ښځينه جګړه ماره له بغاوت لاس اخلي

بالاخره حكومت پر يوې جگړه مارې مېرمنې برياليتوب تر لاسه كړ، چې د ملېشو د قوماندان په نوم يي ځان يادولواو داسې پلان يي ونيو، ترڅو هغه په يوې دندې وګوماري او له ستونزو څخه ځان وژغوري.

ښځينه جګړه ماره له بغاوت لاس اخلي

بالاخره حكومت پر يوې جگړه مارې مېرمنې برياليتوب تر لاسه كړ، چې د ملېشو د قوماندان په نوم يي ځان يادولواو داسې پلان يي ونيو، ترڅو هغه په يوې دندې وګوماري او له ستونزو څخه ځان وژغوري.

((جنګ سالارې)) په نيولو يو كوچنى برى تر لاسه كړ، چې له دريو لسيزو څخه د زياتې مودې راهيسې يي د جګړه مارانو د يوې ډلې مشري كوله. څه شى چې دا موضوع ترنورو هغو بيلوي، هغه دادى چۍ د ملېشو دا قوماندانه يوه ښځه ده.



د كوترې په نوم د مشهورې بي بي عايشې د نيولو پرځاى په دندې باندې د هغې د ګومارلو په اړه د حكومت پرېكړه د ځايي خلكو د خپګان لامل شوه. هغوى وايي، د هغې د تېرو كړنو له مخې هغه ښايي ولسي ژوند ته زړه ښه نه كړي، چې د حكومت د كار په پرتله اسانه كار دى.



ښايي كوترې به هيڅكه داسې نه وي انګيرلې، چې د جنسيت برابرۍ ته زيان رسوي، خو كلونه كلونه هغې داسې څرګنده كړې، چې يوه ښځه د خپل نارينه جنګ سالار سيال په څېر بېرحمه او سخت زړې كېداى شي.



كوتره اوس د ۵۵ كلونو په شاوخوا كې عمر لري او له روسانو نيولې بيا تر طالبانو او آن تر كرزي پورې يي له هر دولت سره منګولې لګولي دي.



تردې وروستيو وختونو پورې په هغې باندې له طالبانو او د هغوى له ملاتړو برسېره د يوازينۍ ملېشې قوماندانې په توګه شك كيده. طالبان له افغان دولت سره ښكاره مخالفت لري.



هغه تېره مياشت له خپلو پنځو خپلوانو وسله والو سړيو سره دولت ته تسليمه شوه. په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو تر راپرځېدو وروسته دا دويم ځل دى، چې هغه خپلې وسلې په ځمكه باندې ږدي.



كوتره په خپل پلرنې ټاټوبي، د كابل شمال ته د بغلان په ولايت كې مشهوره څېره ده.



كيسه داسې ده، چې هغه په ناڅاپي ډول هغه مهال د جګړې ډګر ته راګډه شوه، چې د شوروي پلوى دولت سرتېري دهغه زوى ووژلو کوترې ټوپک ته لاس کړ دخپل زوى قاتل يي پخپلو لاسونو ووژلواو بيا له هماغه وروسته دشورويانو په وړاندې جګړه پيل کړه او قوماندانه شوه



ددې برياليتوب له امله هغه په جمعيت اسلامي تنظيم كې د ځايي قوماندانې په توګه وګومارل شوه، چې احمد شاه مسعود يي پوځي مشري په غاړه درلوده. په ۱۹۹۶ كال كې د طالبانو له خوا د كابل ترنيولو او شمال لوري ته د ورتګ وروسته داسې ادعا كېدې، چې كوتره د يوې ۲۰۰۰ كسيزې ډلې په مشرۍ شمال ته د هغوى د پرمختګ لاره ډب كړې وه.



طالبانو ته د امريكا د متحده ايالتونو له خوا له ماتې وركولو وروسته، كوترې د بې وسلې كولو تر پروګرام لاندې خپلې وسلې حكومت ته وسپارلې. هغه د ۲۰۰۲ كال په بېړنې لويه جګه كې د نهرين د خلكو د استازې په توګه د يوې لنډې مودې لپاره سياسي ډګر ته ورداخله شوه. دې لويې جرګې د حكومت جوړښت منظور كړ او حامد كرزى يي تر ټولټاكنو پورې د دولت د مشر په توګه وټاكه.



خو ظاهرا هغه په جګړې پسې خپه وه.



هغې آى ډبليو پي آر او نورو خبري رسينو ته وويل: ((طالبانو ته ترماتې وركولو وروسته ما خپلې ټولې وسلې حكومت ته وسپارلې. ورسته مې خپلې غواوې وپلورلې او بېرته مې وسلې واخيستې.))



كوترې په دې وروستيو كلونو كې د حكومت په وړاندې په وسله وال بغاوت او همدارنګه غلا، شوكو او د نشه يي توكو په راكړې وركړې او ليږدونې باندې تورنه ده.



هغې خبريالانو سره د خبرو پرمهال په غلا او نورو امنيتي ستونزو كې د لاس لرلو څخه غاړه وغړوله.



سږكال د حكومت زغم پاى ته ورسېد. د مى په مياشت كې امنيتي ځواكونو د كوترې د نيولو لپاره عمليات پيل كړل.



هغه په تېښته بريالۍ شوه او له خپلو وسله والو سړيو سره ته غرونو ته وخته.



په شمال كې د پوليسو قوماندان، جنرال غلام مصطفى پتنګ اخطار وركړ، چې كه چېرته هغه او د هغې بانډ ځانونه تسليم نه كړي، نو پوليس به هغوى له منځه يوسي.



څنګه چې پتنګ د ملي اردو او ناتو ملاتړ درلود، نو كوترې وپتېله، چې له بغاوت لاس واخلي.



اوس چې هغه حكومت ته په لاس ورغلې ده، ګوري، چې څه معامله به ورسره وكړي.



د بغلان د امنيي قوماندان، جنرال عبدالرحمن سيد خيلي وويل: ((څنګه چې هغې ځان تسليم كړ، نو حكومت به هغه وبښي. كه چېرته څوك په هغې باندې د بل يوجرم تور ولګوي، نو هغه بايد پخپله په محكمه كې د هغې په وړاندې ځواب ووايي.))



د بغلان والي، عبدالجبار حقبين تر نور زيات د روغې جوړې پلوي و. هغه وويل: ((د ولايتي چارواكو د هلو ځلو او خبرو اترو په پايله كې هغې خپل مخالفت ته د پاى ټكى كېښود او ځان يي حكومت ته تسليم كړ.))



حقبين وويل، د هغه ولايتي اداره په پام كې لري، كوترې ته يوه څوكۍ وركړي.



ځايي اوسيدونكي وايي، كوتره لا تر اوسه هم خطرناكه ده او بايد تر سترګو لاندې وساتل شي. يو اوسيدونكي د نوم د نه ښِودلو په شرط وويل: ((كوتره د ملا دادخدا په نوم له يو ځايي طالب قوماندان سره متحده ده، چې په دې وروستيو وختونو كې د بګرام له زندان څخه تښتېدلى و. هغه د امام سبز په نوم له يو بل ځايي جنګ سالار سره اړيكې لري. د نشه يي توكو د لېږد رالېږد ټولې لارې د هغوى په لاس كې دي.))



ددې سړي د وينا له مخې دا درې تنه د كوكنارو د كروندو په سيمې كې عمليات كوي. د كروندګرو ملاتړي او له پوليسو سره جنګ جګړې كوي.



هغه وويل: ((كه هغه بندي نه شي، نود پخوا په څېر به بېرته واوړي.))



د كوترې د نورو انډيوالانو د ځاى ځايګي معلومول ګران كار دى. د ځايي اوسيدونكو او چارواكو د وينا له مخې هغه تر خپلې قوماندې لاندې له ۲۰۰ څخه زيات وسله وال كسان لري.



د نهرين يو استوګن وويل: ((دا بيخې رښتيا ده، چې هغه په لسګونو وسله وال كسان لري. كه نه يي لرلاى، نو ښايي، چې حكومت هغه ډېر پخوا نيولى واى.))



هغه شك څرګند كړ، چې ښايي كوتره خپل سړي داد خدا ته وركړي وي.



هغه وويل: ((كوتره د جګړې له تخنيك سره بلد ه ده. خپل ټول سړي يوه پلا نه تسليموي. ښايي دا د هغې يو تاكتيك وي. كېداى شي، يو ځل بيا په غرونو كې له هغوى سره يوځاى شي.))



چارواكي د كوترې په دې چل باندې سترګې پټوي. هغوى آى ډبليو پي آر ته وويل د هغې د بغاوت وخت پاى ته رسيدلى دى.



د امنيي قوماندان سيدخيلي وويل: ((دا ټولې هسې اوازې دي. هغه به خپل سلګونه سړي چېرته پټ كړي. هغې د خپلو يو څو تنو زامنو او لمسيانو مشري كوله. هغوى ټول تسليم شوي. هغې په غرنيزو سيمو كې د غلا يو څو ځالې لرلې.))



((خو اوس هغه ځواك نه لري او د يوې عادي افغانې په څېر ژوند كولى شي.))
Frontline Updates
Support local journalists