په شمال کې يو په بل تور اچول

شمالي پياوړي (اشخاص) دا تورونه ردوي، چې ګوندې د هغوې پلوي ډلې دې له ټاکنو سره په تړلو جګړو کې ښکېلې وي.

په شمال کې يو په بل تور اچول

شمالي پياوړي (اشخاص) دا تورونه ردوي، چې ګوندې د هغوې پلوي ډلې دې له ټاکنو سره په تړلو جګړو کې ښکېلې وي.

د افغانستان په شمال کې سيال زور ځواکي هڅه کوي، ځان له دې تورونو څخه پاک کړي، چې د هغوی ځواکونه د قانون جوړوونکي ارګان لپاره له ټاکلو دمخه په تاوتريخوالي کې ښکېل دي.

شاهدان وايي په جنرال عبدالرشيد دوستم پورې تړلي پوځونه په فارياب کې د غويي (ثور) په 27 د جنرال عبدالمالک له پوځونه سره ونښتل او له امله يې دوه تنه مړه او 12 نور ژوبل شول.

له آی ډبليو پي آر سره په يوې مرکې د دوستم يو استازي په دې نښتې کې د جنرال د پلويانو لاس لرل رد کړل، په داسې حال کې مالک په دې ټينګار کاوه، چې د هغو سړيو مازې له ځان څخه دفاع کړې ده.

ځايي خلک وايي نښته هغه مهال پيل شوه، چې د مالک ورور، ګل محمد پهلوان د فارياب د ولايت شيرين تګاب ولسوالۍ کې خپل کلي ته لاړ، تر څو د وږي د مياشتې په 27 په پارلماني ټاکنو کې د خپل ورور مالک، لپاره انتخاباتي کمپاين وکړي.

د ځايي خلکو په وينا د ټوپکو دا نښته څلور – پينځه ساعته اوږده شوه، وروسته نښته د درېو ورځو لپاره ودرېده. سيالې ډلې سيمې ته د پوليسو په رارسيدو تيت او پرک شوې.

مړي د سياسي پلويانو له خوا و نه پېژندل شول. شاهدانو وويل، د هر لور ي شپږ تنه د ټپيانو په ډله کې و. څوک بنديان نه شول، خو د کابل ځواکونو پهلوان او د هغه څو تنه ملګري د پلټنو لپاره کابل ته له ځان سره يوړل.

د مالک پر خلاف، دوستم پارلماني ټاکنو ته کانديد نه دی، خو د هغه يو شمېر پلويان د څوکيو د لاسته راوړلو په هڅه کې دي.

مالک د (ازادۍ د ګوند) مشر دی. دوستم ته د کال په پيل کې د وسله والو پوځونو د اعلی سرقوماندانۍ د درستيزوال څوکۍ ورکړ شوې، چې له امله يې ډېر اختلافونه راوخوټېدل. ددې څوکۍ له نيولو دمخه دوستم د خپلې ملېشې له قوماندانۍ لاس اخيستی و.

د سترګو يو ليدونکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې، وويل: ((خلک له هغه ځای څخه، چې نښته په کې رامنځته شوه، وتښتېدل. هټيوالو خپل مالونه کورونوته وچلول، ځکه پخوا چې به کله د دوستم او مالک د پلويانو ترمنځ نښته پيل شوه، نو له هغې وروسته به يې سيمه لوټوله.))

يو بل ځايي اوسېدونکي، چې هغه هم د نوم د نه ښوولو په شرط خبرې کولې، وويل، پهلوان خپل کلي ته له رارسيدو سره سم له خپلې يوې پټې ډيپو څخه خلکو ته وسلي ووېشلې.

مالک وايي، د هغه په ورور د دوستم د سړيو له خوا له څېرمه سيمې څخه ډزې شوې وې.

هغه وايي: ((ما خپل ورور، د خپل قوم د مشرانو دلېدلو لپاره لېږلی و او دا زما حق دی. خو جنرال دوستم له ما سره د خپلې زړې دښمنۍ له امله زما د ورور د ځپلو لپاره خپل 2000 تنه سړي هغه سيمې ته واستول. هغه بايد له ځان څخه دفاع کړی وای.))

مالک ادعا وکړه، چې د دوستم وتلي قوماندانان هر يو قوماندان فتح الله او رحمت رئيس په نښته کې ښکېل و.

د دوستم مرستيال عزيزالله کارګر په خپله سيمه کې د خپل امر د وسله والو پوځونو شتون رد کړ. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه خلک چې د پهلوان په وړاندې ودرېدلي و، هغه خلک و، چې له مالک سره يې پخوانۍ دښمنۍ درلودې او له دوستم سره يې کوم تړاو نه درلود.

مالک ادعا وکړه، چې د هغه خلک د فارياب په ولايت کې د هغه د سياسي ټينګ نفوذ درلودلو له امله تر بريد لاندې راغلل. هغه وايي: ((زه د يو سياسي ګوند مشر يم او ددې حق لرم، چې د افغانستان په هرې برخې کې کمپاين وکړم. زه په سيمه کې لوی شمېر پلويان لرم. دوستم زما له نفوذ څخه ډاريږي، ځکه که خلک زما په لوري شي، نوڅوک به د دوستم پلويانو ته رايه ور نه کړي.))

د فارياب ولايت يو سياسي څېړونکی، قيوم بابک وايي: ((دې جنګ سالارانو يو ځل بيا خلکو ته څرګنده کړه، چې د هغوې د سياليو ډېره ښه لاره لااوس هم (د) وسله وال ځواک (کارول) دی.))

نياز ګل په مزارشريف کې د نورو ډېرو خلکو د نظر په استازيتوب وويل: ((هيله من يم، خلک به د يوې ډلې پلوي هم و نه کړي. که هغوی پارلمان ته لاره وموندله، نو هماغسې يو وضعيت به رامنځته کړي، لکه دمخه چې يې رامنځته کړی او د واک د ترلاسه کولو لپاره دلته جنګېدل.))

مالک او دوستم دواړه د کورنۍ جګړې پر مهال د وژلو د هڅولو په اړه تورن دي.

رسول پهلوان د دوستم يو مشهور قوماندان و. د رسول له وژل کېدو وروسته مالک طالبانو ته واوښت او له هېواد څخه د وستم په شړلو کې يې مرسته وکړه. مالک د لنډې مودې لپاره تر 1998 کال د طالبانو په لاس د مزارشريف د تر نيول کېدو پورې د سيمې واک په لاس کې درلود او په بيا وروسته له هېواد بهر وتښتېد..

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists