په يو وخت کې په دو ځايونو کې کارکوونکي وزارتونه شل او شوټ کوي

زياتر شمېر حکومتي مامورين وايي، د معاشونو د لږوالي له امله دې ته اړ دي، چې د رسمي دندو په ځای خپلې شخصي دندې سرته ورسوي.

په يو وخت کې په دو ځايونو کې کارکوونکي وزارتونه شل او شوټ کوي

زياتر شمېر حکومتي مامورين وايي، د معاشونو د لږوالي له امله دې ته اړ دي، چې د رسمي دندو په ځای خپلې شخصي دندې سرته ورسوي.

Friday, 18 November, 2005

د سهار نهه بجې دي، رحمت خپلې دندې ته راځې، د پوهنې د وزارت بهر خپل ټکسي موټر ودروي او وزارت ته ننوزي. هغه نيم ساعت وروسته خپل کار ته راغلی دی، خو پروا نه کوي.


دا د ښايسته لنډې تورې ږيرې خاوند، ښه درېشي په ځان، دري دېرش کلن (ځوان) دوه دقيقې وروسته بېرته د سپين زيړ رنګه ټکسي شټيرنګ ته کېناست او د سپرلۍ په لټه د کابل له ګڼې ګوڼې ډکو سړکونو ته ورننوت.


رحمت د افغانستان د زرګونو خپالي مامورنيو له ډلې څخه يو دی. سره له دې چې هغه په وزارت کې د سوبتيا کتاب لاسليک کړ، خو لکه د خپلو نورو انډيوالانو په څېر هغه په وزارت کې د وخت د تېرولو اراده نه درلړده. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((حکومت ما ته د مياشتې د پځوس ډالرو په انډول معاش راکوي، خو د ټکسي د چلولو له لارې د مياشتې د درې سوه ډالرو په انډول پيسې پيداکوم. که حکومت زما معاش په پوره اندازه لوړکړي، نو ټکسي به ودروم، خو اوس مې په وس کې نه ده.))


د حکومتي مامورينو مورال په دې ورځو کې له دې امله کمزوری دی، چې په ټولو کچو د دولتي مامورنيو په دندو باندې له سره غور کيږي.


زيات شمېر مامورين اصلا د پنجشنبې په ورځو دندو ته نه راځي، چې نيمه کاري ورځ ده.


د پوهنې د وزارت يو بل تن مامور، چې نه يي غوښتل ونومول شي، په کابل ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د خلکو سودا وړي. هغه وايي: ((حکومت له موږ څخه مکار غواړي، خو نه پوهيږي، چې څه حالت دی. هغه امرين چې بايد دخپلو مامورينو په کار خبر وي، خراب خلک دي او زياتره وخت نه وي. هېڅو مسوليتنه اخلي. هېڅو ک د امورينو غم نه خوري. (د کورونو کرايي)و ډېر لوړې دي. زه د مياشتې د شپېتو ډالرو په خواوشا ک ېپيدا کوم او يوازې د (کور) کرايه مې اتيا ډالره کيږي. زموږماشومان خواړو، جامو او زده کړې ته اړتيا لري. هېڅوک يوازې په معاش چه شي چلېدای. له دې امله د شخصي کار کولو ته اړ شوی يم.))


دېرش کلن نصير د کورنيو چارو په وزارت کې کا رکوي، خو له نيمايي څخه زياته ورځ د خشتې پله د جومات ترڅکګ ليلامي جامي خرڅوي. هغه وايي: ((زما پلار نهه کاله دمخه مړ شوی او ماته اوس اته کسيزه کورنۍ راپهغاړه ده. د ماموريت معاش ما ته کفايت نه کوي. له دې امله کله ناکله کار ته ځم او کله نه.))


دا کرا د هغه چا لپاره زياتې ستونزې پيدا کوي، چې د خپلوکارونو لپاره دولتي ادارو ته ځي.


د لوګر ولايت اوسېدونکی، 25 کلن عبدالبصير د پوهنې وزارت ته راغی چې د ليسې د فراغت سند تر لساه کړي ، تر څو پوهنتون ته د شاملېدو په کانکور کې برخه واخلي. هغه وايي: ((زه يوهميشات دې وزارت ته ځم او راځم. کله ناکله هلته خلک وي، خړ کله نه وي. زه نه پوهيږم، چې د کار رسمي ساعتونه کوم دي، خو هېڅو ک هغوی ته څه نه وايي. ټول بهانې کوي. له لوړ پوړي مامور څخه تر کوچنۍ رتبې مامور پورې ناوخته راځي، هغه هم که راشي. يوازې په يو لاسليک باندې لاسليک باندې شيريني غواړي، چې دنده يې هم ده. هغوی وايي، څنګه چې ستا تصديق کوم، نو شيريني به راکوي، سمه ده؟ هغوی يوازې دخلکو وخت ضايع کوي.))


د پوهنې په وزارت د مطبوعاتو کارکوونکی، سيف الله صحبت دا مني، چې يو مشېر مامورين په رسمي وخت کې خپل شخصي کارونه کوي. هغه وايي: ((که حکومت غواړي، چې ماموېرين يې په ښه توګه کارونه سرته وروسي، نو بايد معاشسونه زيات کړي. بايد د هر رياست مشر خپل مامورين کنترول کړي.))


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي لاو اداري رئيس، محمد ظاهر حسن په ټينګار وايي: ((که يو مامور د رسمي کا رپه وخت کې په خپل شخصي کار ونيول شي، نو له کاره به شړل شي.))


د کابل اوسدونکی، 38 کلن سيدعلم غواړي د مخابراتو له وزارت څخه يو ديجيتل تيلفونواخلي. هغه وايي: ((د تېرو يوولسو ورځو راهيسې، زه هره سهار د اسنادو د تر لاسه کولو لپاره له لسو بجو څخه تر يوولسو بجو پورې د هغوی په دفتر کې يم. هغوی مې له يو دفترڅخه بل ته ځغلوي. کله مامور نه وي او کله رئيس. هر ورځ راته وايي، سبا راشه او کله چې بله ورځ راشم نو هماغه خبره راته کوي. خدای پوهيږي، چې څومره نور به مې په انتظار کې وساتي.))


د مخابراتو وزرات يو لوړ پوړی مامور، محمد علم د ډېرې ناسوبتيا پړه د معاشونو په لږوالي اچوي. هغه وايي: ((مامورين کله نا وخته راځي او کله په څانګو (شعبو) کې نه وي. د خپلو دندو د سرته رسولو پ رځای هغو یشخصي کارونه کوي. رئيس بايد وپوهيږي، چې که معاشونه ټيټ وي، نو فساد ته لاره پرانيزي.))


د چارو د سمون د څانګې رئيس، فاروق وردګ وويل، چې کابينه د معاشونو دلوړوالی پهاړه غور کوي. نوموړي وويل: ((موږ د راتلونکو معاشونو لوړوالي باندې غور کوو او د مامورينو د تحصيل په اړه هم غور کوو.، تر څو بلابېل روزنيز پروګرامونه پلي کړو.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists