په يوه ولايت کې فرهگي ميراث له منځه تلونکی دی

په يوه ولايت کې فرهگي ميراث له منځه تلونکی دی

Tuesday, 26 November, 2013

په افغانستان کې د حامد احمدزي ليکنه

مبارزه کوونکي وايي په گرديز کې يوې غونډۍ ته څېرمه کلا د ډېرو سيمو له ډلې څخه يوه سيمه ده چې په پکتيا ولايت کې ورته د ورانولو اجازه ورکړ شوې ده.

د بالاحصار کلا ودانولو او ترميم ته سخته اړتيا لري، په داسې حال کې چې شاوخوا يې نوې ودانۍ جوړيږي او په دې توگه له زيات خطر سره مخامخ ده. (وگورئد افغانستان د منځنيو پېړيو تاريخي کلا د نړېدو له گواښ سره مخامخ ده.)

د سراب په نامه د ځايي ورځپاڼې مشر وويل: "کورونه تر دې کچې د غونډۍ د پاسه لوړ جوړ شوي چې دېوالونه يې يوازې يو متر د نوموړي کلا له ديوالونو څخه لرې دي. حکومت بايد دې ته پام وکړي، که نه، دا تاريخي کلا به ورانه شي."

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال، علمير ځاځی وايي د بالاحصار د ساتلو په موخه منډې رامنډې وهل شوې، خو نتيجه يې نه ده ورکړې.

په پکتيا کې يو شمير ليکوال او د مدني ټولنې فعالان وايي په دې ولايت کې نورې ثبت شوې ٣٥ تاريخي سيمې له دې امله له خطر سره مخامخ دي چې حکومت يې پرخپل مهال د ساتنې او څارنې کارونه پر مخ نه دي وړي. 

حامد احمدزی په پکتيا ولايت کې د آی ډبلايو پي آر روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists