Skip to main content

ښځينه سندرغاړي له ستونزو پرته پر تلويزيون سندرې وايي

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، ليلما سديد ليکنه

ښځينه سندرغاړي له ستونزو پرته پر تلويزيون سندرې وايي

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، ليلما سديد ليکنه

د شوروي اتحاد د واک پرمهال د پنځلسو کلونو وړاندې، په ولاړه يا په ناسته د ښځينه سندرغاړوثبتې شوې سندرې اوس د تلويزيون پر پردې ليدل کيږي.


په دې ډله کې يوه هم د ماشومانو د آللو سندره ده، چې وجيهې ويلې او د طالبان پرمهال يي په بهر کې ثبته کړې ده.


د افغانستان د تلويزيون د خپرونو رئيس، عزيزالله آريافر وايي، راديو تلويزيون په پام کې لري، چې نوې سندرې ثبتې کړي، خو پيسې او دتوليد امکانات په لاس کې نه شته.


هغه ومنله چې د ښځو په غږ د سندرو خپرول اوس زيات شوي دي. هغه وايي: "په پيل کې په هرو څلېرويشتو ساعتونو کې يوه سندره خپرېده، اوس هره ورځ د ښځو په غږ دوه سندرې خپريږي.


آريافر زياته کړه، د زيات شمېر خلکو د غوښتنې له مخې د ښځو په هکله په عمومي پروګرامونو کې زياتوالى راغلى دى.


هغه دې ټکي ته بشپړ پام کوي، چې د ښځو تصويرونه بايد په پرده کې وي، پوړني يي پر سر وي او له ستونزو سره د مخنيوي په خاطر بايد درنې سندرې ووايي.


د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې د شوروي اتحاد پرمهال د يوې مشهورې سندرغاړې، سلما په غږ يوې ثبتې شوې سندرې خپرولو خلک هيښ کړل او د زاړه پالو چارواکو تر منځ يي تاوده بحثونه راوپارول.


د سترې محکمې مرستيال، فضل احمد معنوي ټينګار کوي، چې په تلويزيون کې د ښځينه سندرغاوړ په غږ د سندرو ويلو بنديز لا تراوسه په کتابونو کې موجود دى. نوموړى وايي: "زموږ په پرېکړه کې کوم بدلون نه دى راغلى. دا د يو شخص نظر نه دى دا د افغانستان د قضايي سيستم پرېکړه ده."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists