سرشمېرنې توپېيرونه رامنځته کړي دي

يو شمېر پښتنو ګيله کړې، د هغوی سمه سرشمېرنه نه ده اخيستل شوې، چې کېدای شي، په راتلونکي پارلمان کې د هغوی استازيتوب اغېزمن کړي.

سرشمېرنې توپېيرونه رامنځته کړي دي

يو شمېر پښتنو ګيله کړې، د هغوی سمه سرشمېرنه نه ده اخيستل شوې، چې کېدای شي، په راتلونکي پارلمان کې د هغوی استازيتوب اغېزمن کړي.

Friday, 18 November, 2005

درې کاله دمخه د لنډمهالې ادارې پر مهال پيل شوې ملي سرشمېرنه هم د چارواکو او هم د عادي هېوادوالو له خوا تر کلکې ګوتنيونې لاندې راغلې او وايي د نفوسو په لاس راغلې شمېرې په يو شمېر ولايتونوکې زياتې ښوول شوي، په داسې حال کې چې په نورو ولايتونو کې تر رښتينې هغې هم لږې ښوول شوې دي.


د سرشمېرنې چارواکي په ټينګه له دې تورنو څخه ځانونه سپينوي.


سرشمېرنه، چې د هېواد له 34 ولايتونو څخه په 30 هغو کې پای ته رسېدلې د نفوسو د وجهي صندوق لپاره دملګرو ملتونو د اوو مليونو امريکايي ډالرو په مالي مرسته تر سره شوې ده. د سرشمېرنې 400 تنه کارکوونکي د احصايې د مرکزې ادارې مامورين دي، چې اوس په نوې کابينې کې د اقتصاد وزارت پورې تړلې ده.


د سروې له اصلي موخو څخه يوه هغه هم له پارلماني ټاکنو څخه دمخه د نفوسو د شمېرې معلومول دي، چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به تر سره شي. د پارلمان 249 څوکۍ به د استوګنو خلکو د شمېرې پر بنسټ هرې سيمې ته ځانګړې شي.


له دې امله چې افغانستان په توکميز ډول سره وېشلی دی، په سرشمېرنې کې لاسوهنه د خلکو د خپګان لامل شوي دی.


په يوې پښتنې سيمې، جلال اباد کې د يو استوګن ليکوال او سياسي څېړونکي، اسمعيل يون په وينا ډېر پښتانه اندېښنه لري، چې د هغوی د نفوسو د ناسم شمېر ښوول به په پارلمان کې د هغوې د استازو شمېره راټيټه کړي. نوموړی وايي: ((پښتانه د پارلماني ټاکنو په اړه اندېښمن دي. پښتانه ډېره کی دي او که په رښتنينې توګه ونه شمېرل شي، نو په پارلمان کې به لږ استازيتوب ولري. که څوکۍ ددې سرشمېرنې له مخې ځانګړې شي، نو دپښتنو په حق به سترګې پتې شوي وي.))


د خوست د ولايت زياتره اوسېدونکي، چې ټوله پښتني سيمه ده، وايي، هغوی نه دي شمېرل شوي.


پنځوس کلن صدراعظم باوري، چې ځان يې د خوست ولايت دالمپيک د کمېټې مشر وپېژاند، آی ډبليو پي آر ته وويل،، د هغه د ولسوالۍ اوسېدونکې له سرشمېرنې هيڅ خبر نه دي. نوموړی وايي: ((موږ بيا بيا چارواکو ته وويل، چې هېڅوک زموږ د شمېرنې لپاره نه دي راغلي.))


د خوست د کلي يو بل مشر، 48 کلن خادم الدين ددې اندېښنو پخلی وکړ او ويې ويل، چې د هغه 40 کسيزه کورنۍ سروې شوې نه ده. هغه وويل: ((په ولسوالۍ کې په سلګونه زره خلک اوسيږي، که سرشمېرنه په سمه توګه نه وي شوې، هغوی به څه پوه شي.))


د خوست والي، معراج الدين پټان په يوه تليفونې مرکه کې وويل، د ولايت د والي په توګه له هغه څخه غوښتل شوي و، چې د نفوسو د سرشمېرنې په ورستۍ پايلې باندې لاسليک وکړي. اوس د خلکو شکايتونه مني. هغه وويل: ((زه په دې اند وم، چې له کابل څخه راليږلی پلاوی به پاک زړي او تحصيل لرونکي خلک وي. ما فکر نه کاوه، هغوی به دومره بې پروا وي.کله چې هغوی ولاړل خلک ماته ډلې ډلې راغلل او شکايتونه يې وکړل، چې له سرشمېرنې غورځول شوي دي.))


پټان وويل، هغه د خلکو اندېښنې په کابل کې چارواکو ته استولې دي او په همدې توګه يې د سيمه ييزو او بهرنيو خپرنيو په واک کې هم ورکړي دي، خو لا تر اوسه يې هيڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی.


ورته شکايتونه د ننګرهار او کندهار په ولايتونو کې غوږونو ته رسېدلي دي، چې هردواړه يې پښتنې سيمې دي.


د اسمعيل يون په وينا د ننګرهار ولايت د روداتو په ولسوالۍ کې بهير په دې اندازه له چلوټۍ ډک و، چې د خلکو له نه منلو وروسته له سره پيل شو.


هغه مهال چې څرګنده شوه، په سلو کې له پنځه ويشتو څخه زيات خلک نه دې شمېرل شوي، ولسمشر حامد کرزي د بيا شمېرنې لارښوونه وکړه. نوموړي وويل: ((که په ټول افغانستان کې سرشمېرنه (روداتو ولسوالۍ ته) په ورته ډول سر ته رسېدلې وي، نو په مليونونه خلک به له شمېرنې پاتې شوي وي.))


په همدې توګه داسې ادعاګانې ترغوږو کيږي، چې د نوي جوړ شوي ولايت، تاجيک توکمه پنجشېر، شمېرنه په بېساري توګه لوړه ښوول شوې ده. د کورنيو چارو د وزارت د مقررې له مخې يوه سيمه هغه مهال ولايت ته لوړېدای شي، چې د اوسېدونکو شمېره يې له درې سوه زرو څخه زياته وي.


يون وايي، چې د سرشمېرنې کارکوونکو ته لارښوونه شوې وه، ترڅو پنجشېر، چې د پخوانيو شمېرنو له مخې يې يوازې سل زره تنه استوګن درلودل، بايد ولايت ته د رسېدو شمېره پوره کړي.


د احصايې د رياست يو کارکوونکي، چې د نوم د نه څرګندولو په شرط يې خبرې کولې،د يون د ادعا پخلی وکړ. هغه وويل: ((تېر کال چې ولسمشر حامد کرزي ولايت ته د پنجشېر د لوړولو فرمان خپور کړ، د نفوس شمېره يې 360 زرو ته وروسوله، خو سرشمېرنې څرګنده کړه، چې رښتينې شمېره 144 زره تنه ده.))


په شمال کې د تاجيک ميشتو ولايتونو څخه د پښتون مېشتو ولايتونو په پرتله لږ شکايتونه پورته شوي دي. (د بلخ د والي مرستيال محمد ظاهر وحدت په شمال کې د سرشمېرنې د بری لامل ګډه مرسته وبلله. هغه وويل: ((موږ د سرشمېرنې له ډلو سره غونډه وکړه او ترې مو وغوښتل چې موږ ته د کار اوونيز رپوټ راکړي. له هغې وروسته مو رپوټ د کليو مشرانو او د سيمې نورو مسوولينو ته وړاندې کولو.)) د وحدت په وينا د کليو مشرانو ته د خپلو سيمو د خلکو شمېر څرګند دی او د سروې له بشپړوالي سره مرسته کولای شي.


د مزارشريف يو اوسېدونکي، عادل شاه آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه په ځای کې په سروې کې کومه ستونزه نه وه. نوموړي وويل: ((زموږ په ځای کې سرشمېرنه په سم ډول تر سره شوه. دوو تنو د سرشمېرنو کارکوونکي له يو کور څخه بل کور ته وړل او په دې توګه هېڅوک ناشمېرلی پاتې نه شو.))


د مرکزي احصايې مرستيال، عبدالجبار اسحق زي د سترګو د پټولو تورونه رد کړل او ويې ويل، چې د هغه رياست خپله دنده په ټول افغانستان کې په رښتينولۍ او نه ستړيا سرته رسولې ده. نوموړي وويل: ((زه له شکايتونو سره هيڅ موافق نه يم. ټول ځايونه سروې شوي دي. داسې کوم کور نه شته، چې مرکه ورسره شوې نه وي.))


نوموړي وويل، د احصايې رياست د سرشمېرنې پرمهال د ولايتي او ځايي چارواکو په نژدې مرسته کار کړی او د سروې کارکوونکو د سروې له پای ته د رسېدو دمخه له خلکو غوښتل، که شمېرل شوی نه وي، نو رادې شي، چې وشمېرل شي. هغه وويل، له دې کار وروسته د ولايت والي او ولسوال د سرشمېرنې پاڼه لاسليک کړې ده.


اسحق زي دا هم وويل، چې اوسنۍ سرشمېرنه يوه مخنۍ (مقدماتي) سرشمېرنه ده، تر څو له اتلس کلنۍ څخه د کم عمر خلکو شمېره او د هغوۍ جنسيت (نارينه – ښځينه) معلوم شي. هغه وويل، چې بشپړه سرشمېرنه به په 2006 کال کې تر سره شي.


د اسحق زي په وينا ورستنۍ سرشمېرنه د 1970 کلونو په بهير کې د ترسره شوې سرشمېرنې په پرتله په سلو کې يو عشاريه دوه نوي (1،92) زياتوالی ښيي. لکه څنګه چې وضعه لا اوس هم له خطر څخه ډکه ده او په پکتيکا او زابل کې سرشمېرنه تر سره کېدای نه شي، نو د هغوی شمېرنه به د يو عشاريه دوه نوي زياتوالي په پام کې نيولو سره اټکل شي. همدا کار به د دايکندي په ولايت کې هم وشي، چې سړې هوا او د لارو نشتوالي سېمې ته د سرشمېرلو د کارکوونکو د ورتګ مخه ډب کړې ده. د هلمند په ولايت کې به د مارچ د مياشتې په سر کې سروې وشي.


د ملګرو ملتونو د نفوسو د څانګې تخنيکي سلاکار آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه موسسې لا له پخوا د يوې پراخې سرشمېرنې لپاره پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي، چې په پام کې ده د 2006 کال د جون په مياشتې کې تر سره شي. د سرشمېرونکو يوه څلوېښت زره کسيزه ډله به د څلورو اوونيو په مودې کې دا سرشمېرنه بشپړه کړي، چې شل مليونه ډالره به پرې ولګيږي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists