ښځى له حمامونو ګټى اخلي

د کابل د حمامونو بيا جوړيدل ښځو ته د يو بل د ليدو او آن د ژوند د معيشت لپاره د يو څه تر لاسه کولو چانس برابروي.

ښځى له حمامونو ګټى اخلي

د کابل د حمامونو بيا جوړيدل ښځو ته د يو بل د ليدو او آن د ژوند د معيشت لپاره د يو څه تر لاسه کولو چانس برابروي.

Monday, 21 February, 2005

د هرى پنجشنبى په ورځ سهار د وخته په سخته سړه هوا کى د سهار له رڼا وړاندى ٢٨ کلنه نفيسه او د هغى څلور ماشومان د بس ګاډي د دوو تم ځايونو هومره د کابل په کوڅه کى پداسى حال کى لار وهي چى لاټين يا څراغ ، د ځان د وچولو لپاره دستمالونه، صابون، سنګ پاى يا د پښى پريمينځلو ډبره، د غاښو برسونه، يو سطل او تاملوت يي په لاس کى وي. د سهار ٥ بجى لا نه وي چى دوى د دروازى مخ ته ځوړند تلتک ليرى کوي او د تايمني حمام ته د ځان مينځلو لپاره ورداخليږي. دا د دوى اونيز حمام وي .


نفيسه وايي دا ډير ښه وخت دى چى ځان ومينځل شي. پر ٨ يا ٩ بجو ګڼه ګوڼه ډيره وي او بيا د خپل وار د رسيدو لپاره بايد ډيرى ګړۍ انتظار وباسم. دننه بريښنا نه شته. لخ همدى امله زه خپل لاټين يا څراغ راوړم تر څو وکولى شم خپل ماشومان په رڼا کى ومينځم.


د ډيرو نورو کابليانو په شان ، ښايي د نفوسو نيمايي، نفيسه ځکه حمامونو ته راځي ځکه هغه بله لار نه لري. هغه يه يوه کرايي کور کى اوسيږي چى تشناب نه لري، او د کورنۍ جګړى پر مهال وران شوى. نور خلک له دى امله راځي چى تشنابونه يي ډير زاړه وي او يا هم د اوبو داسى سيستم نه شته چى دوى پرى اتکا وکولى شي.


د نفيسى لپاره د ځان مينځلو په خاطر د دومره مزل وهل عادي خبره ده ، د حمامونو کارول په تيرو څو کلونو کى دود ګرځيدلى او داسى ځينى حمامونه هم شته چى تاريخ يي له سلو کلونو زيات دى.


د کورنى جګړى له امله وراني او ورسره د کډوالو ستنيدل، تير کال د حمامونو لپاره اړتيا لاپسى زياته کړه. د موجوده حمامونو بد حالت د هغو ساتنى او جوړونى ته د پام نه کول د دى سبب شول چى ګڼ شمير سازمانونه سره په ګډه کار وکړي او هغه جوړ کړي.


له پخوانيو ٩٥ حمامونو څخه ٣٠ د اروپايي اتحاديي، له ښاروالى سره د مرستى په په ترڅ کى د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام او د ښځو او روغتيا د وزارتونو په همکارۍ د ٥٠٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په مرسته بيا جوړ شوي.


تير کال د جولاى په مياشت کى د کابل د حمامونو د سروى په نتيجه کى چى کاي يي يوه مياشت وړاندى بشپړ شو څرګنده شوه چى ٤٨ نور حمامونه دومره زيانمن شوي چى د جوړولو لپاره څه پاتى نه دي.


انجنيره ګلالۍ چى د حمامونو د جوړولو د ډلى ښځينه غړى ده وايي: په تير وخت کى ښځى او نارينه دواړه دغو حمامونو ته تلل ، خو هغه مهال چى په ١٩٩٦ کى طالبانو واک تر لاسه کړ دوى حمامونو ته د ښځو د تلو مخه ونيوله. هغه حمامونه چى د کابل په ښار کى حالت يي خراب او نړيدو ته نژدى و.


ملالى چى د ښاروالى د جوړونى په برخه کى کار کوي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي وويل: د حمامونو ډيرى مالکين نه غواړي چى حمامونه يي د ښځو لخوا د کارولو له پاره جوړ شي ، خو ما ورته قناعت ورکړ. اوس له ٣٠ څخه يوازى ده يي د نارينه و لپاره دي. ځينى يي د جلا برخو د جوړولو لپاره کوچني و ، نو دوى په دوو جلا وختونو کى کارول کيږي يعنى سهار د نارينه و له خوا او ماسپښين د ښځو له خوا.


د قلعۀ فتح اله په چراغ علي حمام کى ، ګڼ شمير ښځى په خونو کى ځانونه مينځي، سره خاندي او خبرى کوي. انجنير مرضيه چى د بيا رغونى د ډلى يوه بله غړى ده د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ په حمام کى د ښځو لپاره جلا برخى جوړى کړي دي او دغه راز حمامونه مو پراخ کړي چى ورسره مو د جامو لپاره الماري ګانى ورکړي، او په هغو برخو کى مو شاورونه لګولى چى نوي واده شوي ميرمنى ځانونه مينځي. موږ غوښتل چى هلته سينګارځاى جوړ کړو خو مالک له موږ سره ونه منله.


د پروژى ملاتړى په غيرمستقيمه توګه هيله مند دي چى ښځى لازياته کورواکي او واک تر لاسه کړي. حمام دوى ته داسى يو بل پرځاى امکان برابروي چى له کور څخه ووځي ، ښايي د خاوند اجازه ور سره وي او يا نه وي ، دا يو چانس دى چى له ښځو سره وويني او آن خپل د ژوند معيشت پرى تامين کړي.


د تايمني په ناحيه کى د حمام څښتنه مرضيه وايي: د سهار له ٩ بجو څخه تر د ماښام ٥ بجو پورى هر ورځ نژدى ١٠٠ تنه مشتريان يي حمام ته راځي. لويان او کوچنيان هر يو د سړي سر ٩ او ٥ افغانۍ ورکوي. هغه وايي د دغه حمام له لارى زه خپله ١٠ کسيزه کورنۍ ساتم. له هغه راهيسته مى چى دا کار پيل کړى زما په ژوند کى ډير ښه وتالى راغلى از زياته يي کړه چى د هغى حمام د سخت دريزه طالبانو له خوا د ١٩٩٦ کال څخه تر ٢٠٠١ کال پورى تړلى و.


هغى دا ومنله چى حمام لا خپلى ستونځى لري. هغى وويل: زموږ حمام خو جوړ شوى مګر بريښنا په دوامداره توګه نه وي. د جامو ايښدولو ځاى جوړ شوى خو کوچنى دى او موږ ترى سم کار نه شو اخيستلاى.


فاطمه چى ښځو ته د جامو په وسيله مساژ ورکوي، غواړي خپل څلور ماشومان او خاوند وساتي. وايي زه د ورځى ٧ مشتريان لرم او هر ه يوه راته ١٠ افغانۍ راکوي.


پداسى حال کى چى حمامونو د ښځو په ژوندانه کى ښه والى راوړى ، هر څوک پرى خوشحاله نه دي. يوى ٣٠ کلنى ميرمنى مينى چى د تايمني په حمام کى يي ځان مينځه زموږ خبريالى ته وويل : اوبه تودى نه دي، ځمکه پاکه نه ده او ډيره ګڼه ګوڼه هم ده. خو زه په کور کى ځان مينځلى نه شم ځکه د ونګ مواد ګران دي.


يوى بلى ميرمنى درخانۍ چى ٢٥ کلنه ده وويل: زما نه خوښيږي چى حمام ته ولاړه شم ځکه دا ګناه ده. ښځى يو او بل ته پداسى حال کى ګوري چى جامى يي نه وي اغوستي. که څه هم دوى ټول له يوه جنس دي، خو زموږ مذهب ښځو ته اجازه نه ورکوي چى يو بل پرته له جامو وويني.


Frontline Updates
Support local journalists