ښځينه پوليسانى نه شي کولى يونيفورم واغوندي

ښځينه پوليساني به ډير ژر بيرته د کابل په کوڅو کښي وليدل شي خو زوړ دود پالى

ښځينه پوليسانى نه شي کولى يونيفورم واغوندي

ښځينه پوليساني به ډير ژر بيرته د کابل په کوڅو کښي وليدل شي خو زوړ دود پالى

له کابل څخه د پروين تلوسى ليکنه.


افغانستان له يوي لسيزي څخه له زياتي مودي وروسته د لمړي ځل لپاره د ښځينه پوليسانو په روزنه پيل کړى. که څه هم دا چي دوى وکولى شي داسي احساس وکړي چي له يونيفورم سره په عامه ځايو کى په ډاګه وګرځيدلى شي ﻻ ډير وخت پاتي دى.


د کابل د پوليسو اکاډمي دهغو ٦٠ ميرمنو په روزنه په داسي حال کي پيل کړى چى دغه اکاډمي د آلمان د حکومت په مرسته چي په ١٩٩٢ کال کي د شوروي د اشغالګرو ځواکونو له وتو وروسته د سيالو اسلام پالو چريکانو تر منځ د وحشي جګړي پر مهال په شديده توګه زيانمنه شوي وه بيا جوړه کړى.


لمړى پوليسه ميرمن په کال ١٩٧٤ کى چى د باچاه محمد ظاهر شاه د واکمنۍ وروستى کال و د پوليسو ځواک ته ورداخلي شوى. ددوى شمير د ظاهر شاه د ځاى ناستي محمدداود خان د واکمنى پر مهال زياتوالى ومند او له هغه وروسته د کمونست حکومت تر واکمنى ﻻندى يي شمير زښت زيات شو.


ښځينه پوليسانى د مجاهدينو د واکمنى پر مهال چى زاړه پاله مذهبي مفکورى يي درلودى د کابل د کوڅو څخه تريتم شوى. په ١٩٩٥کال کي د مجاهدينو پر ځاى ﻻسخت دريځه طالبان واکمن شول خو کړنلارى په دغه ژوره زاړه پالى او د نارينه و تر تسلط ﻻندى ټولنه کي پدى ناکامه شوي چى د مطلقى واکمنى څخه ، ډموکراټيک واک ته د بدلون پر مهال دغه توپير وساتي.


هما يوه ٣٢ کلنه پوليسه چى د طالب مليشه وود واک پر مهال ټول وخت د چادري اغوستو ته اړ ايستل شوى وه ، او ټول وخت د وزارت د ودانۍ څخه وتلى نشوه او نارينه و سره له خبرو کولو منع شوى وه وايي د هغى ژوند په غير مقايسوي توګه اوس ښه دى.


هغه وايي اوس زما يوازنۍ هيله داده چى د کابل په مارکيټ کي په بشپړ يونيفورم کى وګرځم. هغى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل دا اوس مهال هغه خپل خاکي رنګه يونيفورم يعنى پطلون او جمپره، تور کمربند او پيک داره خولۍ چى دفتر ته ورسيږي اغوندي او چى بيرته کور ته ځي نو بيا خپلى عادي جامى اغوندي.


د هغى همکارى نفيسى وويل: د ښځينه پوليسو د يونيفورم د اغوستو په اړه ډير مخالفت شته دى، نو له همدى امله يي په عامه ځايونو کى نه اغوندي.


د کورنيو چارو د وزارت يوه پخوانۍ ٣٥ کلنه ميرمن چى د نوي پروګرام په چوکاټ کى روزنه تر لاسه کوي او ويي نه غوښتل چى خپل نوم په ډاګه کړي، جوته کړه چى دا ډول چال چلند او کړنلارى په افغانستان کى ژورى ريښى لري. ډيرى ښځى لا اوس هم برقع پر سر کوي، که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په شان اوس حتمي نه بلل کيږي خو ټولى ښځى پړوني يا شالونه پر سر کوي.


هغه مهال چى ١٥ کاله وړاندى زه د لومړي ځل له پاره له يونيفورم سره کار ته ولاړم، زما خپلو او خپلوانو له ما سره اړيکى غوڅى کړى ګوندى چى ما کومه ستره ګناه کړى وي. هغه وخت مى چندان ورته پام ونه کړ او د يونيفورم په اغوستو مى خپل کار ته دوام ورکړ. پايله يي دا وه چى چا راته د واده کولو وړانديز ونه کړ. لا هم داسى بولم چى زما قرباني د خپلى دندى له پاره پر ځاى وه او د دى وړتيا يي درلوده.


٦٠ تنو نويو کسانو د يوه درى کلن روزنيز کورس په ترڅ کى تعليم پيل کړى، چى د دغه کورس له بشپړيدو وروسته به دوى له هغو ٣٠٠ نورو ښځينه پوليسانو سره په کابل کى يو ځاى شي چى د کمونست پلوه نجيب اله رژيم چى په ١٩٩٢ کال کى نسکور شو روزل شوي و. د اوس مهال له پاره د افغانستان ولايتونه چى ځينى يي د غښتليو جنګ سالارانو له خوا اداره کيږي او هلته د دوى خبره پخپله يو قانون دى نو د ښځينه پوليسو روزنه به د ولايت کار وي.


د پوليسو د اکاډمى د وياند په وينا دوى د ښځو له خوا بى شميره غوښتن ليکونه تر لاسه کړي چى په کورس کى د دومره تعداد له پاره ځاى نه لري.


ډيرى ښځينه پوليسانى به په ځانګړو چارو بوختى وي لکه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کى د اسنادو څار او کتنه، په حکومتي ودانيو کى د ښځو تلاشي او کابل ته د وتو اوننوتو پر لارو د پوليسو په پاټکونو کى د دى ډاډ تر لاسه کول چى د طالبانو او القاعدى د ملاتړو له خوا پلازمينى ته وسلى ورداخلى نه شي.


٢٠ کلنه رويا چى په روزنه پيل کوي وايي د افغانستان په شان په يوه ټولنه کى کله ناکله نارينه پوليسو ته لا کار کول ګران وي. ځينى وخت جرمونه په داسى ځايونو او حالاتو کى تر سره کيږي چى نارينه پوليسان هلته د افغاني، اسلامي اصولو او دودونو له امله څه نه شي کولى. له همدى امله ما پريکړه کړى چى يوه پوليسه شم او په ټولنه کى دغه خاليګاه ډکه کړم.


که څه هم په کابل کى د زاړه پالو له مقاومت سره سره داسى ښکاري چى اکثر خلک د پوليسو په ځواک کى د شمير د زياتوالي هرکلى کوي، پداسى حال کى چى جرم او امنيت هغه موضوع ګانى دي چى عادي خلک يي په اړه انديښنه لري. په پلازمينه کى د ٨٠٠٠ په شاوخوا کى پوليسان دي، داسى ښکاري چى آن ځينى سخت دريزه پخواني مجاهدين دا مني چى ښځينه پوليسانو ته اړتيا ليدل کيږي. د مولوي خالص د حزب اسلامي يو قومندان داد محمد وويل: موږ ښځينه ډاکترانو، نرسانو ته اړتيا لرو نو په هم هغه شان ښځينه پوليسانو ته هم ضرورت شته.


که څه هم هغه د ښځينه پوليسانو د يونيفورم په هکله وويل: چى ښځى بايد شالونه پر سر کړي ، نه خولۍ. هغه زياته کړه: د افغانستان په شان په يوه ټولنه کى يوه ښځه د شال په سر کولو سره ښه کار کولى شي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists