ښځينه والي د کار اجيندا جوړه کړې ده

حبيبه سرابي غواړي وښيي، چې ښځې هم په برابره توګه ددې جوګه دي، ترڅو حکومت وکړي او د هېواد وران ويجاړ اقتصاد راژوندی کړي.

ښځينه والي د کار اجيندا جوړه کړې ده

حبيبه سرابي غواړي وښيي، چې ښځې هم په برابره توګه ددې جوګه دي، ترڅو حکومت وکړي او د هېواد وران ويجاړ اقتصاد راژوندی کړي.

حبيبه سرابي د افغانستان په مرکزي ولايت باميانو کې د نوي والي په توګه په دې ښه پوهيږي، چې بايد کوم کارونه سرته ورسوي. هغه غواړي سړکونه جوړ کړي، ښوونځي پرانيزي او د ولايت استوګنو ته برښنا چمتو کړي. باميان د کابل د لوېديځ په 200 کيلو مترۍ کې پروت دی.


هغه دا هيله هم لري، ترڅو دې بېوزلي جګړې ځپلې ولايت ته د ګرځندويانو پام واړوي، سره له دې چې د هغې د ليدلو وړ 16 سوه کلن زاړه دوه ستر بوتان په 2001 کال کې د طالبانو له خوا دړې وړې شوي دي.


سرابي په هېواد کې د لومړنۍ والي په توګه د ګومارل کېدو له لارې په ټولنې کې د ښځو دريځ لوړولو په لورخپله لومړنۍ موخه لا له وړاندې ترلاسه کړې ده.


نوموړې په دې وروستيو وختونو کې په کابل کې په خپل کور کې له آ ی ډبليو پي آ ر سره په يوې مرکې کې ويلي و: ((د دندو په سرته رسولو کې د نارينه او ښځو تر منځ کوم توپير نه شته. زه خوشحاله يم، چې د وړتيا او استعداد په هکله د (ښځې) کلمه کومه منفي مانا يا دلالت نه لري.))


د فارماسيست په توګه د زده کړو خاونده، اته څلوېښت کلنه سرابي په 1996 کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو دمخه د کابل د مځنيو طبي زده کړو په انستيتوت کې استاده وه. له هېواد څخه له وتلو وروسته هغې په پاکستان کې کډوالوته زده کړه ورکوله او داسلامي ملېشو تر واکمنۍ لاندې يې نړۍ ته د ښځو او کوچنيانو د غمجن حالت په اړه خبرې کولې.


سرابي افغانستان ته له راستنېدو وروسته، په 2002 کال کې، د ولسمشر حامد کرزي له خوا د ښځو د چارو وزيره وګومارل شوه او تر پروسږکال پورې په دې دنده پاتې وه.


سرابي وويل، د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته ښځو په افغاني ټولنې کې ډېر ګامونه اوچت کړي دي، خو وايي چې د زده کړې او د کليوالي ژوند د ستونزمن حالت د ښه کولو په ګډون د نورو زياتو کارونو سرته رسولو اړتيا شته. هغې يادونه وکړه، چې د وزيرې په توګه هغې د هېواد په 14 ولايتونو کې د ښځو لپاره د کارموندلو مرکزونه جوړ کړي دي.


کرزي هغه تېره (مارچ) مياشت د باميانو د والي په توګه وګومارله.


ښايي څو فکتورنو د والي په توګه په کار باندې د هغې له ګومارلو سره مرسته کړي وي. د يوې هزاره مېرمنې په توګه به هغه د يو داسې ولايت کارونه پر مخ يوسي، چې زيارته اوسېدونکي يې هزاره ګان دي. هزاره ګان د افغانستان د نورو قومونو او قبېلو په پرتله د ښځو په وړاندې زيات زغم لري. په هغې برسېره هغه د نفوذ لرونکو هزاره مشرانو، لکه په سيمې کې د واکمن ګوند، حزب وحدت د سياسي کمېټې د غړي غلام حسن ناصري ملاتړ لري. نوموړي د هغې ټاکنه په افغاني ټولنې کې د موکراسۍ وړاندې د يو ګام پرمختګ وباله.


له دې سره سره د درېو ماشومانو مور مېرمن سرابي دا مني، چې کېدای شي په افغانستان کې د بشپړ امنيت تر بسيا کېدو پورې د هغې دنده له خطرونو څخه ډکه وي. د هغې له ګومارلو وروسته اوسېدونکو د پخواني والي، سيمه ييز مشر محمد رحيم علي يار په پلوۍ مظاهرې وکړې.


هغه وايي: ((موږ بايد ولس او خلکو ته دخدمت په خاطر قربانۍ ورکړو. زه په د ې لاره کې له هېڅ شي نه ډارېږم.))


يو شمېر خلک د ښځينه والي په توګه د هغې ګومارل يو ښه ګام بولي.


د کابل يو پښ، نوراميري د نوموړې ټاکنه د هېواد د خونديتوب يوه نښه بولي. هغه وايي: ((که نارينه وي يا ښځه، کار هماغه دی. په حقيقت کې هغه شمېر نارينه له اسلام او نړۍ ناخبره دي، چې فکر کوي، ښځې ستر کارونه، نه شي کولای.))


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists