سکندناوي هېوادونه افغانستان ته سرتېرې راليږي

د سويدن استازي (سفير) په پام کې نيول شويو سرتېرو له رالېږلودمخه دافغانستان له شمالي ولايتونو څخه ليدنه وکړه.

سکندناوي هېوادونه افغانستان ته سرتېرې راليږي

د سويدن استازي (سفير) په پام کې نيول شويو سرتېرو له رالېږلودمخه دافغانستان له شمالي ولايتونو څخه ليدنه وکړه.

Wednesday, 16 November, 2005

په افغانستان کې د سويدن دهېواد سفيرې د مزارشريف څخه د ليدلو پرمهال آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د سويدن او ناروي هېوادونه به د افغانستان شمالي ولايتونو ته د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د شمېر دزياتوالي په لړ کې، سږکال اوړى مزارشريف ته خپل سرتېري راوليږي.


سفير، آن ويلکنس تېره اوونۍ له مزار شريف څخه د ليدو پرمهال د بلخ له والي، انجنير حبيب الله سره وکتل. ويلکنس وويل، دهغې ليدنه په سيمه کې د امنيتي وضعې د څېړلو په اړه وه.


ويلکنس په يوې مرکې کې وويل، سويدن او ناروي هېوادونه په پام کې لري، چې د مي يا جون په مياشتو کې په مزار شريف کې د برتانيي د ولايتي بيا رغاونې له ډلې سره د مرستې په غرض سرتېري راوليږي. د ولايتي بيارغاونې ډله د امنيتي بنسټونو په ځواکمنولو کار کوي، افغاني پوليسو ته روزنه ورکوي او د سيالو ډلو تر منځ د تاوتريخوالي د کمولو هڅه کوي.


ويلکنس وويل: "د هغې هېواد غواړي، د (افغانستان) په شمالي ولايتونو کې خپل فوځي شتون زيات کړي." هغې زياته کړه، چې ناروي او سويدن ښايي د ٦٠ او ٨٠ سرتېرو شاوخوا د ګډ ځواک يوه ډله جوړه او راواستوي.


په مزارشريف کې افغانستان ته ملګرو ملتونو د مرستې د دفتر (يوناما) مشر، ميشيل ليپنر، وويل، په پام کې ده، چې د سويدن، ناروي او فنلنډ د هېوادونو سرتېري سږکال پسرلى يا اوړى د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ځاى په ځاى شي. دا نوې ډله به د برتانيي د ولايتي بيا رغاونې د ډلې تر مشرۍ لاندې د فوځي څارونکو په توګه کار کوي.


ليپنر وايي: "شمال ته د نورو زياتو سرتېرو راليږل زموږ په اند يوه څرګنده اړتيا ده."


د برتانيي د بيارغاونې ډله په مزارشريف کې د ٢٠٠٣ کال په جولاى کې تاسيس شوه، چې د پنځو شمالي ولايتونو د امنيت په تامين کې مرسته وکړي. دې ډلې د خپل شمېر د لږوالي له امله نه شواى کولاى دليرې پرتو ځايونوڅارنه وکړي او په سيمه کې د ډلو ټپلو تر منځ د اخ وډب مخه ونيسي.


د مزارشريف يو زيات شمېر اوسيدونکو په تېر کال کې د ولايتي بيارغاونې د فعاليتونو هرکلى کړى دى. خو وايي چې د افغانستان په شمالي سيمو کې، ترټولو لوى ښار مزارشريف، زيات ثبات او ټينګ امنيت ته اړتيا لري. د بلخ د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي فارغ التحصيل، مير حسين وايي: "زه د تېر کال په بهيرکې د بيارغاونې د برتانوي ډلې له کار او فعاليت څخه خوښ يم، خو د هغوى شمېر لکه د مزارشريف په څېر يو لوى ښار ته ډېر لږ دى. موږ زياتو سرتېرو ته اړتيا لرو چې امنيت ښه ټينګ کړي."


ويلکنس زياته کړه، چې ښار سوله ييز او ډاډمن معلوميږي. نوموړې وايي: "هرڅوک وايي چې امنيتي وضعه ښه ده او ښه کيږي."


ويلکنس زياته کړه، چې د هغې هېواد له تېرو شلو کالو را په دې خوا د افغانستان د ښوونې او روزنې، روغتيايي څارنې او نورو بنسټيزو پروژو په برخه کې "د افغانستان لپاره د سويدن د کميټې" له لارې مرسته کوي. د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د سويدن سرتېري په کابل کې د نړيوال سوله ساتي ځواک په کتار کې موجوددي.


د بلخ د ولايت د امنيي قوماندان، محمداکرم خاکرېزوال په ګډون، افغاني سيمه ييز چارواکي وايي هغوى به د نورو زياتو سرتېرو د راتګ هرکلى وکړي، ترڅو په مزارشريف او خواوشا سيمو کې د نظم او قانون په پلي کولو او د بې وسلې کولو په بهېر کې مرسته وکړې.


خاکرېزوال وايي: "د ولايتي بيارغاونې ډلې په مزارشريف کې مثبت کارونه کړي دي او د هغوى شتون په امنيت باندې پراخ اغېز درلودلى دى. خو موږ لا اوس هم، لکه د ناتو په څېر، نورو زياتو ځواکونو ته اړتيا لرو، تر څو له موږ سره د بې وسلې کولو،د ډي ډي آر د بهير په پلي کولواو دملي اردو په جوړولوکې مرسته وکړي.


د بيارغاوني د ولايتي ډلې د اطلاعاتو د څانګې مسوول، جګړن ايد رانکين وايي، شمال ته د نورو زياتو ځواکونو رالېږل "يوه څرګنده غوښتنه" ده.


رانکين په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، داسې برېښي، چې په مزارشريف کې برتانوي سرتېري په افغانستان کې د متحده ايالتونوتر مشرۍ لاندې د ائيتلافي ځواکونو له قوماندې څخه ووزي او پرځاى يي د ناتو تر قوماندې لاندې راشي. هغه وويل نه پوهيږي چې دا تغييراو تبديل به څه وخت راشي، خو زياته يي کړه ، چې: "موږ مياشتې شمېرو، نه کلونه." هغه وويل، چې د مشرۍ بدلون به ښايي د برتانوي سرتېرو ځواک په داسې حا ل کې غښتلى کړي، چې نور ګڼ مليتيز ځواک شمال ته واستول شي.


رانکين وايي، چې د پراخولو څرنګوالى لاتر اوسه ترخبرواترو لاندې دى، خو زياته يي يکړه، چې د لوى ځواک قرارګاه به په ټولو شمالي ولايتونو کې په ستلايټ سمباله وي، تر څو وکړاى شي، په ډېرو ليروپرتو سيموکې د امنيت له بسياينې سره مرسته وکړي. د بيا رغاونې ډلې ته ګرانه وه، چې ليرې پرتو سيمو ته خپل ځانونه په خپل وخت ورورسوي، په تېره بيا هغه مهال چې د ډلو تر منځ د اخ وډب رپوټونه رارسېدل؛ ځکه ساعتونه، ساعتونه او آن کله ناکله ورځې، ورځې تېرېدې، چې د ناسمو لارو د موجوديت له امله ځانونه هلته ورورسوي.


ميشيل ليپنر وايي، چې دېرش تنه سکندناوي سرتېري به په فارياب او نور پاتې به د جوزجان په ولايت کې ځاى په ځاى شي. د افغانستان په نورو برخو کې د متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې ائيتلافي ځواکونو په عکس، چې ماموريت يي د طالبانو او القاعدې پاتې شونو له منځه وړل دي، دا سرتېري به په شمالي ولايتونو کې د پوځي څارونکو په توګه دنده سرته رسوي او سوله ساتى رول به لوبوي.


هغه وايي: "موږ له ائيتلافي ځواکونو سره نه يو، موږ له يوې غښتلې ولايتي بيارغاونې ډلې سره يو، چې امنيت تامين کړو."


ناتو په افغانستان کې د سوله ساتي نړيوال ٥٥٠٠ سرتېرو څخه جوړ ځواک (آيساف) مشري په غاړه اخيستې، چې داګست د مياشتې راهيسې په کابل کې په ګزمو بوخت دي او په کندوز کې يي د جرمني تر مشرۍ لاندې د بيارغاونې د ډلې قومانده په لاس کې اخيستې.


رانکين وويل، چې د بيارغاونې برتانوي ډلې لا له وړاندې په شمال کې ارزښتمن کارونه سرته رسولي، د امنيت له بسياينې سره يي مرسته کړې او خلک يي هڅولي دي، چې په سيمه ييز اقتصاد کې پانګه واچوي. هغه وويل، برتانويان په سيمه کې خپل شتونه ته ژمن دي.


رانکين وايي: "امنيت د بيارغاونې پلاتفورم جوړوي. موږ امنيت تامين کړى دى؛ له دې امله افغاني سوداګر او کسبه کاران په شمال کې پانګه اچوي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists