شمالي جنګ سالار د خپل د زور ازمېښت وکړ

شخصي تربګني د شخصي اردو لرونکو زورواکو تر منځ د پرېکړې کولو په وړاندې د حکومت د وسه او وړتيا وازمايله.

شمالي جنګ سالار د خپل د زور ازمېښت وکړ

شخصي تربګني د شخصي اردو لرونکو زورواکو تر منځ د پرېکړې کولو په وړاندې د حکومت د وسه او وړتيا وازمايله.

Wednesday, 20 February, 2008
. د ملېشو پخواني قوماندان په کابل کې د خپل کور شاوخوا ته د راټولو شوو پوليسو ته دسوک په ښورولو دجنگ بلنه ورکوله



. د هغه د شخصي ملېشو او په شمال کې د زرګونو پلويانو په ملاتړ دوستم يو ځل بيا له قانون څخه د خپل ځان د لوړوالی څرګندونه وکړه.



پېښه هغه مهال د فبرورۍ په دويمه پيل شوه، چې دوستم د څه ناڅه 50 وسله والو سړيو په ملاتړ د خپل سياسي سيال، اکبر بای په کور يرغل وکړ.



د کابل د امنيې د قوماندان، محـد سالم احساس د وينا له مخې نوموړي جنرال زيات شراب څښلي و. د هغه سړيو په اکبر بای او د هغه د کورنۍ په څو غړو باندې بريد وکړ.



د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمری بشيري د هغې ورځې په سبا په يوې خبرې غونډې کې ددې پېښې پخلی وکړ.



بشيري وويل: "دوستم او (د پارلمان غړي) هاشم اورتاق او عالم ساعي د نېشې په حالت کې د ترکمنانو د شورا د مشر اکبر بای په کور يرغل وکړ. له هغوی سره له 60 څخه تر 70 پورې وسله وال سړي و. هغوی اکبر بای او د هغه يو زوی وډبولو. دوستم د پوليسو له رارسېدو وروسته له هغه ځای څخه ولاړ او اکبر بای روغتون ته يوړل شو."



پوليسو تر دې وروسته د وزير اکبرخان مينې کې د دوستم کور د فبرورۍ د درېمې نېټې د لسو بجو پورې شاوخوا پورې د څو ساعتونو لپاره محاصره کړ. جنرال د بام په سر ليدل کېدو او د زور د ښوولو لپاره يي خپل سوکان ښورول. د هغه تر پوزې په وسلو ښه سمبال سړي د بام په سر او د کور د دېوالونو تر شا ولاړ و.



خو کله چې پوليسو دهغه د بندي کيدو هڅه وکړه، خلکو په شمالي ولايتونو کې چې د دوستم د ځواک مرکزونه په کې دي، په لاريونونو پيل وکړ. د جوزجان، سرپل، فارياب، بلخ او سمنګانو په ولايتونو کې په سلګونه خلک د پوليسو د اقدام د غندلو په موخه لارو کوڅو ته راتوی شول.



د جوزجان په مرکز،شبرغان کې، چې د دوستم مرکزي دفتر په کې واقع دی، د هغه پلويانو د اکبربای دفترونو ته اور واچولو.



اکبر بای د دوستم پخوانی متحد و او هغه مهال د هغه له جنبش ملي اسلامي افغانستان له ګوند څخه جلا شو، چې د افغانستان د ترکتبارانو د شوراپه نوم يي خپل ګوند جوړ کړ. د دوستم په خلاف، چې د افغانستان د شمال د ډېره کيي لږه کيو ازبکانو څخه دی، اکبر بای ترکمن توکمه دی، سره له دې چې د "ترک" نوم ازبيکان او ترکمنان دواړه سره تړاو لري.



د جنبش ملي په نوم د دوستم سياسي ګوند اعتصاب کوونکي لمسول.



دوستم پخپله له جنبش سره (په څرګنده) نژدې تړاو نه لري. د ګوند مشري، نورالله کوي. نورالله په مزاشرريف کې يوه خبري غونډه راوبلله، چې د جنرال په وړاندې د چال چلن په هکله خپله غوسه او خپګان څرګند کړي.



هغه په لوړ غږ او غوسې وويل: "هغه چا چې د دوستم په کور باندې بريد کړی، غواړي په شمال کې وضع کاواکه کړي. دوستم يوازې نه دی. ټول ازبکان او ترکمنان له هغه سره دي. (د هغه د استوګنځي) محاصره د کورنيو چارو وزارت واک نه دی. د دوستم (دولتي) څوکۍ د کورنيو چارو له وزير څخه لوړه ده."



په اصل کې د مجاهدينو په وړاندې د شوروي تر ملاتړ لاندې ادارې لپاره د نامنظمو ملېشو مشر، دوستم خپل لوری بدل کړ اويو "جنګ سالار" شو او له هغې راوروسته د کورنۍ جګړې پر مهال د ګډوډۍ او ويجاړتيا لامل شو. د هغه د سرتېرو په وړاندې له بشري حقونو څخه د بې شمېره سرغړونو ادعاګانې موجودي دي.



د طالبانو له خوا له هېواده شړل شوی جنرال په 2001 کال کې د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې له ايتلاف سره يوځای شو.



د 2005 کال د مارچ له مياشتې راوروسته هغه د وسله وال پوځ د اعلي قوماندانۍ د درستيزوال په توګه ګومارل شوی دی. دا څوکۍ هغومره وزن او ارزښت نه لري. د هغه ګومارنه مازې يوه تشريفاتي خبره وه اويوازې ددې لپاره ترسره شوه، ترڅو هغه له شمال څخه ليرې وساتي او د ناوړه مشرولۍ مخه يي ونيسي.



دوستم د اغېز د نه درلودلو له امله ځان بې ارزښته وګڼلو او د حکومت د مخالفې ډلې، متحدې ملې جبهې کې يي ځان ډېر فعال کړ. متحده جبهه داسې يوه ډله ده، چې د حامد کرزي د اوسنۍ ادارې د بدلون په هکله خپل ارمان نه پټوي. ملي متحدې جبهې له پېښې وروسته د دوستم په ملاتړ يوه بيانيه خپره کړه.



دې مقابلې د دوستم د دريځ د پياوړتيا ښکارندويي وکړه. ښايي ددې کار لامل د شرابو له څکلو څخه راولاړ شوی وي، خو د مرکزي حکومت د ځواک په وړاندې په يوې ننګونې او چلينج پای ته و رسېد.



نورالله خبرداری ورکړ، چې د دوستم د سياسي ملګرو او د هغه د واک د کمزوري کولو لپاره د حکومت هڅې به ناوړه او جدي پايلې ولري.



هغه وويل: "که داسې کار بيا تکرار شو، نو د شمال نهه ولايتونه په سقوط وکړي."



د ولسمشرۍ پخوانيو ټولټټاکنو ته ولاړ او د ملي کنګرې د ګوند مشر، لطيف پدرام په کابل کې د فبرورۍ په څلورمه يوه خبرې غونډه کى تر دې هم مخکې ولاړ. نوموړی ددغې ډلې له غړو سره يو ځای د اکبربای کورته ننوتلي و او د دوستم د حضور په اړه يي د کورنيو چارو د وزارت څرګندونې ردې کړې.



پدرام خبريالانو ته وويل، که چېرته حکومت د دوستم په وړاندې له کوم اقدام څخه کار واخلي نو ټول شمالي ولايتونه به د مرکزي حکومت له کنترول څخه ووځي.



هغه وويل: "کله چې حکومت په شمال کې د لويو لاريونو څخه خبرتيا تر لاسه کړه، نو د دوستم د کور محاصره يي پای ته وروسوله."



د بلخ ولايت غښتلي والي او د دوستم پخواني مخالف، عطامحمد نور خبريالانو ته وويل چې د (ولايتونو) د کنترول د لاسه د ورکولو په اړه هره خبره پوچه او بې مانا ده.



هغه په بلخ کې خبريالانو ته وويل: "زه شخصا له دوستم سره کومه دښمني نه لرم. خو هغه څوک چې وايي، ټول شمال د دوستم ملاتړ کوي، مازې يو خوب ته پاتې کيږي. زه به هيچا ته اجازه ور نه کړم، چې د مرکزي حکومت په وړاند توطئه وکړي."



اکبر د فبرورۍ په څلورمه په 400 بستره ييز روغتون کې په خپل بستر کې د خپل ځان کيسه وکړه.



هغه وويل: "دوستم، لطيف پدرام ... د محمد عالم ساعي او محمد هاشم اورتاق په نومونو د ولسي جرګې له دوو تنو غړو او په سلګونو نورو وسله والو سره په نيمه شپه کې زما کور ته راغی. زه، زما يو زوی او دوه تنه ساتونکي يي ووهل. که پوليس په خپل وخت نه وای رارسيدلای نو هغوی به زه وژلای وم."



اکبربای وويل دوستم د يو شمېر اسنادو په لټه کې و، چې له ده سره موجود و.



هغه دوستم په قتل او ګډوډۍ تورن کړ او ويي ويل، چې ټول شمال به د دوستم او جنبش په وړاندې راپاڅوي.



په دې وروستيو وختونو کې اکبربای څرګنده کړې وه، چې دوستم د يو شمېر مشهورو ازبيک توکمو سياسي مشرانو په وژلو کې لاس درلود. هغه همدارنګه وويل، چې نوموړی جنرال له طالبانو سره هم معاملې کوي.



د کورنيو چارو وياند، زمري بشيري آی ډبليو پي آر ته وويل، دوستم څرګنده کړې وه، چې د قانون منلو ته غاړه ږدي او غوښتل يي د پېښې په اړه ځواب ويلوته چمتو دی.



هغه وويل: "زموږ په نظر دا يو جنايي موضوع ده . پوليسو په عادي ډول خپل دنده سرته رسولې ده. دوسيه او ټول جزئيات لويي څارنوالۍ ته استول شوي دي."



سياسي شنونکي، فضل الرحمن اوريا آی ډبليو پي آر ته وويل د هغه په اند ددې موضوع لامل د دوستم او د اکبر بای زړه دښمني ده.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "دا لومړی ځل نه دی، چې دوستم په اکبر بای بريد کوي. هغه پخوا هم د هغه د هغه د وژلو هڅه کړې وه. دوستم اکبر بای ته د خپل ځواک په وړاندې د يو ګواښ په سترګه ګوري. هغه داسې انګيرې، چې ګوندې امريکا د اکبربای ملاتړ کوي."



اوريا وويل، پر دې شخصي تربګنۍ برسېره د دوستم له خوا د مرکزي حکومت برالا ننګونه ډېره جدي ده.



هغه وړاندې وويل: "دوستم په حکومت باندې فشار راولي. هغه غواړي خلکو ته دا وښي، چې حکومت دده متابعت کوي. او په حقيقت کې دا رښتيا هم ده. نوموړي زياته کړه، دې پېښې څرګنده کړه، چې حکومت د جنګ سالارانو د زياتېدونکې پياوړتيا په وړاندې څومره کمزوری دی."



نوموړي وويل: "همدا اوس ټول جنګ سالاران د دوستم ننګه کوي. هغوی د هغه برياليتوب خپل برياليتوب ګڼي. نور به له دې پېښې څخه درس واخلي او ولس به يو ځل بيا د جنګ سالارانو په منګولو کې ولويږي."



يو بل سياسي څارونکی، احمد سعيدي له دې خبرې سره همغږی دی او هغه خطر ته ګوته نيسي، چې دا ځايي تقابل يي ښايي افغاني سياست ته ورسوي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "خلکو اوس له حکومت څخه مخ اړولای دی. هغوی په حکومت باور نه کوي. ټاکلي سياسي او پوځي کړۍ له دې حالت ګټه اخلي. هغوی وايي، کرزي پخپله دوستم په دې څوکۍ ټاکلی دی او اوس يي پرې زور نه سيږي."



د کابل زياتره اوسيدونکي د پېښې له امله خپه او هيبت وهلي و.



د ده افغانانو يوې اوسيدونکې، 40 کلنې صفيې آی ډبليو پي آر ته وويل په د ې پېښې کې د دوستم برياليتوب به نورو جنګ سالارانو او قوماندانانو ته جرات ورکړي، چې افغانان يي د کورنۍ جګړې پر مهال د مرګ، ژوبلې او په کنډوالو باندې د ښار د اړولو مسوول بولي.



هغې وويل: "د دوستم د اقدام په بهير کې هغه قوماناندان، چې له حکومت څخه به يي سترګه يو څه سوځېدله، اوس بړ شوي دي. هغوی به د نورو وژنو، غلاوو او زور زياتې لپاره ملا وتړي. دا خلک په بل څه نه پوهيږي. د هغوی ګټه د هېواد په بې ثباتۍ کې ده. له دې امله نه غواړي وضعه د ښه کېدو په لور لاړه شي."



هغې وويل: "که چېرته دا غلو د کرزي د زنې لاندې خوندي او مصوون ځای ومومي او هغه يي په وړاندې څه ونه کړی، نو بايد ځان له کاره ګوښه کړي."
Frontline Updates
Support local journalists