ښوونځي راتلونکي ته سترګى په لار دي

نوى تعليمي نصاب د شوروي او د طالبانو د پير درسونه تر شا پريږدي.

ښوونځي راتلونکي ته سترګى په لار دي

نوى تعليمي نصاب د شوروي او د طالبانو د پير درسونه تر شا پريږدي.

د افغانستان د ښوونځيو ماشومان نوى تعليمي نصاب او کتابونه لري چى نور نو په دغو کتابونو کى د کمونيزم او د شوروي پر ضد د جهاد تبليغ نه شته، او نه هم يوازى مذهبي زده کړى ته ځانګړي شوي دي چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي ښوونځي تر خپل تسلط لاندى راوستي و.


نوى تعليمي نصاب پر رياضياتو، ساينس او ليک لوست تاکيد کوي ، پداسى حال کى چى پکښى د ورځني اسلامي ژوندون عناصر هم شامل شوي دي.


د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال، په کتابونو کى دا ستونځى هم وى لکه، د اى -کى -٤٧ يوه مرمۍ يا مردکه په يوه ثانيه کى٨٠٠ متره واټن وهي. يو مجاهد له ٣٢٠٠ متره ليرى والي څخه يو روسي عسکر په نښه کوي. نو يوه مرمۍ به څومره وخت نيسي چى د روسي عسکر پر ولګيږي؟.


خو اوس د زده کوونکو د درس بڼه عملي ده، او په حقيقت کى اوس پکښى د وينى تنده نه شته او داسى څه لري لکه زه ١٥٠٠ افغانۍ لرم. چى حج ته ولاړ شم نو زما لګښت به ٩٠٠٠٠ شي. نو زه به څومره نور سپما کړم؟.


د ښوونى او روزنى د تاليف او ترجمى له څانګي څخه عبدالنبي واحدي وويل: دا ډول پوښتنى د دى له پاره پکښى ور داخل شوي چى افغانان له اسلامي اصولو او شرطونو سره آشنا کړي. تدريس کوونکي وايي د داسى پوښتنو موخه دا ده چى رياضي ته له رښتيني ژوندسره تړاو ورکړي.


د ښوونى او روزنى د وزارت مرستيال ذبيح اله عصمتي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: له دغه عصري تعليمي نصاب موخه دا ده چى له افغاني ماشومانو سره مرسته وشي چى خپل هيواد مخ په وړاندى وخوځوي.


دا تعليمي چى د يوه کال چمتووالي پايله ده، د ١٠٠ تنو ښوونکو د يوى کميټى، ماهرينو او مسلکي کسانو له خوا برابر شوى چى د دغو کسانو ١٥ ميرمنى دي.


عصمتي وويل: پخوا تعليمي نصاب د سياسي آيديالوژيو پر بنسټ جوړيده. نوى فهرست د هيواد د مذهب، کلتور، آزاديو او عصري تکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوى.


پخوانيو رژيمونو اسلامي مضامين زياد او عصري ساينس يي کم کړ، خو موږ توازن ساتلى تر څو تعليم ته پراختيا ورکړو او د ماشومانو لپاره يوه ښه راتلونکى يقيني او ډاډمنه کړو. دا به د يوى اوږدى مودى فهرست وي.


انګريزي ژبه به اوس د اووم ټولګي پر ځاى لکه څرنګه چى په تيرو رژيمونو کى تدريس کيده له څلورم ټولګي پيل او تر دولسم ټولګي به تدريس کيږي . کمپيوټر به جبري وي او له کابل څخه به پيل شي ځکه هلته بريښنا او وسايل شته. د بشري حقونو او منطق درسونه هم پکښى ور يوځاى شوي دي.


محمد ګل نعيمي د کابل د حبيپى د ليسى يو تن ٤٨ کلن ښوونکى وايي د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال ، سوسيالوژي يا ټولنپوهنه او وطنپاله دفاع ، د سوسيالست اړخ سره حتمي درسونه و. هغه وويل چى هغه ډير بد وخت و، ما زده کوونکو ته هغه څه تدريس کول چى د ټولنى د ملي، ټولنيزى او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کى و.


کتابونه په دغه وخت ډير بدل شوي. د کمونستانو په وخت کى، عام کروندګر د هغى ورځى ستوري و، او د رياضي کتابونو له زده کوونکو غوښتنه کوله چى د بډاى ځمکه د خوارو او بى وزلو کورنيو تر منځ په انډوليزه توګه وويشى.


د دوهم ټولګى د پښتو ليک لوست کتاب د ټوپک ټکى له داسى جملى سره وړاندى کړى و: زما تره ټوپک ه لري. هغه په ټوپک جهاد کوي.


خو اوس يواځينۍ ايديالوژي چى په تعليمي کتابونو کى ورته اجازه ورکړ شوى هغه اسلام دى.


عبدالنبي واحدي وويل: په نوي تعليمي نصاب کى د ټولو قوانينو، دودونو، افغاني کلتور، بشري حقونو، مذهب او د ګاونډيو هيوادونو د حقونو درناوى شوى. په نويو کتابونو کى زموږ د ملي ګټو پر خلاف يو ټکى هم نه شته.


زده کوونکو او ښوونکو دواړو يي يو شان هرکلى کړى. د يولسم ټولګي زده کوونکى ګرانه سلطاني وايي: دا تعليمي نصاب به لوست آسانه کړي. سربيره پر دى دغى ١٥ کلنى زده کوونکى وويل: زه ډيره خوشحاله يم چى په نوي تعليمي نصاب کى د کمپيوټر مضمون هم شته، ځکه چى ما غوښتل چى زده يي کړم . اوس چى په ښوونځي کى تدريس کيږي نو زه به يي ژر زده کړم.


فريده چى د تيرو دوو لسيزو راهيسته په کابل کى ښوونکى ده د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي وويل: د ټوپک ، خندق يا کندى او د دښمن ټکي چى په تير تعليمي نصاب کى کارول شوي و ، بايد په نوي تعليمي نصاب کى و نه کارول شي ځکه چى زموږ هيواد د همدغو شيانو له امله وران شو، او موږ نوره وراني نه غواړو .


د ټوپک او دښمن زمان اوس تير شوى. دا د سولى او ورورولۍ زخت دى.


Frontline Updates
Support local journalists