ښايي کرزى له يو شمېر مخالفينو سره موافقې ته ورسيږي

تر دې دمه د ووټونو د تر لاسه شوي شمېر له مخې د منځمهالې ادارې مشر د راتلونکي حکومت د جوړولو په هکله فکر کوي.

ښايي کرزى له يو شمېر مخالفينو سره موافقې ته ورسيږي

تر دې دمه د ووټونو د تر لاسه شوي شمېر له مخې د منځمهالې ادارې مشر د راتلونکي حکومت د جوړولو په هکله فکر کوي.

د کرزي د کمپاين وياند، حامد علمي په روانه اوونۍ کې وويل، چې که چېرته د منځمهالې ادارې مشر واک ته ورسيږي، چې ښکاري وبه شي، ښايي ماتو شويو يو شمېر مخالفينو ته په نوي حکومت کې د ګډون بلنه ورکړي او که چېرته هغه ټاکنې وبايلي، نو ښايي بيا هم په نوي حکومت کې پاتې شي.


علمي وويل: "که کوم بل کانديد ټاکنې وګټلې، موږ هم غواړو په هغه حکومت کې برخه واخلو." خو زياته يې کړه، هغه د حامد کرزي په ګټلو ډاډمن دى.


د اکتوبر تر ٢٢ نېټې پورې د ووټونو شمېرد کرزي برى ښيي. په ٦.٢ مليونو شمېرل شويو ووټونو کې، چې د ټولو ورکړ شويو ووټونو سلو کې ٧٥ څرګندوي، کرزي ٣،٣ مليونه يا په سلو کې ٥٤ اعشاريه څلور رايې وړي دي.


محمد يونس قانوني د ١،١ مليونو رايو په تر لاسه کولو په سلو کې اوولس اعشاريه پنځه رايې وړي، چې له کرزي ډېر وروسته په دويمه ليکه کې راځي. عبدالرشيد دوستم په سلو کې يوولس او محقق په سلو کې لس اعشاريه دوه رايو په تر لاسه کولو په درېمه او څلورمه ليکه کې راغلي دي.


د روزګاران د اوونيزي مسوول مدير او سياسي څيړونکي، پانغر نوراني وويل، کرزى ښايي خلک د هغوى د وړتيا له مخې غوره کړي، نه د سياسي ډلو ټپلو استازي. نوراني وايي: "د قانوني، محقق او دوستم په څېر يو شمېر کانديدان نه غواړي په انفرادي توګه له کرزي سره يوځاى شي."


د قانوني د کمپاين مرستيال، سيد حسين عالمي بلخي له دې ټکي سره موافق دى، چې د هغه کانديد ښايي په راتلونکي حکومت کې برخه واخلي. هغه وايي: "کله چې د ټاکنو پايلې څرګندې او روښانه شي، که هغوى يې وغواړي او که نه، موږ به له حکومت سره مرسته وکړو." خو هغه زياته کړه، که ادعا شوې درغلۍ په سمه توګه ونه څېړل شوې، نو ښايي کانديدان په خپلو دريځونو له سره غور وکړي.


د محقق لپاره يو وياند، مبارز وويل د هغه کانديدا ورته نظر لري. ويې ويل: "که چيرته هغه شيان چې ټاکنې يې له ګډوډۍ سره مخامخ کړې په سمه توګه وڅېړل شوې، نو موږ به له ولسشمر سره همکاري وکړو."


سياسي څيړونکي، محمد موسى معروفي وويل، کانديدان بايد آزاد وي، تر څو د راتلونکي ولسمشر ملاتړ يا مخالفت وکړي.، خوبايد د ولس د ګټو لپاره د ولسمشر د کارخنډ نه شي.


Frontline Updates
Support local journalists