخه د غچ اخيستل دي.



هغه په خپګان وويل: "تل بېوزلي خلک د ستونزو بار پر اوږو وړي. پخوا دلته سړکونه تر دې ډېر ښه و. اوس موږ ټکسي چلوونکي د خپلو موټرونو د ترميم لپاره زياتې پيسې لګوو. دا ددې معنا لري چې بايد موږ [له سپرليو څخه] زياته کرايه واخلو. په دې توګه د ټکسي کرايه لوړه شوې ده."



د مزارشريف د ښاروالۍ مرستيال، انجنير جان محمد پر لويو لارو د ودانولو د پروژو د ودرېدو پخلى وکړ. هغه په ټينګار وويل، بوديجه تصويب شوې او سړکونه به جوړ شي او دا خبره يې رد کړه چې ګوندې د پروژو د کار ځنډ له ټاکنو سره تړاو لري.



هغه وويل: "پيسې په کابل کې بندې دي. دا يوه اداري ستونزه ده."



په بلخ کې د تخنيکي خدمتونو رئيس، ضياءالله اختري آى ډبليو پي آر ته وويل، پر سړکونو به کار ډېر ژر پيل شي. خو هغه دا ونه ويل چې موقتي ځند له ټاکنو سره تړاو لري او که نه.



د مزارشريف اوسيدونکي زغم له لاسه ورکوي.



ګلمير وويل: ""سړکونه له سياست سره تړاو نه لري. چارواکي بايد د خپلو سياسي اړتياوو لپاره بيارغاونه له سره ځار نه کړي."



هغه زياته کړه، کرزي، عطا ته د سزا د ورکولو هڅه وکړه، ځکه عطا د مزار په بياودانولو کې مشهور و. د پروژو ودرېدلو دا څرګنده کړه چې عطا له کرزي پرته هيڅ کار نشي کولاى.



د مرکزي حکومت له خوا نورې په غاړه اخيستې پروژې هم په ټپه ولاړې دي. په تېرو څو مياشتو کې د ښوونې او روزنې، انرژۍ او د عامې روغتيا سکتورونه تړل او ځنډول شوي، بې روزګاري يې رامنځته کړې او د خلکو اندېښنه يې راپارولې ده.



ميراحمد د معراج مارکيټ يو سوداګر دى. د کور وسايل، د دفتر لوازم او د برښنا نور سامان پلوري.



هغه وويل: "له ټاکنو دمخه به مې معمولا د ورځې له شلو زرو افغانيو (٤٠٠ ډالرو) څخه زياته ګټه کوله. اوس دا شمېره اوو اتو زرو ته راکښته شوې ده. په دې پيسو د هټۍ او کور کرايه نشم پوره کولى."



هغه وايي د ګټې د رالوېدو دليل د ټولټاکنو په اړه د خلکو اندېښنه ده. که چېرته خلکو احساس وکړ چې په ټولټاکنو کې تېر ايستل شوي دي نو د اعتصابونو شونتيا شته.



هغه وويل: "خلک مخکې له دې چې کوم غټ شى واخلي، ګوري چې څه پېښيږي. هغوى د مجاهدينو او په سيمې کې د جنرال [عبدالرشيد] دوستم د واکمنۍ په پېر کې د اخ و ډب او اعتصابونو مزې څکلي دي. پر لسګونو مارکيټونو، هټيو او کورونو تالان ګډ شوى و. خلک ډاريږي چې بيا هغسې پېښه ونشي."



د بلخ ولايت د سوداګرۍ او د صنايعو د خونو مشر، سيد طاهر روشن زاده آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د ټولټاکنو مهال سوداګرو ته ستونزمن مهال و.



هغه وويل: "وسله والو سړيو يو سوداګر له خپلو دوو ملګرو سره ووژاه. دوه نور سوداګر وتښتول شول. پوليس تر اوسه نه دي توانيدلي چې دا دوه تنه ومومي او ازاد يې کړي. له دې امله پانګه وال په مزارشريف کې پانګې اچولو ته زړه نه ښه کوي."



روشن زاده وويل، د سوداګرو ټولنه په ډېرې اندېښنې د ټولټاکنو پايلو ته سترګې په لار دي. هغه مهال به خپل فعاليتونه له سره پيل کړي چې يوه غښتلې ادره په کار پيل وکړي.



بېژن د بېژن د وروڼو د پلورنځي خاوند دى. هغوى خوراکي توکي واردوي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې ډېره لږه راکړه ورکړه کړې ده.



هغه وويل: "عطا ويلي چې که عبدالله ټاکنې ونه ګټي نو اعتصابونه او مظاهرې به وشي. سوداګر هغو ښارونو ته مالونه نه راوړي چې وضعه په کې ښه نه ده. هغوى د تېرو وختونو چور او تالان په ياد دى."



د مالونو په واردولو کې زړه نازړه توب د تېلو، بورې، غوړيو، غنمو او اوبلن ګاز په څېر د اړينو توکو د بيو د لوړېدو لامل شوى دى.



ټولنپوه فهيم همدرد پړه په سياستوالو اچوي.



هغه وويل: "تل عادي خلک له پېښو زيانمن کيږي. که چېرته ددې دوو کمپونو تر منځ اړيکې ترينګلې شي، نو د بياودانولو يا پراختيا کارونه به په بلخ کې سرته ونه رسيږي. بلخ يوازينى ولايت دى چې خلک په کې په سوله او امنيت کې ژوند کوي. دا د هېواد د نورو برخو لپاره يوه بېلګه او نړۍ ته يو ثبوت دى چې پراختيا او بياودانول په افغانستان کې سرته رسېدلاى شي."



د همدرد د وينا له مخې د ټولټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ د خلکو ستونزې او اندېښنې زياتې کړي دي.



د فيروز په نامه يو مزدور له درېو ورځو راهيسې کار نه دى کړى. هغه د خپلې ماندينې او درېو اولادونود ګېډو مړولو لپاره کار ته اړتيا لري. هغه ته پروا نه کوي چې ټاکنې څوک ګټي. هغه مازې پيسو ته اړتيا لري.



هغه وايي: "له ټاکنو دمخه ما کولاى شول د ورځې ٢٥٠ افغانۍ لاس ته راوړم. اوس که سل افغانۍ وګټم نو خوشحاله به يم. ماته د ټولټاکنو پروا نه راځي. په خداى قسم چې رايه مې هم نه ده ورکړې. پروا نه کوي چې څوک ولسمشرکيږي. هرڅوک چې وي د بېوزلو پروا به ورسره نه وي.زه يوازې کار غواړم."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists