پوليس د ستونزې يوه برخه

د قانون په پلي کوونکو ادارو کې د فساد شتون تر دې اندازې رسېدلی، چې يو والي د هغه په هکله د خبرو کولو پرېکړه کړې.

پوليس د ستونزې يوه برخه

د قانون په پلي کوونکو ادارو کې د فساد شتون تر دې اندازې رسېدلی، چې يو والي د هغه په هکله د خبرو کولو پرېکړه کړې.

Tuesday, 11 July, 2006
. هغوی د نيشه يي توکو له قاچاق وړونکو، ټوپک والاوو، د بدلمنيو د ځايونو د خاوندانو او جوارګرو څخه د بډې په اخيستلو تورن دي. هغه خلک، چې له پيسو ورکولو څخه ډډه وکړي، د پاکولو د کمپاين تر نامه لاندې بنديانيږي او له پيسو ورکولو څخه وروسته خوشې کيږي.



د پوليسو په ادارو کې د بډو اخيستل او فساد د هرافغان لپاره د ژوند يو حقيقت دی. خو د بلخ د والي لپاره دا يوه ټکان ورکوونکي خبره وه، چې د هغه سيمي پوليسو ته يي د دندې د سپارلو پر مهال څرګنده کړه.



تېره مياشت د بلخ والي عطامحمد په قهر او غوسې د ولايت دامنيي قوماندان او د پوليسو نورو افسرانو ته په يوې غونډې کې وويل: ((فساد ورځ په ورځ زياتيږي. تاسو له جوراګرو، بانديتانو، بدلمنو، د الکولو د کار وبار والاوو او آن له کيسه برو سره لا س لرئ. هغه جنايتکاران چې تاسو ورسره لاس لرئ، په ازاده توګه ګرځي راګرځي. هغه خلک چې ستاسو ملګري نه دي بنديانيږي. هغوی هم که بډې درکړي، خوشې کيږي.))



والي وويل، د پوليسو په ادارو کې د فساد د کچې د لوړتيا له امله د بلخ چارواکي خلکو ته امنيت نه شي ټينګولای.



هغه دا ومنله، چې د ملي پوليسو زياته برخه له پخوانيو مجاهدينو څخه جوړه شوې ده، هغه ځواک چې د شوروي يرغلګرو په وړاندې و جنګېد اوپه پاې کې پرې بريالی شو.



عطا، چې پخپله د پخوانيو مليشو يو وتلی قوماندان و ، وويل، يوازې د هغوی پخوانيو خدمتونو ته د درناوي له امله زړه نازړه دی، چې هغوی له کار څخه ګوښه کړي او که نه. هغه ګوته وڅنډله: ((که کارونه همداسې پر مخ ولاړ شي، نو له دې وروسته به د هيچا پروا ونه ساتي.))



د امريکا په متحده ايالتونو کې د بشري حقونو د څار ډلې د تېر می په مياشت کې يوه بيانيه خپره کړې وه او له ولسشمر حامد کرزي څخه يي غوښتنه کړې وه، ترڅو د پوليسو او د قانون په پلي کوونکي ادارو کې له بشري حقونو څخه سرغړوونکي په کار ونه ګوماري.



د بشري حقونو په بيانيي کې راغلي و: ((لږ ترلږه د امنيي د قوماندانۍ څوکيو ته څلور اوسني نومول شوي قوماندانان په هغه ليکه کې دي، چې له ناقانونه وسله والو ډلو سره د تړاو له امله پروسږکال پارلماني ټاکنو ته ونه درېدای شول. نور وتلي ګومارل شوي خلک له بشري حقونو څخه په سرغړونې، جنګ سالارۍ او د نيشه يي توکو په ليږدولو تورن دي. څو تنه نور نوماندي قوماندانان په وژنو، ځورونو، ډارونو، بډې اخيستنو، حکومتي فساد او د پوليسانو په پلټنو کې په لاسوهنو تورن دي.))



اوسمهال ولسشمر، حامد کرزی د ولسواليو د قوماندانانو په بدلولو بوخت دی. په يو څو ځايونوکې نوي خلک راوستل شوي او په يو شمېرخاوينو کې په ساده توګه يو څو تنه له يو ځای څخه بل ته بدل شوي دي.



د بلخ د والي د ګوتنيونې په ځواب کې د بلخ د امنيي قوماندان خان محمد مجاهد ژمنه وکړه، چې د خپلې ادارې په پاکولو کې به له هېڅ راز هلو ځلو څخه سر نه غړوي او په ولايت کې به امنيت ښه ټينګوي.



د نوموړي قوماندان وياند، شېرجان دراني له پوليسو څخه دفاع وکړه او آی ډبليو پي آر ته يي وويل: ((له جنايتکار انو سره د يو څو تنو پوليسو ملګرتيا ددې مانه نه لري، چې ټول پوليس دي په فساد اخته وي.))



زياتره افغانان وايي، له رښتينو پوليسانو سره په فساد باندې اخته هغه د هېواد دامينت په ګټه نه دی او نه دا ستونزه يوازې په بلخ يورې اړونده ده.



د کابل يو سوداګر، چې دا مهال مزارشريف ته د مال د پيرودلو په خاطر راغلی و، د مرکې پرمهال وويل: ((په سلو کې له نوي څخه زيات پوليس په فساد بوخت دي. پروسږکال زما هټۍ په کابل کې غلا شوه. له غلا وروسته مې په خپلې هټۍ کې د ځايي پوليسو د پېژندنې يو کارت لاس ته راوړ. کله چې مې د پوليسو ماموريت ته يوړ، قوماندان راڅخه واخيست او ګواښ يي راته وکړ، چې که چاته دې په دې هکله څه وويل، نو ژوند به دې خطر کې ولويږي.))



د مزارشريف اوسيدونکی، محمد رسول وايي، هغه مهال پوليس څنګه په خپلو دندو کې پاتې راغلل، چې د وري په مياشت کې وسله وال غله د هغه د ګاونډي کور ته د غلا لپاره راغلل. نوموړي وويل: ((غله د شپې يوه بجه راغلل. موږ پوليسو ته خبر ورکړ. تر يو ساعت پورې رانغلل، تر هغه چې غلو د کور يو غړی يي وواژه او وتښتېدل.))



رسول زياته کړه، د کور خاوند يو غل ونيو او د پوليسو په منګولو کې يي ورکړ. خو يوڅو ورځې وروسته هغه سړی خوشې شوی و.



رسول وويل: ((پوليس د غلا پرمهال د غلو ساتنه کوي.))



د قانون پلي کوونکي چارواکي ټينګار کوي، چې په 2001 کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو راوروسته د وضعې په سمون کې پرمختيا راغلې ده. په تېرو څلورنيمو کلونو کې د افغانستان په ټولو لويو ښارونو کې د پوليسو اکاډمي جوړې شوي دي. د پوليسو د فعاليتونو د ښه کولو په منظورامريکايان، برتانويان او جرمنيان په ګډه کار کوي.



د پنځو شمالي ولايتونو پوليسو د مزارشريف د پوليسو په اکاډمۍ کې روزنه تر لاسه کړې ده. په نوموړې اکاډمۍ کې هغوی ته د پوليسو، بشري حقونو، جزايي قانون او د ترافيکي مقرراتو په هکله روزنه ورکړ شوې ده.



د اکاډمۍ مشر، سمونوال سيد علم وايي: ((موږ د نن ورځې پوليس د پرون ورځې له پوليسو سره نه شو پرتله کولای. د پوليسو په جوړښت کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.))



هغه وويل، په ليک او لوست باندي پوهيدونکي پوليس د پنځو اوونيو لپاره تر روزني لاندې نيول شوي دي او نالوستو پوليسو ترنهه اوونيو پورې روزنه ترلاسه کړې ده.



د کورنيو چارو د وزارت د پوليسو د کنترول يو چارواکي د وينا له مخې د بن د تړون پر بنسټ چې له 2001 کال څخه را په دې خوا يي د افغانستان پراخيتايي پلان جوړ کړی دی، د پوليسو شمېره 62 زره

تنه بولي.



د روان کال د مارچ تر مياشتې پورې 57 زره پوليس روزل شوي دي او نور پاتې به تر سپتمبر پورې فارغ شي.



افغانان وايي، روزل شوي پوليس د زړو هغو په پرتله هيڅ ښه والی نه لري.



د سرپل ولايت اوسيدونکی، نياز محمد وايي: ((موږ د روزل شويو او ناروزل شويو پوليسو تر منځ کوم توپير نه ګورو. يو يي هم ښه نه دی.))



د کابل پورته نومول شوی سوداګر وويل: ((کله چې د پوليسو د روزلو خبره اورم، نو هسې ټوکې راته ښکاري. هغوی که زر ځلې وروزل شي، خو بيا هم هماغه غله دي.))



څېړونکي له دې خبرې سره موافق دي، وايي چې د نړيوالې کمېټې له هڅو سره سره د پوليسو سيستم له فساد او د خپلوانو له پالنې (خويش خورۍ) څخه ډک دی.



په مزارشريف کې يو سياسي څيړونکي، محمد علم رحماني وويل: ((پوليسان د ځايي مليېشو غړي او قوماندانان دي، چې يوازې جامې يي بدلې کړي دي. اوس د پوليسو په يونيفورم کې غلا او لوټ کوي.))



د کورنيو چارو يو چارواکي، چې د نوم له اخيستلو يي ډډه وکړه، وويل، کارونه د ښه کېدو په لور روان دي.



هغه وويل: ((د افغانستان په څېر هېواد کې، چې نوی له ناتار راوتلی دی، پوليس ښايي هغه وړتيا ونه لري، چې په پرمختللو هېواونو کې يي لري. خو لږ تر لږه موږ نن پوليس لرو. د ورځې په تېرېدو به ښه شي.))



نوموړي چارواکي د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنو ته ګوته ونيوله، ويي ويل، پوليسو وکړای شول په دې سختو او نازکو شېبو کې امنيت وساتي. هغه وويل: ((دا د هغوی ستره بريا ده.))



د بلخ د پوليسو په اکاډمۍ کې يو روزل شوي پوليس ومنله چې فساد د هغه د ملګرو تر منځ يوه عادي خبره وه. خو هغه ددې کار لامل د هغوی ټيټ معاش وباله. زياترو پوليسانو ته د مياشتې له 2500 افغانيو څخه تر 3500 افغانيو پورې معاش ورکول کيږي.



هغه وويل: ((روزنه د فساد له منځه وړلو سره اړيکې نه لري. هم روزل شوي او هم ناروزل شوي پوليس پيسو ته اړتيا لري. معاشونه ډېر ټيټ دي. له دې امله پوليس د قانون د پلي کولو پر ځای پيسي غوره بولي. هغوی ته هم ژوند په مخ کې پروت دی.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists