سنيان د شيعه ګانو د ډله ييزو ودونو په اړه تياره نظر لري

سنيان له ايران ډوله اتحاديو سره د شيعه ګانو سمون پر افغاني فرهنګ يو بريد بولي.

سنيان د شيعه ګانو د ډله ييزو ودونو په اړه تياره نظر لري

سنيان له ايران ډوله اتحاديو سره د شيعه ګانو سمون پر افغاني فرهنګ يو بريد بولي.

Monday, 20 April, 2009
.د مزارشريف د شيعه ټولنې دې ٢٨ کلن ځوان درې مياشتې دمخه په داسې يو هېواد کې په نادره ډول واده وکړ چې اقتصاد او مينه له يوبل سره ښه نه ګډيږي.



په عادي ډول د سړک د سر د يو خرڅوونکي په توګه د هغه سل ډالره مياشتني عايد له لارې به هغه هيڅکله هم د افغاني واده لګښت پوره کړى نه واى، چې تر ٢٠ زرو ډالرو پورې رسيږي.



د مزارشريف شيعه ګانو له ګاونډي هېوادايران څخه يو دود راوړي چې د حسين په څېر يې له سلګونو ځوانانو سره د ډله ييزو ودونو په کولو کې مرسته کړي ده. په دې ودونو کې ١٥٠ ځوانانو او پېغلو ځانونه ثبت او په يوې لويې غوڼدې کې يې د خپلو څو تنو خپلوانو په ګډون د واده مراسم سرته ورسول. په دې توګه يې دوديز ودونه شاته پرېښودل.



حسين، چې د مزارشريف له ګڼې ګوڼې څخه په يو ډک بازار کې ولاړ او افغاني کميس پرتوګ يې په تن و، وويل: "له درېو کلونو راهيسې مې کوژدن کړې وه. که په دې ډله ييزو ودونو کې مې گډون نه واى کړى، نو ښايي چې هيڅکله به مې واده ته وسه رسېدلې نه واى. ما بايد ډېر پور اخيستى واى او ټول ژوند به مې په بېوزلۍ کې تېر شوى واى. زه اوس د داسې موسسو په شتون په رښتيا ډېرخوشال يم، چې له موږ ځوانانو سره مرسته کوي."



له تېرکال راهيسې په بلخ ولايت کې دوه ډله ييز ودونه سر ته رسېدلي دي، چې ټول ١٥٠ جوړې په کې يوځاى شوي دي. دا عمل په ايران کې څه دباندې شل کاله وړاندې د پوهنتون د محصلينو له خوا پيل شو، چې د واده وسه يې نه درلوده. په ايران کې ميشتو کډوالو افغانانو دا دود له ځان سره افغانستان ته راوړ.



دا ودونه په مزارشريف کې د عراق په نجف کې د يو مېشت شيعه عالم، ايت الله سيستاني له خوا تنظيم شول. د نوموړي د دفتر استازي، مولوي غلام حيدر هاشمي آى ډبليو پي آر ته وويل، ددې لويو مراسمو د جوړولو موخه له افغان ځوانانو سره مرسته وه.



هغه وويل: "زياتره ځوانان نشي کولاى په دوديز ډول ودونه سرته ورسوي. که په فردي ډول يې ودونه کړى واى، نو په زرګونه ډالر يې بايد لګولى واى. له دې لارې يې په ودونو يوازې نه سوه ډالر لګيږي.



د تېر کال په دوو ډله ييزو ودونو کې دوه سوه زره ډالره ولګېدل او ٣٠٠ تنو ځوانو جوړو شپږ زره تنه ميلمانه بللي وو.



د ودونو تنظيموونکي زيار باسي څومره چې شوني وي، د واده په مراسمو کې هغومره دود رامنځته کړي. ناوېانو او زومانو سپينې جامې اغوستې وې او هر يو د افغانستان بيرغ په لاس کې نيولى و. د پروسږنيو مراسمو فلمونه په تلويزيونو باندې د نندارې په موخه اخيستل شوى و. هغه مهال چې د حکومتي چارواکو ويناوې پاى ته ورسېدې نوې ودې شوې جوړې پر ګلانو باندې ښايسته شوو موټرونو کې سپاره شول او په ښار کې د ګرځېدو لپاره وخوځيدل. مراسم په پراخې غونډې، خوړو او موسيقۍ پاى ته ورسېدل.



