اسلامي احكام له كونډو سره مرسته كوي

سترې محكميگ پريكړه به هغو كونډو ته د بيا واده كولو حق وركړي، چې د ميړونو له تري تم كيدو يې له څلورو كلونوڅخه زياته موده اوښتې وي.

اسلامي احكام له كونډو سره مرسته كوي

سترې محكميگ پريكړه به هغو كونډو ته د بيا واده كولو حق وركړي، چې د ميړونو له تري تم كيدو يې له څلورو كلونوڅخه زياته موده اوښتې وي.

نفس ګل خپل ميړه اسلام الدين د وروستي ځل لپاره هغه مهال وليد چې له كوره د سودا اخيستلو لپاره بازار ته ولاړ. دا خبره د نوي يموكلونو په نيمايي كې وه، چې تنظيمي جګړې د كابل ښار په كوڅواو سركونو، په تيره بيا په دهمزنګ كې روانې وې، چيرته چې هغوى اوسيدل.


اته كاله كيږي چې هغه د خپل ميړه د ځاى په هكله هيڅ معلومات نه لري. داديرش كلنه ميرمن د خلكو په كورونو كې د جامود مينځلو او بړستنود ګنډلو له لارې خپل اولاد ته توښه برابروي. تر اوسه يې د بل ميړه خيال په سر کې نه ګرځي.


د نفس ګل په څير د نورو ميرمنو وضعې د افغانستان ستره محكمه دي ته وهځوله چې د سپتمبر په مياشت كې ديوې فتوى د صادرولو له لارې ميرمنو ته د بيا واده كولو اجازه وركړې، په دې شرط چې د ميړونو له وركيدو يې له څلورو كلونو اوښتي وي. ددې فتوا له صادريدو تر مخه بايد اويا كالوانتظار ايستل شوى واى.


د سترې محكمې مرستيال قضاوت پوه فضل احمد معنوي د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل، چې دې حكم ته اړتيا موجوده وه، ځكه د جګړې په كلونو كې زيات شمير سړي تري تم شوي او پته يې نه ده معلومه او ښايي چې ټول يې مړه شوي وي. قاضيانو دا پريكړه له جيدو عالمانو سره له سلا مشورو وروسته صادره كړه.


معنوي وايي: "له اوږدو خبرو اترو وروسته د عالمانو شورا او سترې محكمې دې ستونزې ته د حل په خاطر دا فتوا صادره كړه، چې يوه ميرمن د خاوندله تري تم كيدو څلور كاله وروسته كولاى شي بل ميړه وكړي."


فتوا د وروستيو كلونو "ناوړو شرايطو" پر بنستگ صادره شوې. فتوا په دې ټينګار كوي، چې زياترو وركو شوو سړيو داسلامي هيواد او سپيڅگلي دين څخه د دفاع په خاطر خپل ژوند له لاسه وركړى دى."


زياتره افغانان د حنفي مذهب لارويان دي، چې په دې ډول پيښگو كې د اويا كالو انتظار لازم بولي. خو معنوي وايي: "هغه خبره په عادي شرايطو كې ده." هغه ټينګار كوي چې په افغانستان كې وروستى لسيزې له عادي شرايطو سره لوى واټن لري.


په دې هكله هغوى د امام مالك مذهب ته مخه ورواړوله، چې يوازې څلوركلونه ضروري بولي.


يوه ميرمن چې ميړه يې ترى تم شوى وى او ښايي ‏مړوي، كولاى شي د يوې لنډې مودې لپاره محكمې ته حاضره شي او په رسمي توګه كونډه و ګڼل شي.


دا چې څومره ميرمنې به په دې كتار كې راشي، نه شي اټكل كيداى. داسې باور موجوددى، چې افغانستان، د اتياوموكلونو په بهيركې د شورويانو د اشغال په وړاندې او بيا وروسته د نوي يموكلونو په لومړيو كې د تنظيمي جګړو پر مهال او له هغې راوروسته د طالبانواو دهغوى د دښمنانو تر منځ د كورنى جګړې له امله، د هيواد په كچه زياتې كونډې لري.


د شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال وزير شاجهان احمدي وايي، دا ناممكنه خبره ده، چې له دوو لسيزو جګړو راورسته آن ددې اټكل وكړاى شو چې څومره سړي لا نور نه دي شميرل شوي. هغه وايي: "موږ تر اوسه نه يو توانيدلي، چې د وركو شويو سړيو احصايه واخلو. ځكه ډير شمير خلك موږ ته مراجعه كوي، چې د هغې پر بنسټ د وركو شوو خلكو شميره په وزارت كې ثبت كړو."


هغه زياتوي، "زموږ د وركو شوو خلكولست تر زرو خلكو ټيټ دى، خو رښتيني شميره لا تردې زياته ده."


له آى ډبليو پي آر سره د مركو په ترڅ كې د وركو شوو سړيو ميرمنو ددې حكم هركلى وكړ.


انيسه يوه اته ديرش كلنه كابلى ميرمن، چې شپږ كاله دمخه يې طالبانو ميړه د شپې له خوا له كوره ايستلى او لا تر اوسه ورك دى، وايي: "زه يوه كونډه يم او هغه ستونزې رامعلومې دي، چې يوه كونډه ميرمن ورسره مخامخ كيږي. ځوانې ميرمنې بايد د سترې محكمې له پريكړې ګته واخلي."


ه هغو ټولو ميرمنو په څير چې آى ډبليو پي آر ورسره مركې كړې، انيسه هم له هغو ډلو ميرمنو څخه وه، چې حاضره نه وه دويم واده وكړي.


نفس ګل وايي: "زه نه غواړم دويم واده وكړم. زه د خپل لومړي ميړه د راتلو لارې څارم."


د پروان ولايت يوه اته ويشت كلنه ميرمن حميرا، هغې ته ورته څرګندونې كولې، ويل يې: "سره له دې چې د كونډتون ژوند ستونزمن دى، خو د خپلو شپږو اولادونواو خپل ميړه د راتګ په هيله نه غواړم واده وكړم. مګر ځوانوميرمنو ته وايم چې خپل ژوند دې نه خرابوي او بل ميړه دې وكړي."


ډيرې ميرمنې د خپلو اولادونو په هكله انديښگمنې دي. 35 كلنه رابعه، چې كارګر ميړه يې نهه كاله دمخه هغه مهال ترى تم شو، چې د كابل ښار په لويديځ كې جګړه پيل شوې وه. دا ميرمن خپل اولادونه د مياشتې په ديرشو ډالرو لويوي، چې د بړستنو ګنډلو له لارې يې تر لاسه كوي. هغه وايي: "زه نه غواړم دويم واده وكړم،ځكه چې د خپلو اولادونو د لويولو مسووليت مې په غاړه دى. زه پوهيږم چې ميړه ميې ژوندى نه دى، خو سره له دې به دويم واده ونه كړم."


د دويم واده په وړاندې ټولنيز خنډونه شته، خو يوې ميرمني هم هغه په ځانګړي توګه په ګوته نه كړل.


له كونډو زياتره هيله كيږي، چې په خپلو ليورونو كې له يوه سره واده وكړي، خو ښايې دې كار ته هغوى غاړه كينږدي. د ميړه كورنى ښايي زړه نازړه واوسي، چې دا كا روكړي، ځكه په دې كار هغوى بايد دا ومني چې زوى ي مړ شوى دى.


معنوي آى ډبليو پي آرته ددې ګوتنيونو په هكله وويل، چې د خلكو د شخصي خوښې د بدلولو په اړوند ډير څه كيداى نه شي. هغه وايي: "ستره محكمه دې پريكړې ته رسيدلې چې دكونډو د ستونزوپه له منځه وړلوكې مرسته وكړي. داپه هر يو فرد پورې اړه لري چې غواړي بل واده وكړي او كه نه. موږ په دې كار كې لاسوهنه نه شو كولاى."


داسې ښكاري چې پريكړه د ميرمنو له هركلي سره مخامخ شوې وي.


د بيا واده لپاره د مودي د راكمولو موضوع له هغو غوښتنو څخه وه، چې په سپتمبر كې په كندهار كې په يو جوړ شوي سمينار كې اوريدل كيده، هغه مهال چې په نوي اساسي قانون كې د ښځو د حقوقود ځايولو د لارو چارو په هكله خبرې اترې كيدې.


د محكمې د پريكړې په وړاندې مخالفتونه هم موجود دي. يو داچې مړينه بايد ثابته شي او بل دا چې دا كار د حنفي مذهب له اصولو سره برابر نه دى.


د حج او اوقافو په وزارت كې د يوې علمي كميټې مرستيال مولوي احمد ضيا، چې د حج د مراسمو تنظيم هم ورپه غاړه دى، وايي، چې ښځو ته دې يوازي هغه مهال د دويم واده اجازه وركړ شي، چې دا په ثبوت ورسوي چې ميړه يې مړ شوى دى او له ځانګړې ستونزې سره لاس او ګريوان ده.


د حركت انقلاب اسلامي پوځي سلا كار سيد موسى ستور د سترې محكمې او د عالمانو د شورا پريكړه سمه نه بولي او وايي: "موږ د اسلام د دين او حنفي مذهب پيروان يو. د امام اعظم په مذهب كې يوه ښځه حق نه لري د اويا كالو تر تيريدو دمخه بل واده وكړي. موږ اسلام له كفري نړى سره نه پرتله كوو... فتوا بايد له اسلام او د امام اعظم له لارښوونو سره سمه وي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists