پرنشه يي توکو ايراني روږدي کسان په افغانستان کې

پوليس او روږدي کسان له پولې څخه د ايراني اتباعو د را اړولو او د بېرته تګ د مخنوي رپوټونه ورکوي.

پرنشه يي توکو ايراني روږدي کسان په افغانستان کې

پوليس او روږدي کسان له پولې څخه د ايراني اتباعو د را اړولو او د بېرته تګ د مخنوي رپوټونه ورکوي.

Friday, 7 January, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، ضيا احمدي ليکنه

پر نشه روږدي سلګونه ايراني اتباع  د افغانستان لويديځ ولايت، نيمروز ته راوړل کيږي، چې يو شمېر يې ادعاکوي د خپل هېواد د پوليسو له خوا د هغوى له خوښې پرته دلته پرېښودل کيږي.   

افغان چارواکي اندېښمن دي چې تهران خپله ټولنيزه ستونزه صادروي، خو ايراني دپلوماتان وايي دا د هغوى تګلاره نه ده. يو شمېر نور وايي لږ تر لږه د نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان افغانستان ته رااړوي، ځکه دلته نشه يي توکي د هرچا لاس ته په اسانۍ ورځي او د ايراني چارواکو له ظالمانه سزا سره نه مخامخ کيږي.  

د اووه ويشت کلن ضيا په نامه د نشه يي توکو يو کاروونکى کيسه کوي چې څنګه د ايران د سيستان – بلوچستان  ايالت د زاهدان په ښار کې ونيول شو او د يوې ډلې افغاني کډوالو سره يوځاى يې له پولې دې خوا ته راواړول شو.   

هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "زه اسناد لرم چې زما د ايران د تابعيت څرګندونه کوي. کله چې په نيمروز کې افغاني ادارو ته ورغلم، راته يې وويل چې سرحد ته لاړ شم او د ايران له سرحدي پوليسو غوښتنه وکړم چې [خپل هېواد ته مې] واړوي. خوکله چې هلته لاړم، ايراني سرحدي پوليسو وښکنځلم او پرې يې نه ښودم چې خپلې هېواد ته لاړ شم."

رضا وايي د نيمروز ولايت په مرکز، د زرنج په جوماتونو او زيارتونو کې بيده کيږي او په هغو خوړو  شپه او ورځ تېروي چې له خځلو يې راټولوي. نوموړي په دې وروستيو کې خپل يو څلوېښت کلن هېوادوال، چې هغه هم د زاهدان اوسيدونکى و، خاورو ته وسپاره او د هغه په وينا د "نشه يي توکو د نشتوالي" له امله مړ شوى و.

هغه وويل: "په نشه يي توکو نورو روږدو کسانو هغه د دوو قبرونو تر منځ ښخ کړ."

د ٣٨ کلن حسين په نامه يو بل سړى وايي له هغه وروسته بندي شو، چې کورنۍ يې د ايران د زابل ولايت  پوليسو ته پر نشه يي توکو د هغه له روږدي کېدو څخه شکايت وکړ.

هغه هم وويل چې له يوې ډلې افغاني شړل شوو کډوالو سره يوځاى د ايران له خاورې راوايستل شو. کله چې يې افغاني پوليسو ته خپله ايراني پېژندپاڼه وښوده. هغوى کور ته د هغه د استولو هڅه وکړه، خو د پولې هاخوا ساتونکو خپلې خاورې ته د هغه د ننوتلو مخه ونيوله. 

د نيمروز ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، محمد انور مرادي وويل، هره اوونۍ له لسو څخه تر پنځلسو پورې پر نشو روږدي ايرانيان نيمروز ته راځي.

هغه وويل: "د نيمروز په ولايت کې پر نشو تر ٢٠٠٠ پورې روږدي کسان شته، چې اتيا سلنه يې له ايران څخه راشړل شوي افغانان او ايرانيان دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې ولې ايراني سرحدي چارواکي خپل اتباع افغانستان ته راشړي."

د نيمروز د امنيې قوماندان، حاجي موسى رسولي وايي په تېرو دوو مياشتو کې په سيمه کې د هغه سړو ٤٠ تنه ايراني اتباع بنديان کړي دي،خو په زرنج کې يې د هغوى پته ونه ښوده. د زرنج چارواکو زيار ايستلى چې په وروستيو اوونيو کې لس تنه پر نشه روږدي کسان بېرته خپل هېواد ته واستوي، خو ايراني سرحدي پوليسو هغوى نه دي پريښي، چې خپل هېواد ته لاړ شي.

د نيمروز  د والي اداري رئيس، حاجي نجيب الله علمي وويل، موضوع د ايراني چارواکو غوږونو ته  رسول شوې، خو د قناعت وړ کوم ځواب يې تر لاسه کړى نه دى.

د هرات په قونسلګرۍ کې ايراني دپلومات چې د نامه د نه څرګندولو په شرط يې خبرې کولې، دا خبره  کورټ رد کړه چې ګوندې هېواد يې خپل اتباع شړي. هغه وويل هغه افراد چې ادعا کوي ايراني اتباع دي، په حقيقت کې افغانان دي چې له هغه هېواده شړل شوي او اوس بېرته هغه هېواد ته د ننوتلو لارې چارې لټوي.

هغه وويل: "څوک چې اسناد لري کولاى شي ايران ته لاړ شي، ايراني سرحدي چارواکي به ورسره مرسته وکړي."

د نيمروز ولايت اوسيدونکي وايي زياتره ايرانيان پخپله خوښه ځي او راځي چې د هيرويينو او نورو نشه يي توکو له ازاد بازارڅخه ګټه واخلي.

دحاجي سلطان په نامه د يو رستوران خاوند وويل: "په سرحدي سيموکې دقيق کنترول نشته. په دې توګه ايرانيان له پولې ها خوا څخه را اوړي، نشه يي توکي اخلي او بېرته ستنيږي."

هغه وويل د هغه په باور داسې اوازې خپرې شوي دي او يو شمېر مرکه شوي چارواکي هم په دې انددي چې: "ايران په لاسي ډول پر نشې روږدي خپل اتباع افغانستان ته راليږي، ترڅو په افغانانو کې د وژونکو ناروغيو لامل شي."

افغان حکومت زيار باسي چې د نشه يي توکو د مخ  پر ودې کاروونکو د درملنې لپاره د درلمنې مرکزونه پرانيزي. په نيمروز کې د روغتيا د برخې کارکوونکي وايي هغوى دومره امکانات نه لري چې د ايراني اتباعو درملنه دې هم وکړاي شي. د افغانستان له نشه يي توکوسره د مبارزې وزير، ضرار احمد مقبل په دې وروستيو وختونو کې وويل چې د يو مليون اټکل شوو روږدو کسانو د يوې سلنې درملنې امکانات  لري.

د نيمروز ولايت د روغتيا رئيس، دکتور  نوراحمد وويل، داسې کلينيکونه نشته چې د هرفرد روغتيايي کتنه ترسره کړي، که هغوى له ايران څخه راستانه شوي کډوال وي اويا هم ايراني اتباع.

هغه وويل: "له لومړنيو ارزونو څرګنديږي، د نيمروز ولايت ٥٠ سلنه روږدي کسان داسې ستنې کاروي چې د ايچ آى وي/ايدس او ژيړي په څېر ناروغتياوو د خپرېدو لامل کيږي."

Iran, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists