ښوونکو ته د استوگنو پر [ځانگړو شوو] نومرو گېډه اچول شوې

د استوگنو د ستونزو په هوارولو کې د حکومت د پلان په وړاندې خنډونه رامنځته شوي دي.

ښوونکو ته د استوگنو پر [ځانگړو شوو] نومرو گېډه اچول شوې

د استوگنو د ستونزو په هوارولو کې د حکومت د پلان په وړاندې خنډونه رامنځته شوي دي.

Tuesday, 21 November, 2017

د پروان ولايت ښوونکو شکايت کړی، چارواکي د خپلو ورکړل شوو ژمنو په سرته رسولو کې پاتې راغلي او نشي کولای هغوی ته د استوگنو نومرې چمتو کړي.

پر ځای يې ځايي زورواکو او د هغوی ملاتړو د حکومت د اوږدې مودې پروگرام له خوا ښوونکو ته پر سلگونه هکټاره ځانگړې شوې ځمکې گېډه اچولې.

د پروان چارواکي وايي، زور يې نه رسيږي چې غصب شوې دولتي ځمکې بېرته په زوره تر لاسه کړي.

په ٢٠٠٨ کال کې د ښوونې او روزنې په ډگر کې د کار کولو لپاره د خلکو د هڅونې په موخه افغان حکومت وپتېله چې ښوونکو ته د استوگنې د کورونو د جوړولو لپاره ٣٠٠ مربع متره ځمکه وويشي.

د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د لسگونو استوگنځايونو د جوړولو لپاره پلانونه تر لاس لاندې ونيول شول، خو ډېر ژر د پروگرام په وړاندې ستونزې رامنځته شوې. ځايي ملېشو او يا له زورواکو سره تړلو افرادو د ځمکې د تر لاسه کولو په موخه پر دولتي ځمکو گېډه واچوله.     

ولسمشراشرف غني تېر کال د ښوونکې د نړيوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې ژمنه وکړه چې د شپږو مياشتو په اوږدو کې به د استوگنې نومرې ووېشل شي. دا پروسه لا تر اوسه عملي شوې نه ده.  

د پروان د هوفيان شريف د ښوونځې ښوونکي، ٥٠ کلن عبدالروف تر اوسه نومره نه ده تر لاسه کړې.  دوه کاله وړاندې ورته له نورو ښوونکو سره په گډه د کور د جوړولو په موخه د ځمکې ژمنه ورکړل شوې وه.

خو له ځايي زور واکو سره تړلو افراد د هغوی په نومرو منگولې ښخې کړې، عبدالروف اړ شو په چاريکارو کې يو زوړ کور په کرايه ونيسي او د خپلې کورنۍ له ١٢ تنو غړو سره پکې واړوي.

عبدالروف، چې له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د ښوونکې په توگه دنده ترسره کوي، وايې احساس کوي چې هېر شوی دی.  

هغه وويل: «ښوونه او روزنه د يوه هېواد د راتلونکې بنسټيزه ډبره ده. خو په افغانستان کې ښوونکو ته پام نه اړول کيږي او آن پر حقونو يې سترگې پټيږي.»

په پروان کې د چاريکارو د ښار شمال ته په ٢٠١١ کال کې د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٠ هکټاره ځمکه کې د ښوونکو ښارگوټی جوړ شو.

د پروان د پوهنې رئيس، زلمي شهيد وويل، په پام کې دي چې په روان کال کې د ولسمشر د فرمان له مخې د کورونو د چمتو کولو د دغه پروژې په دويم پړاو کې د استوگنې نورې نومرې هم ووېشل شي  

د دغه ځمکې شاوخوا  ٤٠ سلنه غصب شوې او د پوهنې رياست د هغې په وړاندې د کوم گام پورته کولو وس نه لري.

په پوهنې وزارت کې د ښوونکو د ښارگوټي مسؤول، محمد جبيب خوستي وويل، دا يوه عمومي ستونزه ده. نوموړي وويل، تر اوسه د هېواد په ٢٦ ولايتونو کې د ښوونکو ٩٦ ښارگوټي جوړ شوي دي.  

د دغو ځمکو درېمه برخه يې د ځايي زورواکانو له خوا نيول شوې. وزارت نشي کولای بېرته يې کنترول تر لاسه کړي.

خوستي وويل: «موږ په پروان ولايت کې له ورته ستونزې سره مخ يو. موږ پروان  ولايت ته د دغه ستونزې د هوارۍ لپاره يو پلاوی استولی، خو لا تر اوسه يې د هغوی له منگولو څخه ځمکه بېرته نه ده خلاصه کړې.»

شهيد وويل، د هغه چا نومونه ټولو خلکو ته ښه څرگند دي چې په پروان ولايت کې يې پر دغه ځمکه گېډه اچولې ده.

نوموړي وويل: «د حکومت د ټولو رياستونو په گډون هرچا ته څرگنده ده چې پر ځکمه باندې چا په ناقانونه توگه گېډه اچولې ده. موږ خپل پوليس نه لرو چې د دغو خلکو په وړاندې مقابله وکړو. د پروان د ولايت مقام، امنيتي ځانگو او د څارنوالۍ دفتر ته مو په دغه اړه ليک استولی او پر دې ستونزې مو خبر کړي دي.»

نوموړي په دوام وويل، تر اوسه په دې اړه کوم گام نه دی پورته شوی او پر ځاي يې ستونزه نوره هم پراخه شوې ده.

شهيد وويل: «ښوونکو ته د استوگنو د بېلو شوو نومرو تر څنگ په پروان ولايت کې په پوهنې وزارت پورې نوره اړونده ځمکه، لکه پارکونه او شنې سيمې هم د زورواکو افرادو له خوا غصب شوي دي.»

