په نشه يي توکو باندې د بلخ اخته اوسيدونکي له ناوړې راتلونکې سره مخامخ دي

د نشه يي توکو اسانه تر لاسه کول او د درملنې د ناسمو تاسيساتو شتون ددې لامل شوى، چې په نشه يي توکو روږدي کېدل زيات شي.

په نشه يي توکو باندې د بلخ اخته اوسيدونکي له ناوړې راتلونکې سره مخامخ دي

د نشه يي توکو اسانه تر لاسه کول او د درملنې د ناسمو تاسيساتو شتون ددې لامل شوى، چې په نشه يي توکو روږدي کېدل زيات شي.

Wednesday, 25 February, 2009
. خيرنې او زړې جامې يې په غاړه دي او ډېر ستړى ستومانه او نهيلى بريښي.



عزيز وايي هغه مهال يې په نشه يي توکو لاس پورې کړ، چې په ايران کې کډوال و. نوموړي په دې وروستيو کې د ښار د نشه يي توکو د درملنې په يوازيني مرکز کې د بيارغاونې شل ورځنى کورس پاى ته رسولى دى. خو ډېر ژر بېرته خپل زاړه عادت ته وروګرځېد.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "ما ښه پرمختګ کړى و. زه د رغېدو په حال کې وم. خو له شلو ورځو څخه وروسته ډاکټرانو رخصت کړم. هغوى د بل روږدي ناروغ لپاره بستره په کار وه. کور ته له تګ سره سم مې حالت ناوړه کېده. نه مې د خوراک لپاره څه شى درلود او نه مې درمل درلودل. ډېره موده لا نه وه تېره، چې بېرته مې په نشه يي توکو پيل وکړ."



عزيز غواړي دنشه يي توکو له کارونې بېغمه شي، چې ژوند يې ورته برباد کړى دى. خونه پوهيږي، څنګه وکړي.



هغه وويل: "له دې کړاو څخه د ځان بېغمه کول شل ورځې يا يوه مياشت نه غواړي. ناروغ بايد تر يو کال پورې تر درملنې لاندې وي."



په نشه يي توکو باندې روږدي کېدل په شمال کې مخ په زياتېدو دي. په اسانه لاس ته راوړل، له ايران څخه د کډوالو راستنېدا او د غالۍ اوبدونکو مېرمنو له خوا د اپينو زياتې کارونې له هغې سره مرسته کړې ده.



د درملو د رغندو تاسيساتو نشتوالى ددې مانا ورکوي، چې که دا ناروغان و غواړي له نشه يي توکو څخه لاس په سر شي. د هغوى زيات شمېرد مخ اړولو ځاى نه لري.



حکومتي چارواکي وايي د تېر کال راهيسې د روږدي شوو کسانو په شمېر کې په سلو کې پنځوس زياتوالى راغلى دى. لامل يې دادى، چې دلته د بلخ د ټول ولايت لپاره يوازې يومرکز شته دى. هغوى وايي د شلو بسترو دا مرکز د خلکو اړتيا نشي پوره کولاى. زياتره ناروغان هغې ته د ورتګ لپاره ډېره موده انتظار باسي. په نتيجه کې د طب د مسلک د خاوندانو د وينا له مخې په سلو کې ٤٠ بېرته د نشه يي توکو کارونې ته مخه کوي.



د درملنې د مرکز مرستيال مشر،ډاکټر اسدالله وويل: "دا روغتون، چې بايد د زرګونو ناروغانو درملنه وکړي، يوازې شل بسترې لري. په همدې توګه د ناروغانولپاره د ساعت تېرۍ وسايل هم نه لرو، چې د درملنې په پړاو کې يوه ستونزه ده. (او) موږ پوره کارکوونکي او مالي سرچينې نه لرو، ترڅو په سمه توګه د کار کولو وسه راکړي."

نوموړي زياته کړه، روغتون د ٦٠٠ تنو نارينه، ښځو او ماشومانو درملنه کړې ده. د کارکوونکو په ډله کې دوه ډاکټران، دوه نرسان او پنځه تنه ساتونکي شته.



هغه ادامه ورکړه: "کله ناکله د روږدو کسانو شمېر دومره زياتيږي، چې بايد ورځې، ورځې بستر ته انتظار باسي. زياتره ناروغان نهيلې کيږي او بيا بېرته نه راځي."



ډاکټر اسدالله زياته کړه، زيات شمېر روږدي کسان له ايران څخه راستانه شوي کډوال دي. بله لويه ډله غالۍ اوبدونکې مېرمنې دي، چې چرس او اپين د خپلې ستړيا د رفع کولو لپاره کاروي. همدارنګه هغوى د خپلو ماشومانو د کرارولو لپاره هم نشه يي توکي ورکوي.



دېرش کلنې مريم وويل: "زما په اند زه هغه مهال په نشه يي توکو روږدى شوم، چې لا د مور په ګېډې کې وم. زما مور غالۍ اوبدونکې وه. هغې چرس څکول. کله چې ماشوم وم، نه يې غوښتل، چې سرخوږى ورته پيدا کړم. له دې امله يې زيات چرس راکول. اوس يې په خپله کاروم."



مريم وويل، څو ځلې روغتون ته تللې يم، خو ژمنه شوې درملنه مې نه ده شوې.



د بلخ د عامې روغتيا رئيس، ميرويس ربي ستونزه مني. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، جرمنانو د يو ٤٠٠ بسترييز روغتون د جوړولو ژمنه کړې ده، خو دا يې ونشو ويلاى، چې دا روغتون به کله جوړيږي.



په کابل کې دعامې روغتيا د وزرات وياند، ډاکټر عبدالله فهيم وويل، په پام کې لري، چې د فشار د لږولو په خاطر يو بل ٢٠ بستره ييز روغتون په بلخ او کندز کې کې جوړ کړي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دا کار بايد مخکې شوى واى، خو د هغې لپاره بودجه په لاس کې نه وه. موږ دا کار په جدي توګه تعقيبوو. که چېرته حکومتي ودانۍ ونه مومو، نو يو شخصي ځاى به په کرايه ونيسو."



يو فکتور چې د بيارغاونې بهير پېچلى کوي په مزارشريف کې د نشه يي توکو اسانه تر لاسه کول دي. روږدي کسان وايي، چې د توکو په ترلاسه کولو کې کومه ستونزه نه لرو.



د حبيب الله په نامه يو روږدي شخص وويل: "چارواکي د نشه يي توکو له پلورونکو سره تړلي دي. هغوى د مزار په منځ کې د کفايت په مارکيټ کې په ښکاره نشه يي توکي خرڅوي."



د بلخ د امنيې د قوماندانۍ وياند، شېرجان دراني د حبيب الله ادعا ردوي، چې ګوندې چارواکي د نشه يي توکو له کاروباريانو سره تړاو لري.



هغه وويل: "په نشې باندې د روږدي شخص خبرې بې بنسټه دي. هغوى معتاد دي. هر څه چې يې زړه غواړي، وايي يې. موږ تېر کال د نشه يي توکو لسګونه کاروبار کوونکي بنديان کړي دي. اوس د نشه يي توکو پېرودل هغسې اسانه نه دى، چې هغه يې وايي."



له نشه يي توکو سره د بلخ ولايت د مبارزې رئيس، خليل الرحمن په نشه يي توکو باندې د اخته کسانو په شمېر کې زياتوالى مني. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دا يو ستونزمن کار دى. د روږدي شوو کسانو د شمېر زياتوالى له اټکل نه بهر و."



خليل الرحمن له دې ټکي څخه انکار وکړ، چې ګوندې نشه يي توکي د مزارشريف په بازارونو کې په ښکاره ډول پلورل کيږي. هغه زياته کړه: "نشه يي توکي له پاکستان څخه په قاچاق راوړل کيږي او په پټه په بازار کې پلورل کيږي."



د حبيب الله، مريم او عزيز په څېر په نشې روږدي کسان د خپل د اړتيا وړ توکو په موندلو کې کومه ستونزه نه ګوري. حکومت د هغوى په مخنيوي کې بې وسې بريښي.



مريم وويل: "که حکومت کوم کار ونه کړي، نو داسې ورځ به راشي، چې د غاليو ټول اوبدونکي په چرسو اوهيروينو اخته شي."
Frontline Updates
Support local journalists