په پيښور كى د قاچاقو په كارو بار كى زياتوالې

د قاچاقو اوسني كاروبار د افغان سر حد څخه پورى غاړه د پيښور ماركيټونه فعال ساتلي دي.

په پيښور كى د قاچاقو په كارو بار كى زياتوالې

د قاچاقو اوسني كاروبار د افغان سر حد څخه پورى غاړه د پيښور ماركيټونه فعال ساتلي دي.

Monday, 21 February, 2005

دپيښور په ډيرو هغو ماركيټونو كى چې د قاچاقي مال کار او بار پکښې کيږي او د پيښور د ښار په څنډو کې موقعيت لري هر سړې له نشه اي داروګانو څخه نيولې تر تومانچو او ايرکنډيشنونو پورې تر لاسه کولې شي.


كه چيرې مونږ پيښور د پاكستان يوه له کنتروله وتلې سيمه وگڼو نو په دى كى د كارخانو او دباړې ماركيټونه هغه ځايونه دي چى پوليس يي په اړه ښه پوهيږي خو څه نشى كولاى. دا مارکيټونه په هغو سيمو کې دي چى پښتني سوداګر پکښې په خپله خوښه د افغانستان د پولې څخه يوازې يو څو کيلو متره ليرې دواړو خواو ته تگ راتگ كوي.


له يوه افسر څخه چې د دې سوداګرۍ د پاې ته رسولو له پاره د پوليس د هڅو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل "پوليس هڅه کوي چى قاچاق بران ونيسى او زندان ته يي ور واچوي خو سيمه اييزه خلکو په اړه چى دوكانونه لري هيڅ ډول پلانونه نشته.


د پاکستان د شمال قبايلي سيمې د پيښور د ښار له څنډو څخه پيل كيږي. د سيمه اييزه پښتنو هغه شديده خپلواكي چى د دوې پخوانيو مخالفينو يعنې برتانوي استعمارګرو ورته ورکړې وه لاهم پاتې ده او اسلام آباد هم هغه پخوانې دود تعقيب کړي چې د دوې په چارو کې يي ډيره لاس وهنه نه ده کړې. له موافقې سره سم قبايلي نارينه د پاکستاني قوانينو له چوکاټ څخه بهر خپل دودونه تر سره کوي.


د وسلو ګرځول چې په پاکستان کې په رسمي ډول غير قانوني دي ،او دا د هم هغه دود يوه برخه ده چې مارکيټونه د وسلو له دوکانونو څخه ډک دي . ځينى وسلى په همدغه سيمو كى جوړيږي چى هماغه د خارجى وسلو شميرې او نښې پرى وهل شوى وي. نورې وسلې له افغانستان څخه هم راځي ځکه يو خو دود او بل ٢٥ کلنې جګړې دغه هيواد له وسلو ډک کړې دې.


د روسى وسلى AK-47 يو عادى نقل د ٣٠٠٠ پاكستانيو روپيو (50 $) امريكايى ډالره بيه لرى. كه څه هم د هغې اوسپنې د نوعيت په اړه چې نقلي وسله ترې جوړيږي شکونه شته ځکه د نرميدو يا چاودنې خاصيت هم لري. خو بياهم اصلى AK-47 روسى كلاشينكوف ٦٠٠٠ پاكستانى كلدارى بيه لرى. په همدى ډول ډ يرى نورى وسلى لکه لنډې تومانچې، M-16 او ځينې نورې وسلې په دغو سيمو كى پيداكيږي.


د نيشه اي توكيو پلورل سره له دې چې غيرقانوني دي خو په دغو مارکيټونو کې عام دي . پاكستان په ١٩٩٠نولس سوه او نويمو کلونو كى د كوكنارو پر كر بنديز ولګوه چى له دې امله يي په نړيوال ستاينه وشوه . په افغانستان كى طالبانو هم مخكى له دى چى راوپرزول شي دا كار کړې وو. خو اوس د كوكنارو توليد په زياتيدو دې او د پولې دواړو غاړو ته د اپيمو بدلون په هيروينو دوام لري.


محمد عارف چې يو سوداګر دې د افغانستان او پاکستان تر منځ قبايلي سيمې ته په اشاره وايى " اپيم په افغانستان كى كرل كيږي او په تيرا كى په هيروينو بدليږي . دې وايى چى په تيرا كى ځينى فابريکې دي چې له هغه ځايه دلته او بيا نورو سيمو ته وړل کيږي.


د باړې په بازار كى گل نور شاه وايى مخدره مواد له كومى ستونځې پرته له يوه ځايه بل ځاى ته وړل كيږي. همدارنګه د باړې او كارخانو له ماركيټونو څخه مخدره مواد تاجكستان، تركى، ايران، روسي او نورو اروپايي هيوادونو ته ليږدول كيږي.


مگر په پيښور كى قاچاقى شيان ټول له چاې څخه نيولې تر تلويزيون پورې د کارونې اسباب دې . له دى ځايه دا اسباب دهيواد نورو برخو ته ليږدول كيږي.


د پاكستان هر ښار د باړې په شان بازارونه لري.


ستونځه دا ده هغه وسايل چې بايد افغانستان ته ولاړ شي بيرته پاكستان ته راځي. په تير وخت کې اسلام آباد منلى وه هغه مالونو چې د کراچۍ بندر ته ورداخليږي ديوى اوږدې مودې موافقې په ترڅ کې پرته له محصوله ور پريږدي . دا شيان د پولې له لارې بيرته پاکستان ته ځکه قاچاق کيږي چې په افغانستان کې د ١٩٩٢ کال ودجګړو د پيل له امله تقاضا کمه شوې او په پاکستان کې په جګه بيه خرڅيداې شي


محمد انيس چې د پيښور په مارکيټ کې ټوکر پلوري وايى اکثره ټوکر له جاپان ، چين او كوريا څخه د كراچۍ له لارې د غټو سوداګرو له خوا راوړل كيږي. وروسته بيا همدغه مالونه د افغاني او پاكستاني سوداگرو له خوا خيبر ايجنسى ته چې د پاکستاني حکومت تر ولکې لاندې ده راوړل كيږي او له دې ځايه قاچاق کوونکي ټوکر كارخانو او باړى ته وړي چى بياد پاکستان په نورو سيمو خرڅيږي.


پاکستان ته له دې امله اقتصادي زيان رسيږي او حکومت چې پوروړې دې ګمرکي محصول له لاسه ورکوي . د وسلو راوړلو په ټول هيواد کې تشدد زياد کړې او د ستونځو سره يي مخ كړيدى . دنيشه اي توكو سوداگرۍ نه يواځى بهرنيو حکومتونو ته ټکان ورکړې بلکې پخپله د پاکستاني معتادينو شمير يي هم زياد کړې.


خو د دې کار مخنيوې ګران دې. يوه قاچاقبر وويل كله كله پوليس د دوى مال نيسى خو د بډو له وركولو وروسته يى بيرته خوشى كوى.


پوليس که چيرې د قاچاقبرانو مال ونيسى نو ځينى وخت له ډيرو خونړيو ستونځو سره مخامخ كيږي. د روان کال په لمړيو کې ګمرکي چارواکو د افريدي قاچاقبرو سره چې د خيبر پاس کنترولوي مقابله وکړه. له ډزو وروسته درې قاچاقبر او اوه تنه چارواکي وژل شوي وو . له هغه راهيسته ګمرکي چارواکو مارکيټونه بند کړل.


China, Turkey, Tajikistan
Frontline Updates
Support local journalists