ستانه شوي محصلين خپل د خپګان غږ اوچتوي

هغه افغان محصلين چى د هيواد له بهر څخه راستانه شوي چى په کابل کى زده کړه وکړي شکايت کوي چى له دوى سره عادلانه چلند نه دى شوى.

ستانه شوي محصلين خپل د خپګان غږ اوچتوي

هغه افغان محصلين چى د هيواد له بهر څخه راستانه شوي چى په کابل کى زده کړه وکړي شکايت کوي چى له دوى سره عادلانه چلند نه دى شوى.

څلورسوه افغانانو چى په پيښور کى يي زده کړه کوله، د محصلينو د انتخاب او تبديلۍ د بهير په اړه د مياشتو مياشتو ناندريو وروسته يي دا اوونۍ د کابل په پوهنتون کى درسي ټولګي پيل کړل.


اوس پوهنتون په دى هڅه بوخت دى چى دوى ته د تدريس له پاره ځاى ومومي، او پخپله محصلين په دى مبارزه کى دي چى د اوسيدو ځاى پيدا کړي.


نور ٦٠٠ کسان چى د پيښور په افغان پوهنتون کى يي زده کړه کوله او ډيرى يي د طب محصلين دي ښايي په دوهم سمستر کى جذب شي چى په نوي کال يعنى د مارچ په يو ويشتمه نيټه پيليږي.


د دغو دواړو ګډه تيديلي به د کابل پوهنتون د محصلينو شمير په سلو کى ١٥ لاپسى زيات کړي.


پوهنتون دا ظرفيت نه درلود چى لمړۍ برخه محصلين په يوه ځل ومني، او د ځنيو محصلينو داخليدل ځکه ځنډيدلي و چى د پاکستان او افغانستان د تعليمى کال د سمسترونو وخت سره توپير لري.


د لوړو او مسلکي زدوکړو د وزير محمد شريف فايض په وينا د کابل په پوهنتون کى لادمخه شمير زياد دى او وسايل نه دي ورکړ شوي. هغه وويل: زموږ له پاره دا ډيره ګرانه ده چى دا ټول محصلين ومنو، خو موږ دا کار کوو ځکه چى بله لار نه لرو.


پوهنتون نه شي کولى د محصلينو له پاره بله ليليه پرانيزي او د دوى له پاره د ځاى پيدا کول ګران کار دى. ځينى فکر کوي که چيرى دوى ته ليليه ور نه کړل شي نو دوى به خپل لوست پريږدي.


که څه هم دوى کابل ته په تبديليدو سره خوشحاله دي ، خو محصلين وايي چى د انتخابيدو بهير غير عادلانه و.


د انجينيرۍ د پوهنځي محصل محب اله وايي د مرکو په ترڅ کى له محصلينو سره يو ډول يا انډوليز چلند نه دى شوى. د ساري په توګه له ما څخه ګرانى پوښتنى شوي دي، خو زما له ملګري يوازى د هغه د تعليمي سوابقو اود استادانو د نومونو په هکله پوښتنى شوي.


د طب د پوهنځي محصل ابوبکر ويل: ما په خپل ټول ژوند کى داسى مشکله مرکه نه ده درلودى، خو زما له يوه ملګري څخه د هغه د استادانو نوم او د انسان د معدى د موقعيت په هکله پوښتنى شوي.


ځنيو محصلينو دا پوښتنى کولى کوم پوهنځي چى دا مرکى يي کولى بډى خو به يي نه وى اخيستى- چي البته دا تور د لوړو او مسلکي زده کړو د چارواکو له خوا رد شوى.


د حکومت او افغان پوهنتون تر منځ اصلي قرارداد دا و چى تبديل شوي محصلين ټول خوست ته وليږي. خو په پيښور کى له ميشتو محصلينو او د هغوى د فاکولتى له مشرانو سره د فايض له خبرو اترو وروسته دا موافقه وشوه چى دوى ته اجازه ورکړي هر هغه پوهنځى چى غواړي انتخاب کړي.


سږکال دوبى، د افغان پوهنتون له ٢٧٠٠ محصلينو څخه ١٨٣٥ محصلينو غوښتنه کړى چى خپل هيواد ته ولاړ شي، خو يوازى ١٥٠٠ تنو يي وکولى شو په کابل کى د مرکو له پاره اسناد ورکړي. له نورو ١٨٤ څخه ٢٩په اسلام آباد کى د ابن سينا، او کوټى څخه د تبديلۍ له پاره غوښتن ليکونه ورکړي دي.


نژدى په سلو کى اويا محصلينو څخه چى د تبديليدو له پاره يي غوښتن ليکونه ورکړي چى شمير يي نژدى ١٠٠٠ محصلين کيږي په مرکو کى بريالي شوي دي. هغه محصلين چى نه دي توانيدلي ولاړ شي يا ناکامه شوي دا اوونۍ (٩ له نوامبر څخه تر ١٤ د نومبر پوري) به يي څيړنه کيږي چى په نوي سمستر کى جذب شي.


د لوړو او مسلکي تحصيلاتو وزارت په لمړي سر کى د هغو محصلينو له پاره چى تبديليږي ليکلي ازموينه پلان کړى وه او ويل يي دا يوازينۍ لار ده چى معلومه کړي چى د محصلينو د پوهى کچ څومره لوړ دى.


تيره مياشت فايض وويل: په افغان پوهنتون کى ځيني محصلين دي چى جعلي اسناد لري. د پخوانيو رژيمونو پر مهال ځينى محصلين په ناقانونه توګه د ځنيو قومندانانو او نفوس لرونکو کسانو له خوا د طب په پوهنځي کى داخل شوي وو. همدا دليل دى چى موږ له ټولو محصلينو عمومي ازموينه اخلو.


خو په پيښور کى ميشت محصلين د ازموينى د نظر له امله خوابدي شول او د دى موضوع په اړه يي مظاهرى وکړى.


جاويد چى د انجينيرۍ د پوهنځي محصل دى وايي ازموينى ته په ناستى سره غواړي چى افغان پوهنتون ته سپکاوى وکړي. دلته څوک جعلي اسناد نه لري او نه څوک د خپلوانو د نفوذ له امله راغلي دي.


د طب پوهنځي محصل سيد احمد لکنخيل وايي: دوى په آګاهانه ډول له موږ سره بد چلند وکړ- موږ يو هم په جعلي اسنادو نه يو راغلي. د کابل په پوهنتون کى ځينى محصلين په دوهم ټولګي کى جذب شوي ځکه چى دوى په اوسني حکومت کى د چارواکو خپلوان دي.


د مظاهرو په نتيجه کى د مسـلى د مطالعى له پاره کرزي يو ځانګړى پلاوى وټاکه چى پکښى د افغان پوهنتون درى تنه محصلين او د حکومت د نورو برخو وزيران هم وو. پلاوي پريکړه وکړه چى د تبديلۍ او داخلى د اساس په توګه دى د ازموينى پر ځاى له مرکو څخه کار واخيستل شي.


فايض شکايت وکړ چى دى د پريکړى کولو له بهير څخه بهر پاتى دى ځکه دا کار هغه مهال شوى چى دى له هيواد څخه بهر و. هغه ادعا وکړه سلا مشوره سمه نه وه شوى . د ولس مشر بى شميره سلاکاران په اکاډيميکو چارو کى تجربه نه لري او دوى بى سواده دي.


فايض له محصلينو څخه هم خوابدى و. هغه وويل: موږ د محصلينو د مظاهرو غندنه کوو، او که دوى بيا اعتراض وکړي له موږ څخه به جدي ځواب وويني.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists