رشيد د پاک حکومت ژمنه کوي

دا کانديد غواړي د فساداو د واک د ناوړو کارولو په وړاندې مبارزه وکړي.

رشيد د پاک حکومت ژمنه کوي

دا کانديد غواړي د فساداو د واک د ناوړو کارولو په وړاندې مبارزه وکړي.

Friday, 1 September, 2006

د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره د اتلسو کانديدانو په ډله کې محمد ابراهيم رشيدوايي، چې هېواد يې نور بهرني پوځي ملاتړ ته اړتيا نه لري.


هغه وايي: "د بهرنيو پوځونو شتون زموږ د هېواد په دود او فرهنګ ناوړه اغېز شيندلى او دهغوى شتون به هېڅکله هم افغانستان ته سوله رانه ولي. ځکه زموږ د هېوادوالو ډېرى له هغوى څخه ښې خاطرې نه لري. نوکه زه چېرته ولسمشرۍ ته وټاکل شوم، زه به د خلکو له منځ څخه يوه مسلکي اردو او پوليس وروزم او بهرني ځواکونه به له افغاسنتان څخه وباسم."


رشيد په ټينګه د ولسمشر حامد کرزي اداره وغندله او ويې ويل، چې بهرنۍ پوځي مرستي د فساد لامل شوي دي.


هغه وايي: "هېواد رښتينې خپلواکي نه لري. هغه په بهرني ملاتړ ساتل کيږي او امنيت يي د بهرنيانو له خوا نيول کيږي. ټولنيز عدالت نه شته، فساد خپل لوړې څوکې ته رسېدلى دى، او کرزى له حکومتي وسايلو څخه کار اخلي، تر څو په ټولټاکنو کې خپل برياليتوب يقيني کړي."


رشيد په کندهار، ارزګان، بغلان،کندوز، مزارشريف ، پلخمري او پروان کې کمپاين پرمخ وړى، دا مني، چې د کرزي د کمپاين په پرتله د هغه مبارزاتي کمپاين کمزورى دى. هغه وايي، چې په افغانستان کې د فساد ددود کېدو د واک د ناوړه کارونې له امله کانديدوالي ته هڅول شوى دى. هغه وايي: "د ملي يووالي او د قانون د واکمنۍ په نشتوالي له واک څخه ناوړه ګټه اخيستنه لا تراوسه روانه ده. مسلکي خلکو ته ﻻزم وخت ورکړ شوى نه دى، اداري فسادروان دى او دمجاهدينو هيلې نه دې پوره شوي. زموږحکومت د بل چا په لا س کې دى.... ځکه نو ما ديو وطنپال او دهېواد دخادم په توګه د مسووليت احساس وکړ، چې د ولسشمرۍ د ټولټاکنو لپاره ځان کانديد کړم."


رشيد په ١٩٥٤ کال کې په پلخمري کې زېږيدلى دى او په ١٩٧٨ کال کې يې د هند دلوديانا له پوهنتون څخه د اګرونومۍ په څانګه کې دپلوم تر لاسه کړى دى. له ١٩٨٤ څخه تر ١٩٩٣ پورې هغه د جرمن- افغان د کډوالو د موسسې مشر و. هغه پاکستان، مصر، سعودې عربستان، ترکيې، ايران او ازبکيستان ته زيات سفرونه کړي دي، تر څو افغانستان ته مرستې او بسپنې راټولې کړي. هغه په پښتو، دري، اردو، جرمني او انګليسي ژبو پروانې خبرې کوي.


رشيد وايي، سوله او امنيت په افغانستان کې د هغه دوه لومړيتوبونه دي، چې له امله يې د بيارغاونې پروګرامونه پلي کېداى شي. هغه وايي، چې افغانستان يو اسلامي جمهوريت او په ملي ارزښتونو سمبالې اردو ته اړتيا لري. هغه ژمنه وکړه، چې له اداري فساد، ترهګرۍ، بهرني يرغل او بېنظمۍ سره به مبارزه وکړي.


هغه وايي، چې بهرنۍ تګلاره به يې دخپلواکۍ په غښتلتيا،ملي يووالي، او ځمکنۍ بشپړتيا باندې متمرکزه وي. هغه وويل، د هغه اصول د اسلامي ارزښتونو هڅول، د افغانستان د ملي اونړيوال وقار ساتنه او دنورو هېوادونو په چاروکې نه لاس وهنه ده. هغه له شوروي اتحاد څخه د جګړې دتاوان د غوښتلو پلوى دى.


رشيد وايي، چې زياتره کانديدان د ښځو د حقوقو په اړه زياتره د خولې خبرې کوي. هغه وايي، چې کانديدان بايد له شعارونو وړاندې لاړشي او عملي ګامونه پورته کړي، چې د افغانستان د اساسي قانون له خوا يې تضمين شوى دى. هغه وايي: "د ښځو د حقوقو په اړوند زياتره څرګندونې تر اوسه پلې شوي نه دي." د اقتصادي پلانونو په اړه رشيد وويل، چې بهرنۍ مرستې ډېرې اړيني دي، خو دافغانستان د ملي سرچينو رغاول هم اړين دي. هغه وويل، هغه به "د فساد مخه ونيسي، د ښوونې او روزنې کچه به لوړه کړي، د حکومتي کارکوونکو معاشونه به لوړکړي او دندې به مسلکي خلکو ته وسپاري. هغه زياته کړه: "که ما خپلې زمنې سرته ونه رسولې نو استعفا به وکړم."


Frontline Updates
Support local journalists