د پروان ولايت د ځمکو د خپلواک رياست رئيس، حميدالله اميري له دې سره موافق دی چې وضع له گورت څخه وتلې ده.

هغه وويل: «نه يوازې د ښوونکو د ښارگوټې ځمکه په ناقانونه توگه غصب شوې، بلکې د پروان په مرکز او ولسواليو کې پر نورو حکومتي ځمکو هم گېډه اچول شوې ده.»

اميري وويل، په ناقانونه توگه له ٢٥ زره هکټاره دولتي غصب شوې ځمکې څخه سږکال زموږ رياست پنځه زره هکټاره بېرته تر لاسه کړې ده.

اميري وويل، دا ځمکه موږ ته ډېره گرانه پرېوتې ده، ځکه شخصا ورته د مرگ گواښونه رسېدلي دي.

د چاريکارو ښار اوسېدونکي، خواجه روح الله صديقي وويل، د ځمکو په دې غصب کې له پخوانيو جهادي قوماندانانو سره تړلې ملېشې لاس لري. د پروان ولايت د امنيت او عدليې رياستونه له ډېره ډاره له دغو ډلو سره منگولې نشي لگولی.  

د پروان ولايت والي محمد عاصم هم وويل، د ځمکو غصب کوونکي له مصوونيت څخه په گټه دغه کار ته لاس اچوي.

هغه وويل: «ځينو افرادو په درغلو اسنادو دولتي ځمکه پلورلې ده.» نوموړي زياته کړه، له امنيتي ځواکونو سره د نښتو د مخنيوي په خاطر د ودانولو کارونه زياتره د شپې له خوا سرته رسيږي. له بلې خوا د عملي گامونو پورته کول ډېر ستونزمن کار دی.  

هغه ادعا وکړه، چې هم د پارلمان او هم د ولايتي شورا غړي د ځمکو په غصب کې لاس لري. هغوی د چارواکو د ډارولو لپاره خپلې شخصي ملېشې کاروي او هر  کار ته لاس اچوي. هغه په دې اړه  د چا د نامه له اخيستلو ډډه وکړه.    

د پروان ولايتي شورا مشر، غلام بهاوالدين جيلاني وويل، داسې کوم لاسوندی نشته چې څرگنده کړي د شورا کوم يو غړی د ځمکې په ناقانونه غصب کې لاس لري. نوموړي له نورې تبصرې ډډه وکړه.

د پروان د امنيې قوماندان، محمد زمان مموزي وويل، «فرصت طلبه افراد» له ترينگلې وضعې او د واک له تشې څخه په استفادي په پروان کې حکومتي ځمکې په ناقانونه توگه غصبوي.

هغه وويل: «موږ د پروان د پوهنې له رياست له خوا د حکومتي ځمکې د غصب په اړه يو رسمي ليک تر لاسه کړی، خو د ځينو مشخصو دلايلو له مخې د دغه ځمکې بېرته تر لاسه کول ستونزمن کار دی.» نوموړي  په دوام وويل، پر دغو ځمکو، په تېره بيا پرهغو ځمکو، چې د ښوونکو د استوگنې د کورونو لپاره بېلې شوې، د ودانيو جوړول په بيړه دوام لري.

مموزي په دوام وويل، د شخصي کورونو او ودانيو ورانول او خاوندانو ته يې تاوان ورکول له دې امله هم ستونزمن کار دی چې ودانه شوې ځمکه زورواکو اشخاصو لاندې کړې ده.

هغه وويل: «د دې لپاره چې دا ستونزه په راتلونکې کې هواره شي، حکومت ښايي حکومتي ځمکه په ښاري پلان کې شامله کړي او د استوگنې ځمکه [نېغ  په نېغه] پر خلکو وويشي.»

د پروان ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې هغوی حالات څېړي.

د پروان د استيناف څارنوالۍ رئيس، عبدالحفيظ اصولي وويل: «موږ ته حکومتي ځمکې د غصب په اړه د پروان د پوهنې د رياست يو رسمي ليک رارسېدلی. زموږ څېړنې لا پای ته نه دي رسيدلي او تر اوسه پورې څوک بندي شوی نه دی.»

نوموړي ومنله چې «د زورواکو افرادو له خوا د ښوونکو د ښارگوټي غصب په هېواد کې پر يوې سترې ننگونې او سترې ستونزې اوښتی دی.»

د نورو ښوونکو په څېر د نعمان په لېسه کې د پروان د بگرام د ولسوالۍ د قلعۀ خواجه د کلي د ٥٦ کلن بشير احمد اميد ښوونکي وويل، ناڅرگنده وضع د هغوی د کار پر وړاندې ستر خنډ دی.    

هغه وويل: «پنځه ويشت کاله کيږي چې په پروان ولايت کې د ښوونکي دنده سرته رسوم، خو بېکوره يم. د پروان د پوهنې رياست ته مې په دې اړه د ښوونکو د ښارگوټي په دويم  پړاو کې د ٣٠٠ متر مربع ځمکې د تر لاسه کولو لپاره يو غوښتنليک وړاندې کړ، خو دا سيمه زورواکو افرادو لاندې کړې ده. زه او کورنۍ ې تر اوسه پورې بېکوره يو.»

اميد وويل، دغه کار نه يوازې هغه او د هغوی کورنۍ تر فشار لاندې راوستي، بلکې د هغه زده کوونکي يې هم تر فشار لاندې راوستي دي.  

نوموړي په دوام وويل: «يو ناڅاپه مې [د تدريس پر مهال] په ټولگي کې په فکر کې گرځي چې موږ بېکوره يو، تر دې کچې نهيلی کيږم، چې پرتدريس مې اغېز کوي.»

Frontline Updates
Support local journalists