دا عمل تر اوسه يوازې په شيعه ټولنې پورې تړلى دى. خو د بلخ والي عطا محمد نور يو کميسون جوړ کړى، چې د بېوزلو سنيانو له ودونو سره هم مرسته وشي.



نوموړى يو څو شرطونه لري. د افغانستان سني ډېره کي د هغوکارونو مينه وال نه دي، چې له ايران څخه راوړل شوي وي. هغوى دا دودونه په افغاني فرهنګ باندې يو يرغل بولي.



د بلخ ولايت د ښځو د چارو رئيسې، فريبا مجيد وويل: "په زرګونو افغانانو کوژدې کړي دي، خو د ودونو وسه نه لري. خو په ډله ييزو ودونو کې د ګډون مينه نه لري."



هغې زياته کړه، سني ځوانانو ته دا مفهوم اشنا نه دى او هغه يوه ايراني پديده بولي. د مجيد د وينا له مخې د ډله ييزو ودونوو عمومي والى د هغوى په غرور او وقار يو ګوزار دى.



هغه وويل: "له هغې سره سره به موږ هڅه وکړو او دا ډول ودونه به جوړ کړو."



يو شمېر داسې کسان شته، چې ددې دود سخت مخالفين دي او هغې ته په پور د يو اخيستل شوي دود په سترګه ګوري. په پارلمان کې د بلخ ولايت يوې استازې، حميرا اکاخېل آى ډبليو پي آر ته وويل ډله ييزو ودونو پر افغاني فرهنګ باندې له يرغل پرته بل شى نه دې راوړى.



هغې وويل: "ګاونډي هېوادونه له افغانانو څخه د غچ اخيستلو په لټه کې دي، خو هغې ته د مرستې نوم ورکوي. زموږ په هېواد کې د خپل سياسي ملاتړ لپاره هغوى غواړي د افغانستان ٥٠٠٠ کلن زوړ فرهنګ او تاريخ له منځه يوسي."



د اکاخېل د وينا له مخې دې دودونو ته د اجازې ورکولو پرېکړه د ولسمشرۍ لپاره د اګست په مياشت کې په پام کې نيول شوو ټولټاکنو دمخه د حکومت او نادولتي موسسو له خوا يو سياسي حرکت دى.



هغې وويل: "په مخکنيو ټولټاکنو کې دې سياستوالو او د هغوى ګوندونو پر حکومت د کانديدانو د تپلو لپاره له ټوپک څخه کار اخيستى و. دا پلا به [د ډله ييزو ودونو] په څېر فرهنګي وسله وکاروي."



په پارلمان کې د کندوز ولايت استازي، معين مرستيال آى ډبليو پي آر ته وويل، دې ودونو د ايران فرهنګي او سياسي لاسوهنه برسېره کړه.



هغه وويل: "که چېرته دا موسسې غواړي له اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي، نو ولې له هغه چا سره مرسته نه کوي، چې ډېر بېوزلي دي او د خپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوي دي. ايران غواړي خپل فرهنګ په افغانستان کې خپور کړي. هغوى د افغانانو له بېوسۍ څخه ناوړه ګټه اخلي."



مرستيال زياته کړه، ايران رسنۍ د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره کاروي، چې د هغه د ادعا له مخې، يو يې د افغانستان د ملي مصطلحاتو له منځه وړل دي.



افغانان په بېلا بېلو ولايتونو کې له تېرو دوو کلونو راهيسې په ناندريو لګيا دي او کله ناکله تاو تريخوالي ته رسيدلي هم دي او هغه دا چې ايا د يونيورسټۍ کلمه د پخوا په څېر د پښتو ژبې "پوهنتون" وکاروي او که د فارسي ژبې "دانشګاه"



مرستيال زياته کړه: "ايران غواړي د افغانانو تر منځ درز واچوي، ترڅو وکړاى شي له دې حالت څخه سياسي ګته پورته کړي.



د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست چارواکو اندېښنه څرګنده کړه چې افغاني فرهنګ تر ګواښ لاندې دى.



د هغه ادارې رئيس، صالح محمد خالق آى ډبليو پي آر ته وويل: "که دې ودونو ته د فرهنګي تبادلې په سترګه وکتل شي، نو هغه افغاني رنګ نه لري. هغه پوښتنې راولاړوي."



د خالق د وينا له مخې د ډله ييزو ودونو يو شمېر ستونزې د ناويانو او زومانو د محدود شمېر خپلوانو ګډون او د "نکريزو د شپې او تخت جمۍ" د دودونو نشتوالى دى.



د نکريزو شپه معمولا يوازې د ښځو لپاره وي. په دې شپه د ناوې او زوم په لاسونو نکريزې ايښودل کيږي. "تخت جمي" له واده وروسته غونډې ته وايي. په دې غونډې کې ميلمانه راټوليږي او په رسمي ډول د واده مراسم پاى ته رسوي.



خالق وويل: "افغاني فرهنګ دا شيان له ياده نه باسي."



د آى ډبليو پي آر له پرله پسې هلو ځلو سره سره په مزارشريف کې دايران د قونسلګرۍ چارواکو له مرکې څخه ډډه وکړه.



په بلخ کې د فرهاد فرجاد په نامه يو ليکوال او د ټولنيزو چارو مبصر ډله ييز ودونه "ايران ته خدمت او د افغاني فرهنګ ويجاړتيا وبلله."



هغه وويل: "د ودونو د زيات لګښت د له منځه وړلو لپاره بله لاره هم شته. دا ډلې د افغاني ځوانانو له بېوزلتوب څخه ناوړه ګټه اخلي. هغوى د تلويزيوني کمرو په وړاندې دروي چې پخپله يو سپکاوى او حقارت دى. هغوى زيار باسي چې خپلې سياسي موخې تر لاسه کړي."



د فرجاد د وينا له مخې حکومت او عالمان (د ديني عالمانو شورا) کولاى شي، چې ودونه ځوانان په اقتصادي لحاظ له پښو ونه غورځوي.



هغه وويل: "کله چې د بلخ والي ځوانان په خپلو ودونو کې د سندرغاړو د راغوښتو او ګران بيه خوړو د پخولومخه نيسي، نو ولې د ودونو د زيات لګښت مخه نه نيسي؟"



په ٢٠٠٧ کال کې عطا د (بلخ والي، عطامحمد نور) امروکړ، چې د لګښت د مخنيوي په موخه د بلخ اوسيدونکو پر ودونو يو لړ محدوديتونه لګولي دي. په ځانګړې ډول هغه امر کړى و، چې د دريو او څلورو مراسمو پرځاى په واده کې يوازې يوه پلا مراسم نيول کېداى شي.



همدا راز هغه د سندرغاړو بلل هم منع کړي او ويلي يې و چې ګران بيه خواړه بايد پاخه نشي.



د بلخ د عالمانو د شورا غړي، سيد ذکريا وايي ډله ييزودونه، چې په اسلام او افغاني فرهنګ کې ريښې نه لري، هم په بشپړ ډول غير اسلامي نه دي.



هغه وويل: "که چېرته موخه د واده په مراسمو کې له بېوزلي سره مرسته وي، نو اسلام له هغې سره مخالف نه دى. خو که چېرته د هغې تر شا سياسي موخې وي د داسې ودونو تنظيموونکي ګناه کاران دي او د محشر په ورځ به سزا وويني."



په مزار کې د ايت الله سيستاني د دفتراستازي، مولوي هاشمي، چې تېرکال يې د ودونو دوه مراسم تنظيم کړي وو، ددې مراسمو ترشا سياسي موخې ردې کړې.



هغه وويل: "د ډله ييزو ودونو تر شا يوازنۍ موخه له بېوزلو او اړمنو خلکو سره مرسته او په خلکو کې ددې دود ترويج دى.
Frontline Updates
Support local journalists