Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ښځى د سواد د زده کړى له حرکت څخه خوند اخلي

د متوسط عمر لرونکي او بى سواده ميرمنى، د سواد د زده کړى هغو روزنيزو ټولګيو ته راځي چى د حکومت له خوا جوړ شوي دي.
By Arifa Barat

پس له ٤٠ کلونو اوس شاه ګل، ناسم بس ته نه پورته کيږي، ځکه اوس هغه کولى شي د بس ګاډي لوحه ولولي. هغه اوس ډير په اعتماد سره د دوکانونو د کتار له مخى تيريږي ځکه چى له ليکنو يي پوهيږي چى دوى څه شيان پلوري.


هغه وايي تر ټولو ښه خبره اوس دا ده چى زه د خپلو بچيانو نومونه ليکلى شم.


تر دا يو څو مياشتى وړاندى ، شاه ګل د افغانستان د نورو مليونونو ښځو په شان سواد نه درلود.د هيواد د سواد کچ په سلو کى يوازى ٣٠ دى، او په ځنيو کليوالو سيمو کى تر دى هم ټيټ دى.


د شاه ګل دواړه زامن ، ظريف او شريف تر دولسم ټولګي درس ويلى، خو نه شي کولى چى سم کار پيدا کړي نو ځکه د ژوند د معيشيت لپاره ميوى پلوري. شاه ګل د تعليم پر ارزښت باور لري او دا ځکه چى هغه تر ډيره وخته ترى بى برخى پاتى وه.


شاه ګل په خپل کار ځاى يعنى د کرهڼى په پراختيايي بانک کى ، د سواد د زده کړى د لومړنيو ټولګيو زده کړه وکړه،ځکه چى هلته يي د ساتونکى دنده درلوده.


په کابل کى د حکومت هغه کارکوونکي چى سواد نه لري بايد د سواد د زده کړى په ټولګيو کى برخه واخلي، او سربيره پر دى له ښار څخه بهر هم په ځنيو ولسواليو کى دا ټولګي شته دي.


په تيرو دولسو مياشتو کى نژدى ٥٣٠٠ ميرمنو د ښوونى او روزنى د وزارت د سواد د زده کړى په ټولګيو کى ګډون کړى او ٥٦٠٠ سږکال شامل شوي .


د ٩ مياشتو په دغه کورس کى د لومړي ټولګي څخه تر د دريم ټولګي پورى د لوست تدريس کيږي. تعليمي نصاب يي په ځانګړي توګه د زيات عمر لروړنکو زده کوونکو لپاره جوړ شوى، استادان په مشخض ډول د ډيرى حوصلى خاوندان دى ، ځکه د ډيرو ميرمنو لپاره رسمي تعليم د ناول يا کيسى په شان دى. خو دا چى زده کوونکي د ټولګي تجربه نه لري نو دوى بيا تحرک لري.


پروين چى ٥٧ کلنه او د سواد د زده کړى په لومړي ټولګي کى ده وايي: هغه يوازينۍ کس ده چى خپل ٨ لمسيان او دوى نګيندى ساتي ځکه چى خاوند يي مړ دى او دوه زامن يي د کورنۍ جګړى پر مهال وژل شوي دي.


هغه مهال چى د کرهنى له پراختياي بانک سره د مينځنى او پاکونى کار خلاص کړي نو ټولګي ته ځي او له هغى وروسته کور ته ځي چى د کور په کار کى مرسته وکړي. پخپل وزګار وخت کى له خپل وراره اجمل سره چى په اووم ټولګي کى دى خپل درسونه لولي.


هغى وويل: که څه هم دا کار د هغى پر وظايفو چى لادمخه ډير زيات دي ، نور هم زياتوي خو ښوونځي ته له تلو څخه خوند اخلي ځکه له ډيرى مودى يي غوښتل با سواده شي.


که څه هم هغه ښځى چى له کورسونو فارغى شي کولى شي مسلکي ښوونځيو ته ولاړى شي، خو د ډيرو موخه د يوه کار يا دندى پرمختګ نه دى.


نسيمه چى په ٤٠ کلنۍ کى د لومړي ځل لپاره په ښوونځي کى ده د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: يو وخت ښځى په دى خبره خوشحاله کيدى چى ګاڼى ولري خو اوس دوى مهارتونه غواړي.


هغى وويل: د دوى د عمر له کبله دا ممکنه نه ده چى دوى ساينس پوهانى شي خو لږ تر لږه دومره خو کيدى شي چى ښى خبرى وکړي.


د همدغه ساده توانمندۍ له امله ٣٨ کلنى ګل جان وکولى شو د لومړي ځل لپاره له خپل خاوند سره په آزاده وغږيږي. هغه يو تعليم يافته سړى دى او ډير کلونه يي د ښوونى او روزنى په وزارت کى کار کړى، او په کابل کى د يوه سيمى وکيل ګذر يا مشر دى.


هغى وويل: پخوا به له خاوند سره په خبرو کولو کى وارخطا شوم ځکه چى ډاريدم د لغتونو په تلفظ کى را څخه سهوه و نه شي، او هغه به پر ما وخاندي. خو اوس چى هغى د اوبو او بريښنا په وزارت کى چى هلته د آشپزى په توګه کار کوي ، د سواد د زده کړى په ټولګيو کى درس ويلى نو پرته له کومى ويرى خبرى کوي. هغه وايي خاوند يي هم خوښ دى چى کولى شي له هغى سره ښه افهام او تفهيم وکړي.


هغه کولى شي له خپلو ماشومانو سره چى ٧ کلن او ٩ کلن دي مرسته وکړي چى حروف زده کړي. ماشومانو و نه شو کولى خپل د ښوونځي لومړي کلونه ووايي ځکه چى کورنۍ د طالبانو د رژيم پر مهال له کابل و وته او د جلال آباد له ښار څخه بهر په خيمو کى اوسيدل.


خو ډيرى نورى ښځى لا هم داسى امکان او فرصت نه لري. د سواد د زده کړى ټولګيو يوازى د يوى کوچنۍ برخى خلکو غوښتنو ته ځواب ويلى.


ډيرى ښځى چى واده وکړي نو خپل تعليم پاى ته رسوي، چى دا کار اکثره د ښوونځي د ثانوي دورى له ختمولو څخه وړاندي وي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځى ښوونځي ته له تلو څخه منع شوى وى.


که څه هم محافظه کاران په ډيرو سيمو کى د ښځو د تعليم مخالفت کوي، خو ډير عادي افغان نارينه په ځانګړي توګه د خپلو ميرمنو او لوڼو لپاره د دغه حق پلوي کوي.


محمد انور چى ميرمن يي شاذيه نوميږي او ډيره ليوالتيا لري چى پخپل ژوند کى د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته ولاړه شي وايي : د جګړى برياليتوبونو په افغانستان کى ټولى ښځى او نجونى د تعليم له شتمنى محرومى کړى . د ډيرو ښځو چى عمر پوخ دي د بيسوادۍ له امله يي ژوند خراب دى.


د شاذيي مور ماه جان د سواد د اړتيا په تائيد او تصديق وايي: ما ٦٠ کاله په جهالت کى تير کړل. بى سوادي زموږ د ټولنى د وروسته پاتى والي يو له لامل څخه دى. هغه هم غواړي چى ښوونځي ته ولاړه شي.


پداسى حال کى چى ماه جان نه شي کولى پيسى وشميري ، د پيسو د نوټونو عدد هم نه شي لوستلى.


د سواد د زده کړى مشرى ناجيي زهرا وويل: د ښوونى او روزنى وزارت سږکال نيت لري چى ٥٨ نور کورسونه د کابل په کار ځايونو او د ښار په لر او بر کى جوړ کړي. خو په ډيرو کليو او د افغانستان په نورو برخو کى ښځى داسى امکانات نه لري.


نور سازمانونه بيا کوچني پروګرامونه لري، ځينى يي ليک لوست او مسلکي روزنه سره يو ځاى کړي دي.


د افغاني ښځو د حقونو د صندوق په نامه د يوى ادارى د هماهنګى مشرى پلوشى حسن وويل: په دموکراسي کى د ښځو د فعال ګډون لپاره د سواد زده کړه مهم ګام دى، ځکه پر خپلو حقونو له پوهيدو نيولى په انتخاباتو کى تر ګډون پورى.


د ښوونى او روزنى وزير يونس قانوني دا اوونۍ وويل: د پاخه عمر لرونکو ميرمنو لپاره د سواد د زده کړى د پروګرام پيل سرعت نه درلود، خو وزارت نيت لري چى په چټکۍ سره يي وغزوي، او د کال تر پايه په ټولو ولايتونو کى ټولګي ولري.


خو ټولى ښځى د ښونځي د امکاناتو لپاره ليوالتيا نه لري. الف نسا چى د کرهڼى په وزارت کى د پاکوونى چارى تر سره کوي وايي: په ٤٥ کلنۍ کى په ټولګي کى د ناستى لپاره اوس يي نو عمر نه دى او هم ستومانه کوونکى دى. د هغى لپاره يي ګټه هم دومره ده چى له خپل کار څخه فرصت پيدا کړي.


هغه افسوس کوي ځکه چى څلور ماشومان يي هم سواد نه لري او وايي موږ د ړندو کسانو په شان يو چى خپله لار ليدى نه شي.


عارفه برات نيک سير په کابل کى خپلواکه ژورنالسته ده.