شمالي ښار مهمې ورځې ته چمتووالى نيسي

د چارواکو د وړاندوينې له مخې ښايي تر ١٥٠ زرو پورې ميلمانه مزارشريف ته د نوروز د لمانځلو په مراسموکې د ګډون لپاره راشي.

شمالي ښار مهمې ورځې ته چمتووالى نيسي

د چارواکو د وړاندوينې له مخې ښايي تر ١٥٠ زرو پورې ميلمانه مزارشريف ته د نوروز د لمانځلو په مراسموکې د ګډون لپاره راشي.

Wednesday, 16 November, 2005

د افغانستان په شمالي ښار، مزارشريف، کې د نوي کال د لومړۍ ورځې لمانځلو مراسم ښايي د طالبانو تر رانسکورېدو راوروسته تر ټولو لوى او ستر مراسم وي.


هغه شان چې ددغه ښار اوسېدونکي د نوروز د ورځې د خواړو لپاره چمتووالى نيسي، چارواکي هم د هغې له رارسېدو دمخه د امنيت په ټينګولو بوخت دي، هغه چې زيات شمېر افغانان اوپه سلګونو زيارت کوونکي په افغانستان کې د نوي کال د پيل په مراسمو کې د ګډون لپاره د حضرت علي کرم الله وجهه مبارکې روضې ته راځي.


د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د نوي کال لومړۍ ورځ د مراسمو په ترځ کې په مزارشريف کې په ډېر شوق او ولولو لمانځل کيږي.


د چارواکو د وينا له مخې توقع ده، چې سږکال به د ١٥٠ زرو تنو په شاوخوا کې خلک د نوي کال د لمانځلو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د مزارشريف ښار ته ورسيږي. تېر کال دا شمېره له ٩٠ زرو څخه تر سلو زرو پورې اټکل شوې وه.


د نوي کال د لومړۍ ورځې په سهار (د مارچ شلمه) به چارواکي په سپينوزرو پوښل شوې جنډه د روضې مبارکې په سر هسکه کړي. د مراسمو په ترځ کې به ويناوې تر سره شي او په هېواد کې به د سولې او سوکالۍ لپاره دعا ګانې وشي.


په پام کې دي، چې ددغې ورځې په ماسپښين د ښار په جنوبي برخه کې د وزلوبې ستره ننداره جوړه شي، چې په زرګونو خلک به په کې ګډون وکړي.


وزلوبه په افغانستان کې يوه زړه او او مشهوره په زړه پورې لوبه ده، چې په غښتليو آسونو سپاره لوبغاړي د نورو لسګونو غښتليو سپرو په ډله کې هڅه کوي، چې وزه دهلال دايرې ته ورسوي.


د امنيتي لاملونو له مخې چارواکو لا تر اوسه نه ده په ډاګه کړې، چې کوم لوړپوړى چارواکى به په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د مزارشريف ښار ته ورشي.


توقع ده، چې په دې مراسمو کې به د افغانستان اوهمداشان د ګاونډيو اسلامي هېوادونو زيارت شمير زيارت کوونکي ګډون وکړي. په سپينو زر دا پوښل شوې جنډه تر څلوېښتو ورځو پورې هسکه وي. په دې موده کې زيات ناروغ افراد په دې هيله روضې ته د زيارت لپاره راځي، چې خداى روغتيا ورپه برخه کړي. په خلکو کې داسې معموله ده، چې نابينا (او شل) ناروغان په دې ورځو کې له دعاګانو وروسته د لېدو او ګرځېدو ځواک بېرته تر لاسه کوي.


د وچې مېوې يو پلورونکى محمد يعقوب وايي، چې د مزارشريف ښاريانو لا له پخوا د بادامو، غوزانو، (وچو) زردالانو، مميزو (وسکو) او د پستې ډېرۍ د خرڅلاو لپاره چمتو کړي دي. نوموړي په دې هکله هم معلومات ورکړل، چې په څه ډول کورنۍ يوه شپه دمخه وچه مېوه او زړي لمدوي، تر څو د نوروز دوديز څښاک"هفت مېوه" ترې جوړه کړي.


محمد يعقوب وويل، د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د خلکو د اقتصادي ودې د نوروز مراسمو ته ځانګړى رنګ ورکړى دى. هغه وايي: "د طالبانو پر مهال کار او روزګار نه و، خلکو خپلې لومړنۍ اړتياوې نه شوې پوره کولاى، له دې امله خلکو هم نه شواى کولاى وچه مېوه راونيسي. موږ اوس د خپلو دودونو او اسلامي معتقداتو په تر سره کولو کې آزاد يو."


د مزارشريف د ښاروالۍ لومړي مرستيال او د نورزو د مراسمو د کميسون غړى، انجنير جان محمد وايي، د ښار چارواکي لګيا دي ميلمستونونه چمتو کړي، تر څو د زيات ميلمنو لپاره د اوسېدو ځاى چمتو کړي او ممثلين اوسندرغاړي راټولوي، چې خلکو ته په دې ورځې کنسرتونه ورکړي او نندارې جوړې کړي. چارواکي په پام کې لري، چې روِضه او د مزارشريف ښار د ختيځې برخې، فردوسي پارک، سينګار کړي، په ښا رکې ګلدانونه جوړ کړي اود خلکو د اسانتياوو لپاره عمومي ټټۍ جوړې کړي. د مزارشريف ختيځه دروازه، د جمهوري دروازه، د ٤٥٠ زرو افغانيو په لګښت بيا جوړه او سينګار شوې. په همدې ډول د روِضي مبارکې ګاونډيو کورونو ته لارښوونه شوې، چې خپل کورونه رنګ کړي.


انجنير جان محمد وايي: "موږ د تېر کال په پرتله زيات توپير وينو. څنګه چې موږ د قانون د حاکميت په لور درومو. هيله ده سږکال به زيات ميلمانه راشي. له دې امله د تېر مهال په پرتله هڅه کوو، لازم چمتووالى ولرو."


د بلخ ولايت دامنيي قوماندان محمد اکرم خاکرېزوال وايي د نوروز په ورځو کې به د پوليسو او د دوو سيالو قوماندانو پورې اړوند د اوومې او اتمې فرقي د سرتېرو په ګډون ١٥٠ زره تنه امنيتي کارکوونکي په په امنيتي دندو ګومارل شوي دي.


خاکرېزوال وايي: "په تېرو کلونو کې ښا رته زيات وسله وال افراد راننوتل، خو دا ځل مو ښار ته د راتلونکو لارو امنيتي پوستو ته لارښوونه کړې، چې له وسلو سره خلک ښار ته د ننوتلو لپاره راپرې نه ږدي. ما هغوى ته لارښوونه کړې، دې ډول افرادوته هغه مهال ښار ته د راننوتو اجازه ورکړي، چې خپلې وسلې وسپاري."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists