په سياسي اتحاد کې عجيب خلک راغونډ شوي

پخواني سياسي سيالان نن په يوې نوې ډلې کې راغونډ شوي، چې د څارونکو په وينا به د اوسني حکومت د له پامه غورځولو هڅه وکړي

په سياسي اتحاد کې عجيب خلک راغونډ شوي

پخواني سياسي سيالان نن په يوې نوې ډلې کې راغونډ شوي، چې د څارونکو په وينا به د اوسني حکومت د له پامه غورځولو هڅه وکړي

Wednesday, 11 April, 2007
. په دې جبهې کې د يو څو تنو کمونيستي څېرو شتون څارونکي هيښ کړي دي او وايي چې دا جبهه په حقيقت کې د چا مخالفت کوي.



د ملي متحدي جبهې بيان شوې موخه د اوسني حکومت له څارلو پرته بل شی کېدای نه شي. ددې جبهې وياند، مصطفی کاظمي وايي: "موږ هم د اوږدې مودې او هم د لنډې مودې تګلارې لرو. موږ به په لنډ وخت کې د حکومت له رفورم څخه پيل وکړو او که اړتيا وليدل شوه، نو د حکومت د سيستم بڼه به د ولسشمرۍ له سيستم څخه پارلماني بڼې ته واړوو."



کاظمي آی ډبليو پي آر ته وويل، په جبهې کې ټولو خلکو ته د غېږ پرانيستل ددې ثبوت دی، چې پخوانې غليمان کولای شي، د ولسواکۍ تر چترلاندې يوځای کار وکړي.



هغه وويل: "زموږ غورځنګ له توکميزو او ديني پولو اوړي. دا د متنفذو سياسي څېرو يو ګډون دی. ترڅو چې داسې غورځنګ رامنځته نه کړو، توکميز او سيمه ييز تاوتريخوالی به موجود وي."



په ملي متحدي جبهې کې د هغو تنظيمونو غړي ګډون لري، چې د اتياومو او نوي يمو کلونو په بهيرکې يي په خپلومنځونو کې ترخې جګړې کړې وې. په لومړې سر کې جهادي تنظيمونه دي. د برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي تنظيم او د ولسشمر د ويم مرستيال، کريم خليلي تر مشرۍ لاندې د حزب وحدت تنظيم. په هغوی پسې د جنرال عبدالرشيد دوستم ترمشرۍ لاندې د جنبش ملي اسلامي ګوند دی، چې په نوي يمو کلونو کې له جمعيت سره په شمالي ټلوالی کې يوځای و.



په دې جبهې کې د نجيب الله د کمونيستې حکومت دوه مشهورې څېرې هم شته، چې د جهادي تنظيمونو له خوا په 1992 کال کې د واک له ګدۍ راپرېوتل.



سيد محمد ګلاب زوی ددغه حکومت د کورنيو چارو وزير او دهغه مهال د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند د خلق د ډلې غړی و. په داسې حال کې چې نورالحق علومي د هغې په سيالې څانګې، پرچم، پورې تړلی و او د افغانستان په سهيل لويديځ کې يي د مجاهدينو په وړاندې د حکومتي پوځونو د جګړې بولۍ (قومانده) په لاس کې وه. دا دواړه اوس د پارلمان غړيتوب لري.



ګلاب زوی خبريالانو ته وويل، د نوې جبهې اصلي موخه له اجرايوي مشرتابه څخه د قانون جوړوونکو ته د واک لېږدول دي.



هغه وويل: "موږ غواړو په اساسي قانون کې بدلون راولو. د حکومت بڼه له ولسشمرۍ څخه پارلماني سيستم ته بدله کړو. د واليانو او ښاروالانو لپاره مستقيمې ټاکنې وکړو."



اوسمهال د سيمه ييزو ارګانونومشران د کرزي له خوا ګومارل کيږي.



د کرزي حکومت د ملي متحدې جبهې رامنځته کېدل يوازې د هېواد د مخ پر ودې ولسواکې يوه برخه بولي. د ولسمشر وياند، کريم رحيمي وويل: "هرڅوک د سياسي ګوندونو او غورځنګونو د رامنځته کولو حق لري. دا به د هېواد په ولسواکه کولو کې د حکومت له هڅو سره مرسته وکړي." خو څارونکي بيا دومره ډاډمن نه دي.



يو سياسي شنونکي محمد قسيم اخګر وويل "خلق، پرچم او جهاديان يوځای کيږي. دا د حيرانيتا خبره ده. هغوی کلونه کلونه د يو بل په وړاندې جنګېدلي، خو اوس يوه ګډه موخه او هدف لري. هغوی غواړي په تېرو 25 کلونو کې د سرته رسول شوو کړنو او عملونوپه وړاندې له سزا څخه وتښتي او ځانونو ته خونديتوب او مصوونيت تر لاسه کړي."



يو مسوول چلونکی او سياسي شنونکی، فضل محمد اوريا داخبره مني او وايي: "دا غورځنګ نه د حکومت په ګټه دی اونه د افغانستان د خلکو. هغه به يوازې وضعه نوره هم بدتره کړي." د اوريا له نظره د متحدې ملي جبهې جوړېدل يوازې د جمعيت اسلامي له خوا د واک تر لاسه کول دي.



اوريا وويل: "جمعيت د حکومت مخالف دی او په هغې کې د نفوذ (او اغېز) د ترلاسه کولو هڅې کوي."



اوريا د جمعيت وتلو غړو ته ګوته ونيوه، چې اوس په سياسي ليکو کې لوړ دريځ لري. د هغوی په ډلې کې د پارلمان مشر، محمد يونس قانوني او د شمالي ټلوالي د پخواني مشر، احمد شاه مسعود ورور، احمد ضيا مسعود شامل دي.



اوريا په دې اند نه دی، چې ګوندې نوې جبهه به د افغانستان په اوسني حالت کې ريښې وځغلوي. هغه وويل: "دا څېرې خلکو ته ښې معلومې دي. هيڅوک به د هغی ملاتړ ونه کړي. هغوی خلکو او هېواد ته هيڅ هم نه دي کړي. هغوی يوازې د خپلوشخصي ګټو لپاره جګړې کړي دي."



د افغانستان تېر تاريخ ته په کتلو کېداۍ شي سياسي شريکبانډي يوه ننګونه وي. د بېلګې په توګه شمالي ټلواله له پخواني جهادي مشرانو جوړه وه، چې د نجيب الله د حکومت له رانسکورېدو وروسته يي ځواکونو خپل منځي جګړې وکړي او د هېواد زياتره برخه يي په کنډوالو واړوله.



د کورنيو جګړو په کلونو کې د بدمرغيو او قانون د نشتوالي په پايلې کې طالبان راپيدا شول او د افغانستان زياتره برخه يي ونيوله. کله چې هغوی واک تر لاسه کړ او ځمکه يي ونيوله، نو جهادي ډلې د هيواد په شمال ختيځ کې يوې کوچنۍ برخې (کنۍ) ته وشړل شول.



د کورنۍ جګړې د زيات ظلم او وحشت له امله ددې تنظيمونو زياتره مشران د افغانانو له خوا په (جنګ سالارانو) ونومول شول او د بشر د حقونو د ډلو له خوا په سختو جنايتونو تورن شول. اوس عدالت ته دهغوی د راکښلو غوښتنې کيږي.



زياتره افغانان جهادي برلاس پارلمان ته د پخوانيو جنګ سالارانو د يو خوندي ځای په سترګه ګوري او ډاريږي، چې د هغوی زياتيدونکی واک به بېرته حالت نوي يمو کلونو ته ورستون کړي.

د مزارشريف د جهان نو د خپرونې چلوونکی او سياسي شنونکي قيوم بابک وويل: "دا خلک ستونزې راولاړوي. هغوی ددې لپاره راغونډ شوي، چې د حکومت په وړاندې يوه اتحاد جوړ کړي." بابک په اند نوې متحده جبهه به لنډ عمر ولري، ځکه د خلکو تر منځ ښه نوم نه لري.



هغه وويل: "دا لومړی ځل نه دی، چې دا خلک د يوې جبهې د جوړېدو لپاره راغونډ شوي دي. هغوی پخوا هم ډېر اتحادونه جوړ کړي و، خو د ډېرې مودې لپاره پاتې نه شول."



کاظمي دا راز نيوکې بابيزه وبللي او ويي ويل، دا اتحاد د تشې د ډکولو په موخه رامنځته شوی دی.



هغه وويل: "داسې کوم ګوند نه شته، چې د تېرو پنځو کلونو راهيسې د خرابېدونکي وضعې مخه ونيسي. په افغانستان کې زيات ثبت شوي ګوندونه شته. خو هغوی يو هم دا شته ډکه نه کړاۍ شوه."



اوسمهال په افغانستان کې له 80 څخه زيات ګوندونه ثبت شوي دي.



کاظمي د نوې ډلې په وړاندې ننګونې مني او په احتياط يي وويل، چې دا اتحاد به په دې ستونزو برلاسی شي.



هغه وويل: "د نوي اتحاد د ړنګېدو کوم تضمين په لاس کې نه شته، خو موږ به هڅه وکړو، چې هغه وژغورو. که هغه ړنګ هم شي، نو موږ به څه له لاسه ورنه کړو. موږ د ولسواکۍ تمرين کوو."



عادي افغانان،چې د لسيزو جګړو اصلي قربانيان دي، نوي اتحاد ته د شک په سترګه ګوري. زيات شمېر ډاريږي، چې ملي متحده جبهه به يو ځل بيا تېرو جنايتونو تکرار ته لاره هواره کړي.



د مکروريان يوې اوسيدونکې فوزيې وويل: "دغو ککړو څېرو ته ليدل او د قاتلينو خبرو ته غوږ نيول سړي ته ټکان ورکوي. پروا نه کوي،چې هغوی کومه بڼه ځان ته ورکوي. خلک هغوی هغسې ويني، لکه څنګه چې دي."



د کابل پوهنتون يو محصل، يما ورته احساسات درلودل. هغه وويل: "هغه خلک چې بايد محکمې ته راکښل شي، له هغې ځان خلاصوي. د افغانستان په تاريخ کې به جهادي مشران او کمونيستان هيڅکله هم هېر نه شي. هغوی د خلکو په منځ کې ځای نه لري. هغوی کلونه کلونه حکومت وکړ، خو خلکو ته يي هيڅ هم ونه کړل. له دې اتحاد څخه به څه تمه ولرو؟
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists