په شمال کې د بېوسلې کولو بهير بشپړ شوی دی
ځايي استوګن هيله من دي، چې د بېوسلې کولو او ملکې ژوند ته د ورګرځولو بهير به په سيمې کې د سولې له ټينګښت سره مرسته وکړي.
په شمال کې د بېوسلې کولو بهير بشپړ شوی دی
ځايي استوګن هيله من دي، چې د بېوسلې کولو او ملکې ژوند ته د ورګرځولو بهير به په سيمې کې د سولې له ټينګښت سره مرسته وکړي.
د افغانستان په شمال کې د دوو لويو پوځي واحدونو د له منځه تللو سره ټوپکونه او وسلې ورو ورو مخ په ورکېدودي.
د تاجيک توکمه جنرال عطا محمد ترمشرۍ لاندې د اوومې قول اردو او د ازبيک توکمه جنرال عبدالرشيد دوستم تر مشرۍ لاندې د اتمي قول اردو تر منځ نښتې په تېرو څو کلونو کې د نښتو او ناراميو يوازينی لامل و.
د اوږدې مودې لپاره دا دواړه ملېشې په شمال کې يوازينى پوځي ځواک و اود مرکزي حکومت له لارښوونو يې په څرګنده توګه غاړه غړوله. دې دواړو خپل زيات وخت د ځمکو پر سر په جنګ او جګړو تېر کړ.
د هغوی تر ټولو خونړۍ جګړه د 2003 کال په نومبر کې پېښه شوه، چې تر منځ يې د جګړو له امله له دواړو لوريو څخه 50 تنه مړه او ژوبل شول. ددې پېښې د رامنځته کېدو له امله حکومت د دواړو قول اردوګانو د له منځه وړلو پرېکړه وکړه.
د اوومې او اتمې قول اردو په څېر ملېشې د افغاني ملېشو برخې وې، خو د نوي رامنځته شوې ملي اردو په جوړښت کې ځای نه لري. سره له دې چې له تخنيکي پلوه د ملي دفاع تر وزارت لاندې کار کوي، خو په دوديز ډول له ځانګړو سياسي ګوندونو او يا تنظيمونو سره تړاو لري.
حکومت ددې دواړو قول اردوګانو په ځای د ملي اردو دوه نوي واحدونه جوړ کړي دي.
اوس پخوانيو 6171 ملېشو خپلې وسلې د ملګرو ملتونو د بېوسلې کولو او ملکي ژوند ته د ورګرځولو تر پروګرام لاندې په ځمکه ايښي دي.
په شمال کې د بېوسلې کولو د پروګرام مسوول چارواکي، ډاکتر کمال اميني وويل، د بېوسلې شويو ملېشو په سلو کې نوي تر روزنې لاندې نيول شوي دي، ترڅو نوې مهارتونه لکه ماين پاکي، درزيتوب (خياطي)، ترکاڼي او تخنيک (مستري ګري) زده کړي.
اميني وويل، دا مهال په شمال کې د بېوسلې کولو پروګرام بشپړ شوی دی.
په داسې حال کې چې دا دواړه ملېشې پخوا بېوسلې شوي او د هغوی زياتره غړيو ملکي ژوند ته مخه کړې ده، خو په زرګونه غير قانوني وسلې لا په سيمې کې پاتې دي.
د ملي دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي آی ډبليو پي آر ته وويل، چې اوسمهال ددې وسلو د ټولولو لپاره کوم پلان نه لرو. هغه وويل: ((اوس يوازې پوليس يا د اردو غړي په قانوني توګه کولای شي وسله وګرځوي. د امنيت ټينګښت په پوليسو پورې اړه لري. که چېرته وضع د هغوی له ګورت څخه ووزي، نو (پوليس) کولای شي د مرستې غوښتنه وکړي. خو دا په هغوی اړه لري، چې د سيمې امنيت خوندي کړي.)) عظيمي دا ومنله چې په سيمې کې د زيات شمېر وسلو د پاتې کېدو له امله ښايي پوليس د امنيت په خوندي کولو کې له زيات کړاو او ستونزو سره مخامخ شي. هغه وويل: ((لا تر اوسه د ملي پوليسو او ملي اردو د جوړېدو لومړۍ ورځې دي.))
شمال د افغانستان يوازينۍ سيمه ده، چې د بېوسلې کولو بهير په کې بشپړ شوی دی. دا پروګرام په نورو شپږو ولايتونو؛ ننګرهار، کندوز، پکتيا، کندهار، هرات اوباميانو کې روان دی. دا بهير به له سلو زرو ملېشو څخه د هغوی د وسلو په راټولو سره د (راتلونکي) جون په مياشت کې بشپړ شي. تر اوسه دېرش زرو ملشېو دا بهير بشپړ کړی دی.
جنرال عظيمي باور لري، چې د جون تر مياشتې به دا بهير بشپړ شي. هغه وايي: ((موږ د بېوسلې کولو له پروګرام ډېر خوښ يو او په هره بيه چې وي په خپله نېټه به يې بشپړ کړو.))
په شمال کې ځايي خلکو ددې پروګرام تود هرکلی کړی دی. د مزارشريف يو اوسېدونکي نيازګل وويل: ((موږ له ټوپک ستړي يو. کله چې ما ددې قول اردوګانو د له منځه تللو خبر واورېد، نو فکر مې وکړ، چې جګړه پای ته ورسېده. هيله ده، خلک به اوس وکړاى شي، چې په سوله کې ژوند وکړي.)) خو له حکومت غواړي، چې په سيمه کې د غيرقانوني وسلو په ټولولو ډېر ژر اقدام وکړي.
هغه يو شمېر خلکو چې د بېوسلې کولو په پروګرام کې ونډه اخيستې، ګواښنه کوي، چې که چېرته ورته ژمنه شوې دندې ژر چمتو نه شي، نو يو ځل به بيا ټوپک ته لاس واچوي.
پخوانی سرتېری، محمد سردار، چې د تېر نومبر په مياشت کې د بېوسلې کولو له پروګرام سره يوځای شوی، وايي: ((موږ سره د کار ژمنه شوې وه، خو اوس له يوې مياشتې څخه د زياتې مودې په تېرېدو د هغې پته نه شته. هغوی هره ورځ موږ ته د سبا وعدې راکوي. همېشه همدا خبره ده.)) هغه وايي، که تر بلې مياشتې پورې خبره همداسې وه، نو اړ به شي، ترڅو يو ځل بيا ټوپک واخلي. هغه وايي: ((زه د تېرو لسو کلونو راه په دې خوا سرتېری وم او يوازې په همدې شي پوهيږم.))