په شمال کې جنرال د متابعت ژمنه کوي

جنرال دوستم د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي ته ويلي، چې خپل وسله وال کسان به مرکزي حکومت ته سپاري.

په شمال کې جنرال د متابعت ژمنه کوي

جنرال دوستم د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي ته ويلي، چې خپل وسله وال کسان به مرکزي حکومت ته سپاري.

Wednesday, 16 November, 2005

د افغانستان د شمال نامتو قوماندان جنرال عبدالرشيد دوستم د ملګروملتونو لوړ پوړي پلاوي ته ويلي دي، چې هغه د کابل نويو پرېکړو ته غاړه ږدي، چې له مخې به يي خپل وسله وال ځواکونه مرکزي حکومت ته سپاري.


دوستم دا خبرې هغه مهال کولې، چې د نومبر په پنځم د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا يو پنځلس کسيز پلاوى افغانستان ته دسفر په ترڅ کې، د مزارشريف ښار ته ورسيد. پلاوې په خپل دې سفر کې له سيمه ييزو مشرانو سره په دې اند وليدل چې له هغوى وغواړي هغو يو شمېر اقداماتو ته غاړه کېدي، چې د اکتوبر د مياشت په وروستيو کې په شما ل کې له سيمه ييزو ځواکمنومشرانو څخه د شخصي مليشاوو د کنترول د اخيستلو او په هغوى پورې د اړوندو ولايتي چارواکو د کار د ګوښه کولو په منظور رامنځته شوي دي.


جنرال دوستم ژمنه وکړه هغه پرېکړه ومني، چې د هغه د سيال عطامحمد د پوځي واحدونو سره دده تر کنترول لاندې د پوځي واحدونو د يوځاى کېدو غوښتنه کوي.


د جنرال دوستم اتم لمبر قول اردو او د جنرال عطامحمد اووم لمبر قول اردو په دې وروستيو مياشتو کې په ځينوځايونو کې سره ښکر په ښکر شوې وې. د اکتوبر په وروستيو کې د هغوى تر منځ د نويو جګړو له پېښېدو وروسته د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د دفتر او په مزارشريف کې د ولايتي بيارغاوني د برتانوي ډلي په مرسته د هغوى تر منځ اوربند ټينګ او يولړ شرطونه يي کيښودل، چې د هغه په وينا وروستي او پرېکنډه وو. د پلان له مخې به يوه واحده او کوچنۍ قوه جوړيږي ، چې مسوول به يي د مرکزي حکومت له خوا ټاکل کيږي او له نوې ملي اردو سره به يوځاى کيږي.


دوستم وايي: "زه چمتو يم، چې اوومه او اتمه قول اردو دواړه سره يوځاى شي. زه به دا هم ومنم چې قومندان يي د کابل له خوا وګومارل شى او ددې مسووليت ورته وسپارل شي.ځکه ددغو پرېکړو دمخه ما هم دغه راز وړانديز کړى و."


جنرال دوستم د روان کال د مي په مياشت کې د ولسمشرحامد کرزي د امنيت او دفاع د سلاکار په توګه خپلې ټاکنې ته ګوته ونيوه، چې د هغې له مخې يي دنده لرله د عطامحمد دپوځي واحدونو په ګډون خپل پوځي واحدونه بيا جوړکړي. خو دا داسې يوه دنده وه چې هغه يي په سر ته رسولو کې ناتوانه برېښېده، ځکه دواړو ځواکونو ځانونه له يو بل څخه لوړ بلل.


سره له دې چې جنرال دوستم دا بدلونونه منل، خو ګيله يي کوله: "زه له حکومت غوښتنه کوم، مخکې له دې چې پرېکړه کوي، له موږ څخه دې وپوښتل شي."


کله چې نوموړي بدلونونه اعلان شول، نو جنرال عطامحمد ورسره خپله موافقه وښوده، خو جنرال دوستم د تبصرو لپاره چمتو نه وو، سره له دې داسې نښې نښانې نه وي، چې ګوندې هغه دې دغه پرېکړې ونه مني.


رښتينې پوښتنه داده چې هغوې به د افغانستان په شمال کې د خپل واک د لاسه په ورکولو بنسټيز بدلونونه رامنځته کړي. . ځينې کتونکي په دې هکله شک ځرګندوي، چې دوستم او عطامحمددې په اسانۍ بېواکه شي، ځکه چې د سياسي قدرت، پوځي ځواک او تجارتي ګټو تر منځ داړيکو پرېکول لا په مخکې پرته دنده ده.


يو ازميښت به داوي، چې عطامحمد او دوستم به د نويو دندو د نيولو لپاره له شمال څخه کابل ته خپل تګ ومني او که نه. عطامحمد دا خبره منلي او د جلالي د وينا له مخې دوستم هم سر خوځولى دى.


په مزارشريف کې له خبرو وروسته د ملګرو ملتونو د پلاوي مشر، د جرمني استازي ، ګونتر پليوګر يو خبري کنفرانس ته وويل، چې هغوى دواړو ژمنه کړې چې د امنيت د ټينګولو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅوملاتړ وکړي. پليوګر وايي:"تنظيمي جګړې بايد نور په افغانستان کې بندې شي، ځکه جګړې د تېر مها ل اړتيا وه ، نه د اوس. سيمه ييز مشران بايد د مرکزي حکومت د پرېکړو بشپړ ملاتړ وکړي."


ډاکتر پليوګر همداراز غوښتنه وکړه، چې په دغو ولايتونو کې دې ګمرکي عوايد مرکزي حکومت ته وليږدول شي. د سيمه ييزو مشرانو او قومندانانو په واسطه د عوايدو ساتل يوه لويه ستونزه ده، په تيره بيا په سرحدي ولايتونو لکه بلخ کې، چې زيات ګمرکي عايد لري. پيسې په سيمه کې د ځايي ځواکونو له دوام سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې په کابل کې مرکزي حکومت د پولۍ تړک ته ناست دى.


په سفر وتلي پلاوي د کوکنارو موضوع هم ياده کړه او د هغو د له منځه وړلو په لارو چارويي غور وکړ. کوکنار په خپل وار د ځايي قومندانانو د واک په غښتلى کولو او د غير قانوني محصول د اخيستلو له لارې د هغوى جببونو ته د پيسو په ورزياتولو کې ستره اغېزه لري، آن که دا مشران پخپله نيغ په نيغه د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې لاس ولري او که نه.


افغانستان د نړۍ په کچه د اپينو ستر توليدوونکى هېواددى. د نيشه يي توکو او جرايمو لپاره د ملګرو ملتونو دد فتر داټکل له مخې د خامو اپينو کلنى توليد په تېره لسيزه کې دويم ډېر لوړ توليد و. د تېر کال په پرتله په زياته مځکه کې کوکنار کرل شوي دي. بزګرانو د غنمو، اوربشو او سابو له کرلو مخ اړولى دى او کوکنارو ته يي مخه کړې ، چې زيات حاصل تر لاسه کړي.


د بلخ نوى والي حبيب الله حبيب وايي : "زموږبزګران همدااوس د کوکنارو کرلو ته تيارى نيسي. د ملګرو ملتونودپلاوي سفر په ښه وخت کې تر سره شو. د دغه بوټي د کرلو مخنيوي يو مثبت ګام دى. خو حکومت دې له دغو بزرګرانو سره مالي مرسته وکړي."


د بلخ او د هغه د شما ل ختيځ ګاونډي ولايتونه په پرتليزه توګه د افغانستان په کچه د پام وړ توليدوونکي نه دي، خو د هغې کرل مخ په زياتېدونکي توګه زياتيږي. د نيشه يي توکو او جرايمو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د شمېر له مخې يوازې سږکال د بلخ په ولايت کې د کوکنارو په کر کيله کې په سلو کې څلور سوه زياتوالى راغلى دى.


جګړن ټام بارکرد مزارشريف د ولايتي بيارغاونې د ډلې ويندوى آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د ملګرو ملتونو دپلاوي سفر "يو ځواکمن پيغام درلود او هغه دا چې "افغانستان به نور شاته نه ځي، بلکې مخکې به ځي او وده به کوي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists