ښځې زيارت ته د ورتګ د منع کېدو له امله په غوسه دي

د بلخ ښځې وايي زيارت ته په اوونۍ کې د يوې ورځې پر ورکړ شوې اجازې بنديز تر ټولو وروستى او تازه ظلم دى.

ښځې زيارت ته د ورتګ د منع کېدو له امله په غوسه دي

د بلخ ښځې وايي زيارت ته په اوونۍ کې د يوې ورځې پر ورکړ شوې اجازې بنديز تر ټولو وروستى او تازه ظلم دى.

Tuesday, 25 May, 2010

په مزارشريف کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

د مزار شريف د حضرت علي کرم الله وجهه د مبارکې د روضې دروازې ته د وږمې په نامه ولاړه مېرمن په غوسه ده. يو پوليس روضې ته هغه له ننوتلو منع کړې ده. داسې وايي چې په روضه کې د اسلام د ستر پيغمبر څلورم خليفه، حضرت علي (رض) دفن دى. دمخه به د چهارشنبې په ورځو کې ښځې ته د زيارت لپاره روضې ته ورتلې، خو اوس حکومت د هغوى په ورتګ بنديز لګولى دى.

هغې ويلې: "کله چې به طالبانو د ښځو په وړاندې کوم ګام پورته کاوه، نو ټولې نړۍ به نارې وهلې او چيغې به يې وهلې چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. خو اوس چې [د بلخ والي] عطامحمد نور د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، ټوله نړۍ چوپه ده."

وروستى ځل ١٢ کاله دمخه وږمه هغه مهال روضې ته له ورتګ منع شوې وه، چې د طالبانو د پېر والي، عبدالمنان نيازې نارينه او ښځې ټول له زيارت څخه منع کړي وو.

ښځې په دې شمالي ولايت کې ددې کار له امله ډېرې په غوسه دي، چې په اوونۍ کې يوازې د چهارشنبې په ورځو زيارت ته په ورتګ يې بنديز لګول شوى دى. هغوى وايي دا يو تازه ظالمانه چال چلن دى او د تجارتې ګټې د پورته کولو په موخه اخيستل شوى دى.

زيارت ته ورتګ، چې کله ناکله غيراسلامي عمل بلل شوى، له پېړيو پېړيو راهيسې د افغاني فرهنګ يو دود دى او ښځې له کوره بهر وتلو لپاره هغه يو فرصت ګڼي.

پخوا به هره چهارشنبه د ټول ولايت په زرګونه ښځې نوموړي زيارت ته راتلې او دا ورځ به يې د متبرکو ځايونو د زيارت لپاره يوه ښه ورځ ګڼله.

ددې کار يو بل اقدام د روضې مبارکې په دروازو کې د پوليسو ګومارل دي، چې د زيارت له شاوخوا څخه د ښځو د تاوېدو مخه نيسي. يوازې د حج پرمهال په مکې مکرمې کې د کعبې شريفې له شاوخوا څخه راګرځيدنه روا ده.

نيوکه کوونکي وايي، عطامحمد د اساسي قانون له دې مادې څخه سرغړولى دى، چې وايي: "د افغانستان اتباع، ښځې او نارينه، د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري."

په شمالي ولايتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشر، مغفرت صميمي وويل: "که ديني شورا او د سيمې حکومتي چارواکي وايي چې د ښځو له خوا د حضرت علي (کرم الله وجهه) زيارت يو غيراسلامي کار دى، نو ولې هغوى ... د نوروز په ورځ بيرغ جيګوي. دا دواړه اعمال په اسلام کې ناروا دي."

هغې وويل: "نارينه د ښځو په څېر مسلمانان دي. که چېرته [زيارت] د ښځو لپاره ناروا دى، نو نارينه ولې ورځي؟ زما په اند د [حکومت] دا حکم يو طالباني عمل دى."

د بلخ د ديني شورا په سپارښتنه، عطامحمد دمخه په ودونو کې په نارينه سندرغاړو د سندرو ويلو او نارينه ګنډونکو ته د ښځو په ورتګ بنديز لګولى و.

نيوکه کوونکي په عطامحمد نور او د بلخ ولايت د ښځو د چارو پر رئيسې، فريبا مجيد زيارت ته پر ښځو د بنديز لګولو له امله تور پورې کوي. هغوى وايي، ښځې به اړ ايستل شي چې له ښاره بهر تفريحي پارکونو ته لاړې شي.

د ښځو يو تفريحي پارک د ښځو د چارو د وزارت له خوا د سويډن او جرمني هېوادونو د ولايتي بيارغاونې د ډلې په مالي مرسته جوړ شوى دى. [د بلخ ولايت] د ښځو د چارو رياست په هغې کې له اتو هټيو او يو رستورانټ څخه کرايه اخلي.

د مزارشريف اوسيدونکي فريبا وويل چارواکي له دې بنديز څخه ګټه پورته کوي، ځکه ښځې به د ښځو پارک او د ښار د خالد بن وليد په سيمې کې د نور د پارک په څېر نورو تفريحي ځايونو ته ځي او هلته به پيسې لګوي.

هغې زياته کړه: "له دې حکم له صادرېدو څخه وروسته به زيات شمېر ښځې پارکونو ته مخه کړي او حکومت به ډېرې پيسې لاس ته راوړي." ډېري ښځې پدې باور دي چې دخالد بن وليد دنور پارک دبلخ دوالى دى او هغه غواړي پدې توگه دښځو دورتگ له امله تکت واخلى او خپل جيبونه ډک کړي

خود بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد دا تورونه رد کړل، ويې ويل: " نه دخالد بن وليد پارک د والى دى او نه دا حکم دوالى له خوا صادر شوى دى دا حکم د ديني عالمانو د شورا او ولايتي شورا له خوا والي ته پيشنهاد شو او له بشپړو خبرو اترو څخه وروسته پرېکړه صادره شوه."

فرهاد وويل په هرې چهارشنبې د راغونډو شوو ښځو د شمېر زياتوالي ترافيکي ستونزې رامخته کولې او په زيارت کې يې نورو زيارت کوونکو ته سرخوږى پيدا کاوه. هغه په ټينګار وويل چې والي ددې حکم په صادرولو کې شخصي دلچسپي نه درلوده.

د ښځو د چارو رئيسې، مجيد وويل دا بنديز د هغوى د رياست او د ديني عالمانو د شورا له خوا په ګډه وړاندې شوى دى.

هغې وويل، زيارت کوونکې مېرمنې هم په ښار کې د ترافيک د ګډوډۍ او هم د نارينه ګانو د مزاحمت لامل کيږي. مجيد زياته کړه: "د ښځو حقونو ته په دې حکم کوم زيان رسېدلى نه دى. هغوى کولاى شي تفريحي پارکونو ته لاړې شي."

د شکېبا په نامه د سيمې يوه اوسيدونکې د زيارت دروازې ته څېرمه ولاړه وه او ويې ويل، په زيارت کې دا نارينه ګان دي چې ښځې ځوروي. هغې زياته کړه: "د ښځو د چارو رئيسه زيار باسي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي، ترڅو والي خوشحاله کړي. حقيقت دادى چې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه شوې ده. دا ښځې دي چې د نارينه ګانو له خوا يې مزاحمت کيږي او خرابې خبرې ورته کوي."

د بلخ ولايت د ديني عالمانو د شورا مرستيال، مولوي عبدالرحمن وويل په اسلام کې د چهارشنبې په ورځو زيارت ته د ښځو ورتګ ګناه ده.

زيارتونو ته ورتګ نه يوازې بهرنيانو ته دا فرصت ورکوي، چې د افغان مېرمنو عکسونه واخلي او په بهر کې يې خپاره کړي، بلکې پخپله ښځې د زيارت او دعا پرځاى د سپېڅلو ځايونو سپکاوى کوي.

له دې امله د عالمانو شورا د موضوع په اړه د بلخ له والي سره خبرې وکړې او هغه ومنلې. هغه وويل: "والي تل زموږ غوښتنې په پام کې نيسي."

له زيارت بهر د مزارشريف اوسيدونکې، فاطمې، چې ويل يې په ايران کې يې ديني زده کړې دي، ټينګار وکړ، بنديز پخپله غيراسلامي دى. هغې وويل: "اسلام داسې يو دين دى چې ښځو او نارينه ګانو دواړه ته يې د عبادت برابر حقونه ورکړي دي. له دې امله په ميليونونه ښځې هرکال د حج د فريضې د ادا کولو لپاره مکې ته ځي."

هغې زياته کړه: "دا څه راز اسلامي حکم دى، چې نارينه زيارت ته د تګ اجازه لري، خو ښځې اجازه نه لري؟"

په سيمې کې د فرشتې په نامه د يو ې ليسې زده کوونکې وويل د چهارشنبې د ورځې زيارت ښځو ته يو فرصت و، چې له يو بل سره وګوري او خوند واخلي. هغې وويل: "زه به له دې وروسته خپلې انډېوالانې ونشم کتلاى. ځکه نجونې د نارينه ګانو په څېر په ازاد ډول د يو بل کورونو ته نشي تللاى."

د روضې شاوخوا د لارې د سر پلورونکي هم په نوموړي حکم خپه دي.

نفس ګل په کور کې پاخه کړي سل دانې پيره کي (بولاني) په يوې ټوکرۍ کې ايښي دي. هغې وويل، په کور کې څلور لوڼې او يو کوچنى زوى لري او دا د هغوى يوازې عايد دى.

هغې وويل: "د چهار شنبې په ورځو به مې د نورو ورځو په پرتله ښه ډېر پيره کي پلورل. اوس نه پوهيږم څه وکړم." 

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists