ښوونځي له مرګونې ننګونې سره مخامخ دي

ښوونځيو ته يو ځل بيا د هلکانو او نجونو د ورګرځېدلو بريالۍ کيسه نن د هلمند په ولايت کې په خواشينوونکې توګه پاتې راغلې ده

ښوونځي له مرګونې ننګونې سره مخامخ دي

ښوونځيو ته يو ځل بيا د هلکانو او نجونو د ورګرځېدلو بريالۍ کيسه نن د هلمند په ولايت کې په خواشينوونکې توګه پاتې راغلې ده

Thursday, 22 February, 2007
. وروسته د روان کال د جنورۍ د مياشتې په اوومه نېټه په هلمند کې ددې ليسې مدير ووژل شو.



ګواښونو دوام وموند. د چاه انجير د ليسې يو ښوونکي، چې د غچ اخيستلو له ډاره يي خپل نوم ونه ښود، وويل: "ښوونکو ته ګواښ شوی و، چې که چېرته يو ځل بيا د ښوونځي دروازې پرانيزي، نو هماغه کار به له دوی سره هم وشي. خو موږ نه پوهيږو، چې دا ګواښونه د چا له خوا راکول کيږي."



د ګواښونو له امله ښوونځی هماغسې تړلی پاتې دی. له دې امله 1700 تنه زده کوونکي له زده کړې او 35 تنه ښوونکي له کار څخه بې برخې شوي دي.



دا کار د چاه انجير د يو 19 کلن زده کوونکي، رحيم الله په مخ درنه څپېړه وه، چې د نورو زياترو افغانانو په څېر يوازې يو نوم لري. هغه او د هغه نور همټولګيوالو کولای شول اوس د رياضي او ساينس په څېر مضامين ولولي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي له لوست څخه بې برخې وو. نجونې هم ښوونځيو ته د تګ اجازه لري. خو د سرښوونکی له وژلو وروسته يي ښوونځي وتړل شو او د هغه زده کړې نېمکله پاتې شوې.



رحيم الله وويل: "ما ارمانونه درلودل. دولس کاله مې کار وکړ او يوازې څلور مياشتې مې خلاصېدو ته پاتې وې. هغه مهال چې مو مدير ووژل شو، هرڅه ويجاړ شول... او (اوس) ميندې او پلرونه د ډاره خپل اولادونه ښوونځي ته نه شي استولای."



د طالبانو له رانسکورېدو وروسته، چې له 1996 کال څخه يي تر 2001 کال پورې واکمني چلوله، په ښوونې او روزنې کې پرمختګ د افغانستان له سترو برياوو څخه ګڼل کېده. د هېواد په کچه د يو لوی ولايت، هلمند کې په پرله پسې توګه ښوونځي تړلي پاتې شوي او د زده کوونکو شمېره راټيټه شوې ده.



له 2001 څخه تر 2003 کال پورې په هلمند کې کوم ښوونځی سوځول شوی نه و. خو لکه له پاکستان سره په پوله پرتو زياترو ولايتونو کې دلته هم په تېر کال کې جګړه او بغاوت وپړسېد. د ځايي خلکو او د ښوونې او روزنې د چارواکو د وينا له مخې د هلمند په ولايت کې ناوړه امنيتي حالت کله ناکله ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو ته ورمخامخ شوی دی.



د هلمند ولايت د پوهنې رئيس سيف الملوک نوري وويل، په هلمند کې د 224 ښوونځيو له ډلې څخه 111 يي تړلي دي. يوازې د ولايت له 14 ولسواليو له ډلې څخه په درېو ولسواليو کې ښوونځي پرانستې دي.



نوري وويل، په هلمند ولايت کې په تېرو پنځو کلونو کې اتيا ښوونځي نوي ودان او 16 هغه يي ترميم شوي دي. خو د همدې مودې په بهېر کې 36 ښوونځيو ته اور اچول شوی او 30 ښوونکي او زده کوونکي د طالبانو او نورو له خوا وژل شوي دي.



د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې 2006 کال له 2001 کال راهيسې ښوونځيو ته د تاوتريخوالي د رسيدو له امله تر ټولو ناوړه کال و. په دې موده کې د هېواد په کچه ټول 64 زده کوونکې او د پوهنې د وزارت کارکوونکي وژل شوي او 191 ښوونځي سوځول شوي دي. زياتره دا بريدونه د پاکستان پولې ته په څېرمه پرتو ولايتونو کې تر سره شوي دي.



د نورو حکومتي چارو واکو په څېر نوري هم د تاوتريخوالي پړه په طالبانو اچوي، په داسې حال کې چې د هلمند زياتره خلک په ښوونځيو باندې د بريدونو په هکله ډاډمن نه دي.



مخ په زياتيدونکې تاوتريخوالي د مارجې په ولسوالۍ کې د همايون 32 کلنه مور دې ته اړ ايستله، چې خپل کوچنيان ښوونځيو ته پرې نه ږدي.



هغې وويل: "يوه مياشت دمخه ما خپل کوچنيان پرې نه ښودل، چې ښوونځي ته لاړ شي، ځکه ما او زما کوچنيانو ته د طالبانو او يا نورو خلکو له خوا ګوته څنډل شوې وه. " هغې له نورو ميندو او پلرونو سره يو شان اندېښنه درلوده. هغې وويل: "که چېرته ښوونځي ته لا ړې نو وبه دې وژنو. "



"زه پوهيږم، که چېرته مې اولادونه ښوونځي ته لاړ نه شي، نو راتلونکې به يي ناوړه وي، هغوی به زده کړه ونه کړي او له تحصيل څخه به پاتې شي. ما له حکومت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د مارجې په ولسوالۍ کې، په تېره بيا د ښوونځيو لپاره، امنيت ټينګ کړي."



زياتره په طالبانو باندې د نجونو په ښوونځيو او په هغو ښوونځيو باندې د بريد پړه اچول کېږي، چې نجونې او هلکان په کې په ګډه لوست وايي. هغه مهال چې هغوی په افغانستان باندې د خپلې ځانګړې اسلامي انګيرنې له مخې واکمني چلوله، نو نجونې يي ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړي وې او غير اسلامي ښوونځي يي تړلي و. هغه مهال چې په 2001 کال کې په افغانستان باندې دامريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ طالبان له واکه وغورځول شول، نجونو يو ځل بيا ښوونځيو ته د تګ اجازه ترلاسه کړه.



د هېواد د زياترو سيمو په څېر، د هلمند په ولايت کې د هلکانو په پرتله ښوونځيو ته د نجونو شمېره ډېره زياته ټيټه ده. د نوري د وينا له مخې په هلمند کې د ثبت شوو 111000 زده کوونکو په ډلې کې 99000 تنه يي هلکان دي. د پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد په کچه د شپږو مليونو په شاوخوا کې زده کوونکي په ښوونځيو کې شامل شوي، چې د هغې له ډلې څخه په سلو کې يوازې 35 يي نجونې دي.



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي ژمنه کوي، که چېرته طالبان واک ته ورسېدل: "موږ به نجونې زده کړې ته پرېږدو. موږ د پخوا په څېر کار نه کوو، ځکه هغه مهال حالت سم نه و. کله چې موږ د ښوونځيو پرانيستلو ته چمتو شو، نو حکومت مو له واکه وغورځول شو."

احمدي وويل، دا ښوونځي به ټول دينې مدرسې وي او اسلامي مضامين به په کې تدرسيږي.



هغه وويل: "موږ د رياضي او ساينس په څېر مضمونونه نه تدريسوو. موږ غواړو خلک خپل لوري ته واړوو. له دې امله ښوونځي پرانيزو."



طالبان دا ونه منله چې د طالبانو دې ښوونځي سوځولي وي او ښوونکي او زده کوونکي دې تر بريد لاندې راوستي وي.



هغه وويل: "موږ نه ښوونځي سوځوو او نه ښوونکي وژنو. موږ په افغانستان کې يوازې دوه ښوونځي، يو په غزني او بل په زابل کې، سوځولي دي. (او) هغه مو له دې امله سوځولي دي، چې عيسويت ته په کې تبليغ کيده... هغه څوک چې ښوونځي سوځوي، غواړي طالبان بدنامه کړي."



د تاوتريخوالي ګواښونه د افغانستان د ښوونځيو په وړاندې يوازينۍ موضوع نه ده. د هلمند ولايت د هېواد په کچه په سلو کې د څه ناڅه 40 او د نړۍ په کچه په سلو کې نژدې د 40 توليد له مخې د اپيمو تر ټولو ستر توليدوونکي ولايت دی.



د می د مياشتې له وروستۍ څخه د جون د مياشتې تر پايه پورې د حاصل د ټولولو پر مهال زياتره زده کوونکي ټولګيو ته نه ځي، بلکې د کوکنارو په کروندو کې کارکوي او د دوو اونيو پر مهال تر 330 ډالرو پورې پيسې لاسته راوړای شي.



په هلمند ولايت کې په پنځو ښوونځيو کې له زده کوونکو سره له مرکو دا جوته شوه، چې د کوکنارو د حاصل د ټولولو پر مهال د هغوی څه ناڅه نيمايي يي دکوکنارو په کروندو کې کارکوي . د يو تن ښوونکي د وينا له مخې د پسرلي پر مهال د کوکنارو د کرکيلې په بهير کې د هغې ټول ټولګی خالي وي.



هغې وويل: "که په ښوونځي کې 2000 تنه زده کوونکي وي، نو 1500 تنه يي د کوکنارو د حاصل د ټولولو لپاره ځي."



نوموړې ښوونکې زياته کړه، چې د ښوونځي نورکارکوونکي هم د کوکنارو د حاصل د ټولولو پر مهال هم ښوونځيو ته نه راځي، ترڅو يو څه پيسې لاسته راوړي.



بيا هم له روان تاوتريخوالي او کوکنارو زياتيدو سره سره يو شمېر ميندې او پلرونه خپل اولادونه ښوونځيو ته د زده کړې لپاره ليږي.



د هلمند ولايت د مرکز د لښکرګاه اوسيدونکې، د هما په نوم يوه مور د دغو ميندواو پلرونوله ډلې څخه يوه ده، چې په زړورتيا خپل اولادونه له ننګونې سره مخامخ کوي.



هغه وايي: "پروسږکال ناپېژاندو وسله والو په ښار کې په يو ښوونځي باندې ډزې وکړې او يو زده کوونکي او يو چپړاسي يي وواژه. دادې مانا لري، چې ښوونځي زموږ د بچيانو لپاره خوندي نه دي. پېښې هر وخت رامنځته کېدلای شي."



له هغې سره سره هما خپل اولادونه ښوونځي ته استوي. هغې وويل: "کله چې هغوی سهار له کور څخه وځي او غرمه بېرته راځي، نو خپل خدای ته دعاګانې کوم."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists