په ولايتونو کې د رڼا ورځې غلا

په ولايتونو کې د رڼا ورځې غلا

Monday, 16 September, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه ليکنه

دافغانستان په ختيځ ولايتخوست کې د بې قانونۍ يوه نوې بڼه رامنځته شوې. غله د پوليسو جامې  (يونيفورم) اغوندي او د شتمنو کورونو ته ورننوزي.

د آی ډبليو پي آر خبريال د انور خان کور وليد چې په دې وروستيو کې د غلو يوې ډلې پاک جارو کړی و. د هغه کور په دوديز ډول له خامو خښتو څخه جوړ شوی و، ماتول يې گران کار و، خو دا سړي [غله] ظاهرا په قانوني ډول د سرحدي پوليسو غړي برېښېدل.   

انور خان وويل، غلو د هغه له کور څخه ټولې پيسې يوړې چې هغه او ورونو يې له تېرو شلو کلونو راهيسې گټلې وې.

ځايي چارواکي د دا راز جرمونو کره شمېره نه لري، خو اوسيدونکي وايي يونيفورم په غاړه غلو د ٢٠١٣ کال په اوږدو د خوست ولايت يو زيات شمېر کورونه وهلي دي.

د خوست د ولايتي شورا مشر، سيد کريم خاکسار دا خبره مني چې په بريدونو کې، په تېره بيا په لرې پرتو سيمو کې، زياتوالی راغلی دی. هغه وويل، [د خوست] شورا او امنيتي موسسې پر يوه "دقيق پلان"  کار کوي چې دا ربړه له منځه يوسي.

سوداگران، چې ډاريږي کېدای شي بله پلا د دوی وار وي، داسې انگيري چې ښايي يونيفورم په تن غله د واک پر گدۍ له ناستو کسانو سره تړاو ولري. د سيمه ييزې اردو او پوليسو مرکز په دې کار کې له هر راز ښکېلتيا څخه غاړه غړوي او وايي هغه يونيفورم د دوی د کارکوونکو نه دی.

احمدشاه په خوست ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists