پر افغان سکانو ځانمرګی برید

بریدګر له کلکو امنیتي تدابیرو له تېرېدو وروسته د سکانو د مشرتابه پر یوې ډلې ځانمرګی برید ترسره کړ

پر افغان سکانو ځانمرګی برید

بریدګر له کلکو امنیتي تدابیرو له تېرېدو وروسته د سکانو د مشرتابه پر یوې ډلې ځانمرګی برید ترسره کړ

دافغانستان ختیځ ولایت کې  سکانو او هندوانو مشران هغه مهال دځانمرګي برید قربانی شول چې په هغه ولایت کې دولسمشر اشرف غنی لیدو په خاطر سره راټول شوي وو تر څو خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي  

ددغه  برید مسولیت  چې د جولای د میاشتې په لومړی نېټه ترسره شو او له امله یې ۱۷ کسان ووژل شول او۷ نور ټپیان شول، د داعش ډلې پر غاړه واخیست.

اوتار سنګهـ خالصه چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې یوازینی سکهـ نوماند وو، هم په دې برید کې ووژل شو.

ګوربیت سنګهـ چې له دې  برید څخه ژوندی پاتې شوی وویل چې  دې هم د هغو ۲۵ هندوانو او سکانو په ډله کې وو کوم چې ټاکل شوې وه د هغې ورځې په سهار  د والي په دفتر کې له ولسمشر سره وګوري او د خپلې ټولنې د ستونزو په هکله ورسره خبرې وکړي.  خو د سهار ملاقات لغو شو او له دوی څخه وغوښتل شو چې د ماسپښین پر درې نیمو بجو راشي.

هغه وویل ((کله چې وروسته موږ یو وار بیا سره راغونډ شوو نو پر موږ برید ترسره شو ،هغه مهال چې زموږ ملګري د اور په لمبو کې سوځیدل، سرتېرو یې ننداره کوله. هغوی له موږ سره د پېښې له سیمې څخه په وتلو کې مرسته و نه کړل.))

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د سکانو د ډلې مشر کلجیت سنګهـ هم د امنیټي ځواکونو پر بې غوری نیوکه وکړه.

هغه وویل ((زموږ ملګري د اور په لمبو کې سوزیدل خو هېڅ چا یې مرستې ته ور ونه دانګل. آن تر دې چې پولیس نورو  کسانو ته هم د مرستې کولو اجازه ور نکړه ))

د اوتار سنګهـ زوی نرندرسنګهـ له دولت څخه وغوښت ترڅو په دې اړه چې بریدګر څنګه وتوانید  له کلکو امنیتی پوستو او تدابیرو له راتېرېدو وروسته د پېښې سیمې ته ځان راورسوي بشپړه څېړنه ترسره کړي.

هغه وویل چې ((موږ په دې پېښه کې خپل ټول مشران له لاسه ورکړل او اوس په افغانستان کې مشر نه لرو))  نوموړي زیاته کړه که چېرې ددې پېښې عاملین ونه نیول شي نو هغوی به پر پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

د یادې ټولنې ځینو غړو وویل چې ټاکل شوې وه د هندوانو او سکانو مشران  دزور واکو له خوا دخپلو جایدادونو دغصب پر مسلې ولسمشر سره وغږېږي هغوی د ځمکو سندونه او قبالې هم  له ځانه سره راوړې وې چې په برید کې له منځه ولاړلې.

هندوان په افغانستان کې تر ټولو کوچنۍ قومې ډله تشکیلوي او سلګونه کلونه یې په دې هېواد کې نسبتاً آرام ژوند کړی دی. د هغوی ستونزې په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدینو له حاکمیت  سره سم پيل شوې. ځمکې یې غصب شوې، ماشومان یې له تعلیم څخه بې برخې شول او په ټوله کې له مذبي تعصب شره مخ شول.

ډیری هندوان ،  هندوستان ته ستانه شول  هندوان د طالبانو د حکومت پر مهال هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان ول دوی دخپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شول  

اوس ددې ډلې شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته رسېږي. مذهبی تعصب  ددوي پر وړاندې لا هم ډیر دی، که څه هم د افغانستان اساسي قانون  د دوي د مذهبي حقونو د ساتنې ضمانت کړی

نوید احمد حمیم چې یو دیني عالم دی، (آی، ډبلیو، پی آر) ته وویل ((د اسلامي احکامو  پر بنسټ دا د مسلمانانو دنده ده څو له هغو کسانو سره چې مسلمانان نه دي ښه چلند وکړي)).

هغه زیاته کړه  ((حضرت محمد ص فرمایلي دي  هغه کس به د جنت خوشبویي‌ هېڅکله احساس نکړي کوم چې هغه کافر چې پناه یې ورته راوړې ده ووژني.))

اقبال سنګهـ چې د جولای د لومړۍ نېټې په برید کې ژوبل شوی وو ، وویل ، که څه هم دا وار داعش ددې برید پړه پر غاړه واخیسته خو د هغوی  ټولنه هره ورځ په بېلابېلو ډولونو ځورول کېږي.

دغه راز هغه زیاته کړ چې د هغوی کورونه، هټۍ او نور ملکیتونه په زوره نیول کېږي او هره ورځ له ځورونې  سره مخ دي. نوموړي وویل (( که چېرته وضعیت په دې ډول دوام ومومي نو ټول هندوان او سکان به افغانستان پرېږدي)) اقبال سنګهـ ددې خبرې په یادولو سره د حکومت د مداخلې غوښتنه وکړه.

دغه برید په هېواد دننه او له هېواد څخه بهر په کلکو ټکو وغنډل شو خو د سیمه ییز حکومت عکس المعل د دغې ټولنې ځینې کسان خواشینی کړي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې د ولسمشر او د هندوانو ددې پلاوی ترمنځ کومه ناسته نه وه پلان شوې او زیاته یې کړله چې ولسمشر او د ننګرهار ولایت والي ددې پېښې له کبله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او امنیتي چارواکو ته یې لارښونه کړې ترڅو د یادې پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکو بیا په خپلو منځونو کې لا دا ویلي دي چې ګواکې حکومت غواړي د خپلې دې امنیټي ناکامۍ پړه پر غاړه وانخلي.

هغه ورځ په یاده سیمه کې کلکو امنیتي تابیاو ته په کتلو سره ځینې شنونکې حیران پر دې دي چې برید ګرڅنګه وکولای شو چې له کلکو امنیتي کمربندونو څخه تیر شي.

د ننګرهار ولایت امینه قومندان غلام سنایي ستانکزي وویل چې څېړنه پیل شوې ده او  په دې اړه چې بریدګر څنګه د پیښې سیمې ته ځان رسولې دی، معلومات له رسنیو سره وروسته شریک کېږي .

یوه سیمه ییز فعال اسد الله ضمیر وویل چې دې ښار ته د ولسمشر له رارسېډلو درې ورځې وړاندې د ښار په هره برخه کې د پولیسو د تلاشۍ کمربندونه جوړ شوي ول. یوه ورځ وړاندې ټولې هټیګانې، پلورنځي او دفترونه وتړل شول. له دومره تابیاو سره بیا هم برید ګر وتوانید چې د والي کور ته نږدې خپل برید ترسره کړي.

هغه زیاته کړله ((امنیتي ځواکونه باید ددې قضیې تل ته ځان ورسوي، ځکه چې په یاده ورځ یوازې پولیس هغې سیمه کې موجود ول او نور ټول سړکونه بند ول.))

له برید وروسته چارواکي د سکانو عبادت ځای ته ورغلل چېرته چې د ننګرهار د ولایتي شورای مرستیال ذبیح الله ضمیري (آی، ډبلیو، پی آر) ته وویل ((موږ ددې پېښې څارنه کوو ترڅو ډاډه شو چې څېړونکي خپل کار په صداقت  ترسره کوي.))

په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت والي حیات الله حیات وویل: ((موږ به د خپلو هندو او سکهـ هېوادوالو حقونه خوندي وساتو او هېڅ چاته به دا اجازه ورنکړو چې هغوی ته ضرر ورسوي. زموږ د هندو هېوادوالو په وژلو سره د داعش ډلې دا ثابته کړه چې د هېڅ کوم دین لارویان نه دي او هېڅ ډول ارزښتونو ته درناوی نه لري.))

کله چې په برېد کې د هندو او سکانو ټولنې یوازیني نوماند خپل ژوند له لاسه ورکړ نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې هغوی ته به اجازه ورکړي تر‍څو د خپل نوماند ځای ناستی وټاکي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي خبریالانو ته وویل ((د هندوانو او سکانو د حقوقو په پام کې نیولو سره کمیسیون پلان لري چې هغوی ته د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندی بل چانس هم ورکړي.))

هندوان او سکان چې ددې برید له کبله ډیر وېرېدلي دي په دې آند دي چې حکومت د دوی ساتنې او په افغانستان کې د دودې راتلونکي‌ته لېوالتیا نه لري.

د جلال آباد ښار یو سکهـ چې و یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي د (آی، ډبلیو، پی آر)  ته ددې مطلب په ویلو سره په ژړا شو ((اوس موږ باید ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شو او ورته ووایو،  نه موږ ته پاملرنه کوی او نه هم زموږ امنیت ټینګوی، موږ دا هېواد پرېږدو.))

Afghanistan
Conflict, Life
Frontline Updates
Support local journalists