پر حکومتي څوکيو د ټاکلو په اړه د کرزي قضاوت تر پوښتنې لاندې راغی
يو شمېر خلک له دې امله مايوسه دي، چې ولسمشر څو تنو جنګ سالارانو ته حکومتي لوړې څوکۍ ورکړي دي.
پر حکومتي څوکيو د ټاکلو په اړه د کرزي قضاوت تر پوښتنې لاندې راغی
يو شمېر خلک له دې امله مايوسه دي، چې ولسمشر څو تنو جنګ سالارانو ته حکومتي لوړې څوکۍ ورکړي دي.
پروسږکال حامد کرزي د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره په خپل بريالي کمپاين کې رايه ورکوونکو ته ويلي و، د هېواد په پراخو برخو باندې لاسبرو جنګسالارانو ولس له يو جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
زيات شمېر افغانان اوس په دې هکله هک پک پاتې دي، چې ولې هغه په خپل اوسني حکومت کې زيات شمېر جنګ سالاران په مهمو څوکيو باندې ګومارلي دي.
که له تخنيکي پلوه وګورو، نو البته عبدالرشيد دوستم، عبدالکريم خليلي او اسمعيل خان له دې وروسته د جنګ سالارانو په کتار کې نه راځي، چې د ټاکلو له امله يې له کرزي سره پرې مخالفت کيږي.
دوستم، چې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ د نوي درستيزوال په توګه ټاکل شوی، د اپرېل د تېرې مياشتې په نيمايي کې له خپلې پوځي مشرۍ لاس په سر شو. نوموړي په اتيايمو کلونو کې د شوروي اتحاد د ملاتړي رژيم يو جنرال و او جنبش ملي يې رامنځته کړ. په 1992 کال کې د کمونيسي رژيم له رانسکورېدو وروسته يې شمالي ولايتونه تر ولکې لاندې و.
د ولسمشر دويم مرستيال، عبدالکريم خليلي، چې د بې وسلې کولو او ملکي ژوند ته د بېرته راستنولو د پروګرام د مشر په توګه نومول شوی، له دې وروسته د حزب وحدت اسلامي د تنظيم مشري په غاړه نه لري، چې د تنظيمي جګړو پر مهال يې له ايران څخه مرسته تر لاسه کوله.
او اسمعيل خان، چې د اوبو او برښنا وزير ټاکل شوی، د هرات د والي په توګه له کاره ګوښه شوی، چې په حقيقت کې يې د هېواد د لويديځې برخې کنترول په لاس کې درلود.
دا درې واړه د بشري حقونو د يو زيات شمېر موسسو له خوا په 1992 کال کې د نجيب الله د حکومت له رانسکورېدو او په 1996 کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو پورې د زرګونو وژنو او جنګي جنايتونو په وړاندې مسوول بلل کيږي.
د بېلګي په توګه، د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کميسيون د 2005 کال په جنورۍ کې په يو اوږد خپاره شوي رپوټ کې ويلي و، چې له جنګي ملېشو او دهغوی له قوماندانانو څخه بايد د ملکي خلکو د زيات شمېر وژلو، بې عفته کولواو جګړې ته د ځوانانود راکښلو په ګډون د هغه زور زياتي په اړوند پوښتنې وشي، چې په دغه مهال کې يې ترسره کړي دي.
د کرزي تر اختلاف لاندې څلورمه تاکڼه، صبغت الله مجددي دی. هغه په داسې حال کې چې په جنګي جنايتونو تورن نه دی، خو د مجاهدينو د غورځنګ يو مشر بلل کيږي.
په حکومتي لوړو څوکيو د ملېشو د پخوانيو قوماندانانو دټاکلو په اړه څو تنه غير سياسي څيړونکي د کرزي د پرېکړې ننګه کوي.
د اساسي قانون د تسويد د کميسون يو غړی، محمد صديق پتمن وايي، د هغو مشرانو نزدي کول، چې سياسي او يا پوځي ځواک لري د ملي پيوستون او امينت لپاره ډېر اړين دي.
يو بل تن څېړونکی وايي، د درناوۍ د وړ پښتون، مجددي، ټاکنه به د طالبانو د غړيو په راماتولو او سوله ناک ژوند ته په ورګرځولو کې د کرزي له هڅو سره مرسته وکړي.
دا يوه حساسه موضوع ده، ځکه طالبان لا تر اوسه هم د ځينو بريدونو مسووليت په غاړه اخلي او د امريکا متحده ايالتونه او نړيوال ځواکونه هم ګوته څنډي، چې کېدای شي طالبان راتلونکي پارلماني ټاکنې ګډې وډې کړي. کرزي په دې شرط هغه طالب جنګياليو ته بښنه اعلان کړې، چې په جنګي جنايتونو تورن نه وي او خپلې وسلې په ځمکه کېدي.
د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې پخوانى مشر، عبدالکبير رنجبر وايي: ((مجددي يو منځلاری شخصيت دی. هغه يو مذهبي مشر دی او کولای شي له طالبانو سره د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. طالبان به په هغه اعتماد وکړي.))
همداراز رنجبر په دې اند دی، چې خليلي کولای شي، په هېواد کې د بېوسلې کولو له بهير سره مرسته وکړي. هغه وايي: ((هغه لا تر اوسه د ملېشو ډلې لري. هغه د هېواد په ځينو برخو کې اغېزمن شخص دی. هغه کولای شي خلک بې وسلې کړي. هغه د هغوی په ژبه خبرې کوي او له يوبل سره پوهاوي ته رسېدای شي.))
له کورنۍ جګړې څخه ژوندي راوتلي هغه شمېرخلک به هېڅکله هم هغه ناخوالې هېرې نه کړي، چې د کرزي له خوا ټاکل شويو اشخاصو د نوي يمو کلونو په پيل کې په هېواد تېرې کړې دي.
دا موضوع به په افغانستان کې په راتلونکي سپتمبر کې د پارلماني ټاکنو په پايلو باندې اغېزې وکړي.
له آى ډبليو پي آر سره يو شمېر مرکه شوي رايه ورکوونکي وايي، هغوی په دې اند و، چې کرزي به هغوی د کورنۍ جګړې له قوماندانانو څخه وساتي، نه داچې په خپل حکومت کې به ورته څوکۍ ورکړي.
د کابل ښار د درېمې ناحيې اوسېدونکي، حميدالله وويل: ((زه پخپله به د کرزي پلويانو ته رايه ورنه کړم، ځکه هغه په خپلې هغې وعدې وفا ونه کړه، چې خلکو ته يې ورکړې وه.))
سياسي څېړونکی، محمد قسيم اخګر دا خبره مني، وايي افغانان به د شخصي ملېشو په لاسونو د خپل هېواد او د پلازمېنې ورانول او ويجاړول هېر نه کړي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې جګړې کولې. هغه وايي: ((ددې خلکو ګومارل به د ستونزو غوټه هواره نه کړي. په حقيقت کې به دا کار هېواد بېرته د 1992 کال ناتار ته وګرځوي.))
د کرزي له يو وياند څخه په موضوع باندې څو څو ځلې د تبصرې کولو غوښتنه وشوه،خو هغه ونه منله.