په پوهنتون کې جګړې توکميزې ستونزې زياتوي.

چارواکې وارخطا او د يو لارې په لټه کې دي تر څو دغه ناخوالې د پښتنو او تاجکو محصلينو تر منځ له منځه يوسي.

په پوهنتون کې جګړې توکميزې ستونزې زياتوي.

چارواکې وارخطا او د يو لارې په لټه کې دي تر څو دغه ناخوالې د پښتنو او تاجکو محصلينو تر منځ له منځه يوسي.

دا اوسنى شخړه د کابل د پوهنتون د محصلينو تر منځ د يو توکميزې کرکې نښه ده چې په ټول هيواد کې خپره ده. په داسې حال چې بيا حکومت هڅه کوي چې د جګړو د اوږدو کلونو ضرورونه جبران کړي.


په دې جګړې کې درې کسه محصلين خوږ او دا شخړه له يوې ډيرې کوچنى خبرې نه پيل او په يوې ډيرې لوې شخړې بدل شوه.


د لوړپورو له چارواکو له خولې يو باصلاحيته کميسون ټاکل شوى تر څو دا پيښه وڅيړي خو د دې کميسون د کار په هکله څه مالومات تر لاسه شوي نه دي او د کميسون ريس څو ځلې له خبريالانو سره له مرکې نه يې ډډه وکړه


دا کړکيڅ لا تر هوسه په خپل حال پاتې دى او د ژمني امتحان له فشار له کبله وضع لا نوره هم خرابه شوې ده. کله چې د ا جګړه د جولاى په شلمه پيل شوه نو پوليسو له لا ښو وسايلو سره پوهنتون ته راغلل.


په ښار کې ژوند د شمال د ټلوالې د غړيو چې د ائتلافي ځواکو تر څنګ د طالبانو د رژيم چې ډيرى يې پښتانه چې د هيواد د وګړو ډيره برخه جوړي، تر تاثير لاندې دى.


د کابل د پوهنتون په شنې حويلى کې د شمالي ټلوالې د مړه شوي مشر عکسونه په سترګو کيږي او د هغه پلويان د خپل واک په خپرولو د کابل پوهنتون د پښتنو محصلينو د صبر کاسه رانسکوره کړې او هغوى يې په غوسه کړي.


يوه محصل چې وې نه غوښتل چې نوم يې واخيستل شي د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل چې د پوهنتون يو استاز د ته ويلي چې نور دې په پښتو خبري ونه کړي. په داسې حال کې چې پښتو او دري دواړه رسمي ژبي دي او په دې مرکز کې په دري ژبه چې د کابل مروجه ژبه ده زده کړه کيږي.


ځينې نورو محصلينو يو بل ټکي ته ګوته ونيوله چې د کابل پوهنتون په ليليه کې ٦٤ دوکسيزه کوټې هغو کسانو ته ورکړل شوي چې د تاجک توکمې ولاياتونو څخه دي. او نور ټول محصلين په څوارلس کسيزه او شپاړس کسيزه کوټو کې اوسيږي.


د کابل د طب د انستيټوټ اداري معاون، بشير حليمي دا خبره ونه منله چې ګواکې د پښتنو محصلينو په وړاندې له کرکې نه کار اخيستل شوى او وويل چې د ده تګړه محصل صابر علي يو پښتون توکمى دى.


حليمي زياته کړه چې سياسي ډلې دغې شخړې ته چې په کابل کې رامنځ ته شوې ، لمن وهي. د وويل: ((دا شخړه له يوې ډيرې کوچنى خبرې پيل شوه خو لاسونه له بهر نه په دې کار کوي تر څو نظم له منځه يوسي، اوبه خړې او ماهيان ونيسي.))


بې له شکه دغه شخړه له يوې ډير کوچنې خبرې هغه مهال پيل شوه چې د کابل د طب انستيتوت د وه تاجک توکمو محصلينو، سيد سليمان او محبوب الله غوښتل چې د صابر علي صحي معاينات دې ژر پاې ته ورسيږي تر څو د دوى وار راورسيږي.


صابر علي وويل: (( موږ يوازې يو بل ته څو سختې خبرې وکړې خو لاس او ګريوان نه شوه. په صبا باندې يې چې امنيت او پوليس د دوى ملاتړ وکړ نو په هماغه شيبه يې په موږ حمله وکړه. موږ شپږ کسه د کابل د طب د انسټيټيوټ له مخې ولاړ وو او هغوى پنځوس کسه ول.))


هغه په داسې حال هلته پاتې شو چې مخ او لاس يې په بنداژو ترلي ول او د ده نور ملګري لږ خوږ شوي ول. د ده يوه ملګري ذبيح الله په څو ځلو دا خبره وکړه چې د په خپلو غوږو اوريدلي چې محبوب الله چې ډيرې غښتلې اړيکې لري خلکو ته يې ويل( راځې چې جګړه وکړو پوليس هسې هم زموږ تر شا دى))


ډيرى محصلين او شاهدان دا پيښه تائيدوي.


خو د محبوب الله ملګري بيا دا صحنه په بل ډول تعبيروي . يو بل محصل چې خپل ځان يې ابوبکر وښود آى ډبليو پي آر ته يې وويل چې صابر علي او ملګرو يې په هغه مهال په محبوب الله باندې حمله وکړه چې هغه نمونځ ته تياري نيوله نه هغه هم دې ته اړ شو چې ځواب يې وړکړي.))


ناصر احمد او محمد ابراهيم چې دواړه تاجک توکمې او د دواړو خوا سره په يوه ټولګي کې دي له دې پيښه نه او هغه څه په صابر علي تير شول،ډير خواشيني دي. محمد ابراهيم وويل: (( ټول تاجکان د محبوب الله غوندې اند نه لري او د هغه سره هم نظره نه دي.))


د کابل پوهنتون ان له ١٩٦٠ کال نه را په دې خوا د سياسي ډلو د تودو سياسي فعاليتونو او قانون ماتونو شاهد دى. تانې او کيانې هره ورځ د محصلينو تر منځ بدليږي خو ډير کم شخړې ته اوړي


د کابل د طب د انستيتيوت د محصلانو د ټولنې معاون، غلام حضرت په دې هکله وويل چې دا رښتيا هم ډيره سخته ده چې د جګړې اصلي لامل مالوم شي.


ځکه د انسټيټيوټ تر مخې ډيره ګڼه ګوڼه وه او دا ډيره سخته وه چې قضاوت وشي چې څو کسو حمله کړې وه او زه داسې ګمان نه کوم چې جګړه د ژبنيزو او توکميزو توپيرونو په سر رامنځ ته شوي وي خو وروسته بيا د مخفي استخباراتو لاسونه نه شوم رد ولى( د پاکستان د داستخباراتو د پټه لاسوهنه)


آى اس آى د طالبانو اصلي ملاتړ کونکى وه او ډيرى دا ادعا کوي چې په دغو شخړو کې هغه پښتانه چې يو څه موده يې په پاکستان کې ژوند کړى ، لاس لري.


د پوهنتون دې ساحې د پوليسو آمر نازکمير بيا دا خبره نه مني چې ګواګې پوليس د يوې خوا ملاتړ کاوه او وويل چې يو کس چې په دې پيښې کې لاس درلود او تاجک توکمى دى د دوى په بند کې دى.


((خلک وايي چې ټول هغه محصلين چې په دې پيښه کې يې لاس درلود بايد ونيول شي خو موږ نه شو کولى چې ټول محصلين بندي کړو........ موږ تر هوسه د محبوب الله په لټه کې يو ترڅو داخبره سپينه شي.))


Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists